06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سيدې مژګان مصطفوي د فرانسوي فلم جوړونکي سيورند بﻻنشه فرهنګي خدمتونه وستايل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دکب٧مه / باختر
د فرانسوي  فلم جوړونکى  سيورند بﻻنشه دمړينې دلسم تلين په درناوى نن په کابل کې  دفرانسې  انستېتېوت يوه غونډه جوړه کړه.
د باختراژانس دخبريال د خبرله مخې، دغه غونډه  داطلاعاتواو فرهنګ وزارت دمالي، اداري  او ګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي ، دافغان فلم رييسې، يوشمېر فلم جوړونکو  او د بلانشه  د  شاګردانو په شتون کې جوړه شوه .
دغونډې په پيل کې په کابل کې  دفرانسې سفارت  دسياسي چارو سلاکار د سيورند بلانشه  دهنري کړنو  اوژوندانه په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل  چې بلانشه  دفرانسې  يو ښه فلم جوړونکي  و ، چې  په  ٢٠٠٦ ميلادي کال کې  افغانستان ته راغى  او د مستندو سينمايي فلمونو  په برخه کې يې  دشاګردانو پر روزنې لاس پورې کړ .
هغه زياته کړه چې بلانشه دخپلو افغان شاګردانو په همکارۍ  پنځه مستند سينمايي فلمونه جوړ کړل  اوپه پاى کې په  ٢٠١٠ ميلادي کال کې په کابل ښار کې  په يوه ځانمرګي  پيښه کې ووژل شو .
وروسته  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مالي، اداري اوګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  هم په خبرو کې  په افغانستان کې په تېره بيا  خپلو افغان  شاګردانو ته  د مستندو فلمونو دجوړولو  په برخه کې دبلانشه  هنري فعاليتونه  وستايل .
   پوهنيارې مصطفوي  زياته کړه چې دتېرو جګړو په  دوران کې دهېواد سينما ته  زيات زيان واوښت  اودبين المللي دوستانو همکارۍ ته اړتيا لري .
  هغې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  په استازيتوب  د فرانسوي  فلم جوړونکي سيورند بلانشه  له خدمتونو  څخه مننه وکړه او ويې ويل  چې بلانشه افغانانو ته  د مستندو سينمايي فلمونو په زده کړه کې  بې ساري خدمتونه کړي دي .
   مصطفوي زياته کړه  چې اوس  دبلانشه  شاګردان  په دې بريالي شوي دي چې مستند سينمايي فلمونه  جوړ کړي  چې په ملي او بين المللي  جشنونوکې  نندارې ته  وړاندې شوي دي .
وروسته  دافغان فلم رييسې  صحرا کريمي  دسيورند بلانشه  هنري فعاليتونه وستايل او ويې ويل  چې هغه  په افغانستان کې  دمستندې سينما نظر بدل کړ
دغه راز هغې دافغان فلم دپروګرامونو او په کابل کې دفرانسې  له سفارت سره  دهمکارۍ په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل:  موږ دې ته اړتيا لرو  چې د سينما هنر په برخه کې له فرانسې  سره ښې اړيکې ولرو .او د دغه هېواد  له تجربو څخه ګټه واخلو .
په همدې ترتيب  حسن کريمي، سيورند بلانشه معرفي کړ ، سينماګرې  ملالۍ زکريا اودغه راز  دبلانشه شاګردانو رحمت جعفري او رضا يمک  د سيورند  بلانشه  دژوندانه په دوران کې خپلې خاطرې بيان کړې .
  غونډه  دبلانشه دمستند فلم  په ښودلو سره پاى ته ورسېده .
ختم_ف _اکرم

 

Last modified on Thursday, 27 February 2020 04:59

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.