18 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ایران ته د سفر د بیمې مرکز په ننګرهار کې پرانيستل شو

ایران ته د سفر د بیمې مرکز په ننګرهار کې پرانيستل شو

- کابل / د وږي ٢٨مه / باختر په ننګرهار کې...

د طالبانو يو مهم قوماندان په سروبي کې ووژل شو

د طالبانو يو مهم قوماندان په سروبي کې ووژل شو

کابل / د وږي ٢٨مه / باختر د وسله والو طالبانو...

ننګرهار د خرما د حاصلاتو د راټولولو په درشل کې

ننګرهار د خرما د حاصلاتو د راټولولو په درشل کې

کابل / د وږي ٢٨مه / باختر د ترلاسه شويو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان د خزانو د آثارو په اړوند د کمېسيون د کار رپوټ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د وري ١٤مه/ باختر
په يقين سره ګران هېوادوال خبر دي چې د افغانستان د خزانو نندارتون په دې وروستيو کې د چين په هانګ کانګ ښار کې جوړ شوى دى او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وړانديز او د جمهوري رياست د عالي مقام په منظورۍ له بېلابېلو دولتي بنسټونو او د نندارتون د جوړولو له کمېټې څخه جوړ شوى کمېسيون د دغو آثارو پر څېړنې او ځاى پرځاى کولو موظف شوى دى.
کمېسيون افغانستان ته د نندارتون د آثارو له رسېدو څخه مخکې د آثارو د تسليمۍ او ځاى پرځاى کولو لپاره د تياري يوشمېر غونډې جوړې کړې. د نندارتون آثار د١٣٩٩ کال د وري په ٤ مه د دوشنبې په ورځ د کابل هوايي ډګر ته ورسېدل.
په هماغې ورځ د وخت له تېرېدو پرته آثار د کمېسيون له پرېکړې سره سم دوو  ځايونو ته ولېږدول شول، د آثارو يوشمېر صندوقونه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست په ارګ کې د افغانستان بانک زېرمنتون ته ولېږدول شول چې د نندارتون د جوړولو په پيل کې يوشمېر آثار د افغانستان بانک له هماغه زېرمتون څخه د نندارتون لپاره انتخاب شوي وو، د آثارو يوشمېر نور صندوقونه د افغانستان ملي موزيم ته ولېږدول شول چې د نندارتون د جوړولو په وخت کې د ملي موزيم د آثارو له جملې څخه انتخاب شوي وو. دغه اجراآت د ډاډمن خونديتوب په موخه په هماغې لومړۍ ورځ چې آثار د کابل هوايي ډګر ته ورسېدل، ترسره شول.
د سه شنبې په ورځ کمېسيون په ملي موزيم کې غونډه جوړه کړه او خپله کاري تګلاره او کاري نظام طرحه او تصويب کړ، سربېره پر دې هېوادوالو ته د پوهاوي د اعلاميې متن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري وروستى شو چې وروسته خپور شو.
د ١٣٩٩ کال د وري په ٦مه د چهارشنبې په ورځ د ١٣٩٩ کال د وري تر ١٠مې يکشنبې ورځې پورې د موظف کمېسيون تر نظرلاندې ملي موزيم ته رسېدلي آثار يو- يو د موزيم دارۍ له اصولو او د آثارو د نندارتون د کمېټې له پرنسيپونو سره سم وپېژندل شول، راجستر او د هغو په مشخصو ځايونو کې  ځاى پرځاى شول.
کمېسيون د دوشنبې له ورځې وروسته په کابل کې د کرونا ويروس له بيړنيو حالاتو سره سره د افغانستان بانک زېرمو ته په سپارل شويو آثارو پورې د اړوند فعاليت په تنظيم بوخت دى، دغې ادارې ته يې رسمي ليکونه ولېږل چې په ډېر لنډ ممکن وخت کې پاتې آثار هم وپېژني، راجستر کړي او د افغانستان بانک د زېرمې په مناسبو ځايونو کې ځاى پر ځاى کړي.
د يادونې وړ بولو چې د دغه نندارتون آثار له پيل څخه د هغه تر وروستي ښودلو پورې چې د چين په هانګ کانګ کې وو، په عمده توګه زموږ د هېواد د تاريخ او بډاى فرهنګ د ورپېژندنې په موخه نندارې ته وړاندې شوي دي او هر قرارداد چې په دې اړوند ترسره شوى دى؛ يوازې او يوازې په ټاکلي موزيم کې د دغو آثارو د ښودلو لپاره دي، هېڅ موزيم د آثارو له ښودلو او ساتنې پرته کله چې په دغه ځاى کې نندارې ته وړاندې شوي وو؛ په اوږد مهال کې د دغو آثارو په ساتنې ژمن شوى نه و. البته زموږ د هېواد د تاريخي او فرهنګي آثارو د ساتنې  له قانون او د دغه نندارتون له پروتوکول سره سم له هر موزيم سره قرارداد بايد د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کابينې له لوري تصويب شوى واى.
د يادونې وړ ده چې په موزيمونوکې د دغو آثارو د هر نمايش لپاره د کابينې مصوبې شته. د نندارتون د آثارو په اړه په وروستۍ پرېکړه کې، په ١٣٩٨ کال کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کابينې په وروستۍ پرېکړه کې د نندارتون د آثارو په اړه يادونه شوې ده، په هغه صورت کې چې د دغو آثارو د ښودلو لپاره کوم بل غوښتونکى هېواد شتون ونلري، نندارتون دې بېرته هېواد ته ولېږدول شي چې د کابينې د همدې پرېکړې پر بنسټ له هغه وروسته چې هېڅ غوښتونکى هېواد حاضر نه شو چې دغه آثار نندارې ته وړاندې کړي او په همدې حال کې په هانګ کانګ ښارکې د کرونا ويروس د خپرېدو او د هانګ کانګ د دولت په واسطه د موزيمونو د تړل کېدو په نسبت دغه آثار هېواد ته راولېږدول شول.
هغه آثار چې په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي وو؛ يوازې د هغو آثارو يوه کوچنۍ برخه ده چې د افغانستان ملي موزيم يې په خپلو کلکسيونونو کې يې لري، په تېره بيا د دغه نندارتون هغه طلايي آثار چې ډېره يې د طلا تپې له لرغونې ساحې څخه دي، يوازې ١١١ قلمه يې په دغه نندارتون کې شامل وو چې اوس د افغانستان بانک په زېرمتون کې محفوظ دي.
دغه راز يوازې په دغه نندارتون کې د بګرام آثار ٨٧ قلمه وو، په داسې حال کې چې د بګرام د آثارو کلکسيون ډېرغني دى. د فلول غونډۍ له طلايي آثارو څخه يوازې درې قلمه په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي وو او د آى خانم له آثارو څخه يوازې ٣١ قلمه.
پورتنۍ شمېرنې د دې څرګندوى دي چې د افغانستان د خزانو په نندارتون کې نندارې ته ايښودل شوي آثار د افغانستان د ملي موزيم له بډايو کلکسيونونو څخه يوه ډېره کوچنۍ برخه ده چې په زېرمتونونو کې په خونديتوب سره ساتل کېږي.
يوشمېر هېوادوالو د دغه نندارتون د آثارو پر رالېږدونې په نيوکې سره له هېواد څخه په بهر کې د دغو آثارو د ساتنې لپاره رايه ورکړې ده. د لاهه د١٩٥٤  کنونسيون د مقرراتو په پام کې نيولو سره چې د دښمنيو په وخت کې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په برخه کې دى، که چېرې د افغانستان ملي موزيم د آثارو لپاره  د هېواد په دننه او يا بهرکې خوندي پټنځي جوړ شي، دغه موزيم د هغو ملاتړ کوي. ستر ملتونه د خپلو هغو تاريخي او فرهنګي آثارو چې د دغو ملتونو هويت دى، په ټول قوت سره ساتنه کوي او د دې برخې د مسوولينو ملاتړ کوي.
د دويمې نړيوالې جګړې په وخت کې په فرانسه کې د لور او په روسيه کې د آرميتاژ د موزيمونو آثارو ساتنه د دغو هېوادونو د خلکو په واسطه د دغو موزيمونو د آثارو د ساتنې له مثالونو څخه دي او دغه راز د افغانستان له ميړنيو خلکو څخه د افغانستان د ملي موزيم هيله دا ده چې په ټولو حالاتوکې له دغه موزيم سره مرسته وکړي چې د ملي موزيم مسوولين د ملي آثارو په ساتنه کې هڅه او هاند وکړي.
د افغانستان فرهنګي ميراثونه زموږ هويت دى، بايد د هغو په ساتنه کې ټول يو بل ته لاسونه ورکړو.
پاى/ ذ

Last modified on Thursday, 02 April 2020 11:31

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.