د عالمانو شورا رییس شیخ القرآن مولوي قیام الدین کشاف پر مړینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ او خواخوږۍ پیغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل دغبرګولي ٥مه :
په ډېرې خواشینۍ مو خبر  تر لاسه کړ چې د افغانستان د عالمانو شورا رییس، د هېواد جید دیني عالم ، شیخ القرآن مولوي قیام الدین کشاف د ورپېښې  ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.
ارواښاد مولوي قیام الدین کشاف د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په بېلابېلو برخو کې دندې تر سره کړې  وې، په ژباړه او خبریالۍ کې یې ښه تجربه لرله او د لومړي ځل لپاره یې تفهیم القرآن پښتو ته  وژباړه.
ده د ژوند ډېره برخه د اسلام سپېڅلي دین په چوپړ کې تېره کړه او تل یې کوښښ کاوه چې خلک او په تېره بیا دهېواد ځوان کهول د اسلامي لارښوونو، ارشاداتو او ارزښتونو په ګاڼه سمبال کړي.
د عالمانو شورا د رییس په توګه یې په افغانستان کې د سولې د ټینګولو لپاره نه ستړېدونکې هڅې وکړې او سولې ته رسېدل یې ستر ارمان و.
د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت رهبري د ده مړینه ستره ضایعه بولي، د لوی خدای (ج ) له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت او د ده کورنۍ، خپلوانو، د عالمانو شورا غړیو او همدارنګه د هېواد ټولو دیني عالمانو ته د جمیل صبر هیله کوي.                                  پاى\ ذ

 

Last modified on Monday, 25 May 2020 09:27
back to top