07 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

حليم فدايي د پکتيا والي وټاکل شو

حليم فدايي د پکتيا والي وټاکل شو

کابل/ د چنګاښ ۱۷مه/ باختر د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې...

د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا

د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا

-کابل / د چنګاښ ۱۷ مه / باختر د سولې لپاره...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواخوږۍ پیغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر
د پېژندل شوي مدني او فرهنګي فعال محمد ابراهیم پر شهادت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواخوږۍ پیغام
په ډېرې خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د زابل تکړه مدني او فرهنګي فعال محمد ابراهیم عبرت، چې څو ورځې مخکې په یو ترهګریز برید کې سخت ټپی شوی و، په روغتون کې سا ورکړه او په شهادت ورسېد.
محمد ابراهیم عبرت نه یوازې د زابل، بلکې د هېواد په کچه ښه پېژندل شوی مدني او فرهنګي فعال و، د جګړې او فساد کلک مخالف و، خلک یې زغم،  پخلاینې او سولې ته هڅول او د هېواد وده او پرمختګ یې ستر ارمان و.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري په داسې حال کې چې پر محمد ابراهیم عبرت ترهګریز برید په کلکه غندي او له اړوندو ادارو غواړي چې د دغه برید عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري، شهید عبرت ته د فردوس جنت او د ده کورنۍ، دوستانو او همفکرانو او همدارنګه د سولې د لارې ټولو مبارزینو ته د جمیل صبر هیله کوي.
پاى/ن.ش

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.