11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

کليوالې ښځې خپل ژوند بسيا کولای شي

کليوالې ښځې خپل ژوند بسيا کولای شي

کابل/ د چنګاښ ۲۱ مه/ باختر فریده د پنځو بچیانو مور...

يوغير مسوول وسله وال په دايکنډي کې ووژل شو .

يوغير مسوول وسله وال په دايکنډي کې ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر : د دايکنډي ولايت ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د صوفي عشقري یوڅلوېښتم تلين په بلخ کې ونمانځل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ١٠ مه / باختر
د دري ژبې شاعر صوفي غلام نبي عشقري یوڅلوېښتم تلين په بلخ کې ونمانځل شو.
د باختر آژانس د سیمه ییزخبریال د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د مزارشریف د مبارکې روضې په انګړ کې د دغه ولایت د شاعرانو او فرهنګیانو په شتون جوړه شوه؛ د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیع الرحمن کریمي د دغه عرفاني شخصیت د شعرونو او آثارو په اړوند خبرې وکړې او د غونډې له جوړوونکو څخه مننه وکړه.
کریمي وویل چې د دغه شان غونډو جوړول د هغه د خاطراتو او يادونو د ژوندي ساتلو سبب کېږي.
د ځوانانو ټولنې رییس محمد بشیر شېوا د تصوف او عرفان په نړۍ کې د ارواښاد صوفي غلام نبي عشقري د رول او مقام په اړوند خبرې وکړې.
په غونډه کې د صوفي عشقري څو شعرونه ولوستل شول چې د ګډوانوالو د علاقې وړ وکړځېدل.
ختم/ع

Last modified on Tuesday, 30 June 2020 08:19

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.