08 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په لغمان کې آنلاین دودیزه مشاعره جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ۱٨ مه / باختر
په لغمان کې دوديزه پسرلنۍ مشاعره چې نور کلونه به د هېواد او کوزې پښتونخوا د نوموتو شاعرانو په شتون کې کېده، سږ کال د کرونا له امله په آنلاين ډول ترسره شوه.
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اورنګ صمیم ورته مشاعرې د فرهنګيانو د يوځاى کولو او د ملي روحيې د پياوړتيا په برخه کې مهمې وبللې.
صمیم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبرۍ ته وړانديز وکړ چې د هېواد مشهورې مشاعرې دې په کلیزې کې ثبتې کړې او د هېواد د بېلابېلو ولايتو په مشاعرو کې دې د ګډون کوونکو شاعرانو سفرونه مديريت او مالي ملاتړ دې وکړي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو فرهنګ رييسې محبوبې بابکرخېل وویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد په کچه په يوې ملي آنلاين مشاعرې کار پيل کړی دى چې ټول افغان فرهنګيان به په کې ګډون وکړي.
ورپسې د کونړ، پکتيا، بلخ، کندز، پنجشېر، پروان، سمنګانو، نيمروز، قندهار او يو شمېر نورو ولايتونو او له خيبر پښتونخوا او د امريکا له متحدو ايالاتو څخه د سمسور لغمان مشاعرې مينه ‌والو او شاعرانو چې ښځينه شاعرانې هم په کې وې؛ له هنره ډک شعرونه ولوستل.
پای/وصال


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.