10 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سمسور لغمان دوديزه آنلاين مشاعره تر سره شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د چنګاښ ۱۸ مه/ باختر
سمسور لغمان دوديزه پسرلنۍ مشاعره، چې نور کلونه به د هېواد او کوزې پښتونخوا د نوموتو شاعرانو په شتون کې کېده، سږ  کال د کرونا له امله په آنلاين ډول ترسره شوه.
باختر آژانس ته د اطلاعاتو او فرهنک رياست معلوماتو له مخې؛
د مشاعرې تر پيل دمخه د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم له ګډونوالو ولايتونو او شاعرانو مننه وکړه چې سمسور لغمان ته يې وخت بيل کړی. ده دا راز مشاعرې د فرهنګيانو د وصلولو او د ملي روحيې د پياوړتيا په برخه کې مهمې وبللې. تر څنګ يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبرۍ ته وړانديز وکړ چې د هېواد مشهورې مشاعرې دې په جنترۍ کې ثبتې کړي او هېواد د بيلابيلو ولايتوپه مشاعرو کې دې د ګډونکوونکو شاعرانو سفرونه مديريت او مالي ملاتړ وکړي .
صميم له فرهنګيانو وغوښتل چې په ټوله مينه په دې مشاعرو کې ګډون وکړي يونليکونه او سفري رپوټونه  پرې وليکي.
ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو د فرهنګ رييسې محبوبې بابکرخېلې لنډه وينا وکړه او د لغمان له اطلاعاتو او فرهنګ رياست او فرهنګيانو يې مننه وکړه چې د سمسور لغمان مشاعرې لپاره يې زمينه برابره کړه. هغې خبر ورکړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد په کچه په يوې ملي آنلاين مشاعرې کار پيل کړی چې ټول افغان فرهنګيان به په کې ځانونه وويني.
ورپسې د کونړ، پکتيا، بلخ، کندز، پنجشېر، پروان، سمنګان، نيمروز، قندهاراو يو شمېر نورو ولايتونو او له خيبر پښتونخوا او امريکې متحدو ايالاتو څخه د سمسور لغمان مشاعرې مينه‌والو او شاعرانو چې ښځينه شاعرانې هم په کې وې له هنره ډک شعرونه ولوستل.
د مشاعرې په منځ کې د رباب يوه ښايسته نغمه هم وغږول شوه چې د ګډونوالو له تاوده هرکلي سره مخ شوه.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.