06 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

خبرتيا

خبرتيا

کابل /دزمري ١٦مه /باختر: د لويې جرګې په باب د کابل...

خبرتيا

خبرتيا

-کابل /دزمري ١٦مه /باختر: د کار ټولنيزو چارو وزارت خبرتيا ټاکل شوې...

لغمان د(ام) ونو د روزنې لپاره  مناسب  چاپېريال دى

لغمان د(ام) ونو د روزنې لپاره مناسب چاپېريال دى

-کابل /دزمري ١٦مه /باختر: د لغمان د کرنې اواوبو لګولود رياست...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دهوټلونو د دولتي شرکت د١٣٩٩کال مالي پلان په اصل کې تاييدشو.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر :
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سرپرست  محمد طاهر زهير په مشرۍ  نن  د هوتلونو د دولتي شرکت  د عالي شورا غونډه جوړه شوه .
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې  چې دماليې او د اقتصاد د وزارتونو  استازو هم ګډون کړي و دهوټلونو  د دولتي شرکت رييس  ذبيح الله احسان او د دغه شرکت مسوولينو  د ١٣٩٩ کال د مالي پلان په باب  څرګندونې وکړې .
دغه راز  د ماليې او اقتصاد د وزارتونو استازو هم  د دغه پلان په باب خپلې نظرېې وړاندې کړې .
په همدې ترتيب  د هوټلونو  د دولتي شرکت  عالي شورا د دغه شرکت د  ١٣٩٩ کال  د مالي پلان  له څېړنې وروسته د اووه ميليونو افغانيو  د اساسي  عوايدو او د ٩٨ميليونو پنځه سوه زرو افغانيو غير اساسي عوايدو او  د  ٣٨ ميليونو افغانيو د لګښتونوپه تعديلولو سره  په  اصل کې  تاييد کړ.
په دې غونده کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست  د هوټلونو د دولتي شرکت د عوايدو په ښه والي  اوزياتوالي ټينګاروکړ او څرګنده يې کړه چې اړونده مسوولين دې  د هوټلونو  د دولتي شرکت  د عالي شورا  راتلونکې غونډې ته  په همدې مقصد يوه طرحه  وړاندې کړي .
   ختم_ ج _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.