15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیر د مبارکۍ پیغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 

کابل / د زمري ۹مه / باختر

د نېکمرغه لوی اختر، د ایمان او امتحان اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان دیندارو خلکو ا و همدارنګه د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له تله مبارکي وایم.

لوی اختر، چې د ابراهیم خلیل الله او د هغه د نازولي زوی اسماعیل ذبیح الله له  بې ساري ایمان او امتحان سره تړاو لري، په حقیقت کې د ستر  څښتن تعالی د رضا د ترلاسه کولو او د  هغه لوی ذات د امر او فرمان  د پر ځای کولو لپاره د قربانۍ او سرښندنې ښکارندوی دی.

اختر پر خپل عقیدتي اړخ سربېره، ستر ټولنیز پیغام هم لري. اختر په حقیقت کې د سولې او پخلاینې جشن  دی، د ورورۍ او اخوت جشن دی، له زړونو د کرکې، کینې ا و دښمنۍ د لرې کولو جشن دی، د شفقت، مینې، محبت، صمیمت او یوبل منلو جشن دی.

د افغانستان د خلکو لپاره د یو داسې ملت په توګه چې د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې یې د اسلام سپېڅلي دین د ارزښتونو د دفاع په لاره  کې تر نورو ډېرې قربانۍ ورکړي دي او خپل تر ټولو غوره بچي یې په دې لاره کې نذرانه کړي دي، هم د اختر عقیدتی اړخ او هم یې ټولنیز پیغام ځانګړی ارزښت لري. موږ نن د یو بل منلو، سولې او پخلاینې ته تر هر بله وخته ډېره اړتیا لرو. موږ په اختر کې د اوربند د اعلامولو هرکلی کوو او هیله مو دا ده چې دا اوربند تر ا ختره وروسته هم دوام ومومي او په هېواد کې پر تلپاتې اوربند واوړي او د افغانانو تر منځ د سولې خبرو د پیل او دوام لپاره لاره پرانیستل شي.

موږ سږ کال  په سختو کرونایي شرایطو کې د لوی اختر هرکلی کوو. د کرونا ویروس د خپرېدو ګواښ لا پرځای دی او زموږ د خلکو ژوند او روغتیا  ګواښوي. دا زموږ یو دیني، ملي او اخلاقي مسوولیت دی چې په اختر کې ټولې روغتیایي سپارښتنې او لارښوونې رعایت کړو او په دې توګه خپل او د نورو ژوند  د دې  ناروغۍ  له ګواښه وژغورو.

په پای کې یو ځل بیا خپلو ګرانو او قدرمنو هېوادوالوته د لوی اختر مبارکی وایم او د افغانستان بډای فرهنګ ته د چوپړ، د فرهنګي ارزښتونو، بیان آزادۍ او رسنیو، د ځوانانو د حقونو او زموږپه  ښکلي، تاریخي او لرغوني هېواد  کې د سیاحتي جاذبو د دفاع او ساتنې او د ګرځندوی د ودې او پرمختګ  لپاره خپله پیاوړې ژمنه نوې کوم.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.