15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد مشهور سیاستوال، شاعر او لیکوال اکاډمیسن سلیمان لایق په حق ورسېد

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل / د زمري ۱۰ مه/ باختر د افغانستان مشهور سیاستوال ، شاعر او لیکوال اکاډمیسن سلیمان لایق نن په جرمني کې په یو روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې. د اکاډمیسن سلیمان لایق مشر زوی غرزي لایق په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي دي چې اکاډ‌میسن سلیمان لایق د ۲۰۱۹ په سپټمبر کې د کابل په شش درک کې په یوه چاودنه کې کلک ټپي شوی و او له هغه مهاله په چرمني کې تر درملنې لاندې و او نن یې د همغو ټپونو له امله سا ورکړه. د سلیمان لایق اصلي نوم غلام مجدد و، د پکتیکا په ښرنه کې په یوه دینداره کورنۍ کې زېږېدلی و، دینی زده کړې یې له خپله پلاره ترلاسه کړې وې او بیا یې د کابل پوهنتون د ژبو اوادبیاتو پوهنځی ولوست. هغه د سرحدونواو قبایلو چارو وزیراو همدارنګه د علومو اکاډمۍ غړی او رییس تیر شوی دی، نورې دولتی دندې یې هم تر سره کړي دي. سلیمان لایق د هېواد یو مخکښ او وتلی شاعر و، په پښتو او دري یې شعر لیکه، نثر یې هم لیکه او ګڼ آثاریې چاپ شوي دي لکه د چونغر ترانې، یادونه او درمندونه، سپرغکې، د اباسین سپېدې، شپېلۍ او نور. د ارواښاد لایق ګن شعرونه د هېواد مشهورو سندرغاړو ویلي دي او د ملي راډیو تلویزیون په آرشیف کې ثبت دي. هغه څه موده د هېواد په مطبوعاتو کې هم کار کړی و او په داستاني ادبیاتو او فولکور پېژندنه کې یې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د ده پر مړینې خواشینی ښکاره کړېده او د ارواښاد له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړېده.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.