15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان د نامتو فرهنګی شخصیت اکاډمیسن سلیمان لایق پر مړینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خواشینۍ او خواخوږۍ پیغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د زمري ۱۰ مه / باختر

په ډېرې خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان نامتو دولتي، سیاسي، ټولنیز او فرهنګي شخصیت اکاډمیسن سلیمان لایق نن د جرمني په یو روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

اکاډمیسن سلیمان لایق د ځانګړي استعداد خاوند و، د قومونو او قبایلو چارو  وزیر او د علومو اکاډمۍ رییس  تېر شوی و او همدارنګه نورې مهمې دولتي دندې یې هم سر ته رسولې وې. هغه یو مخکښ او پياوړی شاعر او، په پښتو او دري یې شعر او نثر لیکه او په خپلو شعرونو او لیکنو کې یې د افغان ولس د یووالي اوآزادۍ هیلې او ارمانونه انځورول. د افغانستان فرهنګ ته د هغه خدمتونه نه هېرېدونکي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اکاډمیسن سلیمان لایق مړینه ستره ضایعه بولي، د هغه له کورنۍ سره خواخوږي او غمشریکي څرګندوي، ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ  او  مینه والو ته یې  او  همدارنګه د هېواد ټولو فرهنګیانو ته د صبر او زغم هیله کوي.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.