28 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هلمند کې يو طالب د خپل ماين ښکار شو

کابل / د تلې ۷ مه / باختر يو ماين ښخوونکى...

طالبانو د هېواد په ختيځ کې يو ملکي وګړى وواژه

کابل / د تلې ۷ مه / باختر وسله والو طالبانو...

د ښار پاکولو کمپاين په ننګرهار کې دوام لري

کابل / د تلې ۷ مه / باختر د ښار پاکولو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمدطاهرزهیر هرات ته تللی دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د  زمري ۲۳ مه/ باختر

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیرمحمد طاهر زهیر  نن هرات ته لاړ او د هغه ولایت له سرپرست ډاکټر غلام داوود هاشمي سره یې وکتل.

په دې کتنه کې هاشمي هرات ته د محمد طاهر زهیر د سفر هرکلی وکړ او د اصیل افغاني فرهنګ په پیاوړتیا او فرهنګ جوړونه کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملاتړ نقش مهم وباله او اړوندو برخو ته یې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د هرات ولایت سرپرست له محمد طاهرزهیر څخه وغوښتل چې د هرات تاریخي آبدو ته په کتو، دغه ولایت ته لا ډېر پام واړوي.

په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیر، هرات د آسیا غمی وباله او زیاته یې کړه چې دغه ولایت د خپلو بې جوړې جاذبو له امله ځانګړی خای لري.

محمد طاهر زهیر، کمال الدین بهزاد د اسلامي میناتورۍ هنر بنسټګر او د هرات د هنرمندانو یو مخکښ او نومیالی وباله. ده د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې دا مهم میراثي هنر به په یونسکو کې ثبت کړي. ده زیاته کړه چې یونسکو هم د دغه اقدام هرکلی کړی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هرات له فرهنګي ټولنې مننه وکړه چې د اسلامي میناتورۍ هنر د ثبت په اړه یې خپل غږ پورته کړی دی.

د دغه سفر په بهیر کي ټاکل  شوېده چې محمد طاهر زهیر د کمال الدین بهزاد مقبره، هرات جامع جومات، هرات مصلی، د امام فخرالدین رازي مزار، د مولانا عبدالرحمن جامی مزار او د هرات نورې تاریخي سیمې وګوري او حالت یې وارزوي.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.