28 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هلمند کې يو طالب د خپل ماين ښکار شو

کابل / د تلې ۷ مه / باختر يو ماين ښخوونکى...

طالبانو د هېواد په ختيځ کې يو ملکي وګړى وواژه

کابل / د تلې ۷ مه / باختر وسله والو طالبانو...

د ښار پاکولو کمپاين په ننګرهار کې دوام لري

کابل / د تلې ۷ مه / باختر د ښار پاکولو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د توريزم د ملي بورډ طرزالعمل په قاعده کې تاييد او تصويب شو

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د وږي ٢٥مه / باختر د توريزم د ملي بورډ په غونډه کې چې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوماند وزير او سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ جوړه شوه؛ د توريزم د ملي بورډ طرزالعمل په قاعده کې تاييد شو. د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ دغه غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى، مالي او اداري معينې پوهنيارې سېدې مژګان مصطفوي، د دغه وزارت د فرهنګ او هنر د معين پوهاند محمدر سول باوري او د يوشمېر وزارتونو د معينانو اود اړوندو بنسټونو د مسوولينو او استازو په ګډون جوړه شوه. د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په افغانستان کې د توريزم د سابقې او د هېواد په اقتصادي برخه کې د توريزم د رول په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې سياحت، سفر او ګرځندوى ښه عايداتي او اقتصادي صنعت دى چې نن له دې لارې کولاى شو زيات عوايد ترلاسه کړو. هغه زياته کړه چې د نړۍ د زياتو هېوادونو پانګه د ګرځندوى له لارې تامينېږي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې له ١٩٤٠لسيزې څخه تر ١٩٦٠ پورې په تېره بيا د ملت بابا د حکومت په دوران کې د هېواد ګرځندوى او اقتصاد ښه و او د داوود خان د جمهوريت تر سقوط پورې افغانستان لږ تر لږه په درېيو لسيزو کې په آسيا کې د ګرځندوى له مقاصدو څخه و. هغه زياته کړه: هغه وخت چې موږ د ګرځندوى جاذبې، ښکلا او ظرفيتونه لرل، ډېرو ګاونډيو هېوادونو دغه ظرفيتونه نه درلودل. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل چې په هېواد کې د ګرځندوى صنعت د ښه والي په موخه دغه وزارت جمهوري رياست ته وړانديز کړې و چې د ګرځندوى ملي بورډ جوړ شي او دا دې نن د دغه بورډ لومړنۍ غونډه ده. دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د نړۍ پر تجربې او په تېرو درېيو لسيزو کې په تېره بيا د ملت د بابا په دوره کې د افغانستان د تجربې چې د ګرځندوى د جلبولو لپاره ځلانده دوره وه او په هېواد کې د ګرځندوى حالت د ښه والي لپاره د راتلونکو پروګرامونو چې د بورډ د غړو د نظريو غوښتنه ده؛ ټينګار وکړ. په دې غونډه کې د ګرځندوى د پاليسيو د طرحې او تدوين آمر حسين موج، د ګرځندوى د ملي بورډ د طرزالعمل په اړه چې په څلورو فصلونو او دولسو مادو کې چمتو شوى دى؛ معلومات ورکړل او د بورډ غړيو د دغه طرزالعمل د هرې مادې په اړه خپلې نظريې وړاندې کړې او دغه طرزالعمل يې په قاعده کې تاييد او تصويب کړ. دغه راز په غونډه کې ټينګار وشوچې د بورډ د يوشمېر غړيو په ګډون يوه تخنيکي کمېټه جوړه شي او ټول غړي يې د ګرځندوى د ملي پاليسۍ په اړه خپلې نظريې وړاندې کړي. د بهرنيو چارو وزارت دې د سيلانيانو لپاره د ويزې د آسانه کولو په برخه کې لازم پروګرامونه ترلاس لاندې ونيسي او د کورنيو چارو وزارت دې د امنيتي تدبيرونو په برخه کې هلې ځلې وکړي. ختم- ج -اکرم

Last modified on Wednesday, 16 September 2020 04:22

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.