28 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ١٨٦٤ډالرو وړاندې کېږي

يو انس سره زر په ١٨٦٤ډالرو وړاندې کېږي

کابل / د تلې ۷ مه / باختر په نړيوالو بازارونوکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

محمد طاهر زهير د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له رييس سره د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)
کابل / د وږي ٢٥مه / باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند وزير او سرپرست محمد طاهرزهير نن د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له رييس شميم خان کټوازي سره د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په موخه د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ. د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دغه هوکړه ليک د لاسليک کولو په مراسمو کې وويل: دغه هوکړه ليک په سيمو کې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې لپاره ډېر مهم او اغېزمن دى. هغه وويل: موږ پخوا هم په عمل کې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په لاره کې په ولايتونو کې د سيمه ييزو ارګانونو له خپلواکې ادارې سره همکارۍ درلود، خو دغه هوکړه ليک د فرهنګي ميراثونو او آثارو ساتنه قانوني کوي. هغه زياته کړه: د دغه هوکړه ليک موخه د افرادو له خوا په لرغونو ساحو کې د غير قانوني کيندنو، د لرغونو ساحو او فرهنګي ميراثونو د غصبولو مخنيوى او په سيمو کې د فرهنګي ميراثونو ساتنه ده. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له رييس څخه وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي. په دغو مراسمو کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس شميم خان کټوازي څرګنده کړه چې فرهنګي ميراثونه او لرغونې ساحې د افغانستان مادي او معنوي پانګې يوه برخه ده او بايد د دغو ملي پانګو ساتنه وشي. هغه وويل چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره د فرهنګي ميراثونو په ساتنه کې هر راز همکاري ته چمتو ده. هغه زياته کړه: ټولو واليانو او ولسوالانو ته لارښوونه کوم چې د فرهنګي ميراثونه په ساتنه کې هلې ځلې وکړي او د غير قانوني کيندنو او د لرغونو ساحو د غصبولو مخه ونيسي. ختم- ج -اکرم
Last modified on Tuesday, 15 September 2020 14:36

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.