21 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سمنګانو د استيناف څارنوالۍ الحاقيې ودانى جوړه شوه

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د سمنګانو د استيناف څارنوالى د...

د جوزجان ديني عالمانو د پوځيانو ملاتړ وکړ

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د جوزجان يوشمېر ديني عالمانو نن...

٢٨ پوځيان په تخار کې شهيدان شول

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر ٢٨ پوځيان له تېرې شپې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ننګرهار اطلاعات او فرهنګ ریاست د ( افغان فرهنګ) نړیواله ورځ ونمانځله

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

جلال آباد / د تلې ۲ مه / باختر د ننګرهار د اطلاعاتواو فرهنګ ریاست د افغان فرهنګ د نندارتون او نورو بېلا بېلو برخو په لرلو سره د کلتور نړیواله ورځ د فرهنګي غونډې په نامه ونمانځله. د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال ماهر احسانزي د خبر له مخې؛ په غونډه کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رحیم الله خوږیاڼي وویل چې افغانان له هر پلوه بډایه او غني کلتور لري چې د ژوند هره برخه او اړخ پکې خوندي دي. د خوږیاڼي په خبره، که افغانان د اوسنۍ ساینسي نړۍ سره سره خپل کلتور وپالي نو نه یوازې چې د مترقي هېوادونو سره به سیال شي، بلکې نورو ملتونو او کلتورونو ته د خپل اصیل کلتور د لېږد لپاره به یې هم زمینه برابره کړې وي. هغه وویل: د تېږې کېښودل، جرګه، اشر، عذر، واک، غمرازي د افغانانو هغه دودونه او د کلتور مهمې برخې دي چې دمګړۍ يې نړیوال او نور ملتونه یوازې د نوم او بڼې په بدلیدو پر دود او پاللو ټینګار کوي. په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ رییس محمد حسن محسن د دغه ډول پروګرامونو پر جوړولو خوښي وښوده او ژمنه يې وکړه ، چې په راتلوونکو ورته پروګرامونو کې به له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره خپلې همکارۍ ډېرې کړي. محسن وویل چې لاسي صنایع او کورنۍ پانګونې له پخوا زمانې د افغان میرمنو او افغان ملت د کلتور برخه ده چې اوس مهال هم دوی په بېلا بېلو برخو کې ډېر شمېر لاسي صنایع لري چې د افغان کلتور د ژوندي ساتنې او اوبډایه کېدو لپاره يې دوی لا دغه صنعت ته وده ورکوي. ده له اطلاعاتواو فرهنګ ریاست سره ژمنه وکړه ،چې په راتلوونکوکې دغه ډول پروګرامونو کې به ورسره د ننګرهار د ټولو سیمو د لاسي صنایعو نندارتون هم جوړ کړي چې د صنعتي کلتور په پېژندلو کې له نویو ځوانانو سره مرسته وکړي. په دغه غونډه کې پر مشاعرې سربېره د خوسي لوبه، پهلواني، جمناستیک حرکتونه، د کوچیانو اتڼ او موسیقي هم وه چې د غونډې د ګډونوالو توجه يې جلب کړې وه. د افغاني کلتور په دې غونډه کې کیږدۍ ، اوښ، میچن، چج، منګي، لاټین او لیمڅی د افغانی کلتور نور هغه وسایل و چې د دې غونډې ښکلا يې ډېره کړې وه. د یادونې وړ ده چې د غونډې ډېر شمېر ګډونوالو د کلتوري محفل له هرې برخې خوند اخیست او ټینګار يې کاوه ، چې اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دې خپلو دې ډول هڅو ته لا دوام ورکړي. دوی له یاد ریاست څخه مننه وکړه ، چې د نویو ځوانانو لپاره يې د خپل کلتور د پېژندنې زمینه برابره کړې، چې له یوه طرفه ځوانان له خپلو کلتوري ارزښتونو خبروي او له بله پلوه ورته د کلتور ساتنې پر اړخونو او ارزښتونو معلومات وړاندې کوي. پای/وصال

Last modified on Thursday, 24 September 2020 03:54

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.