30 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

محمدطاهرزهير: د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د ځوانانو د فرهنګي فعاليتونو او کارونو ملاتړکوي

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)
کابل / د تلې ٢مه /باختر د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست اونوماند وزير محمد طاهرزهير نن د بخدي فرهنګي کور له مسوول اويوشمېر ځوانانوسره په کتنه کې د دوى فرهنګي فعاليتونه وستايل. د باختراژانس خبريال د خبرله مخې ؛ په دې کتنه کې د بخدي فرهنګي کور مسوول منيب ابراهيمي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د دغه فرهنګي بنسټ د فعاليتونو او کارونوپه اړه یې معلومات ورکړل. هغه وويل چې د دغه بنسټ زياتې هلې ځلې د فرهنګي فعاليتونوله لارې د یووالي او ملي پيوستون لپاره دي او له دغه بنسټ سره يې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ملاتړ غوښتنه وکړه . د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د ځوانانوپه تېره بيا بخدي فرهنګي کورد ځوانانود فرهنګي فعاليتونو قدرداني وکړه او ويې ويل چې څلويښت کلنه جګړه او په هېواد کې ناخوالي د دې سبب شوي دي چې فرهنګ څنډې ته شي. هغه ټینګار وکړ چې جګړه اوتاوتريخوالی زموږ پرهېواد ټپل شوى دى، تاوتريخوالي زموږ په فرهنګ کې ځاى نه لري اود افغانستان فرهنګ ځانګړې ښکلاوې لري چې بايد نړۍ ته معرفي شي. دغه راز محمد طاهر زهير څرګنده کړه چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د ځوانانو د فرهنګي فعاليتونواو کارونوملاتړکوي. ختم_ج _اکرم
Last modified on Wednesday, 23 September 2020 15:20

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.