30 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

عبدالمنان شيواي شرق د سولې په خبروکې دهېواد د رسنيو د ځاى د مشخص کېدوغوښتنه وکړه

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)
کابل /دتلي ٢مه /باختر: د سولې په خبرو کې د خبري پوښښ اود رسنيو د استازو د شتون لپاره دعدالت غوښتنې په مقصد نن د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د مطبوعاتو د نړيوال مرکز په تالار کې يوه خبري غونډه جوړه شوه. د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې خبري غونډه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شيواي شرق ، د کليد رسانه يي ډلې مسوولې نجيبې ايوبي اود کابل نيوز د ټلويزيون رييس او رسانه يي فعال جيلاني ځواک په خپلو خبروکې د سولې د خبرو د غونډې د خبري پوښښ په مقصد دسولې په خبرو کې د رسنيو د استازو پرشتون ټينګاروکړ. په دې غونډه کې لومړى د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شيواي شرق څرګنده کړه د افغانستان د رسانه يي مسوولينو اود خبريالانو د ټولنې د مسوولينو د انتقادونو پراخه څپه راښکاره شوېده چې په دوحه کې د سولې په خبرو کې د هېواد د رسنيو ځاى اود رسانه يي ټولنې د استازوشتون مشخص نه دي. هغه زياته کړه: د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت په استازيتوب څرګندوم هغه څه چې د افغانستان رسانه يي ټولنې طرحه کړي دي د هېواد د رسانه يي ټولنې يوه برحقه او قانوني غوښتنه بولم. هغه وويل چې د رسنيو د قانون او اطلاعاتوته د لاسرسي قانون له مخې سانسور او سانسوپالنه يو قانوني ضد عمل دى اود افغانستان دولت د بيان آزادۍ ساتنې ته ژمن دى. د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين زياته کړه له همدې امله داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دريځ دا دى چې سانسورپالنه له منځه يوړل شي او رسنۍ د هغه څه د پوښښ حق ولري چې په خبرو کې طرحه کېږي. وروسته د کليد رسانه يي ډلې مسوولې نجيبې ايوبي د اطلاعاتواوفرهنګ له وزارت څخه مننه وکړه چې په عدالت غوښتنه کې د افغانستان له رسنيو سره همغږه شوى دى. هغې څرګنده کړه چې د افغانستان مطبوعاتو په تېروشلوکلونوکې داسې پرمختګ کړی دی چې د رسنيود غږ مړه کول اسانه کار نه دى. هغې ټينګاروکړ چې د سولې د دواړو لورو د مرکچي پلاویو مسووليت دى چې بايد هغه اطلاعات او پېښې چې په خبروکې رامنځته کېږي د هېواد د رسنيو له لارې د افغانستان خلکو ته ورسول شي اود افغانستان د رسنيو استازي بايد بېرته قطر ته لاړشي. دغه راز رسانه يي فعال اود کابل نيوز ټلويزيون رييس جيلاني ځواک هم په خپلو خبروکې وويل چې په حکومت کې داسې اراده وينم چې بايد د سولې د خبرو اطلاعات خپاره نه شي. هغه څرګنده کړه په داسې حال کې چې د هېواد د رسنيواستازو د ديرشو ورځولپاره ويزه درلوده په قطرکې له يوې اوونۍ څخه د لږې مودې له تېرولو وروسته هغوى له قطر څخه هېواد ته راستانه شول. هغه ټينګاروکړ چې اطلاعاتوته لاسرسی د افغانستان د خلکو حق دى اوبايد دهېواد د رسنيو له لارې د دوحې د سولې خبروله بهير څخه خلکو ته اطلاعات ورکړل شي. د دغې خبرې غونډې په پای کې مسوولينو په دې باب د خبريالانو پوښتنې ځواب کړې. ختم_ج _اکرم
Last modified on Wednesday, 23 September 2020 15:19

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.