27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه ملکيان په بلخ  کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

نهه ملکيان په بلخ کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

مزارشريف/ د لړم ٦مه/ باختر نهه ملکيان تېرماښام مزارشريف ښارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د رسنيو ترمنځ د کاري اختلافونو د حل کمېسيون، د شمشاد ټلويويزن د يوه کارکوونکي ستونزې ته رسيدګې وکړه

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۷ مه / باختر
د رسنيو، بنسټ او کارکوونکي ترمنځ د کاري اختلافونو د حل کمېسيون وايي چې د شمشاد ټلويزيون د فلم اخيستونکي قيس چې د "موعد" پر فرهنګي مرکز په تروريستي بريد کې ټپي شوى و، ستونزې ته رسيدګې شوې ده.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د رسنيو ترمنځ د کاري اختلافونو د حل د کمېسيون په نننۍ غونډه کې د شمشاد ټلويزيون د فلم اخيستونکي قيس د حقوقو د ورکولو پر مسئله چې د موعد په فرهنګي مرکز کې ټپي شوى و، پرې خبرې وشوې او د کار د قانون پر بنسټ د تقاعد او د درملنې لپاره د تګ راتګ د لګښت مستحق دى او د شمشاد ټلويزيون د هغو په ورکولو مکلف شو.
د رسنيو ترمنځ د کاري اختلافونو د حل کمېسيون رييس غلام مصطفى هاروني د څرګندونو له مخې؛ په رسنيو کې د دې موضوع د خپرولو موخه دا ده؛ که چېرې د رسنيو د کارکوونکو حق تلف کېږي کولاى شي دغه کمېسيون ته مراجعه او ياد کمېسيون د هغوى ستونزو ته پر رسيدګي مکلف دى.
د موعد پر فرهنګي مرکز تروريستي بريد کې څه دپاسه ٤٠ تنه شهيدان شول او لسګونه تنه نور ټپيان شول.
پاى \ ذ

Last modified on Tuesday, 29 September 2020 04:38

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.