29 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

محمدطاهر زهیر: خلک حق لري چې د دولتي ادارو له منته پرته اطلاعات وغواړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 

کابل/ د تلې ۷مه/ باختر

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزیرپه شتون او د روڼتیا څار په اهتمام نن ونمانخل شوه.

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه جوړشوی و، په پیل کې د روڼتیاڅار اجرایي  رییس سید اکرم افضلي په ۱۹ دولتي ادارو کې اطلاعاتو ته دلاسرسي په اړه د خپلې ادارې د څېړنیزو موندنو رپوټ وړاندې کړ. د دغه رپوټ د موندنو له مخې، د کرنې او اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او ملي تدارکاتو اداره په وار سره لومړی، دویم او درېم ځای  لري.

د غونډې  په دوام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند محمد طاهر زهیر اطلاعاتوته د لاسرسي نړیوالې ورځې مبارکی وویله او زیاته یې کړه چې د ښارووندانو حقوق په اساسي قانون او نورو نافذو قوانینو کې ټاکل شوي دي او خلک حق لري چې د ادارو له منته پرته د اطلاعاتو غوښتنه وکړي او ادارې د قانون له مخې مکلفې دي چې ښاروندانو ته اطلاعات ورکړي.

همدارنګه اطلاعاتوته د لاسرسي کمېسیون رییس عین الدین بهادري، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند انوارالحق احدي، د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمېسیون کمیشنر سید حشمت الله هاشمي او د ملي  تدارکاتو ادارې لوی رییس الهام عمرهوتکي خبرې وکړې. ویناوالو د لاسته راوړنو او په خپلو اړوندو ادارو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د څرنګوالي په اړه وغږېدل.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.