27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ژورناليزم يو شمېر محصلانو په باختر اطلاعاتي اژانس کې د کار د زده کړې د دورې له تېرولو وروسته تصديق ليکونه ترلاسه کړل.

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

-کابل/دتلي ٨مه /باختر:
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په ګډون نن په يوه غونډه کې د پوهنتونونو د ژورناليزم د څانګې يوشمېر محصلانو د باختر په اطلاعاتي اژانس کې د زده کړې د دورې له تېرولو وروسته تصديق ليکونه ترلاسه کړل.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د خپرونود چارومعين عبدالمنان شيواي شرق  د دغه وزارت  د يو شمېر رييسانواو د رسانه يي بنسټونو د يوشمېر مسوولينو په ګډون  جوړه شوه د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست  اونوماند وزير محمد طاهر زهير په خپلو خبرو کې د ژورناليزم څانګې محصلانو ته  د زده کړې د دورې د ترسره کولو په مقصد د باخترد اطلاعاتي اژانس  د مشرتابه هيئت  اقدام وستايه .
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست  څرګنده کړه چې د باختراطلاعاتي اژانس ٨٠ کاله مخکې  په فعاليت پيل وکړ او له ډيرو ښو خبري اژانسونو څخه و چې په سيمه کې يې سارې نه درلود، خو دغه خبري اژانس هم د جګړې د بحران، نا امنيو اوناخوالو له امله زيانمن شو.
هغه باختراطلاعاتي اژانس د هېواد له مهموخبري اژانسونو او د ملاتړ وړ وباله.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست ځوانانو ته  د روزنې د فرصتونو برابرول د استعدادونو په وده او د هغوى د مهارتونوپه لوړولو کې اغيزمن وباله او زياته يې کړه  چې محصلانو ته د دغه وزارت په اړوندو ټولو رسنيو کې د کار د زده کړې زمينه  برابره ده .
وروسته  د باخترد اطلاعاتي اژانس رييس  نجيب الله شينواري د اطلاع رسونې په برخه کې د دغه رسنۍ د فعاليت او رول په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل دغه خبري اژانس  د اطلاع رسونې ترڅنګ د پوهنتونونو او د رسانه يي بنسټونو د ژورناليزم د څانګې د محصلانو لپاره  دعلمي کار او د کار د زده کړې د مرکز په توګه هم  ارزښتناک رول لري.
شينواري ټينګاروکړ چې  د باختر په اطلاعاتي اژانس کې ښه ظرفيتونه شتون لري اوکارکوونکي يې کولاى شي  چې له ځوانو ژورنالستانو سره خپلې تجربې شريکې کړي.
د باخترد اطلاعاتي اژانس رييس  څرکنده کړه چې بايد  د تخصصي ژورناليزم په لور  لاړشو او په دې مقصد بايد د افغانستان د ژورناليزم پرنصاب بيا کتنه وشي.
هغه دغه راز د عملي کار له دورې څخه د زده کړيالانو د فراغت په مناسبت مبارکي وويله او هغوى ته يې په رسانه يي کارکې د زياتو برياليتوبونو هيله وکړه .
وروسته د کابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي استاد پوهنوال وحيدغروال په خپلو خبرو کې د باختراژانس د همکارى له امله چې له زياتو کلونوراپديخوايې د ژورناليزم څانګې د محصلانو د عملي کار په لاره کې  مرسته کړې ده ، مننه وکړه .
هغه د ژورناليزم محصلانو ته  عملي کار ارزښتناک وباله او له نورو رسانه يي بنسټونو څخه يې وغوښتل چې  محصلانو ته دعملي زده کړو فرصتونه برابر کړي.
په همدې ترتيب  د باخترد اطلاعاتي اژانس ويراستارنجيب الله بيان په خپلو خبرو کې د ژورناليزم په برخه کې دعملي کار د اغيزمن رول په باب معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چې پخوا د باخترپه اطلاعاتي اژانس کې يو روزنيز مرکزشتون درلود چې د ژورناليزم، انګليسي ژبې اود کمپيوتر په برخوکې يې محصلان اود رسانه يي بنسټونو يو شمېر کارکوونکې روزل.
هغه دغه راز د باخترد اطلاعاتي اژانس  د مقام اوځاى په اړه خبرې وکړې او د باخترد اطلاعاتي اژانس د خبريالانو د کار په وړاندې يولړ ستونزې اود دغه بنسټ په وړاندې د دولت  نه پاملرنه بيان کړ او د دولت د دغه سابقه لرونکي خبري اژانس ته يې د مسوولينود زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
وروسته دينا حمدي د زده کړيالانو په استازيتوب خبرې وکړې او د باخترد اطلاعاتي اژانس د مشرتابه  له پاملرنې او د استادانو د ښه او دوستانه چلند څخه يې چې د دغه خبري اژانس په بېلابېلو برخوکې دعملي کار په لاره کې له دوى سره همکارى کړې ده مننه وکړه .
هغې ټينګاروکړ چې په دې روزنيزه دوره کې زده کړيالان له عملي کار سره بلد شول او په اطلاعاتي پروګرامونوکې د باخترد اطلاعاتي اژانس له لارې ګډون وکړ او خبرونه اورپوټونه يې  وليکل .
هغې دغه راز د کابل پوهنتون او د نورو پوهنتونونو د ژورناليزم څانګې نورو محصلانوته د کار د زده کړې پروګرام د دوام غوښتنه وکړه .
په پاى کې  مسوولينود زده کړې د دورې برخه والوته تصديق ليکونه ورکړل.
ختم _ ج _اکرم                   

Last modified on Tuesday, 29 September 2020 16:16

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.