30 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت متقاعد کارکوونکي وستايل شول

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ٩ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير، د ستاينليکونو په ورکولو سره د دغه وزارت متقاعد کارکوونکي وستايل.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د دغه وزارت د مطبوعاتو نړيوال مرکز په تالار کې جوړه شوې وه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د متقاعدو کارکوونکو کارونه وستايل او ويې ويل:  تقاعد د کار پاى دى چې قانون په پام کې نيولى، کارکوونکي تر دې عمره ګټور کار کولى شي.
هغه زياته کړه: په تېرو ٢٠ کلونو کې کادري او شغلي بې ثباتي په فرهنګ بدله شوې ده او له هغو منفي پدېدو سره چې زموږ په ټولنه کې يې وده کړې او په فرهنګ بدلې شوې دي؛ بايد مبارزه وشي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه: د کاري دورې پاى او تقاعد په دې مانا دى چې متقاعد د خپل کاري دورې تجربې نوي نسل ته ولېږدوي چې د دوى له تجربو څخه ګټه واخلي او د هغوى ښه کارونه خپل لارښود وګرځوي او له هغو چارو څخه چې زيانمنونکي دي؛ ډډه وکړي.
په دې غونډه کې موسى راسخ د متقاعدو کارکوونکو په استازيتوب خبرې وکړې او د فرهنګ ودې ته پاملرنه يې د ستونزو د حل لاره وبلله او ويې ويل: ترهغو چې فرهنګ پرمختګ ونه کړي؛ ستونزې نه حل کېږي.
هغه د ادارې د چارو د ښه والي لپاره د غوره کسانو پر ګومارنې ټينګار وکړ او د دغه پروګرام د جوړولو په خاطر يې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه مننه وکړه.
د غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او د دغه وزارت يوشمېر رييسانو، د دغه وزارت ١٤ متقاعدو کارکوونکو ته ستاينليکونه او سوغاتونه ورکړل.      
پاى \ بارکزى \ذ

 

Last modified on Thursday, 01 October 2020 04:05

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.