21 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فرمان

فرمان

کابل باختر د وږي نهه ويشتمه : دجمهور رييس دځانګړي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Thursday, 20 September 2018 11:38

فرمان

کابل باختر د وږي  نهه ويشتمه :
دجمهور رييس دځانګړي استازې او دامريکا دمتحده ايالاتو لپاره دافغانستان دلوى سفيرې دټاکنې په باب  دافغانستان داسلامي جمهوريت  درييس  محمد اشرف غني فرمان .
دافغانستان  او دامريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ ددوستانه اړيکو  او ددغو اړيکو دلازيات ټينګښت  په پام کې نيولو سره دجمهور رييس دځانګړي استازې او دامريکا په متحده ايالاتو کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دلوى سفيرې په توګه له  رتبې څخه په بهر بست کې دملګروملتو په چارو کې  دجمهور رييس   دسترې سلاکارې  فرخندې زهرا نادري ټاکنه  منظوره ده .
دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه دې ته  دزياتو برياليتوبونو هيله کوم .

کابل باختر د وږي  نهه ويشتمه :
دهرات  دولايتي شورا مسوولينو  داوسني امنيتي حالت  او په دولتي ادارو کې دمسوولينو دناغيړى  له امله  انديښنه څرګنده کړه .
دهرات دولايتي شورا  دنوبتي غونډې له جوړيدو سره جوخت  دولايتي شورا رييس  کامران  عليزي د ولايتي شورا هر يوغړي ته  مشخصې دندې وسپارلې چې د شته نيمګړتياو او نواقصاتو دلرې کولو په هکله جدي پاملرنه او رسيدګي وکړي .
ده په هرات ولايت کې  د رقابتي ازموينو داخستلو دڅارنې په باره کې  وکيلانو ته  لازمې لارښوونې وکړې  .
دهرات دولايتي شورا مرستيال  درقابتي ازموينو داخستلو په باره کې  خبرې وکړې او پريکړه وشوه  چې دهېواد دجمهور رييس له حکم سره سم  دې  دولايتي شورا غړي  خپل نظارتي بهير ته دوام ورکړي  او په نوبتي غونډو کې دې  خپل رپوټونه  وړاندې کړي . تر دې چې  غوره او لايق کسان  په  کمبودو بستونو کې وټاکل شي  او يوشمير ځوانانوته  دکار زمينه برابره شي .
  دغونډې دکار په دوام  دولايتي شورا دکميټو رييسانو غلام حبيب هاشمي ، عبدالرحيم  صالحي تيموري  ، ډاکتر نور احمد حيدري او عبدالرسول  جمشيدي دخپلو کړنو رپوټونه وړاندې کړل .
  ختم_  ف – اکرم

کابل باختر د وږي  نهه ويشتمه :
درې تنه په هرات کې دجعل ، تزوير  او دجعلي اسعارو درواجولو په تور ونيول شول .
  دغه کسان چې  دهرات ښار اوسيدونکي دي د هرات ولايت  دامنيې قوماندانۍ  داستخباراتو  مديريت  د کارکوونکو د اوپراتيفي کار په پايله کې له  څه دپاسه  څلور سوه  اويا زرو افغانيو جعلي  نوټونواو شپږ سوه  امريکايي ډالرو سره  ونيول شول .
  دهرات ولايت   يوې امنيتي سرچينې  باختراژانس ته وويل چې ددغو کسانو  دکورونو دلټونې په پايله کې  درې  لب تاپ کمپيوترونه ، دوه پرنترونه
يوه ديجتلي کمره  ، يو ويشت  سي دي ګانې ،  دموټرسايکل يو پليت ،  دملي اردو  يو جمپر ، پنځه بانکي تعرفې ، دپاسپورت  دوه عريضې او دهويت  يوه تذکره هم  دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ  داستخباراتو مديريت د پرسونل لاس ته ورغلي دي .
   مشکوک کسان  دزياتو څيړنو په غرض  تر څارنې لاندې دي .
  ختم_ ف _ اکرم

کابل باختر د وږي  نهه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې دګازو د يو ډبى  دچاودنې له امله  درې تنه ټپيان شول
  دغه پيښه  نن له غرمې مخکې  په جلال اباد ښار کې د چپرهار په زاړه اډه کې  دګازو دپلورنې په يو دکان کې  رامنځته شوه .
  دننګرهار ولايت  يوې امنيتي سرچينې  باختراژانس ته وويل  چې په دې چاودنه کې درې تنه ټپيان شول .
  ددغې چاودنې انګيزه  دګازو دپلورنې د دوکان  دمالک بې احتياطي بلل شوې ده .
په همدې حال کې دننګرهار ولايت  په يوه روغتون کې  ډاکترانو ددغې چاودنې له امله  ديو ټپي روغتيايي حالت خراب وباله .    

کابل باختر د وږي  نهه ويشتمه :د
څلور تنه  دتښتونې په تور په سختو مجازاتو محکوم شول .
دهرات دښاري محکمې  دجزا دديوان په هغه علني غونډه کې  چې دجزا دديوان  درييس  قضاوتمند  عبداللطيف متين په مشرۍ  جوړه شوه  ديوتن دوژنې په سبب دتښتونې په تور  دڅلورو تنو قضيه  وڅيړل شوه چې په پاى کې ددغه ديوان  په علني غونډه کې  هر يو يې په سختومجازاتو محکوم شول .
  په پاى کې  په ټاکلې موده کې  دمحکومينو داستيناف غوښتنې حق  محفوظ اعلام شو .
  ديادونې وړ ده چې دغو کسانو يوسړى دهغه د تکسي داخستلو په خاطر تښتولي و ، او وژلى و ،چې دتکسي چلوونکي  دمړي له پيداکيدو وروسته  دغه کسان ونيول شول او په خپل جرم يې اعتراف کړى دى .
  ختم_ ف _ اکرم

-کابل باختر د وږي  نهه ويشتمه :
دننګرهار ولايت په کروندو کې دبانکس  درواجولو لپاره  هڅې پيل شوي دي .
  دکرنې دکارپوهانو  دڅيړنو له مخې ، ننګرهار  دبانکس د توليد لپاره  مناسبه اوبه او هوا لري . په نننۍ نړۍ کې له بانکس څخه  د کورونو ، ټوکرانو ، کاغذ ، زينو ، موبل او فرنيچر ، نساجي او ديکوريشن کې  کار اخستل کېږي .
دننګرهار ولايت  سيمه ئيز مقامات په لومړى ګام کې  غواړي ددغه ولايت ددوو ولسواليو کروندې دبانکس دتوليد لپاره تر تجربې لاندې  ونيسي .
  ټاکل شوې ده  په دغو دوو ولسواليو کې  په لومړى ګام کې  دبانکس لس زره نيالګي  کيښودل شي .
دننګرهار ولايت  د کرنې اوبو لګولو او مالدارى رييس  رفيع الله  رحيم زي  باختراژانس ته وويل  دوى هڅه کوي  چې دبانکس په رواجولو سره په دغه ختيځ ولايت کې دهغه توليد  زيات کړي .
  رحيم زي وويل  چې ددې کار لپاره  لومړنى لګښت  يواځې  يو مليون افغانۍ  دي چې دکرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له  خوا ورکول کېږي .
دننګرهار ولايت دکرنې اوبو لګولو او مالداري  رييس وايي  چې په زيات ګومان سره دکرنيزو تحقيقاتوپايلې  مثبتې وځي او دغه ختيځ ولايت به په افغانستان کې دبانکس  په يوه ستر  توليدونکي  بدل شي .
   له بلې خوا هم کروندګر له دې امله چې دولت دبانکس په رواجولو کې له دوى سره  تخنيکي  او مالي همکاري کوي  ، خوښ دي او وايي  چې  دوى به دبانکس په رواجولو سره  له بل هرڅه  څخه  زياته ګټه  ترلاسه کړي .
په ټوله نړۍ کې تراوسه پورې  يوزرو دوه سوه  پنځوس ډوله  بانکس کشف شوي دي چې له ټولو څخه يې  په بېلابېلو صنايعوکې څخه کار اخستل کېږي .

Thursday, 20 September 2018 11:31

تبصره

-کابل باخترد وږي ۲۹
نن دمحرم د میاشتې لسمه ، د عاشورا ورځ ده او د نړۍ مسلمانان د کربلا د اتل  امام حسین  د پاڅون درناوی کوي او یوځل بیا د حق اوعدالت په داعاده کولو کې خپله ژمنه نوې کوي .
د باختراژانس مفسرلیکي: د محرم الحرام د میاشتې لسمه د عاشورا ورځ ، د امام حسین د پاڅون د درناوي ورځ ده او د نړۍ د مسلمانانو لپاره یوه ډیره تاریخي ورځ ده ، هغه ورځ چې د اسلام د سترپیغمبرحضرت محمد مصطفی ص لمسى امام حسین رض  د یزید د زورزیاتی او سرتمبګی په وړاندې پاڅون وکړاو داسې ودرید چې شهادت یي پرذلت غوره وباله او د سرښندنې ، مقاومت ، رسالت او د ژمنې په الګوبدل شو ،
امام حسین د زمانې د ناخوالو په وړاندې په پاڅون سره ونه غوښتل چې عدالت او انسانیت د داسې شخص د ماجرا غوښتنوقرباني شي چې د هغه ورستواو کاذبوافکاروکولای شول د نړۍ د مسلمانان برخلیک اغیزمن کړي .
امام حسین چې د خپل نیکه په فکرٍي منظومو متکي و د کربلاپه پاڅون سره ثابته کړه چې د یوې لوړې مفکورې او د حق او عدالت د انساني تفکرپه شتون کې به تل پاتي وي او انساني ارزښتونه به وساتل شي
عاشورا هغه واقعه چې د تامل وړ او د ټول بشریت لپاره د پند او درس لرونکې ده چې د پیړیوپیړیو په تیریدو سره هماغه شان ځانګړی قدرت او اغیزه لري .
د امام حسین په شان د بشپړاو پیاوړي انسان د مفکورې ژوند باید د هرعدالت غوښتوونکي انسان د ژوند انه لارښود وګرځي .
هغه شخص چې د قدرت ، حکومت او خلافت د ترلاسه کولو په لټه کې نه و بلکې ځان يې د هغوارزښتونوپه ساتنې مکلف باله چې د اسلام ، قران او پیغمبرهغه د بشریت لپاره په سوغات راوړي و ،
هغه د یوه اسلامي او انساني ژوندانه پلوی و چې په هغه کې د نورو دحق او حقوقودرناوی کیده .
په هغه کي د نوروځورونې او کړونې ځای شتون نه درلود .
د ټولنیز عدالت تامینول د مسلمانانوترمنځ د وحدت ټنګښت او د مسلمانانود ټوټې ټوټې کیدو او دلګیو د ویشل کیدو مخنیوی د امام مفکوره او تفکرو .
څومره به ښه وي چې امام په هماغوافکارواو مفکورودرک شي چې په خپله يي لرل څومره به ښه وي چې په هماغه تګلوري پښه کیږدو چې امام په هغه ګام کیښود او هغه يي په زړورتیاسره تعقیب کړ.
له بده مرغه په وروستیوکلونوکې د عاشورا د ویرې او ډارترسیوري لاندې درناوی کېږي . دبنسټپالنې ودې د امام لارویانوته جدي خطرونه متوجه کړي دي هیله ده چې امنیتي ځواکونه او د وګړنیوپاڅونونو قوتونه وکولای شي د اوسنیوامنیتي ګواښونوپه وړاندې مثبت ځواب ووايي .
دغه راز هیوادوالوته لازمه ده چې د عاشورا او د حسیني پاڅون په داسې ډول درناوی وکړي چې ددغه میړني مقام ته لازم دي  دځورونې اوکړونې مخه ونیسي ، د واټونو دتړل کیدو خنډ شي او حساسیت زیږونکی پروګرامونه او حرکات مردود وبولي .
د حسیني پاڅون د درناوي لپاره ډیره غوره لاره د تروریستي پیښو او د امنيتي ځواکونوټپیانوته د وینې ورکول دي چې کولای شي د انسان دوستي فرهنګ چې بنسټ يې د امام له خوا کیښودل شو پیاوړی کړي ختم فضل واحد

کابل باختردوږي ۲۹
د افغانستان د انارواو انګورو شربت بهرته صادریږي .
د باختراژانس د خبرله مخې : په لندن کې د افغانستان  د تازه میوو او محصولاتو دنندارتون له بریالي پای ته رسیدو وروسته په انګلستان کې د افغانستان دسفیر په شتون انګلستان ته د هیواد د انارو او انګورو د صادرولو قرارداد د افغاني او انګلیسي شرکتونوترمنځ لاسلیک شو.
د هوایی دهلیزونوله لارې آسیایي هېوادونوته د افغانستان د وچواو تازه میوو او د طبيعي بوټوصادرات زیاد شوي دي او هیله ده چې اروپایي هیوادونوته هم صادرشي
د هیواد بڼوالو د سړو خونو د نشتوالي له امله  سرټکوي ، هغه ناڅیزې سړې خونې چې جوړې شوې دي د بازارکفایت نه کوي او زیاتره میوې له منځه ځي او په ناڅیزه بیه بازارته وړاندې کېږي

کابل باخترد وږي ۲۹
دننګرهار په مربوطاتوکې د پرونیوهوایی ګوزارونوله امله څلور تنه ډاراچوونکي ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ:
دغه هوایي ګوزارونه د ایتلاف د ځواکونود بې پیلوته الوتکې په واسطه د ننګرهار ولایت د هسکې مینې د ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داعش د تروریستي ډلې په پتنځي ترسره شول .
دغه راز د سروبي بند په مربوطاتو کې ددفاعي ځواکونواو د وسله والوطالبانوترمنځ نښته کې یوطالب ټپي شو

 پل علم باخترد وږي ۲۹
په لوګرولایت کې  دیوه ښوونځي ودانۍ د جوړولو کار  په دې وروستیووختوکې پیل شو .د لوګرولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپورعرب باختراژانس ته وویل چې د لوګرولایت د ازرې ولسوالۍ د چمن اباد د منځني ښوونځي ودانۍ د هندوستان په مرسته د یوملیونو درې سوه زروافغانیوپه لګښت په یوه پوړکې په پاخه او اساسي ډول جوړیږي .
ده وویل چې په دې ودانۍ کې اته درسې خونې ، دوه ادارې دفترونه ، پنځه تشنابونه او نورضروري ملحقات په پام کې نیول شوي دي او د جوړولوکاربه یي په لسو میاشتوکې بشپړیږي او د نجونواو هلکانوپه ګډون پنځه سوه تنوزده کوونکوته مناسبه درسي فضا برابریږي .
د لوګرولایت د ازرې په ولسوالۍ کې یودیرش تعلیمي مرکزونه فعالیت کوي چې دولس یي ودانۍ نه لري

Page 1 of 6867