13 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت...

په بدخشان کې  په هوايي عملياتو کې  ١٢  طالبان ووژل شول .

په بدخشان کې په هوايي عملياتو کې ١٢ طالبان ووژل شول .

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دوسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Monday, 24 June 2019 11:03

د اسعارو بيه

کابل\باختر\ دچنګاښ٣مه
د کابل د شهزاده سراى د صرافانو د رييس د معلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې د بهرنيو پيسو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يو امريکايي ډالر پيرودل په 70/80  افغانۍ
يوانګليسي پونډ پيرودل په 102/00افغانۍ
يوه يورو پيرودل په 91/20 افغانۍ 
يو سعودي ريال پيرودل په  21/35افغانۍ
د اماراتو يو درهم پيرودل په 21/50 افغانۍ
زرپاکستانۍ کلدارې پيرودل په 520 افغانۍ
زر هندۍ کلدارې پيرودل په 1150 افغانۍ
زر ايراني تومان پيرودل په 6/10 افغانۍ
يو روسي روبل پيرودل په 1\15 افغانۍ        
پاى-سعيده

 

کابل\باختر\ د چنګاښ ٣مه
په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زرپه ١٤٠٠ډالرو پلورل کېږي.
د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان نن ددغه خبرپه تاييدولو سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونوکې يوګرام الجزايري سره زر په ٣٦٠٠ افغا نيو يو ګرام مصري سره زر په٣٥٠٠ افغانيو، کويټي په٢٨٥٠ افغانيو،سنګاپوري په٢٨٥٠ افغانيو،  بحريني په٢٨٥٠ افغانيو، عربي په٢٨٥٠ افغانيو، ايراني په٢٥٥٠ افغانيو او يو ګرام روسي په ٢٠٥٠افغانيو پلورل کېږي.     
پاى / سعيده

 

کابل باختر د چنګاښ دريمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت څه ناڅه درې سوه  خدماتي کارکوونکو ته نن پسرلنۍ  جامې وويشل شوې .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دمالي ، اداري او ګرځندوى  معينې پوهنيارې سيدې مژګان  مصطفوي   ددغو جامو دويشلو په وخت کې له خدماتي کارکوونکو څخه وغوښتل چې  په رسمي وخت کې بايد له دغو جامو څخه استفاده وکړي .
دغه جامې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له لوري چمتو شوې وې او ددغه وزارت دمربوطاتو او دمرکز  په ٣٣٤خدماتي کارکوونکو وويشل شوې .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

کابل باختر د چنګاښ دريمه :
٢٤ کيلوګرامه هيرويين  پرون په نيمروز کې  ضبط شول
  دنيمروز دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول ابراهيم اميني  دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې پرخلاف دمديريت منسوبانو  ٢٤ کيلوګرامه هيرويين  چې په ماهرانه ډول په يوه موټرسايکل  کې ځاى پرځاى  شوي وو ددغه ولايت مرکز زرنج ښار په سردشت ساحه کې  کشف او ضبط کړل.
اميني زياته کړه چې مشکوک  سړى له ساحې څخه تښتيدلى دى او پوليسو دده دنيولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي .   ختم_  سعيده _ اکرم

کابل باختر د چنګاښ دريمه :
حنيفې جعفري  او حسين وکيلي  دځغاستې  په هغو سياليو کې چې پرون په باميانو کې  ترسره شوې لومړي مقامونه  وګتل .
  دباميانو ورزشي آمر  سيد اسحق هاشمي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه سيالۍ  دالمپيک  دنړيوالې  ورځې او دافغانستان دخپلواکۍ  دسلمې کاليزې په مناسبت  دهلکانو او نجونو په برخو کې ترسره شوې   چې ددوه نيم کيلومترو په واټن دحسين وکيلي ، طاهر جميلي او نواب الدين په ترتيب سره لومړي ، دويم او دريم مقامونه وګتل .
دغه راز دنجونو په برخه کې  ديو کيلومترو په واټن حنيفې جعفري  ، رخشانه حسيني او نرجس عزيزي په ترتيب سره لومړى ، دويم او درېم مقامونه  ګتلي دي .
هغه ددغو سياليو  دترسره کولو  موخه دهېواددخپلواکۍ  په بېرته ترلاسه کولو کې دنيکونو دسرښندنې  يادونه اوورزش ته دځوانانو هڅول او په دغه ولايت کې دورزش بنسټيز کول وبلل .
  ختم_ سعيده _ اکرم

کابل باختر د چنګاښ دريمه :
وسله والو طالبانو دهرات په اوبې ولسوالۍ کې  له پوځيانو سره په نښته کې دسرزيان وليد .
تېره شپه   وسله والو يرغلګرودګناباد  په کلي کې پر امنيتي پوستو بريد وکړ چې په دغې ولسوالۍ کې دمېشتو امنيتي او دفاعي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد دباختراژانس خبريال ته وويل چې دطالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ په نښتې کې دښمن ته دسرزيات زيان واوښت .
ده وويل چې په نښته کې امنيتي ځواکونو ته د سرزيان نه دى اوښتى .
   ختم_ش کريه – اکرم

کابل باختر د چنګاښ دريمه :
پوليسو يوسړى ونيوه  چې ويل کېږي  دسوک وهنې دفدراسيون دسکرتر جنرال حميد الله حميدي په وژلو کې يې لاس درلود .
حميد الله حميدي  پرون دکابل ښار ددريمې ناحيې په ساحه کې په ډزو سره ووژل شو .
دکابل دامنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز باختراژانس ته وويل: نيول شوى سړى  قيس نومېږي چې پرون يې له حميدي سره  لفظي شخړه کړې وه .
دسوک وهنې  سکرتر جنرال حميد الله حميدي دکابل ښار په درېمه ناحيه کې دمالياتو دراټولولو مسوول و .
ددغه سړي وژنې دجرمي پيښو له امله  دکابل داوسېدونکو اندېښنه  زياته کړې ده .    ختم_ شکريه_اکرم

 

کابل باختر دچنګاښ دريمه :
په داسې حال کې چې په کونړ کې  دډار اچوونکو پرخلاف عمليات دوام لري پوځي مقاماتو دډار اچوونکو له شتون څخه دلسګونو کليو دپاکولو خبرورکړ .  دغه عمليات يوه اوونۍ مخکې پوليسو ، داردو ځواکونو   دهېواد دهوايي  قواوو په ملاتړ دغازي اباد ولسوالۍ په ځينو سيمو کې ترسره کړل او عمليات لادوام لري .
دسېلاب قول اردو درسنيو دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په لېږلو سره ويلي دي چې تېره شپه  ددغو عملياتو په دوام  شپږ کلي دداعشيانو او طالبانو له شتون څخه پاک شول .
خبرځاى  زياتوي چې د ډار اچوونکو له شتون څخه په هرې پاکې کړاى شوې سيمې کې پوځيان ځاى پرځاى کېږي چې خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړي .
دوړاندې شويو شمېرنو له مخې، دپوځيانو د عملياتو له پيل څخه تراوسه پورې دداعشيانو او طالبانو په ډلو پورې اړوند  ٤٣ ډار اچوونکي وژل شوي او په لسګونو نوريې ټپيان شوي دي .
عمليات دکونړ په غازي ابادکې  لادوام لري .
دکلي اوسيدونکو په غازي اباد ولسوالۍ کې دډار اچونې پرضد دعملياتو دپيل هرکلي وکړ او ويې ويل چې د هېواد تر درې رنګه بيرغ لاندې کولاى شي ارام ژوند ولري .
  ختم_ شکريه  _اکرم

کابل باختر دچنګاښ دريمه :
په ننګرهار کې په هوايي بريدونو کې شپاړلس ډار اچوونکي ووژل شول او څو نوريې ټپيان شول .
درارسېدلو خبرونو له مخې،  بريدونه  له تېرې شپې څخه تر نن سهار  پورې دننګرهار په ځينو برخوکې دډار اچوونکو پر سنګرونو ، دناټو او دافغانستان هوايي قوتونو ترسره کړي دي .
دهېواد په ختيځ کې دسېلاب قول اردو يو جګپوړي  قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو بريدونوکې دطالبانو او داعشيانو دډلو شپاړلس   غړي ووژل شول او لسګونه نور يې ټپيان شول .په وژل شويو کې ددغو ډلو څلور قوماندانان هم شامل دي .
دملي اردو دغه قوماندان وويل   چې په بريدونوکې دوسله والو طالبانو څو مرکزونه او پټنځي  له ټولو جنګي وسايلو سره له منځه وړل شوي دي
ختم_ شکريه  _ اکرم

 

کابل باختر د چنګاښ دريمه  :
نهه وسله وال طالبان په قندهار کې له  امنيتي ځواکونوسره په بريدونو کې ووژل شول .
پر دغو طالبانو تېره شپه او  نن سهار په ميانشين ولسوالۍ کې بريد وشو.
  دهېواد په جنوب کې دملي اردو داتل قول اردويوجګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې نهه وسله  وال  طالبان ووژل شول .
درپوټونو له مخې ،  په دې نښته کې  دطالبانو جنګي وسايل له منځه لاړل .
ديوبل خبرله مخې، په قندهار کې  ديوې چاودنې مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورينو نن سهار دقندهار په ګڼ مېشته سيمه کې اته ماينونه کشف او شنډ کړل .
دقندهار امنيتي سرچېنې طالبان ، د ماين ښخولو عاملين بولي . ختم-شکريه

Page 3 of 767