17 May 2012

RSS Facebook

تبصره او پر مطبوعاتو کتنه

کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :

دملي دفاع وزير سترجنرال عبدالرحيم وردګ نن  له خپل الماني سيال سره په برلين کې وکتل.

 له المان څخه دباختراژانس داستول شوي خبريال نجيب الله بيان دخبرله مخې : دملي اردو زياته پراختيا  ، له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دبهيردريم پړاو  اودافغانستان دامنيتي ځواکونو سمبالول اودظرفيت  لوړول ددغو خبرو په محور کې و.

دالمان ددفاع وزير  په دې کتنه کې  له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته يوځل بيا دافغانستان له وسله والو ځواکونوسره دالمان دهمکاريو اومرستو  ددوام غوښتنه وکړه او ويي ويل چې جرمني غواړي  ټولې هغه پروژې چې دافغانستان په شمال کې يې پيل کړي دي بشپړې کړي اوراتلوونکي همکاري پراخې کړي .

کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :

دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي نن په برلين کې په خپل استوګنځي کې  دجرمني  دبهرنيو چارو  له وزيرګيدو وسترويله سره  وکتل .

دالمان دبهرنيو چارو وزير دشيکاګو دکنفرانس په  درشل کې ددواړو هيوادونو ترمنځ  داوږدمهالو همکاريو دسندلاسليک ارزښتناک وباله او ددغه موافقه ليک دلاسليک په مراسمو کې يې د جمهوررييس دگډون په خاطر دجرمني دخلکو په استازيتوب مننه وکړه .

 په دې کتنه کې دهيواد  جمهوررييس   اودجرمني دبهرنيو چارو وزير دموجودو چلنجونو او دشيکاګو او توکيو دغونډو دجوړولو اوله وسله والو مخالفينوسره دخبرو دبهير په باب خبرې وکړې .

دغه راز  په دې کتنه کې  دافغانستان داسلامي  جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي په تيرو کلونو کې دالمان دخلکو اوحکومت  دسخاوتمندانه مرستو له امله  قدر داني وکړه  او ويې ويل  چې جرمني په سخاوتمندانه ډول دافغانستان له خلکوسره مرسته کړې ده  . جرمني  دافغانستان دخلکو لپاره  دڅو کنفرانسونو کوربه و  او اوس يې  هم په سخاوتمندانه ډول په کال کې ديوسلو پنحوس مليونه يورو  دمرستې اعلام وکړ.

په دې کتنه کې   دعلاقي وړ نورو مسلو په باب هم خبرې وشوې .

نيويارک\ بي بي سي \دثور دمياشتي٢٧ نيټه :

دنړۍ روغتيايي سازمان په خپل نوى رپوټ  کې خبرداري ورکړى دى  چې دنړۍ زيات شميرخلک په زړه درودنو اودريدو اوسرطان دناروغيو په شان په سختو ناروغيو داخته کيدو له خطرسره  مخامخ دي .

دغه سازمان ديوسلو نوى هيوادونو دخلکو په باب په څيړنيز رپوټ کې ويلي  چې چاغوالي اودبوري  اومالګي لګښت اودبدن  خوځښت کمښت ددغو ناروغيو اصلي عامل دي.

په دې رپوټ کي  دوړاندي شويو شيمرونو له مخې اوس دنړۍ په سلو کې دولس وګړي له کلينيکي پلوه اضافي وزن  لري .

خوپه دغه رپوټ کې ويل شوى دى چې دميندو اوماشومانو دمړينې کچه دروغتيايي مرکزونو دهلوځلو اودښو روغتيايي   خدمتونو دوړاندي کولو اوواکسيناسيون له امله  بيخي کمښت موندلى دى .

کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :

داندخوي اوآقيني دساحو دتيلو اوګازو  دزيرمو داکتشاف دکار تړون دکانونو وزارت اودکاناډايي تيراسايز شرکت ترمنځ لاسليک شو.

باختراژانس  خبرورکړ ، ددغه تړون له مخې  سايزميک يا داندخوي اوآقيني دساحو دتيلو اوګازو دپلټنې په مقصد دانتي ګلاين ودانيو دتثبيتولو ، دهلوم طريقه چې مساحت يې دوه سوه  شپږ ديرش مربع متره کيلومترو ته رسيږي پيليږي  اودتيراسايز شرکت به درې مياشتې  وروسته دخپل کار نتيجه اعلام کړي .

ددغې  پروژي پولي لګښت شپږمليونه پنځه سوه زرو امريکايي  ډالرو ته رسيږي  چې دکانونو وزارت له پرمختيايي بودجې په لګښت تمويليږي.

دکانونو وزير وحيدالله  شهراني وايي دتيراسايز کاناډايي   شرکت تړون کې شاملي سيمې تر اوو زرو  مترو ژورتيا پورې څيړي اودڅيړنې دنتيجو له اعلام څخه وروسته داندخوي  اوآقيني دساحو دتيلو اوګازو دايستلو په مقصد دکانونو وزارت طرحه نړيوالې مناقصې ته وړاندي کيږي .

دلومړي ځل لپاره  دروان ميلادي کال په لومړيو کې په ٤٨٠ کيلومتره مساحت کې دافغان  تاجک  دنفتي حوزي سايزميک دامريکا په مالي مرسته ددولس مليونه پنځه سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت  پيل شو چې ددغې پروژي دڅيړنې نتيجې له هيلوډکي دي .

دکانونو دوزير دڅرگندونوله مخې، داموسيند  له حوزي څخه عملي راايستل دروان کال  دتلي په مياشت کې  پيليږي او له دې سره جوخت  هره ورځ زر بيرله  تيل له دغې حوزي څخه ايستل کيږي او دغه اندازه به په کرارکرار  په ورځ  کې پنځه څلويښتو زرو بيرلو ته ورسيږي .

ديادونې وړ ده چې دکانونو وزارت پخوا دسرو زرو اوسپينو زرو پنځه کانونه مناقصي ته وړاندي کړي دي  چې دراايستلو لپاره يې يوڅلويښت بهرني شرکتونو دراايستلو لپاره يې مينه ښودلى  چې يوازي شپږ ويشت شرکتونه په هغو معيارونو برابردي چې دکانونو وزارت يې اعلام کړى دى

کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :

په غزني  ولايت کې دوسله والو طالبانو اوپه حزب اسلامي پورې داړوندو کسانو ترمنځ  نوى نښته کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې دغه نښته تيره  شپه داندړو لسوالۍ  په کنسف سيمه کې شوې ده.

دغزني ولايت دملي امنيت يوخبرځاى باختراژانس ته وويل  چې په دې نښته کې  درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي اوپه حزب اسلامي پورې  اړوندو کسانو ته زيان نه دى اوښتى .

دعزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې  دوسله والو طالبانو اود ګلبدين حکمتيار په مشري حزب اسلامي  دافرادو ترمنځ  نښتې له يوې  اوونۍ را په دى خوا زور اخيستى دى.  ددغې نښتې له امله  دواړو لورو ته دسرزيان اوښتي دي.

دسيمې داوسيدونکو دڅرگندونوله مخې، دغه جګړې  دلوړتيا غوښتنې اوله خلکو څخه دجزيې دراټولولو لپاره  دزياتو ساحو دنيولو په خاطر پيل شوي دي

 

 

٥٣-کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :

دملي  دفاع وزارت  په وړانديز  او دجمهوري رياست په منظوري  ددغه وزارت په مربوطاتو کې دغه ټاکنې شوي دي.

د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان  پلي تورنجنرال عبدالخالق دتورنجنرال په کادر دوسله وال پوځ دستر درستيز ددرستيزوال په توګه .

دځمکنيوقوتونودقوماندانۍ مرستيال توپچي تورنجنرال محمدشريف يفتلي  دتورنجنرال په کادر   د ٢٠٣ تندر قول اردودقوماندان په توګه .

دکادر او پرسونل درياست  داحتياط فعال افسر دمخابري تورنجنرال محمدحبيب  دتورنجنرال په کادر دستردرستيز دښوونې او روزنې او ددکتورينو دقوماندان په توګه .

ددفاعي  پوهنتون قوماندان جهادي تورنجنرال تاج محمددتورنجنرال په کادر  د ٢٠٧ ظفر قول اردو دقوماندان په توګه .

دستر درستيز دښوونې او روزنې او ددکتورينو قوماندان زغروال تورنجنرال امين الله دتورنجنرالي په کادر ددفاعي  پوهنتون دقوماندان په توګه .

د٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان تورنجنرال شهزاده  دتورنجنرال په کادر دځمکنيو قوتونو دقوماندانۍ دمرستيال په توګه .

دگډواپراسيونونو په چارو کې  دځمکنيو قوتونو دلوى قوماندانۍ مرستيال پلي تورنجنرال نعمت الله  دتورنجنرال په کادر دستر درستيزدښوونې اوروزنې او ددکتورينو دجوړښت درييس په توګه .

دستردرستيز دښوونې او روزنې اوددکتورينو دجوړښت رييس  پلي تورنجنرال   محمدمعين  دتورنجنرال معادل په ملکي کادر دملي دفاع وزارت  دپاليسي اوستراتيژي دمعاونيت  ددفاعي پاليسي درييس په توګه.

دکادر اوپرسونل  درياست داحتياط فعال افسر سياسي بريدجنرال  دادان دبريدجنرال په کادر د ٢٠١ سيلاب قول اردو دڅلورمي لوا دقوماندان په توګه.

د ٢٠٣ تندر قول اردو ددريمې لوا قوماندان سياسي  توپچي بريد جنرال داودشاه دبريد جنرال په کادر د ٢٠٧ ظفردقول اردو ددريمې لوا دقوماندان په توګه .

دملي دفاع وزارت دپاليسي اوستراتيژي دمعاونيت  دستراتيژيکي پلان جوړولو درياست دداخلي امنيت مدير پلي ډګروال خيرمحمددبريد جنرال په کادر د ٢٠٣ تندر قول اردو ددريمې لوا دقوماندان په توګه .

دکادر اوپرسونل درياست داحتياط فعال افسر دانجينري بريد جنرال ثناالحق دبريد جنرال په کادر دننګرهار ولايت دوسلو دراټولولو دزون  (داياک) دمسوول په توګه

دکابل د ١١١ فرقي دپلټنې مدير توپچي ډګروال امان الله دبريد جنرال په کادر  د ٢١٥ قول اردو  دڅلورمې  لوا دقوماندان په توګه .

دملي دفاع وزارت  دتکنالوژي اودلوژستيک دتاميناتو دمعاونيت دلوژستيک درياست دپاليسي اورپوټ ورکولومديرسياسي ډګروال حبيب الله دبريد جنرال په کادر دستردرستيز دکادر اوپرسونل درياست دپلان  جوړولو دمرستيال په توګه .

دملي دفاع وزارت داحتياط دځواکونو دچارو دمعاونيت  د ٢٠٩ شاهين قول اردو  دسمون او ارتباط لوى مدير ډګروال عبدالغفار دبريد جنرال په کادر دکونړ ولايت دهمغږي دمرکز  دآمر په توګه .

دملي دفاع وزارت  دټولنيزو پارلماني  او دعامه چارو  داړيکو درييس ددفتر آمر ډګروال  محمدرادمنش دبريد جنرال په کادر دملي دفاع وزارت  دکشف اواستخباراتو دمعاونيت دستراتيژي دتحليل اوتجزيي درييس په توګه.

پاي \ف\ ذ

کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :

دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوري رياست  اوسرپرست مارشال محمد قسيم فهيم نن له غرمي مخکي  دهيواد دلويديځي سيمې دولايتي شوراګانو له رييسانو ، مرستيالانو اومنشيانو سره دصدارت په ماڼۍ کې وکتل،.

باختراژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې :

په دې کتنه کې دجمهوري رياست  سرپرست او دولايتي شوراګانې ددموکراسي په بنسټ ولاړ نظام  کې يو مهم ټولنيز اومدني مرکز وباله او زياته يې کړه چې دغه مرکز په ټول هيواد کې دټولنې اوخلکو درهبري کولو اوګټو اودبيارغونې دبهير په چټکتيا کې مهم اوبنسټيز رول لوبوي .

دجمهوري رياست  سرپرست  دولايتي شوراګانې  په هيواد کې خوځنده مرکزونه وبلل  او څرگنده يې کړه چې هيله لرم په خلکو اوټولنه کې دولايتي شوراګانو دغه مهم رول ته په پاملرنې سره دهغوى فعاليتونه هم دتيرو وختو په پرتله زيات شي .

په دې کتنه کې دهرات دولايتي شورا رييس  ډاکتر محمدظاهر فيض زاده  دنورو په استازيتوب په دغو ولايتونو کې ځينې اوسني ستونزې  دهيواد د جمهوري رياست له سرپرست  سره طرحه کړې .

ده دافغانستان داسلامي جمهوريت دپروګرامونو دملاتړپه ترڅ کې د جمهوري رياست  سرپرست څخه وغوښتل چې دهيواد په ټولو ولايتونو کې ددولت اونړيوالې ټولنې له خوا ولايتي شوراګانو ته پاملرنه وشي او دوزيرانو شورا دقوانينو دکميټې له خوا دولايتي شوراګانو دقانون دتعقيبولو بهيرګړندي شي .

دجمهوري رياست لومړي مرستيال اوسرپرست دکتنې برخه والو سره  ژمنه وکړه  چې په هيواد کې دټولو ولايتي شوراګانو دستونزو دحل کولو په لاره کې به لازم اقدامات ترلاس لاندې ونيسي .

کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي او دالمان صدراعظمې ميرمن انکلا مرکل په سيمه ييز وخت نن له غرمي وروسته ددواړو هيوادونو ترمنځ داوږدمهالو همکاريو موافقه ليک لاسليک کړ.

له المان څخه دباختراژانس داستول شوي خبريال نجيب الله بيان دخبرله مخې، ددغه سيندله لاسليک  وروسته دافغانستان جمهوررييس  دالمان له صدراعظمې سره په يو خبري کنفرانس کې ګډون وکړ او ددغه سند پربنسټ يې دافغانستان او المان ترمنځ ددوه اړخيزو همکاريو په باب توضيحات وړاندي کړل .

ميرمن مرکل ددغه سند لاسليک  دافغانستان دملي پوليسو  دځواکونو دروزلو اوسمبالولو په لاره کې اغيزمن وباله او څرګنده يې کړه چې المان په تيرو وختونو کې هم له افغانستان سره يولړهمکاري کړي دي .

ميرمن مرکل وويل  چې دغه سند دافغانستان له خلکوسره  دمرستې لپاره  ډاډمنه  ژمنه ده چې دافغانستان خلک وکولاي شي ښه راتلوونکي ولري .

دې دغه راز وويل : ددغه سند له مخې  المان  له  ٢٠١٤ کال څخه   د ٢٠٢٤ کال ترپاى پورې  دافغانستان دملي پوليسو دځواکونو دروزنې  او دظرفيت دلوړولو  په برخه کې  په کال کې  يوسلو پنځوس مليونه يورو مرسته کوي .

دالمان دصدراعظمې دڅرګندونوله مخې، هيواد به يې په نورو برخو کې هم له افغانستان سره مرسته وکړي .

په دې خبري کنفرانس کې دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي ددغه سندلاسليک   دافغانستان او المان ترمنځ  دپياوړو همکاريو ددوام  اوددواړ هيوا دونو ترمنځ داړيکو دپراختيالپاره يو ستر ګام وباله او ويې ويل  چې افغانستان په تيرو وختونو يعني  په  ١٩٢٠ کال کې هم له المان سره ورته تړون لاسليک کړى دى .

 دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس دغه راز ددغه موافقه ليک لاسليک ددواړو هيوادونو ترمنځ تاريخي اړيکو کې يو نوي فصل وباله  او دامنيتي مسووليتونو دليږدونې له بهيرسره يې اړيکې ونيولې او ويې ويل چې  دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دريم پړاو پيل شوى دى او موږ هيله لرو چې تر ٢٠١٣ کال پورې دغه بهير په بشپړه توګه پاى ته ورسيږي اوتر بل يو کال پورې   زموږ امنيتي ځواکونه دې ته  چمتو شي چې په مستقل ډول  دخپل هيواد دخپلواکي اوواکمني  دفاع وکړي او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي .

مخکې له دې دافغانستان   اودهند  ، امريکا ،ايتاليا اودبريتانيا  له هيوادونوسره هم  داوږدمهالو همکاريو تړونونه  اوموافقه ليکونه لاسليک شوي دي .

ددغو تړونونواو موافقه ليکونو لاسليک له شک پرته ددې  حقيقت څرگندوي دى چې افغانستان دنړيوالې ټولنې دپاملرنې  په مرکز کې ځاى لري  او نړيواله ټولنه  هيله نه لري  چې  دافغانستان خلک بيا تيرو  ترخو ورځو ته ستانه شي

کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه

افغانستان اسلامي جمهوریت

او

د آلمان فدرالي جمهوريت

تر منځ

د دوه اړخيزې همكارۍ موافقه ليك

 

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د آلمان فدرالي جمهوري دولت چې پدې موافقه ليك كې تردې وروسته د اړخونو په نوم يادېږي؛

د يو بل ملي واكمنۍ، ځمكنۍ بشپړتيا ته د دره ناوى پر بنسټ او د ملګرو ملتونو د سازمان د منشور د اصولو مطابق، د افغانستان اسلامي جمهوريت او د آلمان فدرالي جمهوريت تر منځ د لرغونو(پخوانيو) اړيكو پر روحيې پر ټينګار؛

د سولې دساتنې، د ديموكراسۍ ګډو ارزښتونو ته د تحقق بښلو، د بشر حقوقو او د قانون واكمنۍ ته د دره ناوي په وړاندې ګډو مسئوليتونو ته په پام سره، د ښې حكومتدارۍ د اصولو، دعامه ادارې د اصلاح، روڼتيا او د ملي او بين المللي همكاريو د جوړښت د پراختيا لپاره د دواړو اړخونو د ځواب وركولو، د قضائي سكتور د پياوړي كولو او د قانون د واكمنۍ د تحقق د اهميت او ډېرې زياتې اړتيا په دركولو؛

په كابل كې د ۲۰۱۰ كال د جون د مياشتې او په لندن كې د ۲۰۱۰ كال د جنوري د مياشتې د كنفرانسونو په چوكاټ كې د افغانستان اسلامي جمهوري حكومت او بين المللي ټولنې ژمنو ته په پام سره؛

په افغانستان كې له تروريزم او تاوتريخوالي سره د بنسټپالنې څخه د راپيدا شوو موجودو ګواښونو په پوهېدو او په دې هيله چې افغانستان بيا هيڅكله ترهګرو (تروريستي) ډلو ته د امن په پټنځاى بدل نشي؛

د افغانستان د اساسي قانون د حكمونو په مطابقت كې په يوه با ثباته سيمه كې، د سياسي ثبات لرونكي او د پر مخ ودې اقتصاد لرونكي ، د ښځو او اطفالو د حقوقو په ګډون د بشر حقوقو ته د دره ناوي فعالانه رواجوونكي او د مدني ټولنې او خپلواكو ټولېزو رسنيو د مثبت رول په ترسره كولو په پوهېدو  د يو ديموكراتيك افغانستان د جوړولو په ژمنې سره؛

د نړى په ګډو فرهنګي ميراثونو كې د دواړو هېوادونو د ملتونو تاريخي ونډې ته په پام او پر دې په پوهېدو سره چې له فرهنګي آثارو څخه ساتنه او حفاظت يو الزامي رسالت دى ؛

د ملګرو ملتونو د سازمان د پريكړه ليكونو له موخو سره په مطابقت كې د شمالي اتلانتيك (ناټو) له پيمان سره د اوږد مهاله همكارۍ د موافقه ليك د تدوين په هكله د افغانستان د اوږد مهاله مذاكراتو او له اروپائي اتحاديې سره د افغانستان اسلامي جمهوريت تر منځ  د اوږد مهاله همكارۍ په ګډون، د اړخونو د اړيكو د پياوړي كولو په موخه،

په بن كې د ۲۰۱۱ ميلادي كال د دسامبر د ۵ نېټې بين المللي كنفرانس پريكړو ته په اشارې سره د دواړو هېوادونو د اقتصادې او ټولنيزې او د اړخونو د خلكو ګټو د بنسټيزې پراختيا له لارې په ۲۰۱۴ كال كې د لېږد د پروسې له پاى ته رسېدو وروسته د افغانستان په با امنه راتلونكې كې د ګټې اخيستنې ګډون ته د ليوالتيا په ښولو سره؛

د افغانستان او آلمان تر منځ د دوستۍ د ۱۹۲۶ كال د مارچ د ۳ نېټې له پيمان څخه په يادولو سره؛

د كاليو او هزينو د لېږد په اړه  د ۱۹۵۸ كال د جنورى په ۳۱ نېټه  د عقد شوي موافقه ليك، د كاليو او هزينو د لېږد په اړه  د ۱۹۵۸ كال د جنورى په ۳۱ نېټه  د عقد شوي موافقه ليك، د اقتصادي او تخنيكي همكاريو په اړه  د ۱۹۵۸ كال د جنورى په ۳۱ نېټه  د عقد شوي موافقه ليك، د فرهنګي مسايلو په اړه  د ۱۹۶۱ كال د اپريل په ۱۸ نېټه  د عقد شوي موافقه ليك، د مالي مساعدت په اړه  د ۱۹۷۷ كال د مې په ۱۹ نېټه  د عقد شوي موافقه ليك، د مالي مساعد اړوند د ۱۹۷۷ كال د سامبر په ۱۰ نېټه  د عقد شوي موافقه ليك، د افغانستان لپاره د ثبات (Stability Pact for Afghanistan) د معاهدې په چوكاټ كې د روزنيزې مرستې او تجهيز په اړه  د ۲۰۰۲ كال د مارچ په ۱۵ نېټه  د عقد شوي موافقه ليك، په افغانستان كې د پوليسو د ځواك بيا رغاونې په اړه  د طبي ملاتړ د پروژې د جوړيدو اړوند د ۲۰۰۳ كال د فبرورى په ۱۷ نېټه  د عقد شوي موافقه ليك، له بالمثله پانګې اچونې څخه د هڅونې اوملاتړ په اړه  د ۲۰۰۵ كال د اپريل په ۱۹ او ۲۰ نېټه  د عقد شوې معاهدې، د افغانستان لپاره د ثبات           (Stability Pact for Afghanistan) د معاهدې په چوكاټ كې په افغانستان كې د پوليسو د ځواك د بيارغاونې د دفتر د پروژې په اړه د ۲۰۰۶ كال د اكتوبر په ۲۳ نېټه  د عقد شوي موافقه ليك، د مالي همكاريو  اړوند  د ۱۹۷۳ كال د فبرورى په ۸ نېټه او د ۱۹۷۳ كال د نوامبر په ۱۰ نېټه او د ۲۰۰۷ كال د نوامبر ۱۰ نېټه او د ۲۰۰۸ كال د اګست په ۱۴ نېټه  د عقد شوي موافقه ليك پر بيا تاكيد؛  

او د مشاركت (ګډون) او توسعې (پراختيا) په اړه د اروپائي اتحاديي او د افغانستان اسلامي جمهوريت تر منځ د قريب الانعقاده موافقه ليك د بشپړولو په منظور؛

په لاندې مواردو يې موافقه وكړ:

 

لومړۍ ماده

سياسي همكاري

اړخونه خپلو سياسي خبرو اترو ته په بن كې د ۲۰۱۱ كال د دسامبر دمياشتې د ۵ نېټې د بين المللي كنفرانس د پايلو پر بنسټ دوام وركوي. دغه سياسي خبري اترې به په خاصه توګه د دوه اړخيزو اړيكو، سيمه ييزو او بين المللي مسئلو، ښې حكومتوالۍ او د بشر د حقوقو په ډګر كې متمركزې وي.

 

دوه يمه ماده

په امنيتي ډګر كې همكاري

۱. په نظامي ډګر كې همكاري، د زده كړې، ښوونې او روزنې او دوه اړخيزو كلنيو برنامو په خصوص كې د مالي او تخنيكي ملاتړ له لارې صورت مومي. موجودو امكاناتو او مخكنيو اجراآتو ته په پام سره، د دواړو مواردو (زده كړو او دوه اړخيزو برنامو) په هكله ، اړخونه هركال نوي مذاكرات كوي. د نظامي مسايلو له زده كړو څخه ملاتړ  د آلمان د فدرالي جمهوريت  بوندس ویر (Bundeswehr) په تاسيساتو كې د افغانستان د مسلحو قواوو د منسوبينو زده كړې په بر كې نيسي. كلنۍ دوه اړخيزي برنامې، په لومړي قدم كې د اړخونو تر منځ د بالمثل عمل د اصولو د تر سره كولو له لارې صورت مومي او په وروستيو ګامونو كې، د لوړپوړو استازو ليدنې، د دنده ييزو او معلوماتي ليدنو په شمول او په همدي ترتيب د تخنيكي دوه اړخيزو خبرو اترو او د متخصيصنو تر منځ خبرو اترو كې شاملېږي. د آلمان دفدرالي جمهوريت په قلمرو كې د افغان د مسلحو قواوو د منسوبينو د مؤقت اقامت وضعيت، د نظامي پټو معلوماتو ساتل، د افغانستان په قلمرو كې د آلماني پرسونل وضعيت، د همكاري د تدبيرونو په چوكاټ كې، د اړخونو تر منځ د جلا موافقه ليكونو د عقدولو په واسطه، تنظيمېږي.

۲. د موافقه ليكونو او و د موجودو ظرفيتونو پر بنسټ، اړخونه په اړوندو پروژو كې د زده كړې، لارښوونې او كار له لارې، د افغان د ملي پوليسو د لا ځواكمنۍ څخه د ملاتړ په برخه كې همكاري كوي.

۳. آلمان به د افغانستان د امنيتي ځواكونو (اردو او پوليسو) په تمويلولو كې ښكارنده نقش تر سره كړي.

درېيمه ماده

پراختيائي همكاري،ملكي بيارغاونه او ښوونيزه (تعليمي) همكاري

۱. د پر مختيائي همكارۍ په اړوند د موافقه ليك چوكاټ، د اقتصادي او تخنيكي همكارى په اړه د ۱۹۵۸ كال د جنورۍ د مياشتې د ۳۱ نېټې موافقه ليك چې د ۱۹۷۸ كال د اكتوبر د مياشتې د ۱۹ نېټې د موافقه ليك او د ۲۰۰۵ كال د جولاى د مياشتې د ۱۲ نېټې د قرار په واسطه تائيد شوى د اشخاصو، متخصصينو او د هغوى د كورنيو د غړو د ملكيتونو د ساتنې چې د افغانستان په اسلامي جمهوريت كې د آلمان د پرمختيايي همكارۍ په  حوزې كې دندې تر سره كوي، ځاى ناستى كېږي.

۲. پراختيائي همكارۍ به په ځانګړې توګه په لاندې مواردو كې متمركزې وي:

۱. د پايداره اقتصاد پراختيا،

۲. لومړني او حرفوي  تعليمات،

۳. د انرژۍ تأمينول،

۴. د اوبو سكتور،

۵. ښه حكومتوالي.

د اړخونو د توافق پر بنسټ، په نورو ساحو كې به د پراختيائي همكاريو بشپړتيائي تدبيرونه هم مرعي الاجرا وي.

۳. د افغانستان آلمان د سيمه ييزو او سكتوري پراختيائي همكاريو د تمركز څرنګوالى او د ملكي بيارغاونې برنامې، د انكشافي همكاريو په اړه د بين الحكومتي مذاكراتو د پايلو په نتيجو پورې تړلې دي.

۴. د اوږد مهاله پراختيائي همكاريو د بشپړولو په لاره كې،  د آلمان فدرالي جمهوريت د ملكي تدبيرونو له لارې د سياسي ثبات د ټينګولو لپاره، د افغانستان له اسلامي جمهوريت څخه په لاندې ډګرونو كې ملاتړ كوي:

۱. لوړې زده كړې.

۲. روغتيا.

۳. د قضائي سيستم پراختيا.

۴. ملكي هوائي چلند. 

۵. د روانو او راتلونكوسياسي- پرمختيائي ننګونو د لرې كولو د ځواكمنتيا په خاطر اړخونه هروخت كولاى شي په نورو ملاتړو ډګرونو كې موافقې ته ورسېږي.

 

 

څلورمه ماده

علمي او فرهنګي همكاري

۱. په فرهنګي ډګر كې د ۱۹۶۱ ميلادي كال د اپريل د مياشتې د ۱۸ نېټې د موافقه ليك پر بنسټ او د بودجوي قوانينو په چوكاټ كې ، اړخونه د فرهنګي سياست په ډګر كې د متقابلو اړيكو د پياوړتيا او پراختيا لپاره پر مشخصو تدبيرونو توافق كوي.

۲. علمي همكاري په پراخه توګه د لوړو زده كړو له مؤسسو،څېړنيزو بنسټونو، علمي بنسټونو او زده كړه ييزو تآسيساتو څخه پر ملاتړ باندې جلا د لويانو له مكتب، كتابتونونو او آرشيفونو متمركزه ده.

۳.  د داخلي قوانينو مطابق، اړخونه په خپل قلمرو كې د يو بل د سيمه ييزو بنسټونو په فعاليتونو او ابتكاراتو د اسانتيا لپاره لازم تدبيرونه نيسي. د اړوندو ملي مقرراتو او قوانينو په چوكاټ كې، اړخونه د بنسټونو، فرهنګي او علمي مؤسسو لكه فرهنګي انستيتونو،عالي زده كړه ييز بنسټونو، علمي سازمانونو، څيړنيز بنسټونو، عمومي او  حرفوي مكتبونو، د معلمينو لپاره د لومړنيو او ثانوي زده كړو بنسټونو، د لويانو د زده كړو، حرفوي زده كړو، كتابتونونو، د مطالعې خونو او نورو هغه بنسټونو په ډګر كې چې د عامه وجوهو له لارې تمويلېږي، د تآسيسدلو، فعاليت او آسانتياوو د برابرولو لپاره لازم تدبيرونه نيسي.

۴. اړخونه د فرهنګي ميراثونو، ساتل شويو فرهنګي آثارو، فرهنګي ټولګو(مجموعو) او اماكنو د حفظ او ساتلو په برخه كې د اړوندو مقاماتو د ګډون په تضمين سره، د خپلو اړوندو قوانينو په مطابقت كې همكاري كوي.

۵. اړخونه، د فرهنګي آثارو د ناقانونه سوداګرى سره د مبارزې په برخه كې خپلې همكارى پراخوي او په دې ډګر كې د بين المللي موافقه ليكونو په انعقاد، تصويبولو او تطبيقولو كې هڅې كوي.

 

 

پنځمه ماده

اقتصادي همكاري

۱.  د موجودو موافقه ليكونو پر بنسټ، اړخونه، په اقتصادي ډګرونو كې خپلو همكاريو ته دوام وركوي.

۲.  اړخونو توافق وكړ څو د سوداګرى او پانګې اچونې په  پياوړتيا، د اقتصادي همكاريو د پراختيا او همدا رنګه د بهرني سوداګرى په ډګر كې كې د ګټې اخستنې وړ وسيلې او لارې سره ملحق او ادغام كړي. دغه مطلب پر لاندې مواردو متمركز دى:

۱.  د صادراتو تمويلول،

۲.  د صادراتو د اعتبار بيمه،

۳.  پانګه اچونه، د كوچنيو او متوسطو (SMEs) شركتونو پياوړي كول،

۴.  د سوداګري نندارتونونو كړنلاره او ترسره كول.

۳. د اړخونو د سوداګريز هيئتونو منظمې متقابلې ليدنې د اقتصادي پيوندونو په پياوړي كولو كې اغېزمن دي.

۴. اړخونه د دواړو هېوادونو د ګټو په لار كې، د افغانستان اسلامي جمهوريت د كانونو وزارت او د آلمان فدرالي جمهوريت د اقتصادي او پراختيائي وزارت تر منځ  د ۲۰۱۱ ميلادي كال د جون د مياشتې په ۲۰ نېټه د عقد شوي Joint Declaration of Intent  پر تطبيقولو او پراخولو په خپلې هيله مندى سره تآكيد كوي.

۵. د آلمان د فدرالي جمهوري حكومت، د افغانستان اسلامي جمهوريت له اړخ سره خپلو مشورو ته د  اقتصادي، طبيعي سرچينو اړوند چارو په ډګرونو كې، دآلمان افغانستان د پراختيائي همكاريو په چوكاټ كې او د لزوم په صورت كې له نورو لارو او شيوو څخه خپلې همكارى ته دوام وركوي.

 

 

 

 

شپږمه ماده

د هوائي چلند په ډګر كې همكاري

۱. اړخونه د افغانستان د هوائي چلند له سكتور څخه د ملاتړ په منظور وروستى طريقې او لارې لټوي.

۲.  دې موخې ته د لاسرسۍ لپاره، اړخونه پدې برخه  كې توافق ته د رسېدو او هم په افغانستان كې د ملكي هوائي چلند د سكتور د پراختيا لپاره د تدبيرونو د عملي كولو لارې لټوي. دغه اقدامات د لاندې مواردو په بر كې نيونكي دي:

۱. د ملكي هوائي چلند د ادارې تآسيسول او پراخول،

۲. د هوائي پېښو د څېړلو د دفتر تاسيسول.

۳. لومړنۍ او پرمختللې زده كړې،

۴. د ملكي هوائي چلند د بين المللي سازمان موافق، د يو حقوقي چوكاټ له پراختيا څخه ملاتړ،

۵. په هوائي ډګرونو كې د ګټې اخيستنې وړ مفاهيم.

 

اوومه ماده

د افغانستان آلمان بين الحكومتي همكارى ګروپ

(Afghan-German Intergovernmental Working Group on Cooperation)

۱. اړخونه د افغانستان آلمان بين الحكومتي همكارى كاري ګروپ تآسيسوي. ددې كاري ګروپ رياست به د آلمان فدرالي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت او د افغانستان اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت په غاړه وي، چې د دې موافقه ليك په چوكاټ كې د موخو، لومړيتوبونو، د راتلونكو همكاريو لپاره د تدبيرونو د نيولو له مخې بحث او خبري اترې كوي. د افغانستان آلمان د پراختيائي همكاريو مباحث د افغانستان آلمان د بين الحكومتي منظمو خبرو اترو په چوكاټ كې ترسره كېږي.

۲. بين الحكومتي كاري ګروپ د دې موافقه ليك د تطبيقولو لپاره، له پروژو څخه څارنه كوي. د افغانستان - آلمان د پراختيائي همكاريو د تدبيرونو بحث د بين الحكومتي پرمختيائي همكاريو و منظمو خبرو اترو محور تشكيلوي.

 

اتمه ماده

د همكارى اساسات

۱. د همكارى د روڼ (شفاف) او با ثباته چوكاټ لرل، د اړخونو موخه تشكيلوي. د افغانستان اسلامي جمهوريت حكومت، د دې موافقه ليك په اړوند د آلمان د فدرالي جمهوري حكومت له تدبيرونو څخه ملاتړ كوي او له هرډول همكاري څخه په دې برخه كې ډډه نكوي. اړخونه د دې موافقه ليك په تطبيق كې ټولې ذيدخله مراجع پر وخت او په دقيق صورت سره خبروي.

۲. د پورتني ډګر سربېره، په نورو ساحو كې هم همكاري صورت موندلاى شي. په دې برخه كې اړخونه جلا موافقه ليكونه منعقدوي.

۳. اړخونه، د غوښتنې په صورت كې، د دې موافقه ليك د تطبيقولو مسئول مقامات ډېر ژر له ديپلوماتيكو مجاری له لاری څخه يو بل ته ور پېژني.

 

 

نهمه ماده

وروستي حكمونه

۱. دغه موافقه ليك د هغۀ د لاسليك له نېټې څخه نافذېږي.

۲. دغه موافقه ليك د هغه د تنفيذ له نېټې څخه د ۵ كلونو مودې لپاره مرعي الاجرا دى او د ۵ نوروكلونو مودې لپاره په خپل سر تمديدېږي، خو داچې د موافقه ليك له اړخونو څخه يو د ديپلوماتيكو مجاريو له لارې بل اړخ د موافقه ليك له فسخ كولو څخه يو كال دمخه د هغه د انقضا له نېټې څخه په ليكلي توګه خبر كړي. د خبرتيا موده بل اړخ ته د رسمي خبرتيا د رسيدو له نېټې څخه وروسته پيلېږي.

۳. دغه موافقه ليك د اړخونو د توافق په صورت كې په هر وخت كې چې وغواړي، د تعديل او تزئيد وړ دى.

۴. اړخونه د دې موافقه ليك د موادو د كارولو يا تفسير څخه د راپيداشوي د نظر اختلاف د مشورو د ترسره كولو له لارې له ديپلوماتيكو مجاريو څخه حلوي.

۵.  د ملګرو ملتونو د سازمان په دارالانشا كې، د دې دوه اړخيز موافقه ليك ثبتول د هغه سازمان د منشور د ۱۰۲ مادې په مطابقت كې له ځنډ پرته د آلمان فدرالي جمهوريت لخوا پيلېږي. اړخونه، د ملګرو ملتونو دثبت او د ثبت شمېره د هغه سازمان د دارالانشا له تائيد وروسته ډېرژر خبر وركوي.

دغه  موافقه ليك په برلین  ښار کی په  27/2/1391 ڼېټې چه 16/5/ 2012 میلادی کال  سره مطابق  په څلورو نسخو كې په  پښتو، دري،  آلماني او انګليسي ژبو چې څلور واړه نسخې ئې له يوشان اعتبار څخه برخمنې دي لاسليك شو. په دري، پښتو او آلماني ژبو د تفسير د اختلاف په صورت كې، انګليسي متن ته ارجحيت وركول كيږي.

د افغانستان اسلامي جمهوريت لخوا                       د آلمان د فدرالي جمهوريت لخوا     

نوم :  حامد کرزی                                                نوم: انګلا مرکل

موقف: د افغانستان اسلامی جمهوریت                      موقف: د آلمان فدرالی جمهوریت 

              جمهور ریس                                           صدر اعظمه                                                                       

کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :

کابل ښاروال ديپلوم انجينر محمديونس نوانديش ته دافغان اواروپا دکلتوري اوبشردوستانو دنړيوال مرکز له خوا دافغانستان دنوښتکر  اوفعال ښاروال لقب ورکړشوى دى .

باختراژانس  ددغه مرکز دخبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې انجينر محمديونس نوانديش په هيواد کې له اوسنيو ډول ډول ستونزو اوپوره امکاناتو له نه شتون سره سره بريالي شوى دى  دکابل دڅوميليوني ښار دبڼي دبدلولو په لاره کې دقدر وړ اوغوره خدمتونه ترسره کړې اودکابل ښار دپنځه ميليوني اوسيدونکو دټولو غوښتنو ترسره کول هغه هم په لنډ وخت کې اواسان کار نه دى او دى بريالي شوى دى  په نه ستړي کيدونکو اوپرله پسې  هڅوسره خلکو ته ديادونې وړ خدمتونه ترسره کړي .

داپه داسې حال کې ده  چې دګرجويت يو نيورستي اف  جينوا په نامه دسويس دجينوا نړيوال پوهنتون هم کابل ښاروال انجينر محمديونس نوانديش   دنړۍ دممتاز او لوړ ښاروال په توګه  انتخاب کړى دى او هم داروپا ددغه ستر علمي مرکز په لست کې دا افغانستان ته ستر وياړ دى.

ديادونې وړ ده چې دلندن دکمبرج  دبيوګرافي نړيوالې موسسي هم په دى وروستيو کې کابل ښاروال انجينر محمديونس نوانديش   دنړۍ دغوره  متخصصانو په فورمو اولست کې ثبت کړى دى او دده لنډژوند ليک به  دنړۍ  دغوره ماهرانو په ډله کې دنړيوال دايره المعارف په کتاب کې خپور کړي.

Page 1 of 343