04 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل/ د زمري ۱۳ مه / باختر

سپین بولدک ته د ورغلي دولتي پلاوي مشر او د ملي امنیت شورا د دفتر مرستیال صدیق الله فهیم او ورسره پلاوي یې، په سیمه کې له قومي مشرانو، سیمه ییزو خلکو، سوداګرو ، ولسي شورا، پوځیانو او د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د قربانیانو له کورنیو سره ولیدل او د پیښې د شهیدانو روح ا ته یې دعا وکړه.

د ملي امنیت شورا دفتر معلوماتو له مخې؛

د پلاوي مشر وویل، چې کندهار ته د سفر موخه یې د پیښې هر اړخیزه څېړنه، له متضررو کورنیو او خلکو سره مرسته او لازم اقدامات دي، چې په راتلونکي کې ورته پیښې ونه شي.

نوموړي د سیمې خلکو او هغو قومونو ستاینه وکړه، چې د خاورې دفاع  یې وکړه او په پیښه کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ یې وکړ. نوموړي همداراز د خاورې او ځمکنۍ بشپړتیا په دفاع کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو  دمیړانېهم قدرداني وکړه.

یاد پلاوي له  خلکو سره ژمنه وکړه چې یاده پیښه په جدي توګه تعقیبوي.

 

کابل/ د زمري ۱۳ مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن په افغانستان کې د هند له میشت سفیر ویني کمار سره وکتل. د ملي امنیت شورا دفتر معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې. د هندوستان سفیر ویني کمار وویل، چې هیواد یې د کوید ۱۹ وبا سره په مبارزه کې د افغانستان له دولت سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي. د ملي امنیت سلاکار ډاکټر محب د هندوستان له دوامدارې مرستې او همکاریو څخه د مننې تر څنګ د دواړو هیوادونو تر منځ د ګډو همکاریو پر تقویت ټینګار وکړ.

کابل/ د زمري ۱۳ مه / باختر

 د جمهور رییس ویاند وایي: د افغانستان د حکومت د دې پرېکړې له اصلي دلایلو څخه، چې مشورتي جرګه دې جوړه شي، د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون لپاره، د افغانستان د خلکو اجماع ده.

د جمهور رییس ویاند، صدیق صدیقي، چې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې یې د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبرې کولې، په ننګرهار کې د تروریستي برید د غندنې ترڅنګ، ټینګار وکړ، چې د طالبانو ډلې د پاتې ۴۰۰ بندیانو د خلاصون څرنګوالي په اړه پرېکړه، د افغانستان د راتلونکي، د وروستیو نولس کلنو ارزښتونو، جمهوري نظام، جمهوریت او هغه پورې تړلو ارزښتونو او د افغانستان د حکومت د پراختیایي لومړیتوبونو په اړه مشوره؛ د مشورتي جرګې د جوړېدو له اساسي اهدافو څخه دي، چې له خلکو سره به شریک شي.

صدیقي وویل: په همغه ډول، چې جمهور رییس غني په وار وار ټینګار کړی دی، د افغانستان د خلکو د غوښتنې او نظر پر خلاف به هېڅ ډول پرېکړه و نه کړي، له همدې امله اړینه بولي، چې د افغانستان د سولې پروسه کې د ټولو راتلونکو خطرونو او فرصتونو په اړه خلکو ته وضاحت ورکړي او د خلکو د نظرونو، مشورو او لیدلورو تر لاسه کولو لپاره لویه جرګه جوړه کړي.

د جمهور رییس ویاند زیاته کړه: سره له دې چې د افغانستان حکومت، له امریکا سره د طالبانو په هوکړه لیک کې هېڅ ډول ژمنه نه درلوده؛ خو د دې لپاره چې د سولې خبرې اترې ژر پیل شي، د طالبانو لخوا د وړاندې شوي لېست له مخې، د یادې ډلې ۴۶۰۰ بندیان د هېواد له زندانونو څخه ازاد شول.

هغه وویل: د طالبانو لخوا د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته په وړاندې شوي لېست کې ۴۰۰ داسې بندیان شامل دي، چې جمهور رییس یې د اساسي قانون او جزا قانون له مخې له زندانونو څخه د خلاصون صلاحیت نلري.

د جمهور رییس ویاند وویل: د افغانستان حکومت تل د سولې پروسې پر شفافیت ټینګار کړی دی او یو له هغو مواردو څخه چې د جرګې پر جوړېدو ټینګار کوي، دا دی چې د سولې پروسه باید شفافه وي او د افغانستان خلک په هر پړاو او هر بهیر کې د شفافیت اصل ته په کتو سره، د یادې پروسې پر جزئیاتو خبر وی.

###

 

کابل/ د زمري ۱۳ مه/ باختر تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام پرون ماښام د ننګرهار ولایت پر محبس د تروریستي برید په ترسره کولو سره زموږ یو شمېر بې ګناه هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل. د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس دغه وحشیانه عمل بشري جنایت او د اسلامي ارزښتونو خلاف وباله وې ویل، د نېکمرغه لوی اختر په ورځو کې چې د مسلمانانو د خوښۍ او مهربانۍ ورځې دي، د تروریستي بریدونو ترسره کول، له دیني او انساني اصولو سره په ټکر کې دي. جمهوررئیس یو ځل بیا پر اوربند او د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار وکړ وې ویل: تروریستان د دغه ډول بریدونو په ترسره کولو سره د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره زموږ د خلکو عزم او اراده نه شي کمزورې کولای. د هیواد جمهوررئیس د دغې تروریستي پېښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ څرګندولو پر مهال، د شهیدانو کورنیو ته د رسېدګۍ او د ټپیانو د درملنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.#

 کابل / د زمري ١٣مه / باختر
سره له دې چې نن د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د اوربند موده پاى ته رسېدلې         ده، په ملي دفاع وزارت پورې اړوندو سرچينو ويلي دي چې دغه وزارت به د اوربند د رعايتولو پر دوام پابند واوسي.
د اختر په لومړۍ ورځ د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ اوربند وشو او طالبانو هغه ته د درېيو ورځو لپاره اعتبار ورکړ.
سره له دې چې د اوربند موده پاى ته رسيدلې ده، خو تراوسه د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د کومې نښتې خبر نه دى خپور شوى.
په ملي دفاع وزارت پورې اړوندې سرچينې وايي چې د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه دغه اوربند ته دوام ورکوي.
د دغه وزارت د وياند مرستيال فواد امان رسنيو ته ويلي دي: " افغان امنيتي ځواکونه پر اوربند پابند پاتې کېږي او د افغانستان خلک هم له طالبانو دغه شان هيله لري."
وسله والو طالبانو تراوسه د اوربند پر دوام څه نه دي ويلي، خو د ملي امنيت شورا ويلي دي چې دوى له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې په هېواد کې اوربند دوام ومومي او په دې ترتيب په هېواد کې تاوتريخوالى د پام وړ کچې ته راټيټ شي.
پاى \ ذ

 کابل / د زمري ١٣مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې د کرونا ويروس ٣٦ نوې پېښې په هېواد کې ثبت شوې دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د عامې روغتيا وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په تېرو ٢٤ساعتو کې، په غور کې ٢٠ تنه، په کابل کې ٧ تنه، په بلخ کې ٥ تنه او په هرات کې ٤ تنه په کرونا ويروس اخته شوي دي چې د دغو پېښو په ثبت سره؛ په افغانستان کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٦ زره ٧٤٦ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت د شمېرونو له مخې؛ په تېرو ٢٤ ساعتو کې، په کرونا ويروس ٤ اخته کسان مړه شوي دي چې په دې سره، د دغه ويروس د قربانيانو شمېر ١٢٨٨ ته ورسېد او په همدې موده کې په کووېډ -١٩ ناروغۍ ٤٨ اخته کسان روغ شوي دي چې د روغ شويو کسانو شمېر ٢٥ زره ٥٥٦ ته ورسېد.
پاى / وهاج

 کابل / د زمري ١٣مه / باختر
درې ملکي وګړي تېر ماښام په قندهار کې د ماين په چاودنه کې شهيدان شول.
د قندهار د والي وياند بهير احمدي رسنيو ته وويل: دغه کسان هغه وخت شهيدان شول چې د دوى د سپرلۍ موټر د دغه ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ په معينان کلي کې پر ښخ کړاى شوي ماين وخوت.
احمدي زياته کړه: په چاودنه کې د موټر درې سپرلۍ شهيدانې او درې نور يې ټپيانې شوې.
پاى \ ذ

- کابل / د زمري ١٣مه / باختر
د بامیانو د سیمه ییزو محصولاتو د کوچني بازار دوبني نندارتون پای ته ورسېد.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه نندارتون د بامیانو د سیمه ییزو تولیداتو د پېژندنې او ودې په خاطر د دوو ورځو لپاره جوړ شوی و.
د بامیانو په دغه کوچني بازار کې د دغه ولایت د سیمه ییزو تولیداتو د نندارې  ترڅنګ، بېلابېل فرهنګي، هنري، تفریحي او توریستي پروګرامونه هم ترسره شول چې د کتوونکو د پام وړ وکړځېدل.
د بامیانو والي سېد انور رحمتي د خلکو د اقتصادي ودې او د سیمه ییزو تولیداتو د معرفي کولو لپاره د دغه شان پروګرامونو ترسره کول اغېزمن وبلل او ويې ویل چې  په دغه ولایت کې سیمه ییزو تولیداتو ته د بازارموندنې په خاطر د توریستي پروګرامونو پیاوړتیا ته ادامه ورکول کېږي.
ختم/ع

- کابل / د زمري ١٣مه / باختر
د کابل د بګراميو ولسوالۍ په حسين خېلو سيمه کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه.
د کابل پوليسو وياند فردوس فرامرز باختر آژانس ته وويل: د کابل پوليسو نن د بګراميو ولسوالۍ په حسين خېلو سيمه کې تر يوه پلګوټي لاندې يو ځاى پرځاى شوى ريموټ کټنرول ماين کشف کړ او د يوې خونړۍ پېښې مخه يې ونيوله.
پاى \ ذ

 کابل / د زمري ١٣مه / باختر
د تخار پوليسو ٩ کسان پرون په دغه ولايت کې د غلا او د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند ونيول.
د تخار امنيه قوماندان سمونوال سېد معراج الدين سادات باختر آژانس ته وويل: د دغې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبينو په دوو جلاجلا پېښو کې ٥ کسان د نشه يي توکو د قاچاقو په شک د دغه ولايت د تالقانو ښار او د فرخار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول.
هغه زياته کړه: له نيول شويو کسانو څخه يوه تومانچه، څو بوتله الکولي مشروبات، يوشمېر تابلېټ (کا) او يوه ندازه چرس ترلاسه شول.
دغه راز د تخار پوليسو څلور کسان د تالقانو ښار د نهرچمن په مربوطاتو کې د غلا او د خلکو د ځورونې په اړوند له ٢٧ غلا شويو مالونو سره ونيول.
پاى \ ذ

Page 1 of 8914