23 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې  د ښځو د لاسي صنايعو د نندارتون پرانستل

په لوګر کې د ښځو د لاسي صنايعو د نندارتون پرانستل

کابل / باختر/ د زمري لومړۍ د هېواد د خپلواکۍ د...

د بغلان په مرکز کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړل

د بغلان په مرکز کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړل

کابل / باختر/ د زمري لومړۍ د بغلان په مرکز پلخمري...

 په بادغيس کې د طالبانو د يوه جګپوړي قوماندان وژل کېدل

په بادغيس کې د طالبانو د يوه جګپوړي قوماندان وژل کېدل

کابل / باختر/ د زمري لومړۍ د بادغيس سيمه ييز مسوولين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل/باختر/ د زمري لومړۍ
د المان د هافن هايم د فوټبال د کلپ افغان لوبغاړى نديم اميري د اروپا د کلپونو د پېرودنې  او پلورنې  په بازار کې ښه ځلېږي .
د باختراژانس د خبرله مخې، اميري چې له دې سره جوخت د المان د ځوانانو په ملي لوبډله کې لوبه کوي د المان د لور کوزن  کلپ چمتو دى چې  لس مليونه يورو ورکړى او دغه لوبغاړى د هافن هايم له  کلپ  څخه وپېري.
په رپوټونوکې ويل شوي دي، چې د انګلستان د ارستال  اود مانچستر يونايتد کلپونه هم هلې ځلې کوي چې دغه لوبغاړى وپېري .
نديم اميري شل کاله مخکې له افغانستان څخه مهاجر او المان ته لاړ او اوس د دغه هېواد تابعيت لري .
  ختم_ ج _ اکرم

 

کابل/باختر/ د زمري لومړۍ
د هېواد په بېلابېلو سیموکې په تېرو ۲۴ ساعتو کې ٤١ ترهګر وژل شوي او ١٤ نور يې ‍ ټپيان شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې دغه ترهګر په  فراه، غزني، ارزګان، کندز د بغلان پر لویه لار، هلمند، ننګرهار، زابل، کندهار، فاریاب او په سرپل کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونوکې وژل شوي دي.پاى\وصال

کابل/باختر/ د زمري لومړۍ
په لوګرکې پرون د ځمکو د غصبولو په توردرې کسان ونیول شول.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند شاهپوراحمدزي باختراژانس ته وویل، ياد کسان د مرکزپل علم ښار عمراباد سیمه کې د دولتي ځمکو د غصبولو په تورنیول شوي دي.
د لوګرملکي او پوځي مسوولان وايي، چې له دې وروسته هیچا ته اجازه نه ورکوي چې دولتي او یا شخصي ځمکې غصب کړي .
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یوې اوونۍ په بهیر کې شل تنه د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د دولتي ځمکې د غصبولو په تور نيول شوي دي.
ختم _ ع

کابل/باختر/ د زمري لومړۍ
ناپېژاندو وسله والو پرون مازیګر د غزني د امنيې قوماندانۍ يو مسوول شهید کړ.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري باختراژانس ته وویل، چې ناپېژاندو وسله والو کسانو د غزني د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو د مدیریت تخنیکي کرمینل پخوانی مسوول جان آقا فلسطین د غزني ښارد دویمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې شهید کړ.
نوري زیاته کړه، چې د دغې پېښې د عاملینو د پېژندنې او نیولو لپاره د پولیسو پلټنې پیل شوې دي.
ختم _ ع

کابل/باختر/ د زمري لومړۍ
د کرنې او اوبو لګولو وزارت په پکتيا کې د مالدارو ښځو د کاروبار د ښه والي په خاطر هلې ځلې پيل کړې دي .
دغه وزارت غواړي د مالدارۍ د نويو لارو چارو د پوهاوى او ښځو ته د شېدو لوشلو د وسايلو  په وېشلو سره  د هغوى کاروبار ښه کړي .
د دغه پروګرام په چوکاټ کې نن په پکتيا کې په يوسلو لسو مالدارو ښځو د شېدو د لوشلو اوساتلو وسايل ووېشل شول.
د پکتيا د کرنې او اوبو  لګولو رييس  صمد الدين مومند باختراژانس ته وويل، چې د دغو وسايلو په وېشلو سره مالدارې ښځې کولاى شي د شېدو لوشل او ساتل په سمه توګه وکړي .
هغه وويل: دغه رياست  مالدارو ښځو ته روزنيزه کارګاه جوړه کړې ده، څو ښځې د مالدارۍ  له نويو لارو چارو څخه خبرې شي.
په پکتيا کې مالدارې ښځې هغه سيمه ييزې اړې  ښځې دي  چې خپل مېړونه يې په جګړو کې له لاسه ورکړي دي .
دوى د شېدو، پنير، کوچو او پېروي د پلورنې له لارې  د خپلې کورنۍ اړتيا برابروي او هڅې کوي چې د خپلې کورنۍ اقتصاد  پياوړى کړي .
ختم_ج _ اکرم

کابل/باختر/ د زمري لومړۍ
د فراه د کرنې او اوبو لګولو رياست د هندوانو د ګروندګرو ترمنځ د سمون او د دوى  د ستونزو د لرې کولو په مقصد په دغه ولايت کې د هندوانو د کروندګرو ټولنه  جوړه  کړه.
د دغې ټولنې د جوړولو په خاطر دکرنې او اوبو لګولو ، د زراعتي کوپراتيفونو يوشمېر مسوولينو او دغه راز د هندوانو په لسګونو بزګرانو نن د دغې ټولنې د مديره هيئت د غړو د انتخاب په مقصد غونډه وکړه او د دغه هيئت غړي يې وټاکل.
ياده ټولنه د قانوني پړاونو له بشپړولو وروسته کولاى شي خپل فعاليت په رسمي ډول پيل کړي .
د فراه دکرنې او اوبو لګولو رياست يوه مسوول باختراژانس ته وويل، چې د دغې ټولنې په جوړوېدو سره به د هندوانو زياتې ستونزې حل شي .
ختم_ ج _ اکرم

 

کابل/باختر/ د زمري لومړۍ
د بدخشان د برېښنا رسونې قرار داد پرون په مالیې وزارت کې لاسلیک شو.
دغه قرارداد د۶۳۱ ملیونو ډالرو په ارزښت د مالیی وزارت د سرپرست او په بنسټیزو چارو کې د جمهوري ریاست د جګپوړي سلاکار، همایون قیومي او د آغا خان بورد د اجراییه رییس لطاف کاسم تر منځ لاسلیک شو .
د باختر آژانس د خبر له مخې، د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي د دغه قرار داد د لاسلیکولو په وخت کې وویل: په خصوصي برخو کې د انرژۍ په تولیدولو باندې پانګه والي د حکومت له پالیسیو او مهمو هدفونو څخه ده.
هغه زياته کړه، د بدخشان د برېښنا رسونې په پروژه کې د مزوغځول، د برېښنا تولید او د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د اوبو د برېښنا پرمختیا شامله ده.
هغه زیاته کړه، په  دغه پروژه کې په مجموعي ډول د۹۱  میګاواټه برېښنا تولید، د۱۱۰کیلو ولټه مزو غځول او د بدخشان ټولو ولسوالیو ته د برېښنا وېشل شامل دي چې د عامه او خصوصي ګدون له لارې به تطبیق شی.
د آغاخان د بورد اجراییه رییس وویل: بدخشان ته د برېښنا رسونې ياده پروژه د دغه ولایت د اوسیدونکو د ستونزو د حلولو ترڅنګ په نورو برخو هم زیاته اغیزه لري.
د یادونې وړ ده چې، د دغې پروژې د قرارداد وخت ۳۰ کاله دی چې په څو پړاوونو کې تطبیق کېږي.پای شګریه

 

کابل/باختر/ د زمري لومړۍ
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی پرون په کابل کی د چک جمهوریت له سفیر پیتراشتیپانک سره وکتل.
د باخترآژانس د خبر له مخی، په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر لومړی له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د چک جمهوریت له مرستو  مننه وکړه او د دواړوهېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ټینګښت یې ټینګار وکړ .
دغه راز دواړو خواو د هېوادونو ترمنځ د سیاسي مشورو او د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د سفر په باب  چې ټاکل شوې ده، ډیر ژر به افغانستان ته راشي، خبرې وکړې.پای شکریه

 

کابل/ باختر/ د زمري لومړۍ
د لویدیځ زون د ولایتونو د حج زیارت کوونکو لومړۍ ډله تېر ماښام د هرات له هوايي ډګرڅخه سعودي عربستان ته روانه شوه.
په لومړۍ الوتنه کې ۲۳۷ نارینه او ۱۰۸ ښځې او ماشومان دي، چې تېرماښام سعودي عربستان ته لاړل.
مسوولان وايي، چې عربستان ته د لویدیځ زون د حج د زیارت کوونکود روانېدو لړۍ دوام لري.
ختم _ ع

کابل/باختر/ د زمري لومړۍ
په زابل کې په نويو نښتو کې اته وسله وال طالبان ووژل شول او  ١٣نور يې ټپيان شول.
په وژل شويو کسانو کې دوه قوماندانان او درې پاکستاني جګړه ماران شامل دي.
جګړه تېره شپه په دايچوپان ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو په عملياتو کې په شاملو پوځيانو يرغل وکړ.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل، په نښته کې ٨ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٣ نور يې ټپيان شول.
ويل کېږي په جګړه کې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
د يوبل خبر له مخې، په زابل کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورينو نن سهار ٧ ماينونه د زابل له ګڼ مېشتو لارو څخه کشف اوشنډ کړل.
که څه هم د ماين ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي، خو سيمه ييزې سرچينې يې وسله وال طالبان عاملين بولي.
وسله وال طالبان په افغانستان کې په ګڼ مېشتو لارو کې د ماينونو او بمونو په ښخولولاس پورې کوي، چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کېږي.
پاى \ذ \

Page 2 of 7899