15 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د خواجه ملک سبزعلي تاريخي څلى بيا رغاول کېږي

د خواجه ملک سبزعلي تاريخي څلى بيا رغاول کېږي

کابل/ باختر/ د وږي٢٣مه په لوګرکې د خواجه ملک...

په بغلان کې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د ستنې ويجاړېدل

په بغلان کې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د ستنې ويجاړېدل

کابل/باختر/ د وږي ۲۳ مه وسله والو طالبانو بيا هم تېر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل/باختر/ د وږي٢۳ مه
د شاهين آسمايي ټيم پرون د افغانستان د فوټبال د غوره ليګ په نيمه پايلوبه کې د سيمرغ البرز ټيم ماتې ورکړه او په پايلوبه کې د توفان هريرود له ټيم سره سيالي کوي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د شاهين آسمايي ټيم د صفر په وړاندې په پنځو سره د سيمرغ البرز ټيم ته ماتې ورکړه او د غوره ليګ سياليو پايلوبې ته يې لاره وموندله.
د دغه پړاو بله لوبه چې د پنجشنبې په ورځ د توفان هريرود او سپين غر بازانو د ټيمونو ترمنځ وشوه؛ لوبه توفان هريرود وګټله.
د شاهين آسمايي او توفان هريرود د فوټبال ټيمونو ترمنځ پايلوبه، به د وږي په ۲۹مه ترسره شي.
ختم- ج - اکرم

کابل/باختر/ د وږي ۲۳ مه
د پکتیا د مرکز ګردېز په غوث بابا سیمه کې درې ماین ښخوونکي د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ډګرمن محمد فاروق روشن باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال مخالفان په غوث بابا سیمه کې د ماین په ځای پرځای کولو بوخت وو چې خپل ماین پرې چاودنه وکړه او درې واړه پکې ووژل شول.
پای/وصال

کابل/باختر/ د وږي٢۳ مه
پوځيانو ۲۰ وسله وال طالبان پرون مازيګر په  پکتيکا کې ووژل.
د خاصو عملياتو د قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول عبدالغفار نورستاني دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه وسله وال طالبان د هوايي ځواکونو په ملاتړ د پکتيکا د ورممۍ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د کومانډو ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول.
هغه زياته کړه: په پېښه کې د دښمن يوه پيکا او ١٢ موټرسايکلونه ويجاړ شوي دي.
پاى \ ذ

کابل/باختر/ د وږي٢۳ مه
په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زر په ١٤٩۰ډالرو پلورل کېږي.
د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکېټ يوه پلورونکي قاهرخان د دغه خبر په تاييدولو سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونوکې يوګرام الجزايري سره زر په ٣٧٠٠ افغانيو يوګرام مصري سره زر په ٣٦٠٠ افغانيو، کويټي په٢٩٥٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٩٥٠ افغانيو، بحريني په٢٩٠٠ افغانيو، عربي په٢٩٠٠ افغانيو، ايراني په٢٦٥٠ افغانيو او يو ګرام روسي په ٢١٥٠افغانيو پلورل کېږي.     
پاى/سعيده

کابل/ باختر/ د وږي ٢٣مه
په پارلمان کې د فراه د خلکو استازي عبدالستار حسيني تېره شپه د طالبانو له کمين څخه روغ رمټ پاتې شو، خو يو ساتونکی يې شهيد شو.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په پارلمان کې د فراه د خلکو استازي عبدالستار له ساتونکو سره یې د فراه په مرکز پورې اړوند عسکر آباد سيمه کې د طالبانو له کمين سره مخ شو او په هغه نښته کې چې وشوه؛ د هغه يو ساتونکى شهيد شو، خو ده ته زيان نه دى اوښتى .
ختم- سعيده - اکرم

 

کابل/ باختر/ د وږي ٢٣مه
امنيتي او دفاعي ځواکونو پرون د فراه ولايت د انار درې ولسوالۍ ودانۍ ونيوله.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب د باختر آژانس خبريال ته وويل چې امنيتي او دفاعي ځواکونو د انار درې ولسوالۍ چې له څو ورځو راپدېخوا د طالبانو تر کنټرول لا ندې وه؛ په ځانګړو عملياتوکې بېرته ونيوله او د هېواد درې رنګه بيرغ  يې پرې رپانده کړ.
هغه وويل: په عملياتوکې۱۶وسله وال طالبان ووژل شول او اوس د انار درې ولسوالۍ  ته څېرمه جګړه روانه ده.
ختم- سعيده -اکرم

کابل/ باختر/ د وږي ٢٣مه پنځه وسله وال طالبان تېره شپه په روزګان کې د کومانډویانو په بريدکې ووژل شول. د ځانګړوعملياتو د قول اردو مطبوعاتي مسوول عبدالغفار نورستاني باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د کومانډو ځواکونو په هغو عملياتوکې چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د ترينکوټ په مرکز پورې اړوند نهر آباد او شاه منصور کليوکې ترسره شول؛ ووژل شول. هغه زياته کړه چې په عملياتوکې دوه طالبان ټپيان شول او د دښمن١٤ پوستې، دوه تونلونه، ۱۱ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او څلور ماينونه په ساحه کې له منځه يوړل شول. ختم- شکريه-اکرم

-واشنګتن  باختر د وږي ٢٢مه :
دامريکا داستازو دمجلس  يوه جکپوړي غړي  آدم  شف په امريکايانو دبريد په باب دطالبآنو  داعلاميې  په غبرګون کې ويلي دي  چې (  طالبانو هم دسردروند زيان درلود او دامريکا  دبهرنيو چارو دوزير مايک پمپيو دڅرګندونوله مخې ، په تېرو لسو ورځو کې څو زره  طالبان وژل شوي دي .
شف  دامريکا غږ سره  په اختصاصي مرکه کې  زياته کړه  چې جګړه  دحل لاره نه ده  او اوربند يې  دطالبانو په گټه وباله .  ځکه  دهغه په خبره سوله له افغانستان څخه دبهرنيو عسکرو دوتلو لپاره يواځنۍ لاره ده  .
دغه امريکايي قانون جوړونکى ،  دافغانستان دحکومت او دطالبانو دډلې ترمنځ خبرې  اړينې بللي دي . او ويلي يي دي   ډاډمن نه يم چې له دواړو  لورو څخه  دتاوتريخوالي  زياتوالي  دسولې خبرو ته  دستنيدو ډيره  ښه لاره وي  )
  آدم شف  ددغې پوښتنې په ځواب کې  چې آيا  جمهور رييس ترامپ به  اضافي سرتيري   افغانستان ته واستوي اوکه څنګه ؟  ويلي دي  په دې باب چې  جمهور رييس ترامپ څه غواړي ؟  نه پوهيږم . هغه  دلوري دبدلون  سابقه لري  ، داټکل وړ نه دى ، 
شف ويلي دي  سره له دې چې  دطالبانو پرخلاف  دپاکستان  له اقداماتو څخه  خوښ نه دى  ، خو دافغانستان دسولې په بهير کې يې  دپاکستان په ګډون  دګاونډيو هېوادونو رول ارزښتناک بللى دى .
  ختم- ف _ اکرم

نوى ډيلي  باختر د وږي ٢٢مه :
هندي مقاماتو په تېره يوه مياشت کې  ٣٨٠٠ تنه  دهند ترادارې لاندې کشمير کې  نيولي دي .
درويترز خبري اژانس دخپلو  سندونو له مخې ، خبرورکړى دى چې له نيول شويو کسانو څخه  ٢٦٠٠ تنه  بيرته خوشي شوي دي .
ددوو پخوانيو  ايالتي  اعلي وزيرانو په ګډون  څه دپاسه ٢٠٠سياستوال او کابو سل تنه  سيمه ييز مشران او فعالان چې دکشمير له بيلتون غوښتونکوسياسي ډلو سره يې اړيکې لرلې  ،  په نيول شويو کسانوکې دي .
  درويترز خبري اژانس  دهند دپوليسو  ديو ه مقام له خولې  خبرورکړى دى  چې له نيول شويو کسانو څخه  ٨٥ تنه دتېرې يکشنبې په ورځ دهند په شمال کې  اګره  جيل ته  ولېږدول شول .
دبشر دحقوقو مدافعو ډلو په کشمير کې وروستي نيونې دهيلو پرخلاف او له اندېښنو  ډکې بللي دي او ويلي يې دي  چې ددغه بهير  دوام به  په کشمير کې  دحالاتو دخړپړتيا  سبب شي .
دهند دکورنيو چارو وزير او هم  دهند ترادارې لاندې کشمير کې  دپوليسو مقاماتو  ددغو نيونو دانګيزې په باب  دجزيياتو له وړاندې کولو څخه ډډه  کړې ده .
دغه اقدام له هغه وروسته وشوه  چې هند تېره مياشت  هغه ځانګړي  امتيازونو  چې کشمير ته يې  ورکړي و ،  لغوه کړل . 
دهند دغه اقدام  دپاکستاني مقاماتو سخت غبرګون دځان پسې درلود .
هندي مقاماتو ويلي دي  چې دغه نيونې  ضروري دي . ځکه له دې لارې کولاى شي  نظم  وساتو اودتاوتريخوالي مخه ونيسو اوپه پاى کې  دنااراميو  په پايله کې  دسر زيان کم کړو .
ختم_ ف _ اکرم

-کابل باختر د وږي ٢٢مه :
دقندهار په مرکز کې دنجونو ديوه ښوونځي  دودانۍ دجوړولو کار پرون پيل شو .  دباختراژانس دخبرله مخې ، په هغې غونډه کې چې  په همدې مناسبت دقندهار ولايت دمرستيال حاجي اغا لالى  دستګيري او ديوشمېر کورنيو او بهرنيو ميلمنو په ګډون جوړه شوې وه . دقندهار دپوهنې رييس عبدالقادر پيوستون  ددغه ښوونځي  دجوړولو  داړتيا په اړوند خبرې وکړې  او ويې ويل  چې دشهيد عظيم الله  دنجونو دښوونځي ودانۍ د UNHCR دفتر له بودجې څخه  د٧ ميليونو  دوه سوه زرو  افغانيو په لګښت  په دوو پوړونوکې  جوړېږي  چې  په هغې کې  درسي او اداري خونې او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي او دجوړولو کاربه يې  په څلورو مياشتو کې  بشپړ شي .
  دقندهار دپوهنې رييس  ددغه ښوونځي  دودانۍ  جوړول ددغه ښوونځي  دزده کوونکو لپاره دمناسبې درسي فضا  د برابرولو په مقصد ارزښتناک ګام  وباله  او له تمويلوونکې  موسسې څخه يې  مننه وکړه .
  ديادونې وړده چې دمهاجرينو په چارو کې  دملګروملتو دسازمان دفتر UNHCR په  قندهار کې يوشمېر نورو ښوونځيو  دترميمولو کار پيل کړى دى  چې په نږدې راتلونکې کې به  بشپړ شي .    ختم- ف –اکرم

Page 3 of 8049