16 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٣ مه
د باختر آژانس سیاسي مفسر لیکي:
سولې ته د رسېدو یوه لاره دا ده چې د سولې روانې خبرې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په چوکاټ کې بري ته ورسېږي او ټول ښکیل لوري سراسري اوربند ته غاړه کېږدي او د جګړې اور مړ کړي. دا ښه لاره ده  او د ټولو افغانانو هیله هم دا ده چې د سولې پیل شوې خبرې همدغه لور ته پر مخ لاړې شي. خو له دې سره سره، دا ټکې له پامه غورځېدای نه شي چې دغه لاره ستونزمنه ده او هره شېبه د یو نوي ګواښ او خنډ د رامنځ ته کېدو امکان شته.
بله لاره دا ده چې دننه په هېواد کې د سولې لپاره کوچني کوچني ګامونه واخیستل شي. هر کوچنی ګام سترې موخې ته په رسېدو کې مرسته کولای شي. دا ګامونه باید له کلیو او بانډو پیل شی، وروسته ولسوالیو ته وغځول شي او بیا ټول ولایت راونغاړي. له کلیو او بانډو کوم ګامونه پیل کېدای شي؟ دا جوته ده چې کلي او بانډې د طالبانو د نفوذ او فعالیت اساسي مرکزونه دي. د کلیو اوسېدونکي ټول یو بل سره ښه پېژني. هلته خپل اصول او مقررات واک چلوي. د کلي مشر او د جومات امام د کلیوالو په منځ کې ځانګړی درنښت لري. خلک یې خبره ځمکې ته نه غورځوي او د هغوی د هرې پرېکړې ملاتړ ته تیار ولاړ دي. د هر کلي  اوسېدونکي باید سره راټول شي او په خپل کلې کې د سولې د ټینګولو په اړه پرېکړه وکړي. د کلي کوم اوسېدونکی به په حکومت کې کار کوي، کوم بل به د طالبانو په لیکو کې د حکومت پر خلاف جګړه کوي، خو دواړه د دغه کلي دي، دېره، حجره، پیتاوی، جومات او هدیره یې سره شریک دي، مړی او ژوندی سره یې شریک دي. دا ټول هغه څه دي چې د کلي خلک یو ګډ تفاهم ته رسولای شي. خو خبره دا ده چې ایا د کلي مشران او مخور، د جومات امام او همدارنګه د کلي ځوانان دا خپل مسوولیت ګڼي اوکه نه چې له کلیوالو سره د سولې په اړه ګډ تفاهم ته د رسېدو لپاره کار وکړي؟ که دوی دا خپل مسوولیت وګڼي او په رښتیني توګه دغه کار ته مټې را ونغاړي، نو پوره باور دی چې کلی به ژر د سولې خوا ته لاړشي. دا کار په سپارښتنه او فرمایش نه شي تر سره کېدای، دا کار په زور او جبر هم نه شي تر سره کېدای، بلکې دا د کلیوالي خبرو له لارې تر سره کېدای شي. که د کلي خلک هره ورځ سره جرګه شي او د جګړې او سولې پر موضوعاتو خبرې وکړي او سپینې خبرې وکړي، یو بل ته د قناعت ورکولو کوښښ وکړي، نو له شک پرته دوی ژر کولای شي تفاهم ته ورسېږي او په کلي کې سوله ټینګه کړي. که یو کلی د سولې خاوند شو او هلته ټولو له جګړو لاس واخیست او د خپل جګړه ځپلي کلی آبادۍ او سرلوړۍ ته یې مټې رابډوهلې، نو هلته به ژر د خلکو په ژوند کې بدلون راشي، کوچنیان به ښوونځي ته ځي، ناروغان به روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی ومومي او د خلکو مړی ژوندی به له افغاني دود او دستور سره سم پالل کېږي. باید هڅه دا وي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سولې دغه راز بېلګې رامنځ ته شي او د هغوی د پیاوړتیا  او پراختیا لپاره کار وشي. دا د سولې کوچنی ګامونه سراسري سولې ته د رسېدو لاره لنډوي.
پای/ ن. ش

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٣ مه
د عينکو د مسو کان د لرغونو ساحو د ساتنې او پراختيا د نړيوال سپموزيم د کار د پايلو رپوټ نن برابر او د هېواد جمهور رييس ته د وړاندې کولو لپاره چمتو شو.
د باختر آژانس خبريال دخبرله مخې: د نړيوال سمپوزيم د نن ورځې په کار کې د عينکو د مسو کان د لرغونو ساحو د ساتنې او پراختيا ، د لرغون پېژندنې او کانونو د برخې بهرني متخصصانو، د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانونو او پټروليم وزارتونو          د لرغونپوهانو او کانونو د متخصصانو طرحې وڅېړلې.
په پايله کې متخصصانو د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانونو او پټروليم وزارتونو د سرپرستانو حسينې ساپۍ او نرګس نهان په شتون وړانديز وکړ چې د عينکو دمسو کان   ترځمکې لاندې وسپړل شي او د عينکو د ساحې لرغوني آثار په سيمه کې خوندي شي.
هغوى د سمپوزيم د دوه ورځي کار دپايلو په اړوند معلومات ورکړل او دا لاره يې د افغانستان په ګټه وبلله او څرګنده يې کړه چې وروستي تصميم نيونه د افغانستان دولت په لاس کې ده .
دغه راز په دغه سمپوزيم کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري او د جمهوري رياست سلاکار  انجنير محمد يوسف پښتون هم حاضر وو؛ د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانونو او پټروليم  سرپرستانو له هغو کورنيو او بهرنيو متخصصانو څخه چې د سمپوزيم په دوه ورځني کارکې يې هلې ځلې وکړې او ښې او تخصصي پايلې يې پيشنهاد کړې، مننه وکړه.
هغوى تاريخي آثار او د عينکو د مسو کان ملي پانګه وبلله او ټينګار يې وکړ چې تاريخي آثار چې دهېواد د هويت او اعتبار ښکارندوي دي؛ بايد وساتل شي او هم د مسو کان چې ملي شتمني ده؛ بايد وسپړل شي او د متخصصانو پيشنهاد يې ارزښتناک وباله.
دغه راز د اطلاعاتو اوفرهنګ او د کانونو او پټروليم سرپرستانو څرګنده کړه چې د دغه سمپوزيم دکار پايلې، د بهرنيو متخصصانو پيشنهاد او د دغو وزارتونو طرحې  به سبا د تاييد او وروستۍ فيصلې په خاطر د هېواد جمهوررييس محمد اشرف غني ته وړاندې شي.
پاى \ذ


 

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٣ مه
د کومانډوځواکونو نن د کندز مرکز ته څېرمه عمرخېلو کلى د وسله والو طالبانو        له شتون څخه پاک کړ.
د ځانګړو عملياتو ځواکونو د قول اردو د مطبوعاتو مسوول عبدالغفار نورستاني  د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کلى د افغان کومانډو ځواکونو په عملياتوکې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوى دى.
هغه زياته کړه: په دغو عملياتوکې ٨ مشکوک کسان د کندز په مرکز کې له انګورباغ مربوطاتو څخه ونيول شول.
هغه زياته کړه: د کومانډو ځواکونو په يوه واټ کې د وسله والو مخالفينو يوځاى پرځاى شوى ماين کشف او شنډ کړ.
پاى \ذ 


 

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٣ مه
د جوزجان د کرنې او اوبولګولو رياست په دغه ولايت کې، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام په مرسته پر لسو کروندګرو ښځو د زعفرانو٩٠٠ کيلوګرامه پياز ووېشل.
د باختر آژانس د خبر له مخې، د جوزجان د کرنې او اوبو لګولو رييس محمد عالم عالمي د پيازو د وېشلو په مراسموکې وويل: زعفران په دغه ولايت کې د کوکنارو د کښت يو ښه بديل دى.
دغه راز کروندګرو ښځو د زعفرانو پيازو د وېشلو لپاره د کرنې وزارت وستايه او هغوى له ګروندګرو ښځو سره د دغه شان مرستو د دوام غوښتنه وکړه.  
پاى \ذ

 

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٣ مه  
پنځه  وسله وال طالبان تيره شپه په پکتيا  کې ووژل شول.
د ٢٠٣تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باختر آژانس ته وويل:  دغه  وسله وال طالبان  د پکتيا د جانې خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دې قول اردو دمنسوبانو د ګزمې په وخت کې ووژل شول او پنځه نور يې ټپيان شول .
د يوبل خبرله مخې: د ٢٠٣ تندرقول اردو د ماين پاکولو ټيم ١١ ماينونه دغزني  او پکتيکا ولايتونو له مربوطاتو څخه کشف او شنډ کړل.
پاى \ ذ\

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٣ مه 
په ميدان وردګو کې ٢٠ وسله وال طالبان تېره شپه ووژل شول.
د ٢٠٣تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باختر آژانس ته وويل:   دغه وسله وال طالبان د ميدان وردګو د جغتو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د هېواد د پوځيانو په عملياتو کې ووژل شول.
د يوبل خبرله مخې: دوه وسله وال طالبان دغزني دقره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو       کې د دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
پاى \ذ

 

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٣ مه
د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو برخوکې د ٧٩ ډار اچوونکو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د ملي دفاع وزارت باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ليکلي دي:
امنيتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتوکې ١١ګډ يرغليز او چاڼيزعمليات، ٩٨  کوماندويي دندې او ٢٠ هوايي ګوزارونه د وسله والو دار اچوونکو د پټنځايونو د له منځه وړلو په موخه ترسره کړل چې په پايله کې ٧٩ ډار اچوونکي ووژل شول او  ٥٧  نوريې ټپيان شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه عمليات افغان هوايي ځواکونو د غوځ ملاتړ ځواکونو په ملاتړ په خوست، کندز، قندهار، فارياب، غور، پروان، تخار، بادغيس، غزني، هلمند، ننګرهار، زابل، بلخ او سرپل کې ترسره شوي دي.
پاى \ ذ

 

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررييس محمداشرف غني نن سهار د یو لړ مراسمو پر مهال د دارالامان اداري کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده او وروسته یې په چهارچنار ماڼۍ کې په همدې مناسبت جوړه شوې برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهورريیس په داسې حال کې چې لومړۍ مېرمن او یو شمېر لوړ پوړو دولتي مقاماتو یې ملتیا کوله، په دارالامان سیمه کې د یاد کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده.
جمهورريیس غني د یاد کمپلکس د بنسټ ډبرې له اېښودو وروسته وویل: سل کاله مخکې د چهاردهي خلکو په رضاکارانه ډول خپلې کرنیزې ځمکې خپل محبوب پاچا غازي امان الله خان ته ورکړې. د چهاردهي خلکو ته مبارکي وایم چې د لومړۍ درجه دولتي ودانیو د جوړولو هیلو ته یې زمینه برابره کړه.
جمهورريیس زیاته کړه: هر هېواد د تداوم پر بنسټ ژوند کوي، که تداوم نه وي، تحول نه شو مدیریت کولای.
هغه وویل: افغاني همت وینئ، همدا افغاني همت دی چې خپل تېر  بیا را ژوندی کړي.
د هېواد جمهورريیس څرګنده کړه: د دارالامان اداري کمپلکس په بشپړېدو سره د ښار مرکز بېرته کابل ښاریانو ته سپارل کېږي او زه هغه کابل غواړم چې په وصف کې یې شعر ویل شوی دی.
وروسته جمهورريیس غني په دې مناسبت په چهارچنار ماڼۍ کې په جوړ شويو مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محمد جواد پیکار د دارالامان اداري کمپلکس د برنامو په اړه وویل: د ښاري پراختیا عالي شورا د فیصلې پر بنسټ د افغانستان دولتي ادارو لپاره د دارالامان اداري کمپلکس، پر سل هکتاره ځمکه په دوو مرحلو کې جوړېږي.
پیکار زیاته کړه: د دولتي ودانیو او زېربناوو د ډیزاین کار پر لوړو او معیاري سټنډرډونو پیل شوی او اداري کمپلکس داسې ډیزاین شوی چې د نن او سبا لپاره د ټولو دولتي ادارو تشکیلاتي اړتیاوې حلولای شي.
هغه وویل: د دې حیاتي پروژې پر بشپړېدو به هېوادوال له سرګردانۍ خلاص شي، د دولتي او عامه منابعو  مصرف به راکم او موثریت به لوړ شي چې دا به د خدماتو په برابرولو مثبت اغېز ولري.
وروسته د دارالامان اداري کمپلکس د برنامې ريیس ډاکټر احمد شکیب رافعي او یادګار مراد د یاد کمپلکس په اړه خپل پریزینټېشنونه په تفصیلي ډول وړاندې کړل.
ورپسې جمهورريیس غني د دارالامان اداري کمپلکس جوړولو د کار د پیل په خاطر د مبارکۍ ترڅنګ وویل:  لومړۍ مسئله دا وه چې د کابل او د هېواد د نورو مهمو ښارونو لپاره واضح لیدلوری ایجاد کړو.
هغه زیاته کړه: له واضح او مقایسوي مسلکي لیدلوري پرته، ښاري پلان جوړول نشي رامنځته کېدای.
جمهورريیس زیاته کړه: د کابل دوه مهمې لویې لارې په اساسي ډول پلان شوې دي، یوه یې له دهمزنګ څخه تر دارالامان پورې ده چې د دارالامان اداري کمپلکس په دې مسیر واقع دی او دویمه لویه لاره د شهید مسعود له څلي څخه تر هوایي ډګر پورې ده چې ټولې زېربناوې او راتلونکي لوري یې په تفصیل نقشه بندي شوي دي او دا دواړه به د کابل د دروازو په ډول وي.
جمهورريیس غني وویل: د کابل د بنسټیز انکشاف لوری په ختیځ او سویل کې دی، چهاردهي او دشت برچي د دارالامان کوریډور برخه ده او په راتلونکې کې به د پراختیا له نظره د ختیځ پر لور ځو.
د هېواد جمهورريیس څرګنده کړه: د ښار مرکز، زموږ د فرهنګ د بیارغاونې مرکز کېږي او د کابل چهارچته، بالاحصار او کول حشمت بیا آبادوو.
جمهورريیس وویل: د کابل د اوسېدونکو اصلي مسئله دا ده چې ملکیتونه یې ثابت، د باور وړ او د پانګونې لپاره وي او په راتلونکو ورځو کې به په پراخ ډول د ملکیت سندونه ووېشل شي.
جمهورريیس دې ته په اشارې چې تر اوسه له څلور میلیونه جریبه زیاته دولتي ځمکه په افغانستان کې تثبیت شوې او له دغو ځمکو د استفادې ډول د افغانستان راتلونکی دی، سربېره پر دې به د افغانستان ټول څړځایونو او پارکونه هم د ځمکې په بانک کې درج شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس زیاته کړه: د کابل ترڅنګ، د افغانستان په پنځو نورو ښارونو کې هم کار په اساسي ډول پیل شوی او د ښار جوړولو وزارت ته زما لارښوونه دا ده چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې هم‏ مهاله کار پیل کړي.
جمهوررييس د خپلو خبرو په پای کې وویل: تر دې وروسته به خصوصي سکتور د ځمکې ستونزه ونه لري او زیاته یې کړه: د ارګ عملیاتي واحد ثابته کړه چې موږ په چټکتیا، ژمنتیا، امانت، لوړ کیفیت او ټیټه بیه کار کولای شو.#
پاى / ذ

 

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٣ مه
د ملکي هوايي چلند اداره د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګرکې د امنيتي کمرو  د څېړنې د واحد مرکز او قوماندانۍ د جوړولو په لټه کې ده.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د اړوندو نړيوالو بنسټونو د ملاتړ د جلبولو په موخه د ملکي هوايي چلند ادارې لوى رييس محمد قاسم وفايي زاده  نن دغه موضوع   په افغانستان کې د نړيوالو بنسټونو له امنيتي سلاکار سره وڅېړه.
په پاى کې په افغانستان کې د نړيوالو بنسټونو لپاره امنيتي سلاکار ريچارد بون  د اړونده بنسټ همکاري څرګنده کړه.
اوس اړونده بنسټونه د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګرکې امنيتي کمرې څېړي.
د ملکي هوايي چلند اداره په پام کې لري د واحدې قوماندانۍ د څېړنې مرکز          جوړ کړي.
پاى \ ج \ذ

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٣ مه
د وسله والو طالبانو له شتون څخه د خنجانو ولسوالۍ د (وليانو درې) د پاکولو عمليات نن پيل شول.
د خنجانو ولسوال صديق بهمن باختر آژانس ته وويل چې د دغو عملياتو موخه د دوشي– خنجانو لويې لارې په تګلوري کې د وسله والو طالبانو د فعاليتونو بندول او د وليانو درې د دوب آب له کلي څخه د طالبانو شړل دي.
وليان دره وروستۍ سيمه ده چې عمليات پکې ترسره کېږي.
د ٢١٧ پامير قول اردو د عامه نظم د درېمې لوا قوماندان ډګروال عباس قاطع وويل 
چې د دغو عملياتو په پيل کې د سبزک وليان په کلي او ګاونډيو کليوکې د دښمن درې
ټينګ سنګرونه ويجاړ شوي او دښمن د مقاومت په لاسه ورکولو سره تښتېدلي دي.
ويل کېږي د طالبانوڅو جنګې وسايل د جګړې په ډګرکې پاتې دي.
دغه عمليات د وسله والو طالبانو له شتون څخه د خنجانو ولسوالۍ تربشپړ پاکولو          پورې دوام کوي.
پاى \ ج\ ذ

 

Page 4 of 7880