04 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر :
دعامې روغتيا وزارت  دعامه ساتنې ملي تصدى دکابل دروغتونونودامنيت دتامينولو او داړتياو دسنجولو بهير بشپړ کړى دى .
دباختراژانس دخبرله مخې، دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو معين ډاکټر وحيد مجروح  دکورنيو چارو وزارت  دعامه ساتنې  دملي تصدي  له  لوى رييس  جنرال خوشحال سادات سره په غونډه کې ددوى له همکاريو څخه دمننې په ترڅ کې  دکابل  دروغتونونو دامنيت دتامينولو دڅيړنې اوداړتيا دسنجولو نتيجې وکتلې  اودعامې روغتيا وزارت  ملاحظات يې  دعامه ساتنې له ملي تصدي   سره  شريک کړل .
ددغه پلان پربنسټ  چې دتاييد او هغه ته دمادي منابعو دغوښتنې لپاره  دجمهوري رياست مقام ته  پيشنهادېږي  دکابل  په ټولو روغتونونوکې به دروغتيايي پرسونل فزيکي امنيت تامين شي .
ديادونې وړ ده چې له بده مرغه  په دې وروستيو وختو کې دپايوازانو له خوا په روغتونونوکې دروغتيايي پرسونل  دګواښولو ، سپکاوي او دوهلو او ډبولو پېښې  زياتې شوي دي .اوپه وروستى مورد کې پرون  دکابل په لويديځ کې  دمحمد علي جناح دکويد – ١٩  دروغتون  شپږ تنه پرسونل چې دروغتون سرطبيب ، ډاکټرانو ، روغتيا پالان او خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي ديو ناروغ دپايوازانو له خوا ووهل شول اووډبول شول .
دروغتيايي پرسونل ساتنه اوخونديتوب دعامې روغتيا وزارت له مهمو لومړيتوبونو څخه دى . او له دې پرته به  دکويد – ١٩ په روغتونونوکې دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو بهير سخت اغيزمن شي .
  ختم_ ج _ اکرم

کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر :
يو پوليس  دروزګان ولايت دمرکز ترينکوټ ښار په مربوطاتو کې وړمه شپه  خپل دوه ملګري  شهيدان کړل او په خپله دپوستې له تجهيزاتو سره وتښتېد .
باختراژانس دروزګان دوالي دوياند زړګي عبادي له خولې خبرراکړ ، چې دطالبانو يونفوذي کس  چې نوى ددغه ولايت دپوليسو په ليکوکې جذب شوى و ، دترينکوټ ښار په لويديځ کې په يوې پوستې کې په خپلوهمکارانو ډزې وکړې  چې په پايله کې يې دپوليسو دوه سرتيري شهيدان او دوه تنه نور سرتيري ټپيان کړل .
عبادي وويل چې دوسله والو طالبانو دغه نفوذي کس  دپوستې له يوشمېر تجهيزاتو سره په تيښتې بريالى شوى دى .
  ختم_ج _ اکرم

کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر :
دبادغيس ولايت دملي امنيت  يوه ښځينه کارکوونکې  پرون په دغه ولايت کې ترور شوه .
باختراژانس دبادغيس دوالي دوياند نجم الدين برهاني له خولې خبرراکړ چې ددغه ولايت دملي امنيت دادارې  دغه ښځينه کارکوونکې داب کمري ولسوالۍ په تګلوري کې  ترور شوه .
هغه وويل  تراوسه پورې  معلومه نه ده چې  دغه پېښه کومې ډلې ترسره کړې ده . خو په دې باب تحقيقات پيل شوي دي . او ډير ژربه موضوع روښانه شي .
مخکې له دې وسله وال طالبان ددغه شان پېښو مسوول  بلل کېدل .
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم _ ج _ اکرم

کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر :
په سرپل ولايت کې پرون  دماين دچاودنې له امله درې ملکي وګړي  شهيدان اوددريو ښځوپه ګډون  څلور تنه نور ټپيان  شول .
باختراژانس دشاهين قول اردو  دمطبوعاتي دفتر دخبرپاڼې له مخې خبرراکړ، . چې دغه ماين  دسرپل ښار داقتاش په سيمه کې وچاوديد چې په پايله کې يې درې تنه ملکي وګړي شهيدان او څلور نور ټپيان شول .
په خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې په ټپيانو کې درې ښځې هم شاملې دي .  
دشاهين قول اردو  وسله وال طالبان ددغې پېښې عاملين بللي دي خو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
دتاوتريخوالي له کمښت وروسته چې دنيکمرغه کوچني اختر په ورځو کې دطالبانو له خوا د اوربند له اعلامولو په ترڅ کې رامنځته شوه په هېواد کې دچاودنې پېښې  زياتې شوي دي . چې زياتره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله رامنځته کوي .
  ختم _ ج _ اکرم

کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر :
دښار جوړولواوځمکه والي وزارت  دڅرځايونو دسروې اوثبت  دپروګرام له لارې  ١٦ زره  درې سوه  يو اويا جريبه  څرځايونه  په لوګر کې  سروې او ددولتي ځمکو په بانک کې ثبت کړل .
  دباختراژانس دخبرله مخې،  دغه څرځايونه  دلوګر ولايت  په مرکز اوپه بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري .
دښار جوړولواو ځمکه والي وزارت  دساتنې او له هغو څخه دعادلانه استفادې اودژوندانه دچاپيريال ساتنې په خاطر ددولتي ځمکو په بانک کې دڅرځايونو دسروې ، تثبيتولو او دثبتولو بهير پيل کړى دى او تراوسه پورې  څه دپاسه  يو ميليون جريبه  څرځايونه يې  سروې اوثبت کړي دي .
  ختم _ج _ اکرم

کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر :
دښارجوړولو اوځمکه والى وزارت  دڅرځايونو دسروې اوثبت دپروګرام له لارې درويشت زره څلور سوه دوه ويشت  جريبه  څرځايونه په کابل کې  سروې اوثبت کړي دي .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دغه څرځايونه  دکابل په بېلابېلو ولسواليو کې  موقعيت لري .
دښار جوړولو او دځمکه والى وزارت دساتنې په خاطر ددولتي ځمکو په بانک کې دڅرځايونو دسروې ، تثبيت او ثبتولو بهير دعادلانه نظم  درامنځته کولو او دژوندانه دچاپيريال ساتنې دښې استفادې په خاطر پيل کړى دى .
  ختم _ ج _ اکرم

-کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر :
ايران  پنځه تنه  تښتيدلي قاتلين چې دجرم  له ترسره کولو وروسته  دغه هېواد ته تښتيدلي و ، افغانستان ته وسپارل .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دغه تښتيدلي قاتلين  دافغانستان دانترپول پوليسو دپرله پسې هلوځلو او دکار په پايله کې او ددواړو هېوادونو ترمنځ دهمکارۍ دموافقه ليک پربنسټ دايران دپوليسو له خوا ونيول شول  او دافغانستان  دانترپول پوليسو ته وسپارل شول .
په دغو کسانو دهرات ، کاپيسا او دلوګر په ولايتونوکې دڅلورو تنو دوژلو تور لګول شوى دى .
  ختم _ ج _ اکرم

-کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر :
په کابل کې  دروسيې سفير ديمتري الکساندروويچ  ژيرنوف دخپل هېواد مرستې چې دکرونا ويروس دتشخيص پنځه زره ټسټونه پکې شامل دي دعامې روغتيا وزارت ته وسپارلې .
دباختراژانس دخبرله مخې،  دعامې روغتياوزارت  دپاليسى اوپلان معين پوهندوي ډاکټر بشير نورمل دافغانستان له دولت په تېره بيا دهېواد دعامې روغتيا له وزارت سره  دروسيې دهمکاريو له امله په قدردانۍ سره په افغانستان کې له کرونا ويروس سره دمبارزې په لاره کې دروسيې دزياتوهمکاريو غوښتنه وکړه .
دعامې روغتيا دوزارت معين وويل چې دغه مرستې په کرونا ويروس  دمشکوکوکسانو دتشخيص په خاطربه  په شفاف او اغيزمن ډول دهېواد په لابراتوارونوکې  چې ورته جدي اړتيا ده استفاده وشي .
ختم_ ج _ اکرم

-کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر :
دوزير محمد اکبر خان  په جامع جومات دتروريستي پېښې په اړوند دکورنيو چارو وزارت اعلاميه .
دکورنيوچارو وزارت دوزير محمداکبر خان په جامع جومات  تروريستي بريد په کلکه غندي . او دتروريستانو دغه نه بخښوونکي جنايت به بې ځوابه پرې نه ږدي .پرون ماښام  په اوو بجو او پنځه ويشتو دقيقو دوزير محمد اکبر خان دجامع جومات  په انګړ کې دتروريستانو له خوا ځاى پرځاى شوى چاوديدونکې توکي وچاوديد . چې په دې تروريستي پېښه کې دوزير محمد اکبر خان دجامع جومات  دخطيب  ډاکټر اياز نيازي په  ګډون دوه تنه شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شول .
په مقدسه اماکنو کې دتروريستي بريدونو ترسره کول داسلاميت اوانسانيت ددښمنانو کار دى .
تروريستانو يوځل بيا پر جومات په بريد سره په تاريخ کې يوبل ستر جنايت ترسره کړل .
دکورنيو چارو وزارت ددغې ويرجنې تروريستي پېښې  دشهيدانو اوټپيانو کورنيو ته دډاډګيرنې او خواخوږى په وړاندې کولو سره دډاکټر محمد اياز نيازي شهادت هېواد ته يوه ستره ضايعه بولي او ټينګارکوي  چې دغه پېښه په جدي توګه  څيړي . او عاملينو ته به يې سزاورکړي .
ختم _ ج _ اکرم

Wednesday, 03 June 2020 06:10

مطبوعاتي اعلامیه

کابل / د غبرګولي ١٤مه / باختر
د افغانستان پخوانی جمهور ريیس حامد کرزی د کابل په وزیر محمد اکبرخان جامع جومات کې تروریستي برید چې له امله یې د هېواد علمي او اکادمیک شخصیت، پېژندل شوی ستر دیني عالم، د کابل پوهنتون نیک استاد ، بشردوسته او په هېواد مین شخصیت ډاکټر محمد ایاز نیازي په ګډون زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شوي په کلکو ټکو غندي.
دپخوانی جمهور ريیس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
پخوانی جمهور ريیس دغه غیر انساني او غیر اسلامي برید د افغانستان د  سولې او استقلال د دښمنانو کار بولي چې غواړي د  عالمانو، قومی مشرانو،  مصلحو او سوله غوښتونکو شخصیتونو په له منځه وړلو سره د آزادي غوښتنې ږغ خفه او د سولې روانې هڅې زیانمنې  کړي.
حامد کرزی د شهید ډاکټر نیازي د نه شتون غم ډېر دروند بولي او د دغې غمجنې پېښې له امله د خپلې ژورې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د  قربانیانو کورنیو، د افغانستان  عالمانو ، د کابل پوهنتون رهبري او غړو او د افغانستان ټول ملت ته وړاندې کوي او د لوی خدای(ج) له درباره شهید استاد ډاکټر محمد ایاز نیازي او ورسره نورو شهیدانو ته د جنت او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هيله کوي.
حامد کرزی یو ځل بیا له دسيسو څخه د هېواد او ولس د خلاصون لپاره په جګړه کې له افغاني ښکېلو غاړو غواړي چې سره یو موټی شي او ډيرژر د سولې خبرې پیل او هېواد له روان ناورین څخه وژغوري. پاى- ج

Page 5 of 8788