15 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د خواجه ملک سبزعلي تاريخي څلى بيا رغاول کېږي

د خواجه ملک سبزعلي تاريخي څلى بيا رغاول کېږي

کابل/ باختر/ د وږي٢٣مه په لوګرکې د خواجه ملک...

په بغلان کې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د ستنې ويجاړېدل

په بغلان کې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د ستنې ويجاړېدل

کابل/باختر/ د وږي ۲۳ مه وسله والو طالبانو بيا هم تېر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل / باختر/ د وږي٢١ مه
د بغلان په نهرين ولسوالۍ کې ٥ کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
د نهرين ولسوال محمد سرور اکبري باختر آژانس ته وويل چې د نهرين ولسوالۍ د منګليانو، تبلې، خواجه ګانو، شېرمحمد او د ډاکتر سېدعالم کلي د پوځيانو د چاڼيزو عملياتو په پايله کې د طالبانو له شتون څخه پاک شول.
اکبري زياته کړه چې په عملياتوکې دوه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه نور يې سخت ټپيان شول.
هغه زياته کړه چې په نښته کې د وګړني پاڅون يو غړى ټپي شو.
ويل کېږي په عملياتو کې د دښمن يو مړى له دوو کلاشينکوفونو سره د جګړې په ډګر کې پاتې و.
پاى \ ذ

 کابل / باختر/ د وږي٢١ مه
د نيمروز پوليسو نن  ٢٥ کيلوګرامه اپين کشف او ضبط کړل.
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ وياند ابراهيم اميني دباختر آژانس خبريال ته وويل چې  دغه اپين د کنګ ولسوالۍ په مربوطاتوکې په پوځي عملياتوکې د استوګنې په يوه کور کې د پوليسو لاسته ورغلل.
اميني زياته کړه چې د پېښې عامل له سيمې څخه تښتېدلى او پوليس د هغه په لټه کې دي.
پاى \ذ

 کابل / باختر/ د وږي٢١ مه
په کندزکې پر ٢٥٠ زيانمنو شويو کورنيو نن نغدې پيسې ووېشل شوې.
د باختر آژانس د سيمه ييزخبريال دخبرله مخې: په کندز کې له ماشومانو سره د ملاتړ دفتر درې ميليونه او ٦٠٠ زره افغانۍ نغدې پيسې په دغه ولايت کې د طبيعي پېښو له امله پر ٢٥٠ زيانمنو شويو کورنيو ووېشلې.
د کندز ولايت سرپرست نجيب الله عمرخېل د دغو مرستو د وېش په وخت کې له ياد  دفتر څخه قدردانې وکړه او ويې ويل چې سيمه ييز حکومت په دغه ولايت کې د اړو او  زيانمنو شويو کورنيو لپاره د موسسو د فعاليت د زمينې د برابرولو او هڅونې په موخه هڅه او هاند کوي.
پاى \ ذ

 کابل / باختر/ د وږي٢١ مه
په غزني کې د يوه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو د کار په بشپړېدو سره د دغه ښوونځي د زده کوونکو لپاره مناسبه درسي زمينه برابره شوه.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري باختر آژانس ته وويل چې د هجويري عالي ليسې ودانۍ د پوهنې وزارت له بودجې څخه د  ٣٥ميليونو افغانيو په لګښت ددغه ولايت د اندړو ولسوالۍ په سردار خېلو سيمه کې جوړه شوه.
هغه زياته کړه چې د دغې ليسې زده کوونکو مخکې له دې په پرانيستې او نا مناسبه فضا کې زده کړه کوله.
پاى \ ذ

کابل / باختر/ د وږي٢١ مه
مرکزي بانک ٣٥ ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په ليک کې چې باختر آژانس ته استول شوى دى؛ ويل شوي دي: د افغانستان بانک د روان کال د وږي په ٢٣مه د شنبې په ورځ، ٣٥ ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوا يې يو ميليون او ۵۰۰ زره افغانۍ د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کېږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو ۵۰۰ زره افغانۍ په داوطلبۍ کې د ګډون په موخه د تضمین په ډول نه دي تحويل کړې؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې د خپل تضمين پيسې تحويلې او په راتلونکو داوطلبیو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ ده چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
يادونه: مزايده کوونکي نه شي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له درېيو زياتې پيسې وغواړي.
پاى\ذ

 کابل/باختر/ د وږي٢١ مه
د ليوني سپي او کانګو ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي لارې چارې پرون د لوګر د ادارو کارکوونکو او خبريالانو ته بيان شوې.
د لوګر د عامې روغتيا رياست د ساري ناروغيو د کنټرول مسوول ډاکتر سېد جعفر سادات په دغه پروګرام کې د دغو ناروغيو د تاريخچې، د ناروغۍ د عواملو او د ناروغۍ د لېږدونې او خپرېدو د عواملو په اړوند معلومات ورکړل.
په پروګرام کې د کانګو او د ليوني سپي ناروغۍ دوه خطرناکې ناروغۍ وبلل شوې او د هغو د خپرېدو په مخنيوي کې د ټولو خلکو همکاري لازمه وبلل شوه.
د يو بل خبر له مخې:
د لوګر د عامې روغتيا رياست د ملاريا او لشمانيا ناروغيو په اړوند معلوماتي پروګرام په پل علم کې جوړ کړ.
په دغه پروګرام کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د ليکن روزنيز پروګرام په همکارۍ جوړ شو؛ ډاکتر فهيم الله لودين د روغتيا ساتنې او د ملاريا د خپرېدو د مخنيوي د لارو چارو په اړوند معلومات ورکړل.
په پروګرام کې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالرحمن تسل له ټولو برخه والو څخه وغوښتل چې خپلو کليو او بانډو ته د روغتيا ساتنې د پيغامونو په رسولوکې همکاري وکړي.
ختم- شکريه - اکرم

 

 کابل/باختر/ د وږي٢١ مه
د "جوى کلان" په نامه د اوبو د يو کانال د بيارغاونې کار پرون د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې پيل شو.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د بغلان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست يوه مسوول وويل چې د اوبو لګولو دغه شبکه د څلور کيلومترو په اوږدوالي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له بودجې څخه په کروندو کې د اوبولګولو پروګرام له لارې د ٢٢ ميليونو افغانيو په لګښت بيا رغاول کېږي او درې زره جريبه ځمکه يې خړوبوي.
ختم-  عطاالله - اکرم

 کابل/باختر/ د وږي٢١ مه
د نيمروز ځوانانو پرون په دغه ولايت کې (په انتخاباتوکې د ځوانانو رول) تر عنوان لاندې غونډه کې کې ګډون وکړ.
د باختر آژانس خبريال  دخبرله مخې: دغه غونډه د نيمروز د والي سيد ولي سلطان، د ملکي او نظامي ادارو د رييسانو، عالمانو او ځوانانو په ګډون د انتخاباتو په بهير کې د خلکو د زياتې ونډې اخيستنې په موخه جوړه شوه.
د نيمروز والي وويل: ځوانان د ټولنې ډېره مهمه برخه ده او موږ هيله من يو چې دغه قشر د انتخاباتو په بهيرکې زياته او رغنده ونډه ولري.
حميدالله بلوڅ د ځوانانو په استازيتوب وويل: د هېواد زيات شمېر وګړي ځوانان دي او هغوى کولاى شي د انتخاباتو په بهيرکې په کارنده وڼدې سره مهم رول ولوبوي.
په غونډه کې د انتخاباتو ترسره کول، د افغانستان د خلکو حق وبلل شو او وويل شول چې يوازې انتخاباتو دي چې خلک کولاى شي د خپل هېواد په راتلونکې کې خپل رول وټاکي.
ختم- شکريه -اکرم

 کابل/باختر/ د وږي٢١ مه
په نورستان کې د جلغوزو او چارمغزو د ځنګلونو څه د پاسه ٢٣ زره هکتاره ځمکې جوړېږي.
د باختر آژانس د خبر له مخې: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اداري او مالي معين عبدالهادي رفيعي نورستان ته د سفر په وخت کې وويل چې دغه وزارت يوه طرحه لري چې د هغې له مخې به په دغه ولايت کې د جلغوزو او چارمغزو ٢٢ زره ١٩٠ هکتاره ځنګلونه جوړ شي.
هغه وويل چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې په راتلونکو نهو کلونوکې د ٤٧٠ ميليونو افغانيو په لګښت دغه ځنګلونه جوړ کړي او په دغه اقدام سره په نورستان کې د جلغوزو او چارمغزو د توليد اندازه به په کال کې ٥٤ زره مټريک ټنو ته ورسېږي.
هغه زياته کړه چې د دغې طرحې له مخې، په نورستان د ٢٣٢ زره هکتاره نورو ځنګلونو ساتنه هم کېږي.
ختم- عطاالله - اکرم

واشنګټن/ امريکا غږ/باختر/ د وږي ٢١مه
د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررييس دونالد ترامپ ويلي دي چې د طالبانو ځپنه به چې د هغه په خبره په وروستيو ورځوکې په بېساري ډول زور اخيستى دى؛ د پخوا په شان دوام ومومي.
ترامپ چې د امريکا په دفاع وزارت کې د سپټمبر د يوولسمې د بريدونو د اتلسمې  کاليزې د يادونې په مراسموکې خبرې کولې؛ يو ځل بيا ټينګار وکړ چې په تېرو څلور ورځوکې پر طالبانو په وروستيو کلونوکې له بل هر وخت څخه زيات بريدونه شوي دي .
ترامپ له طالبانو سره د سولې خبرې چې د تېرو نهو مياشتو په بهيرکې دوام درلود؛ په وروستيوکې د کابل په ځانمرګي بريدکې د يوه امريکايي سرتېري له وژل کېدو وروسته فسخه کړې.
ترامپ وويل: هغوى ( طالبانو ) تصور وکړ چې د دغه بريد په ترسره کولو سره خپل قوت ښيي؛ خو هغه څه يې چې وښودل د هغوى کمزورتيا وه.
د امريکا جمهوررييس دغه راز خبردراى ورکړ: که چېرې طالبان بيا پر امريکا د بريد نيت ولري؛ په داسې قوت سره به پرې بريد وشي چې سارى يې هېڅکله نه وي ليدلى.
هغه وويل: که چېرې په هر دليل هغوى (طالبان) بيا زموږ هېواد ته راشي؛ موږ به په هرځاى کې چې وي؛ د هغوى په لټه کې شو او له هرقدرت څخه به ګټه واخلو چې هېڅکله به يې سارى نه وي ليدلى او زه آن له اتومي ځواک څخه هم خبرې نه کوم.
له دې سره جوخت د طالبانو ډله له امريکايي مقاماتو څخه د سولې د خبرو د فسخه کولو لپاره د امريکا د انګيزو په اړوند د وضاحت غوښتنه کوي.
په قطرکې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ويلي دي چې دغې ډلې په رسمي ډول له امريکا څخه غوښتي دي چې د دغو خبرو د لغو کېدو په اړوند وضاحت ورکړي.
ختم- شکريه -اکرم

Page 6 of 8049