04 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

پنځه دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

کابل/ د غبرګولى ١٥ مه / باختر مرکزي بانک ٣٥...

چین د افغان سولې له بهیر او افغانستان اسلامي جمهوریت څخه ملاتړ کوي

چین د افغان سولې له بهیر او افغانستان اسلامي جمهوریت څخه ملاتړ کوي

کابل / د غبرګولي ١٥مه / باختر د بهرنیو چارووزارت سرپرست...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر :
په افغانستان کې دجرمني سفير وايي  چې هېواد به يې  دسولې دهلوځلو او له تروريزم سره  دمبارزې په لاره کې  دافغانستان تر څنګ  ولاړ وي .
  دباختراژانس دخبرله مخې، په افغانستان کې دجرمني سفير پيتر پروګل په کابل کې دجرمني سفارت ته څېرمه دبريد ددريمې کاليزې په مناسبت  چې په هغه کې   ١٥٠ تنه ووژل شول  او ٤٠٠ نور  ټپيان شول وويل   چې جرمني به دسولې دټينګښت او دتروريزم پرخلاف  دمبارزې په لاره کې دافغانستان ترڅنګ ولاړ وي .
دهغه دڅرګندونوله مخې،  تر هغه وخته پورې چې په افغانستان کې سوله تامين نه شي  جرمني به  له افغانستان څخه ونه وځي .
  ختم_ ج _ اکرم

کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر :
دکابل دامنيې قوماندانۍ  يو خبرځاى دکابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې  ديو موټر  دغلا په تور ديو تن  دنيولو خبرورکړ .
دباختراژانس دخبرله مخې،  دغه سړى  له غلا کړى شوي موټر سره  دکابل  د بګرامۍ ولسوالۍ  د ګل بته  له ساحې څخه ونيول شو .
نيول شوى سړى  په خپل جرم اعتراف کړى دى . او پېښه تر څيړنې لاندې ده .
   ختم _ ج _ اکرم

-کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر :
دخورشيد ټلويزيون دکارکوونکو پر موټر ديو مقناطيسي ماين بريد چې له پخوا څخه ځاى پرځاى شوي و ، ددغه ټلويزيون دوه تنه کارکوونکي  شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شول .
دداعش  يا داسلامي دولت تند لارې ډلې دخورشيد ټلويزيون دکارکوونکو دسپرلۍ پر موټر دچاودنې مسووليت په غاړه اخستى دى .
دخورشيد دخصوصي ټلويزيون رييس   محمد رفيع رفيق صديقي سيمه ييزو مسوولينو ته وويل  چې دده په همکارانو تروريستي بريد شوى دى .
هغه زياته کړه چې په دې تروريستي بريد کې ددغه ټلويزيون اقتصادي خبريال ميروحيد شاه او ددغه ټلويزيون تخنيکي همکار  شفيق اميري شهيدان شوي دي .  داعش په دې وروستيو وختوکې  په افغانستان کې دزياتو برېدونواوچاودنو مسووليت په غاړه اخستى دى .
دغه دله چې  دافغان حکومت او طالبانو  په وړاندې  جنکېږي . اوداچې ولې دخبريالانو دسپرلۍ په موټر بريد کړى دى ، څه نه دي ويلي .
دخبريالانو دسپرلۍ پر موټر بريد دامريکا ،داروپا داتحاديې اودناټو له خوا غندل شوى دى .
  ختم_ ج _ اکرم

کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر :
دبدخشان په درايم ولسوالۍ کې داوبو ديوې زيرمې دجوړولوکار بشپړ او نن ګټې اخستنې ته وسپارل شو .
  دبدخشان  دولسي تړون  دملي پروګرام مسوول  انجنير احمد ولي زاهد باختر اژانس ته وويل  چې داوبو دغه زيرمه  د٢٤٠مکعب متره اوبو په ظرفيت سره  ددرې سوه جريبه زراعتي ځمکې  دخړوبولو زمينه برابره کړې ده .
  چې  د ولسي تړون  دملي پروګرام  له بودجې څخه  دڅه دپاسه  يو ميليون افغانيو  په لګښت  جوړ شوى دى .
  ختم_ ج _ اکرم

-کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر :
دپوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد ميرويس بلخي  پرون په هېواد کې دانلاين زده کړو او د بنسټونو دپياوړتيا په اړوند د دوه اړخيزو همکاريو په باب  دعربي متحده اماراتو دپوهنې له وزير ابراهيم الحمادي سره دويديو کنفرانس له لارې خبرې وکړې .
دباختراژانس دخبرله مخې،  دهېواد دپوهنې وزارت سرپرست داړوندو لورو ترمنځ  دخبرو دپيل په خاطر له خپل اماراتي سيال  څخه په قدرداني سره دافغانستان اودعربي متحده اماراتو ترمنځ دښوونې او روزنې په برخه کې دهمکاريو  دنوى  فصل  دپيل خبرورکړ .
ډاکټر بلخي زياته کړه  چې دپوهنې وزارت دکرونا ويروس  له خپرېدو مخکې هلې ځلې کولې چې دانلاين زده کړو دبنسټونو اوله انترنټ سره  دښوونځيو دنښلولو پروګرام برابر کړي . خو دغه کار دپوهنې دنړيوالو همکارانو ملاتړ ته  اړتيا درلود .
دپوهنې وزير دنهو ميليونو زده کوونکو دزده کړې  چې څلويښت سلنه  نجونې دي  يادونه وکړه او ويې ويل په نړيواله کچه دتعليمي سيستم دديجتل کولو ګړنديتوب او له دغه سيستم سره  له  جګړې وروسته دپراختيا په حال کې هېوادونو دپوهنې پيوستون اړتيا ته په پاملرنې سره افغانستان هم په دې برخه کې دخپلو بنسټونو دپياوړتيا په  لټه کې  ده .
  دعربي متحده اماراتو دپوهنې وزير هم په دې تصويري خبرو کې دافغانستان له پوهنې سره  دهمکارى  ډاډ ورکړ اوويې ويل  دغه هېواد دزده کړې دديجتلي کولو په برخه کې هم خپلې تجربې  دافغانستان په واک کې ورکوي .
  ختم_ ج _ اکرم

-کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر :
دهېواد د ١٣٩٩کال دنفوسو برآورد نن  داحصائيې او معلوماتو دملي ادارې له خوا  خپور شو .
داحصائيې اودمعلوماتو دملي ادارې  مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره  ليکلي دي  چې دغه برآورد ددغې ادارې له خوا ترسره شوى دى . چې په روان کال کې  دهېواد نفوس څه ناڅه ٩ر٣٢ميليونه تنه برآورد شوى دى چې له دې جملې څخه ٨ر١٦ ميليونه ( ٥١سلنه)يې نارينه او څه ناڅه ١ر١٦ميليونه تنه ( ٤٩سلنه ) ښځي دي .
دهېواد د٩ر٣٢ميليونو تنو  نفوس له جملې څخه  ٤ر٢٣ميليونه تنه ( ٧١سلنه ) کليوالي خلک او اته ميليونه تنه ( ٤ر٢٤) سلنه  ښاري خلک او٥ر١ميليونه تنه ( ٦ر٤سلنه کوچيان تشکيلوي .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دغه برآورد کې ٣٤ ولايتونه او ټولې ولسوالۍ  شاملې دي .
  ختم _ ج _ اکرم

-کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر :
دبغلان ولايت يوقومي مشر اومخور فقير محمد مموزي په حق ورسيد .
فقير محمد مموزي په بغلان کې  له بانفوذو شخصيتونو څخه و او يووخت يې  دبغلان دوالي په توګه  دنده ترسره کړې  او دغه راز دبغلان دولايت دمرستيال او د پلخمري دښاروال په توګه هم کار کړى و .
فقير محمد مموزي داتيا کلنۍ په  عمر دهغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه ، په حق ورسيد .
ختم +_ ج _ اکرم

-واشنګتن  /دغبرګولې ١٢مه / باختر :
دراګون يا دناساددوو کازميکي پيلوټانو  دگ هرلي اوباب بنکن ،دسپرلۍ بيړى د يکشنبې په ورځ له غرمې مخکې نړيوال فضايي تمځاى ته ورسېده .
دراګون دمى په ديرشمه نيټه دسپيس  اکس دفضايي  خصوصي شرکت دفالکون  - ٩ توغندي په واسطه  دامريکا په فلوريدا ايالت کې  دکينېدي له فضايي مرکز څخه  دځمکې مدار ته ولګېږدول شو  .
  له دغې تاريخي الوتنې   ١٩ ساعته وروسته  هرلي اوبنکن لومړنى کازميکي پيلوټان دي  چې ديو خصوصي شرکت دفضايي بيړى په واسطه نړيوال فضايي تمځاى ته رسيدلي دي . 
  ختم _  ج _ اکرم

-بيت المقدس  /دغبرګولې ١٢مه / باختر :
دکروناويروس په اړوند دمحدوديتونو په کمښت سره  په بيت المقدس کې حرم شريف بيا پرانستل شو .
په سلګونو مسلمانانو دغه سيمه  وکتله .،  دغه سيمه  مسلمانانو ، يهوديانو او مسيحيانو ته مقدس دى .
امنيتي ځواکونو د نااراميو درامنځته کېدو داندېښنو په دليل  له پخوا څخه  تيارسى شوې و  چې دليل يې دبيت المقدس  په زاړه  ښار کې داسرائيلو دپوليسو له خوا يو فلسطينى وژل کېدل دى .
درارسيدلو خبرونوله مخې، قرباني  شخص يو  ٣٢ کلن رواني ناروغ و ، چې دغه پېښه په اسرائيلو کې  دفلسطينيانو دغوصې سبب شو .
دبيت المقدس په زاړه ښار مسجد الاقصى مسلمانانو ته دريم مقدس مکان دى .
چې دکرونا ويروس دخپرېدو په دليل  دمارچ دمياشتې په نيمايي کې وتړل شو
دغه مکان يهوديانو اومسحييانو ته مقدس دى .
ختم _ج _ اکرم

کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر :
کابل ښاروالۍ  دکابل ښار د دولسمې او دوه ويشتمې ناحيې دماموريت او دملالي  دڅلور لارو دترميمولو اوبيا رغاونې کار پيل کړ .
دباختراژانس دخبرله مخې،  ددغو څلور لارو دترميمولو اودبيا رغاونې کار چې د ژمي  دموسم او په دې وروستيو وختو کې دګربنديز له امله ځنډول شوي و ، بيا پيل شو .
ديادونې وړ ده چې ددغو څلور لارو دبيارغاونې کار چې د٣٣څلور لارو کې شامل دي چې د ١٣٩٨ کال په وروستيو کې دکابل ښاروالۍ دکار او دساتنې اوڅارنې دلوى رياست له خوا په پلان کې  نيول شوي و ، پيل شوى دى .
  ختم _ج _ اکرم

Page 7 of 8786