22 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په جلال آباد ښار کې چاودنه وشوه

په جلال آباد ښار کې چاودنه وشوه

کابل /دوږي ٣٠مه / باختر څو شېبې وړاندې دهېواد او خلکودښمنانود...

حسينې ساپۍ دکار په چارو کې په رښتنيوالى ، رونټيا او حساب ورکولو ټينګار وکړ .

حسينې ساپۍ دکار په چارو کې په رښتنيوالى ، رونټيا او حساب ورکولو ټينګار وکړ .

کابل /دوږي ٣٠مه / باختر داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن...

دځوانانو دچارو معينيت دهرات لپاره ستر پروګرامونه لري .

کابل /دوږي ٣٠مه / باختر د( له تاريخي ميراثونو سره...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Thursday, 19 September 2019 11:17

تبصره

کابل باختر دوږي  ٢٨مه :
ډار اچوونکي بريدونه نه شي کولاى دافغانستان خلک په ګونډو کړي . او طالبان بايد په دې پوه شي  چې زموږ خلک تحجر او بربريت ته  نه تسلمېږي .
دباختراژانس مفسر  ليکي :  له هغه وروسته چې  دامريکا جمهور رييس دونالد ترامپ  له طالبانو سره  خبرې لغوه کړې طالبانو خپلو ډار اچوونکو بريدونو ته زور ورکړى دى او په دې ترتيب  دترامپ  دتصميم غچ دافغانستان له  خلکو څخه اخلي .
دهغو لسو او پنځلسو ورځو په بهير کې چې ترامپ له طالبانو سره  دخبرو دبشپړ لغوه کولو خبرورکړ دهېواد  ځينې سيمې د ډيرو مرګانيو ډار اچوونکو بريدونو  ډګر دى  چې په ټولو کې يې  طالبانو  دمسووليت ادعاکړې ده .
طالبانو په دې موده کې په وګړنيو غونډو، عامه بنسټونو، روغتونونو ، ښوونځيو ، پلونو او سړکونو او په ټوله کې  دافغانستان په خلکو  بريدونه کړې دي  اوزموږ ګڼ شمېر هېوادوال يې  وژلي دي .
هغه څه چې نن په زابل کې دروغتون په وړاندې  رامنځته شول او ياهغه پېښه چې پرون  په جلال اباد ښار کې رامنځته شوه  او ډار اچوونکو طالبانو دتذکرو دوېش په ادارې  بريد وکړ اويا يې په پروان کې  په يوه وګړنى غونډه کې  څو تنه کسبګراو عادي خلک له پښو وغورځول او دغه شان  نورې پېښې ټولې او ټولې دطالبانو ددښمني غوښتونکو کړنو نښه نښانه ده .
طالبان په دغه شان  کړنو سره  په دې فکر کې دي  چې خپل قدرت او قوت  ښيي  اوکولاى شي  په سياسي ډګر کې  امتياز ترلاسه کړي . په داسې حال کې چې طالبانو غلط فکر کړى دى اوغلطه محاسبه يې  کړې ده .
  طالبان بايد په دې پوه شي  چې دخلکو وژنه  او دهېواد ويجاړول  نه شوکېداي دقدرت او قوت  نښه نښانه وي . په روغتون بريد اويا په يوه عامه بنسټ بريد  دقدرت څرګندوي نه  ، بلګې دکمزورتيا ، بې وزلي  اوناکامي  نښه نښانه ده
له بده مرغه يومحدود شمېر هېوادونه  چې په افغانستان کې خپلې ستراتيژيکي ګټې  او هغه هم  دطالبانو له تګلوري  څخه تعقيبوي  دغې ډلې ته يې  يو کاذب هويت وربخښلې دى .او دغه ډله يې له هغه څه څخه  زيات  چې دي  ښودلې ده . او طالبان  له همدغه  کاذب هويت څخه  مست دي .
دطالبانو اصلي هويت ديوه امريکايي عسکر په وژل کېدو سره بربنډ شو . او ويې ښودله  چې دغه ډله تر کومې اندازې پورې  دبهرنيانو لاره تعقيبوي . هغوى له طالبانو سره  دخبرو دبيا پيلولو لپاره  هره ورځ هلې ځلې کوي . په داسې حال کې چې  دافغانانو دژوندانه لپاره به ډير کوچني ارزښت هم نه ورکوي .
دافغانستان خلکو  دطالبانو په وچو او متحجرانه دريځونو سره  سره بيه ورکړې ده په افغانستان کې پرله پسې  ډار اچوونکي پېښې ددې څرګندوى دي  چې په افغانستان کې  دګټو تضاد او دګټو جګړه روانه ده .
ددغې جګړې په يوه لوري کې  دافغانستان خلک دي چې دخپل معنوي هويت او ارزښتونو او دملي ګټو په دفاع کې دي او په بل لوري کې هغه متحجرين دي  چې دمعنوي شتمنيواو دافغانانو دهويت او هېواد  دلوټولو لپاره  دپرديو تر قوماندې  لاندې  فعاليت کوي .
طالبان او دهغوى ملاتړې هېوادونه بايد په دې پوه شي چې دافغانستان خلک دتېرې  ، دښمنۍ غوښتنې ،  تحجر او بربريت په وړاندې دمقاومت  څرګندوي دي . او تحجر ته  نه تسلمېږي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

کابل باختر دوږي  ٢٨مه :
دشهيدانو اومعلولينو  په چارو کې  ددولت وزارت دمعلوليت په برخه کې  د فعالو  ملي اوبين المللي همکارو موسسو  له مسوولانو سره  دهمکارۍ ١٥ موافقه ليکونه لاسليک کړل .
دباختراژانس دخبرله مخې ،  دشهيدانواومعلولينو په چارو کې  ددولت وزير لعل الدين اريوبي دموافقه ليکونو  دلاسليک کولو په وخت کې وويل  چې، دغه موسسې  دبيا  بدني ځواکمني ، روزنې ، اقتصادي پياوړتيا ، په ټولنه کې  دبيا ادغام ، سياسي مشارکت ، دبدن دمصنوعي غړو دجوړولو ، ورزش ،  روحي  درملنې او د معلوليت لرونکو  افرادو لپاره د ټولنيزو او فرهنګي مشورې ورکولو په برخو کې  فعاليت کوي .
  اريوبي زياته کړه چې ددغو موسسو فعاليتونو  نږدې ټول ولايتونه  ترپوښښ لاندې  نيولې دي او  معلوليت لرونکو افرادو ته دځان بسياينې په موخه  خدمتونه وړاندې کوي .
هغه وويل:  دمعلوليت په برخه کې له فعالو موسسو سره ددغو موافقه ليکونو دلاسليک موخه داده  چې ددوه اړخيزو همکاريو لپاره  له لازمې همغږۍ  ،  دګډ کاري پلان له جوړولو ،  دخدمتونو دکيفيت  اودمعلوليت لرونکو کسانو  داساسي اړتياو  له تشخيص  څخه ډاډ ترلاسه شي .
  ددغو موافقه ليکونو لاسليک به دغه راز دشهيدانو اومعلولينو په چارو کې  ددولت  وزارت لپاره  زمينه برابره کړي .  چې په ټول هېواد کې معلوليت لرونکو کسانو ته دخدمتونو  وړاندې کول  په سمه توګه مديريت کوي .
يو له دغو موافقه ليکونو څخه  دعزيزي بانک له مسوولانو سره لاسليک شو او دهغه له مخې ، دشهيدانو وارثان  او هغه معلوليت لرونکي کسان  چې بانکي کارتونه لري کولاى شي  خپل کلنى حقوق  په اساني سره  دهېواد په  مرکز او ولايتونوکې  ددغه بانک  له څانګو څخه  ترلاسه کړي .
  ختم_ ف _ اکرم

Thursday, 19 September 2019 10:36

په پلخمري کې چاودنه وشوه .

کابل باختر دوږي  ٢٨مه :
په بغلان کې  نن سهار دماين په چاودنه کې څلور تنه ټپيان شول .
  دبغلان دعامې روغتيا رياست دخبري برخې مسوول عبدالله ملنګ د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دپلخمري ښار  ددويمې ناحيې په مربوطاتو کې دملي پوليسو په يوه رنجر موټر کې دماين دچاودنې په پايله کې  درې  پوليسان او يوملکي وګړى  ټپيان شول .
  ختم_ ف _ اکرم

 

کابل باختر دوږي  ٢٨مه :
دحکومت درسنيو او دانتخاباتي کتوونکو ترمنځ دهمغږى ناسته نن په پروان کې جوړه شوه.
دپروان دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون رييس عبدالقهار وهاب ساپي د باختر اژانس خبريال ته وويل: په دې ناسته کې چې دپروان ولايت مرستيال ، دانتخاباتي کمېسيونونو ، داطلاعاتواوفرهنګ او له جنايي جرمونوسره دمبارزې دادارې مسوولانواو خبريالانو ګډون کړى و، دحکومت رسنيو او دانتخاباتي کمېسيونونو  ترمنځ دهمغږۍ په رامنځته کولو باندې ټينګاروشو .
وروسته دولايت مرستيال شاه ولي  شاهد دانتخاباتي تقلبونوپه مخنيوي کې درسنيو درول په باب خبرې وکړې او دغه ناسته يې دمسوولو بنسټونو او رسنيو ترمنځ دهمغږۍ درامنځته کولو لپاره يوښه فرصت وباله .
  ختم_ ف_ اکرم

کابل باختر دوږي  ٢٨مه :
دهېواد دپخواني جمهور رييس حامدکرزي  دامريکا او طالبانو داستازو ترمنځ دخبرو دبيا پيلېدو غوښتنه وکړه .
دباختراژانس دخبرله مخې،حامدکرزي چې نن يې په يوه خبري ناسته کې خبرې کولې له امريکا څخه وغوښتل چې له طالبانو سره دې خپلې خبرې له سره پيل کړي .
دامريکا او طالبانو داستازو ترمنځ خبرې چې نهمه پړاونه يې تېر شول او دواړه لوري ديوه موافقه ليک د لاسليک لپاره  چمتو و، له هغه وروسته  دامريکا دجمهور رييس دونالدترامپ  له لوري لغو شوې چې په يوه تروريستي  بريد کې چې دوه اوونۍ مخکې دکابل دشش درک  په ساحه کې وشو يو امريکايي پوځي  او يوولس افغان ملکي وګړي ووژل شول او اوس حامدکرزي دامريکا او طالبانو داستازو ترمنځ دخبرو دبيا پيلېدو غوښتنه کړې ده . خو هغه دطالبانو او امريکا ترمنځ دخبرو دبيا پيلېدو لپاره دريېو مسئلو ته اشاره وکړه
دامريکا او طالبانو ترمنځ دخبرو پيل ، رڼې او څرګندې خبرې او له دې سره جوخت دافغانانو ترمنځ  خبرې .
حامدکرزي وويل: کله چې امريکا دخپل يوعسکر لپاره له خبرو څخه وځي ولې موږ نه شو کولاى دخپلو  بچيانو دزياتې وژنې دمخنيوي لپاره په خپلو کې خبرې ونه کړو .
  ختم_ عطاالله_ اکرم

 

کابل باختر دوږي  ٢٨مه :
دپوهنې وزارت دديني عالمانو دسويې دتثبيت لپاره په کابل کې ازموينه واخسته .
په دې ازموينه کې پنځ٥٠٠ديني عالمانو چې زده کړې يې غير رسمي بللې شوې دي گدون وکړ .
دباختراژانس دخبرله مخې، په دې ازموينه کې چې دپوهنې وزارت داسلامي تعليماتو دمعينيت له لوري په کابل کې واخستل شوه ،
دپوهنې وزارت سرپرست وويل: ( په نوي لايحه کې دثانوي دورې لپاره دلسمو ، يوولسمو او دولسمو ټولګيو معادلې نمرې په پام کې نيول شوي دي .
هغه له هېواد څخه په بهر کې دارزول شويو  سندونو دلرونکو فارغانو دزده کړې ددوام دامکان يادونه هم وکړه او زياته يې کړه چې مخکې له دې  فارغان دنمرو دنه لرلو په دليل  له هېواد څخه په بهر کې او دغه راز دهېواد په دننه کې په پوهنتونونوکې دزده کړې  له دوام څخه بې برخې پاتې کېدل او اوس دغه ستونزه حل شوې ده او په څوارلسم ټولکي کې دسندونو دارزونې لپاره دڅلورو سمسترونو معادلې نمرې په پام کې نيولې شوې دي .
دپوهنې وزارت سرپرست څرګنده کړه  دهېواد  هغه سترې او معتبرې مدرسې  چې نه دولتي وې او نه هم په خصوصي ډول ثبت اوراجستر شوې وې ، نه شواى کولاى خپلو فارغانوته معتبر تحصيلي سندونه ورکړي خو نوې  لايحې ددغې مسئلې لپاره دحل لاره اټکل کړې ده او ددغو مدرسو فارغان کولاى شي په دې لايحه کې دټاکل شويو ضوابطو  په رعايتولو سره دخپلو سندونو داعتبار له امتياز څخه ګټه واخلي .
ډاکتر بلخي دغه راز وويل چې دتحصيلي سندونو په ارزونه کې داسانتياوو درونټيا درامنځته کولو اودهېواد دديني عالمانو دسويې دتثبيت لپاره نوي جوړښتونه برابر شوي دي .
  ختم_عطاالله _ اکرم

کابل باختر دوږي  ٢٨مه :
په پنجشير کې دکاسا – ١٠٠٠ دبرېښنا دپروژې دتطبيق لپاره عملي ګامونه واخستل شول .
دپنجشير دولسي تړون ددفتر مسوول شفيق الله سلطاني وويل چې په دغو ګامونو کې دبريښنا مزو دتېرېدو دساحو سروې ، دستنو  ددرولو لپاره دموقعيت ټاکنه ، ديوسلو اته دېرشو وګړنيو شوراګانو رامنځته  کول او له قومي مخورو او خلکو سره ليېده کاته شامل دي .
هغه زياته کړه چې دغه طرحه د٨ ميليونو ٢٠٨٠ زرو ډالرو په لګښت دپنجشير ولايت له تګلوري څخه هم عملي کېږي .
ټاکل شوې ده چې د١ زرو  ٣٠٠ميګاواټه په ظرفيت برېښناپاکستان ته ولېږدول شي په همدې حال کې ويل کېږي چې دکاسا – ١٠٠٠ دبرېښنا  پروژې دکارپه پيلېدو سره دپنجشير  سلګونو تنو اوسيدونکو ته دکار زمينه برابرېږي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

کابل/باختر/ د وږي٢٧مه
په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زر په ١٥٠٠ډالرو پلورل کېږي.
د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکېټ يوه پلورونکي قاهرخان د دغه خبر په تاييدولو سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونوکې يوګرام الجزايري سره زر په ٣٧٠٠ افغانيو يوګرام مصري سره زر په ٣٦٠٠ افغانيو، کويټي په٢٩٥٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٩٥٠ افغانيو، بحريني په٢٩٠٠ افغانيو، عربي په٢٩٠٠ افغانيو، ايراني په٢٦٥٠ افغانيو او يو ګرام روسي په ٢١٥٠افغانيو پلورل کېږي.     
پاى/ع

 

کابل / باختر/ د وږي٢٨ مه
د پنجشیر په مرکز بازارک کې پرون د درېيو ټولګټو پروژد بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
په دغو پروژوکی د سیند پرغاړې د استنادي او احاطوي دېوالونو جوړول او د هېواد دملی اتل شهید احمدشاه مسعود د مقبری په مقر کی دڅښاک داوبو دیوې زیرمې جوړول شامل دي او لګښت يې چې اووه ميلیونه افغانۍ کېږي؛ پېښو ته د رسېدو په چاروکی د دولت وزارت ورکوي.
دپنجشیر له طبیعی پېښو سره دمبارزی رییس احمد ضیا یزدانی وویل چی ټاکل شوی ده ددغو دریو پروژوکار له یو کال څخه په لږ وخت کی بشپړ شی .
ددغو پروژو دبنسټ ډبرې دپنجشیر دوالي کمال الدین نظامی، د ادارو د رییسانو او مخورو په وړاندی کېښودل شوې.
پای شکریه خروټی

Thursday, 19 September 2019 11:07

مطبوعاتي اعلامیه

کابل / باختر/ د وږي٢٨ مه
په زابل کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه
په ژورې خواشینۍ سره طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام، نن سهار د زابل ملکي روغتون ته نږدې د تروریستي برید په ترسره کولو سره د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.
جمهورريیس غني په کلکه د دغه جنایتکارانه عمل د غندلو ترڅنګ وویل: طالبانو د دغه وحشیانه او د دیني او بشري ارزښتونو ضد برید په ترسره کولو سره یو ځل بیا ثابته کړه چې د  دوی جګړه د افغانستان د خلکو پر وړاندې ده او د هغوی له وژلو او د عامه تاسیساتو له ویجاړولو پرته بل کار نه لري.
د هېواد جمهورريیس وویل: طالبانو چې زموږ له زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مقابلې توان له لاسه ورکړی، په عامه ځایونو کې بزدلانه تروریستي بریدونه کوي.
جمهورريیس غني اړوند مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دې تروریستي پېښې ټپیانو ته د رسیدګي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي، همدارنګه د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.#
پاى – ذ

Page 8 of 8072