18 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتیا کې د دوو خونړیو پېښو مخه ونيول شوه

کابل/باختر/ د وږي ۲۷مه هوايي ځواکونو د پکتیا د زرملې ولسوالۍ...

يو انس سره زر په ١٥٠٠ډالرو پلورل کېږي

کابل/باختر/ د وږي٢٧مه په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زر...

په ننګرهارکې سلګونو کورنيو روغتيايي اوبو ته لاسرسى پيدا کړ

کابل/باختر/ د وږي ۲٧مه په ننګرهارکې سلګونو کليوالي کورنيو روغتيايي اوبو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل _ باختر دمرغومي دولسمه :
ټاکل شوې ده دهيواد په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت په مقصد، د ليسو د دولسمو ټولګيو د فارغانو دکانکور آزموينه سبا او بل سبا په لوګر کې واخيستل شي .
په دې آزموينه کې به د تېرکال د ٦٧٢تنو متفرقه په ګډون، د دولسمو ټولګيو ٣٠٨٩تنه ګډون وکړې چې ٢٠٦تنه يې نجونې وې .
دلوګر ولايت دپوهنې رياست ويندوى شاهپور عرب باختر اژانس ته وويل: دکانکور په آزموينه کې دګډون کارتونه نن په شرايطو برابرو کسانوته وويشل شول او ازموينه د دغه ولايت په دوو حوزو محمدي دارالعلوم او دارالمعلمين کې اخيستل کيږي .
د پوهنې رياست ويندوى زياته کړه: سږ کال د تېرکال په پرتله دکانکور د ازموينې ګډون وال زيات شوي دي .
ده وويل: تېرکال دلوګر ولايت د ليسو د ٢١٢٠تنو فارغانو له جملې څخه چې دکانکور په ازموينه کې يې ګډون کړي و؛ په سلوکې اتيا تنو يې وکولاى شول دلوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو ته لاره پيداکړي .
 

کابل _ باختر دمرغومي دولسمه :
دغور ولايت له مرکز سره د دغې ولسوالۍ د اوو ولسواليو مواصلاتي لارې تړلې شوې دي .
دغور ولايت د فوايدعامې رياست سرپرست حاجي اقبال باختر اژانس ته وويل چې ددغه ولايت د اړوندو ولسواليو د واورې پاکولو لګښتونه  د فوايدعامې وزارت له لارې د دوى په واک کې ورکړى شوى دى او دکار د قواوو يو ټيم د واټونو په واورې پاکولو بوخت دي .
خو د فوايد عامې رياست سرپرست وويل چې دغه وزارت د چغچران _ کابل د لارې دپاکولو په خاطر يوه اندازه پيسې دغه ولايت ته بيلې کړي دي؛ له دې امله دغور ولايت دفوايد عامې رياست دچغچران _ کابل د لارې دپاکولو په اړوند امکانات نه لري .
 

هرات– باختر د مرغومې دوه لسمه :
دوه تنه هسپانوي پوځيان په هرات ولايت کې دملي اردو د دوو سرتيرو د بريد له امله ټپيان شول .
دغه پيښه تېر ماښام دکرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې دملي اردو دوو تنو سرتېرو دهسپانويانو دسپرلۍ په کاروان ډزې وکړې.
په هرات ولايت کې يو تن سيمه ييز مسوول باختر آژانس ته وويل چې په دې بريد کې دوه تنه هسپانوي پوځيان ټپيان شول.
ده تاييده کړه چې يرغلګر سرتيري له ډيل پرته په ټيښتې بريالي شوي دي او دهغوى د نيولو په خاطر پلټنې پيل شوې دي.
دهرات ولايت دغه سيمه ييز مسوول وايي چې ښايي پوځي يرغلګرو له وسله والو طالبانو سره لاس درلود . هسپانوي سرتيرو تراوسه پورې په دې باب نظر نه دې څرګندکړي .
په همدې حال ويل کيږي چې يرغلګرو په بادغيس ولايت کې دملي اردو د دريمې لوا سرتيري وو .
  په افغانستان کې هسپانيا دوه زره سرتيري لري چې زياتره يې دهيوادپه لويديځ کې په تېره بيا په  بادغيس ولايت کې ميشت دي .
 

کابل- باختر دمرغومي دولسمه :
دغزني والي پرون د دغه ولايت د ده يک ولسوالۍ له نظامي اوملکي مسوولينو سره وکتل .
دغزني والي د يو هيئت په مشرۍ دد غه ولايت د ده يک ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دغې ولسوالۍ له ملکي او نظامي مسوولينو سره وکتل .
په ده يک ولسوالۍ کې دملي اردو يو تن چارواکې دګرمن فوج يار وويل: دغزني والي موسى خان اکبر زاده ددغې ولسوالۍ له خلکو ، قومي مشرانو ، او اداري مسوولينو سره وکتل او خبرې يې ورسره وکړې .
دوى د ښوونځي او د روغتيايي کلينيک دکمښت او د امنيت د نشتوالې له امله خپلې ستونزې دغزني والي ته په ګوټه کړې چې دغزني د والي له خوا د امکان ترپولې پورې د هغوى د ستونزو په حل کولو کې د همکارى ژمنه وشوه.
دغه راز دغزني ولايت د ده يک ولسوالۍ د لغ آباد دکلى خلکوچې نږدې زرکورنۍ کيږي، د هر راز همکارى ژمنه وکړه .
يوه اړونده خبرځاى وويل: د هغو عملياتو په بهيرکې چې همدا اوس د امنيتي ځواکونو له خوا د ده يک ولسوالۍ په مربوطاتوکې دوام لري؛ دبوشکه يي ماينونو او لاسي بمونو ، د دوه اتيا ملي متري توپ دګوليو، د هاوان دماينونو او دموزاييلو د يو شمېرتوغنديو په ګډون دمخالفينو دجنګي وسايلو يوه ډيپو دامنيتي ځواکونو لاس  ته ورغلې ده .
 

کراچي - باختر دمرغومي دولسمه :
دپاکستان په کراچي ښارکې نن د ډزو په پيښوکې څه ناڅه څلور تنه ووژل شول .
  دپاکستان د ډان ورځپاڼې دخبر له مخې: دغه کسان دکراچي ښارپه ځينو سيموکې د ناپيژندل شويو کسانو له خوا په ډزو سره وژل شوي دي .
سربېره پردې، په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوى دى چې تېره شپه د نوى کال دجشن په اور لوبه کې د دوو تنو ښځو په ګډون، څه ناڅه ٢٦ تنه ټپيان شول .
 

Tuesday, 01 January 2013 13:05

مشرانو جرګې غوڼده وکړه:

کابل – باختر د مرغومې دوه لسمه :
د فضل هادي مسلميار په مشرۍ د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې سناتورانو آزادې خبرې وکړې.
د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په دې غونډه کې د مشرانو جرګې غړو د قندهار په هوايي ډګرکې د خليج  د حوزې د هيوادونو د يوې الوتکې د بيړني ناستې، د پاريس په غونډه کې د طالبانو د استازو د څرګندونو، دولت ته دخصوصي هوايي شرکتونو له خوا د مالياتو د نه ورکولو، دپاکستان له جيل څخه دطالبانو دخلاصون، د ژمني رخصتى په ګډون، د بېلابېلو مسئلو په باب خبرې وکړې  .
د مشرانو جرګې غړو له حکومت څخه وغوښتل چې دخليج دحوزې دهيوادونو د الوتکې د ناستې څرنګوالې وڅيړي .
دمجلس غړو په پاريس کې دطالبانو د استازي څرګندونې چې ويلي يې دي چې موږ د پښتنو په استازيتوب جنګيږو؛ په کلکه وغندلې او وې ويلي: هغه کسان دخلکو استازيتوب کولي شي چې دخلکو راى له ځان سره ولري.
دمجلس غړو دطالبانو د بنديانو خلاصون د سولې دبهير دپرمختګ په خاطر يو ګام وباله او څرګنده يې کړه چې داسې تضمين موجود وي چې آزاد شوي کسان بيا له طالبانو سره نه يو ځاى کيږي .
دمشرانو جرګې رييس د دولتي ځمکو دغضب په باب وويل  چې بايد په هيواد کې دځمکه وال قانون تصويب شي .
ده وويل : د قانون ترتصويب پورې دې دغاصبانو دنومونو له افشاکولو څڅه ډډه وشي.
د مجلس اړوندو ادارو ته دنده وسپارله چې دافغانسان دخصوصي هوايي شرکتونو دمالياتو په ترلاسه کولو اقدام وکړي .
دمشرانو جرګې ددغه مجلس د ژمني رخصتى د پيل نيټه د روان کال د سلواغې لومړۍ نيټه تصويب کړه .
 

کراچي– باختر د مرغومې دوه لسمه :
د نړى روغتيايي سازمان دپاکستان په سيند ايالت کې د شيرى ناروغى دخپرېدو له امله د دوسوه لسو تنو ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د نړى د روغتيايي سازمان په رپوټ کې د ليکل شويو شمېرنو له مخې: په دې سيمه کې د شيرى دناروغى اووه زره دوه سوه څلور اويا موارد ثبت شوى دى.
په دې رپوټ کې دغه راز ددغې ناروغى په وړاندې د واکسيناسيون ديو بيړنۍ پروګرام دعملي کولو چې له نن ورځې څخه پيليږي او ترنهه ورځې پورې دوام مومي ، اعلام شوى دى.
دغه کمپاين به په دوه اعشاريه نهو ميليونو تنو ماشومانو تطبيق شي، خو د سند ايالت حکومت د يو اعشاريه دريو ميليونو تنو د واکسين د پيچکارى خبرورکړى دى.
 

کابل – باختر د مرغومې دوه لسمه :
دملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي: د وسله والو مخالفينو څلور تنه قوماندانان نيول شوي دي.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه کسان دقندهار ،کندز او د خوست ولايتونو په مربوطاتو کې په څو عملياتو کې نيول شوي دي.
دغه قوماندانان په دغه ولايتونوکې يې دتروريستي فعاليتونو، د وسلو په پيرودلو او د امنيتي ځواکونو په عسکرو په بريدونوکې برخه لرل.
دغه راز دملي اردو منسوبينو نن دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې به عملياتو کې يو تن وسله وال مخالف وواژه او يو تن بل يې ټپي کړي دي.
 

کابل – باختر د مرغومې دوه لسمه :
دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي چې د امنيتي ځواکونو د چانيزو عملياتو په بهيرکې پنځه ويشت وسله وال طالبان ونيول شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په هغو عملياتوکې چې دننګرهار،کاپيسا، کندز، ميدان وردګو، لوګر، غزني او د هلمند ، د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول، له دغو ځواکونو سره په جګړه کې پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان ونيول شول او دوه تنه نوريې ووژل شول.
د يادونې وړده، د دغو فعاليتوپه بهيرکې د وسايطو ضد دوه ماينونه، يو شمېر سپک او درانده جنګي وسايل،يو موټر سايکل، دوه موټرونه اوسل کيلوګرامه اپين په عملياتو د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دى.
 

کابل- باختر دمرغومي دولسمه :
په غو ر ولايت کې دطالبانو يو سيمه ئيز قوماندان دناټو دجنګي الوتکو په بريد کې ووژل شو .
دغه بريد تيرماښام دشهرک ولسوالۍ په مرغه سيمه کې دطالبانو په پټنځاى ترسره شو .
  دسيمه ئيزو  مسوولينو دڅرګندونو له مخې، ددغه بريد اصلي هدف دطالبانو يو مشهور قوماندان ملامصطفي و خو دى په دغه بريد کې نه دى وژل شوى .
دغور ولايت امنيه قوماندان دلاور شاه دلاور باختر اژانس ته وويل: په دغه بريد  دملا مصطفي  يو سيمه ئيز قوماندان  ووژل شو او دده يوبل غړى ټپي شوى دى.
خبرځاى زياته کړه:  مخکې له دې هم په ملا مصطفي دناټو دځواکونو ددوو بريدونو له امله دده دورور او زوى په ګډون اوولس تنه وژل شوي او څه دپاسه شل تنه نور ټپيان شوي وو .
   ملا مصطفى څه ناڅه اووه کاله کيږي چې په مرغه سيمه کې چې دغور او هرات ترمنځ پرته ده ځاى پرځاى و او څو ځلې يې دناټو پراکمالاتي موټرونو بريدونه کړي دي .