25 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل \ باختر د چنګاښ ٢٢ :
د طالبانو يوه مقام بي بي سي ته ويلي دي چې د دغې ډلې يوه هيئت په سوريه کې دجهاد لپاره د تيارۍ او د اډې د جوړولو لپاره سوريې ته سفرکړى دى.
دغه مقام وايي: په سوريې کې دپاکستاني طالبانو لپاره اډه دهغو مجاهدينو په مرسته جوړه شوې ده چې دجهاد په دوران کې له پاکستانيانو سره يوځاى په افغانستان کې جنګيدل  .
دى زياتوي چې په تيرو دوو مياشتوکې دطالبانو ١٢ کسيزهيئت له کارپوهانو،  جنګي اوتکنالوژيکي وسايلو سره سوريې ته سفر کړى دى.
باخترآژانس د بي بي سي له خولې خبر راکړ: دپاکستان حکومت تراوسه پورې په  دې باب نظر نه دى څرگندکړى .
دمحمدامين په نامه دطالبانو يو جګپوړى استازى چې په سوريه کې دطالبانو د اډې دتنظيم او همغږۍ مسووليت لري؛ بي بي سي ته وويل چې طالبانو په پاکستان کې دکورنيو اوبهرنيوجنګي کړيو په ملاتړ وکولاى شول شپږمياشتې مخکې په سوريه کې دجهاد دچارو دتنظيم په مقصد داطلاعاتو اوهمعږۍ يومرکزجوړکړي.
دى وايي: ددغه مرکز له لارې موږ کولاى شو د سوريې دجګړې په باب اطلاعات اومعلومات پاکستان ته وليږو اوله هغه ځاى څخه دسوريې دحکومت پرخلاف ګډ بريدونه او عمليات طرحه او همغږي کړو.

کابل\باختر\دسرطان ٢٢
په قندهارکې د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا دښخ کړاى شوى ماين د چاودنې له امله چې نن سهار ترسره شوه؛ دوو کوچنيو ماشومانوخپلې پښې او لاسونه له لاسه ورکړل.
دغه ماشومان کله چې د اوبو د برابرولو لپاره د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ آباد سيمې ته روان وو؛ په لاره کې د وسله والو طالبانو له خوا په ښخ کړاى شوى ماين و ختل او د چاودنې له امله يې خپلې پښې او لاسونه له لاسه ورکړل.
د قندهار د والي ويندوى جاويدفيصل باخترآژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې يوه ماشوم خپلې دواړه پښې او بل ماشوم خپل يو لاس او دواړه پښې له لاسه ورکړې.
په همدې حال کې د يو روغتيايي کلينيک ډاکترانو د دغې پيښې د يوه ټپي ماشومن روغتيايي حالت خراب وباله.
د قندهار د والي ويندوى وايي چې امنيتي مسوولينو د دغې پيښې د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره  پلټنې پيل کړې دي .
وسله وال طالبان زياتره په افغانستان کې په ګڼ ميشتو سيموکې د بمونو او ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي چې له امله يې زياتره ملکي وګړي  قرباني کيږي.

کابل\باختر\دسرطان ٢٢
دافغانستان د کورنيو چارو وزير د آذربايجان له جمهور رييس سره په کتنه کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د استراتيژيکي همکاريو په باب خبرې و کړې.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دکورنيو چارو وزيرستر پاسوال غلام مجتبى پتنګ په هغه څلور ورځني سفرکې چې تيره اوونۍ آذربايجان ته ترسره شو، ددغه هيواد له جمهور رييس الهام علي اوف ، د بهرنيوچارو له وزير المارمحمدياروف او د آذربايجان د يوشمېرنورو دولتي مقاماتو سره وکتل او د دوه اړخيزو همکاريو په باب يې خبرې وکړې.
په هغې کتنه کې چې د آذربايجان له جمهور رييس سره وشوه؛ دکابل_ باکوترمنځ د استراتيژيکي همکاريو دسند دلاسليک ، د سوداګرۍ اوپانګې اچونې په برخو کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا او پراختيا او په کابل کې د آذربايجان د سفارت دپرا نيستلو په باب خبرې وشوې.
دغه راز د کورنيو چارو وزير د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس  حامدکرزي بلن ليک الهام علي اوف ته وسپاره چې په هغه کې علي اوف ته بلنه ور کړاى شوې ده چې کابل ته سفر وکړي.
د آذربايجان جمهور رييس په داسې حال کې چې کابل ته د سفر لپاره يې د افغانستان د جمهور رييس بلنه ومنله، په بېلا بېلو برخوکې يې له افغانستان سره د همکارۍ لپاره د خپل هيواد تيارۍ اعلام کړ او د دواړو هيوادونو ترمنځ دستراتيژيکي همکاريو دسند د چمتو کولو لپاره يې د دوه اړخيزګډ هيئت دجوړولو لپاره تيارۍ څرګند کړ.
دکورنيو چارو وزير دغه راز آذربايجان ته د خپل سفر په بهيرکې د دغه هيواد د بهرنيوچاروله وزير المارمحمدياروف سره وکتل او په کابل کې د آذربايجان دسفارت دپرا نيستلو په باب يې خبرې وکړې.
د آذربايجان له خوا په سرحدي او د بيړنيو حالاتو په برخوکې د افغانستان د ملي پوليسو د اکاډمۍمحصلانو ته دتحصيلي بورسونو ورکول، دافغانستان او آذربايجان پولو ته د تروريستانو دتګ راتګ  دمخنيوى په مقصد د دواړو هيوادونو د استخباراتي مرکزونو ترمنځ داستخباراتي اطلاعاتو د را کړې ورکړې په برخه کې د يوې اغيزمنې پاليسۍ برابرول، دکانونو، تيلو اوګازپه برخوکې په افغانستان کې د آذربايجان پانګې اچوونکو ته دپانګوونې د زمينو برابرول د دواړو هيوادونو ډيپلوماتيکوکارکوونکو ته د ويزې لرې کول، دستراتيژيکي همکاريو په سندکار او دکابل_ باکو د مستقيمو الوتنو پيل هغه نورې مهمې موضوعګانې وې چې د آذربايجان د بهرنيو چارو له وزير سره د افغانستان د کورنيو چارو د وزير په کتنه کې طرحه شوې.
د آذربايجان د بهرنيو چارو وزير دغه راز د اوسپنې د هغې پټلۍ پيوستون ته چې ټاکل شوې ده په ٢٠١٤ ميلادي کال کې له ترکيې څخه آذربايجان ته وغځول شي؛ اشاره وکړه او څرګنده يې کړه چې د اوسپنې دغه پټلۍ د افغانستان د شمال له سيمو څخه په تيريدو سره به د افغانستان او آذربايجان ترمنځ د تجارتي اړيکو په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.

کابل_باختر د چنګاښ ۲۲ مه
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د چنګاښ په ۱۸ مه نیټه د ګازو د پيریدلو او پلورلو تړون په عشق آباد کې لاسلیک شو.
دغه تړون د ترکمنستان، افغانستان، هندوستان او پاکستان د ګازو د نل لیکې پروژې د مشرتابه هيئت د اوولسمې غونډې ترڅنګ چې په همدغه نیټه په عشق آباد ښار کې جوړه شوې وه، لاسلیک شو.
دغه تړون د افغان ګاز او ترکمن ګاز شرکتونو او د افغانستان او ترکمنستان د کانونو او پټرولیم وزارتونو ترمنځ لاسلیک شو. د دغه تړون لاسلیکول د ټاپي پروژې د اساسي او عملي ګامونو نه یو ګام دی چې په لاسلیک به یې افغانستان د ۳۰ راتلونکو کلونو لپاره د خپل هیواد د ګازو اړتیا پوره کوي.
د دغه تړون پر بنسټ به افغانستان د پروژې د بشپړولو وروسته په لومړنیو لسوکلونو کې هر کال ۵۰۰ میلیون متر مکعب ګاز، او په دویمو او دریمو لسوکلونو کې یو میلیارد متر مکعب  او ۱.۵ میلیارد مکعب ګاز پیري.
د ترکمنستان نه وارد شوې ګاز د صنعت لپاره په پام کې نیول شوې او د کورونو او فابریکو د اړتیا وړ بريښنا د تولید لپاره به کارول کیږي.
په دغه غونډه کې څلور واړو هیوادونو د آسیایي پراختیایي بانک په همکارۍ د ۲۰۱۳ کال تر پایه د دغو هیوادونو د ګازو شرکتونو نه د (ټاپي لمیټډ) تر نوم لاندې د یوه واحد شرکت په توګه د یوه ګډ کنسورسیوم په جوړولو هوکړه وکړه.
ټاپي پروژه د افغانستان د غټو سیمه ییزو پروژو نه یوه ده. دغه پروژه ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالې لري چې د ترکمنستان د پولې نه د هندوستان تر پولې پورې کوچني او غټ ښارونه په غیږ کې نیسي. افغانستان نه یواځې د ګازو د پیریدونکې په توګه بلکې د دغې پروژې په پلي کولو کې د یوه ترانزیتي هیواد په توګه رغنده رول لوبوي.
دغه راز افغانستان د ګازو د دغې نل لیکې د ترانزیت نه د کال شاوخوا نیم میلیار ډالر عواید ترلاسه کوي.

کابل\باختر\دسرطان ٢٢
دبادغيس ولايت په مقر ولسوالۍ کې د څښاک د روغتيايي اوبو درې سوه دوه مخزنونه دکليو د پرمختيا د ملي پيوستون دپروګرام له لارې ګټې اخيستنې ته وړاندې شو.
دبادغيس ولايت دکليو د بياجوړولو او پراختيا رييس سيد رسول اکبري باخترآژانس ته وويل: دغه مخزنونه دکليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست له بودجې څخه د دريو مليونو ا مريکايي ډالرو په لګښت دسنګ آتش په سيمه کې په اووه پنځوسو پرمختيايي شورا ګانو کې جوړ شوي دي.
يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغو مخزنونو په جوړيدو سره شپږ ويشتو زروکورنيو دڅښاک روغتيايي اوبه ترلاسه کړي.
دسنګ آتش سيمه دبادغيس ولايت د مرکز په ديرش کيلو مترۍ واټن کې پرته ده چې اوبه يې د استفادې وړ نه دى او د سيمې او سيدونکي دڅښاک د روغتيايي اوبو د کمښت له پلوه سرټکوي.

کابل\باختر\دسرطان ٢٢
دقندهار ولايت سرحدي پوليسو تيره شپه په يوه نښته کې دولس تنه وسله وال طالبان وژلي دي.
د سرحدي پوليسو د دريم زون دقوماندانۍ درستيز وال جنرال عبدالرزاق باخترآژانس ته وويل: دسرحدي پوليسو دچټک غبرګون مامورينودقندهار ولايت د ارغستان ولسوالۍ په مربوطاتوکې دولس تنه وسله وال پاکستاني طالبان ووژل. دغوطالبانو دسرحدي پوليسو په پوستې بريد کړى و.
دى وايي چې د دولسو تنو وسله والو طالبانو مړي اويوه ا ندازه جنګي وسايل دجګړې په دګرکې پا تې دي او نور طالبان تيښتي ته اړ شوي دي.

کابل\باختر\دسرطان ٢٢
دفارياب د ولايتي شورا د رييس پرخلاف د نا وړه قصد په اړوند نن يو تن ونيول شو.
د رحمت الله ترکستاني د سپرلۍ موټر پرون د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د جمعه بازار په ساحه کې په سړک کې په ښخ کړاى شوى ماين وخوت اوچاودنه وشوه چې له امله يې څلورتنه ملکي وګړي او د ده يو ساتونکى ټپيان شول.
دخواجه سبز پوش ولسوال عبدالله باخترآژانس ته ويې ويل چې امنيتي مامورينو په دې اړوند د سيمې يو اوسيدونکى نيولى دى.

کابل\باختر\دسرطان ٢٢
دلوګر ولايت پوليسو تيره شپه يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه کړل.
دبره کي برک ولسوال محمدرحيم امين باخترآژانس ته وويل: وسله والو طالبانو يوه اندازه چاوديدونکي توکي په يوه بورى کې ځاى پرځاى او د برکي برک ولسوالۍ د برکي راجان جامع جومات ته څېرمه يې ايښى وچې د روژې په مبارکه مياشت کې روژتي خلک په وينو او خاورو ليت پيت او ولړي چې ددغې ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړاى شول.

کابل\باختر\دسرطان ٢٢
دملي امنيت د لوى رياست موظفينو درې تنه دپلخمري ښار په مربوطاتوکې دتروريستي فعاليتونو په تور ونيول.
دملي امنيت د ادارې مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته وويل: د دغې ادارې موظفينو درې تنه د تروريستي فعاليتونو په تور له دوو کلاشينکوفونو اويو موټر سايکل سره دپلخمري ښار په مر بوطاتوکې ونيول چې د دولتي کسانو په ترور او په پلخمري ښارکې په ورانکارو او تروريستي بريدونوکې يې فعال رول درلود.
ديو بل خبر له مخې: د ملي امنيت د ادارې موظفينو دبغلان ولايت د تاله او برفک ، ډنډ غوري اود خنجانو د ولسواليو په مربو طاتو کې د جلا جلا عملياتو په تر سره کولو سره په چاوديدونکو توکو بار يو موټر او پنځه سوه کيلوګرامه امونيم نايتريت چې د چاوديدونکو توکو په جوړولو کې کارول کيږي؛ ١٦٠٠ کيلو ګرا مه باروت او دسپکو اودرندو وسلو يوه اندا زه مهمات تر لاسه کړل.

کابل\باختر\دسرطان ٢٢
د امريکا د سنامجلس د بهرنيو اړيکو دکميټې يوه جګپوړى غړى سناتورباب کورکرچې ددغه مجلس په استماعيه مجلس کې يې خبرې کولې او د اوباما د ادارې له هغوجګپوړو ملکي اونظامي مسوولينوڅخه چې د افغانستان د حالت په باب د معلوماتو لپاره په دې مجلس کې حاضرو، وغوښتل چې له طالبانو سره په څرګندملاتړکې د پاکستان د استخباراتي او نظامي دستګاه د رول په باب د کانګرس دغړو انديښنه جدي و بولي او دغه ستونزه دې حل کړي.
دباخترآژانس دخبر له مخې: سناتور کورکرچې په دې وروستيو وختوکې له افغانستان او پاکستان څخه ددغه مجلس له هيئت سره له څو ورځنى سفر وروسته ستون شوى دى، د افغانستان او پاکستان لپاره دامريکا ځانګړى استازى او ددغه هيواد ددفاع وزارت معين ته په خطاب کې وويل: ((موږ په شواهدو اوحقايقو سره په دې پوهيږو چې دپاکستان د استخباراتو دستګاه (آى،اس، آى ) په افغانستان کې د حقاني دشبکې ټول بريدونه او فعاليتو نه په مستقيمه توګه تنظيم او ملاتړ يې کوي چې طالبانوکولى شي د امريکايي ځواکونو پر خلاف پراخ بريدونه ترسره کړي او افغا نستان بې ثباته کړي . موږ بايد دغه ستونزه حل کړو.))