25 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

کابل /دکب ٥مه / باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل \ باختر  د چنګاښ ١٨ :
دناټو درې تنه سرتيري نن په قندهار ولايت کې ديو افغان پوځي د بريد له امله ټپيان شول.
دقندهار ولايت امنيتي چارواکې وايي: دغه پيښه د ٢٠٥  اتل قول اردو دهوايي لوا دقوماندانۍ د دروازې په وړاندې هغه وخت وشوه چې د اردو يوه سرتيرى د ناټو په ځواکونو ډزې وکړې.
دخبرځاى دڅرگندونو له مخې: د اردو يو پوځي  په دغې قوماندانۍ کې د پهردارۍ په وخت کې د ناټو په  ځواکونو ډزې وکړي.
د ٢٠٥ اتل قول اردو  د هوايي لوا قوماندان جنرال عبدالرزاق دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دغو ډزو کې د ناټو درې تنه پوځيان  ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه: بريدکوونکى سرتيرى دپوځي مامورينو له خوا نيول شوى دى.
تراوسه پورې روښانه نه ده چې دغه افغان پوځي دطالبانو له ډلې سره اړيکې لري اويا دغه بريد کومه بله انګيزه لري  .
له بله پلوه په نه تائيد شويو خبرونوکې ويل شوي دي چې ددغه افغان سرتيرى په بريدکې د ناټو دوه تنه عسکر وژل شوي او يوتن يې ټپي شوى دى.
دناټو پوځيانو تراوسه پورې په دې باب نظر نه دى څرگندکړى.

کابل\باختر\ د سرطان ١٨
د افغانستان داسلا مي جمهوريت د ملي شورا د مشرانو جرګه د روژې دمبارکۍ مياشتې د رحمت ، مغفرت او رستګارۍ او د تقوا طاعاتو او عباداتو د دغې مياشتې له ا مله ټول مسلمه امت په تيره بيا د افغانستان ديندار ملت ته مبارکي وايي او هيله لري چې په دې برکتي مياشت کې هغه کسان چې په کورګډو جګړو کې يې خپل عزيزان له لاسه ورکړي دي؛ په خپلې دعاسره استقامت پيدا کړي.
د ملي شورا د مشرا نو جرګه په دغو صميمانه مبارکيو سره له قرآني نصوصوسره سم د افغانستان له دولت او د دولت له مخالفينو او د سوريې اومصر په ګډون په اسلا مي هيوادو نو کې له دښمنو لاسونو څخه غواړي چې د روژې او د روژې نيولو له بډاى معنويت څخه په ګټې ا خيستنې سره دې له جګړې او وينې تويولو څخه لاس واخلي اويا لږ ترلږه د روژې دمبارکې مياشتې په بهيرکې دې دوه اړخيز اوربند رعايت کړي چې مسلمانان و کولى شي د سولې او امنيت په فضا کې دغه الهي فريضه پرځاى کړي .
د مشرا نوجرګه دغه راز له سوداګرو او پلورونکو څخه غوښتنه کوي چې د روژې دمبارکې مياشتې په ورځوکې دې له ګران پلورنې او له غير مجازي استفادې څخه ډډه  و کړي او حکومت دې هم د بيو د کنترول په برخه کې لازم تجويزو نه ونيسي.
د مشرانو جرګه د رسنيو له مسوولينو او چلوونکوڅخه غواړي چې د روژې په مبارکه مياشت کې خپله ټوله پاملرنه د ديني او اسلا مي مسئلو خپرولو ته متو جه کړي او د داسې سريالونو او پروګرامونو له خپرولو څخه چې دخلکو اسلامي ولولې او ذوق مغشوش کړي ، ډډه وکړي او د ديني ويښتيا په لاره کې دې اسلامي پوهنه خپره کړي او هم له مسوولو امنيتي ارګانونو څخه غوښتنه کيږي هغه کسان چې په عام محضر په خوراک اوڅښاک اويا د نشه يي تو کو په استعمال لاس پورې کړي ، وپيژني او ترجدي پو ښتنې لا ندې ونيسي.

کابل\باختر\ د سرطان ١٨
د اساسي قانون په تطبيق باندې د څارنې خپلواک کميسيون د پوهاندګل رحمن قاضي په مشرۍ په خپلې نننۍ غونډه کې د افرادو د اساسي حقوقو د رعايتولو څرنګوالي چې د آزادۍ د سلب په مرکزونوکې دى؛ وڅيړه.
د اساسي قانون په تطبيق باندې دڅارنې د خپلواک کميسيون د مطبوعا تو اود عامه ارتباطو آمريت باخترآ ژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د سترې محکمې ، لوى څارنوالۍ ،دملي دفاع ،کورنيو چارو، ماليې، عدليې پوهنې،کار او ټولنيزوچارو، حج او اوقافو اود عامې روغتيا د وزارتونو، د ملي امنيت دلوى رياست اود مدافعو وکيلانو دخپلوا کې ټولنې د واکمنو استازو او د پلچرخي جيل د بنديانو د استازي په ګډون جوړه شوه؛ لو مړى پوهاند قاضي په دې غونډه کې د برخه والو شتون چې د آزادۍ د سلب د مرکزونو د حالت د لازيات ښه والي لپاره جوړه شوه؛ د قانون په وا کمنۍ د هغوى د ژمنې نښه نښانه و بلله او زياته يې کړه چې د دغې غونډې هدف  د بنديانو په تيره بيا د روژې په مبارکه مياشت کې د هغوى د اساسي حقوقو د ښه تا مينولو په لاره کې زيا ته همغږۍ او د همکارۍ د لاروچارو مو ندل دى.
په غونډه کې برخه والو استازو هريو په وار سره ژمنه وکړه چې داسلام دمبين دين په شعايرو د وفادارۍ اود اساسي قانون په دويم فصل کې د هيواد داتباعو دليکل شويوحقوقو د رعايتولو په درنا وى خپلې هلې ځلې په کاراچوي.
په پاى کې داسې نتيجه وا خيستل شوه چې دکار اوټولنيزو چارو ، پوهنې او دحج او اوقافو وزارتونه دې بنديانو ته د زده کړې د زمينې د برا برولو دڅيړنې لپاره دغو جيلو نو ته هيئتو نه واستوي.
دغه راز عدلي اوقضايي مرکزو نه دې د دوسيو دڅيړنې د بهير دګړندي کولو لپاره ، د روژې دمبارکې مياشتې په بهيرکې د قاضيانو، څارنوالانو اودمدافعو وکيلانو په ګډون خپل اړونده کارکوونکي زيات کړي . په مدافع وکيل د متهم د لاس برى اود عدليې وزارت او د مدافعو وکيلانو دټولنې ترمنځ د لازمې همغږۍ په مقصد ، د دواړو مرکزونو استازو ومنله چې دستونزې په حل کولو کې دې بيړنى اقدام وکړي .
دپو هنې وزارت هم ژمنه  وکړه چې دټول هيواد د بنديانو د روزنيزې ستونزې د لرې کولولپاره اوږدمهال اولنډ مهال پرو ګرامو نه چې پخوا يې طرحه کړي دي ، په جدي تو ګه تعقيب کړي.
د سترې محکمې وا کمن استازي هم ژمنه وکړه چې دمحکمو د پريکړو دچټک تنفيذ موضوع تعقيبوي ترڅو هغه کسان چې د ا زادۍ له نعمت څخه بې برخې شوې دي؛ په جدي توګه په عدالت برلاسي پيدا کړي چې په دې اړوند د اړوندو مرکزونو ترمنځ هم يو تفاهم ليک لاسليک شوى دى.
دغه راز د قاضيانو، څارنوالانو اود مدافعو وکيلانو يعنې دحقوقي مساعدينو د امتيازونو د ا جرا کولو په برخه کې چې د بګرام د بنديانو د دوسيو په څيړنې بوخت دي ، تصميم ونيول شو چې لومړى دې د ماليې وزارت  سنجش کړي چې د ادارو له بودجې څخه د هغوى امتيازات اجرا شي، په هغه صورت کې چې دغه شان امکان مو جو د نه وي؛ موضوع دې جمهوري رياست ته پيشنهاد شي.

کابل \ باختر  د چنګاښ ١٨ :
مرکزي بانک شپيته مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري.
ددغه بانک په ليک کې چې باخترآژانس ته ليږل شوې ده؛ ويل شوي دي:  دافغانستان بانک د روان کال د چنګاښ دمياشتې په  ٢٢او ٢٥ د شنبې او سه شنبې  په ورځو شپيته مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري .
په شرايطوبرابرهغوصرافانو اوتجارتي بانکونوته چې پخوايې شل زره ډالره د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړي دي؛  بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي. له ټولوبرخه والو څخه غوښتنه کيږي چې د داوطلبي فورمې د ليلام د ورځو دسهارپه نهو بجو د بازار دعملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي او په نهه نيموبجو دې بيرته وسپاري  . هغه صرافان  چې تراوسه پورې يې شل زره ډالره تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصد نه دى تحويل کړى، کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې او په راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي .
د يادونې وړ بلل کيږي چې د معاملوقسمي ترسره کول مجاز نه دى. د ليلام ګټوونکي  دخپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول  اوپه حوالې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي..

کابل\باختر\ د سرطان ١٨
د سترې محکمې عالي شورا نن دقاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه او په اجندا کې نيول شوې موضوعګا نې يې وڅيړلې.
د سترې محکمې د خپرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ: د سترې محکمې عالي شورا لومړۍ د روژې د مبارکې مياشتې په مناسبت د افغانستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رييس ، د جمهوري رياست مرستيالانو ،دملي شورا د دواړو مجلسونو رييسانو ،جګپوړو د ولتي مقاماتو، دملي شورا غړو اود افغانستان ټول پتمن او مسلمان ملت ته  مبارکي وويله اود لوى خداى (ج) له دربار څخه يې هيله وکړه چې ددغې مبارکې مياشتې په برکت امنيت، سوکالۍ او نيکمرغۍ د افغانستان دځوريدلو خلکو او هم سوله او آرا مۍ زموږ په هيواد او په نورو اسلامي هيوادو نوکې تا مين شي.
وروسته د جمهوري رياست له ٤٥ ګڼه فرمان سره سم د روان کال په لومړيو شپږو مياشتوکې د مرکز او ولايتونو د استيناف محکمو له رييسانوڅخه د رپوټ اخيستلو د پروګرام په باب خبرې وشوې او تصويب شوه چې له برا بر شوى جدول سره سم دې دمحکمو له فعاليتو نو څخه د رپوټ اخيستلو بهير دتلي د مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې پيل شي اود استيناف محکمو رييسان دې په دې باب لازم تيارۍ ونيسي.
دغه راز په غونډه کې دًبدخشان ولايت د استيناف محکمې د رياست ترجوړيدو لاندې ودانۍ د کار دکيفيت دڅرنګوالي دڅيړنې اوڅارنې په مقصد دقضا ئيه قوې د ادارې عمومي آمريت ته لارښوونه وشوه چې د دغې ودا نۍ د جوړولو کاردې له ځنډ پرته بندکړي او د اړوندو ادارو د استا زوپه ترکيب دې دڅيړنې او پلټنې په خاطر يو هيئت دغه ولايت ته واستوي او د نتيجې په باب دې دعالي شورا غونډې ته رپوټ وړا ندې کړي.
وروسته د يوشمير رسيدلو استهدا ګانو په باب غور وشو اوعسکري محکمو ته دنظامي منسو بينو له اداري فساد څخه درا منځته شويو جرمونو دقضيو دڅيړنې د واک د ورکولو دغوښتنې په باب د چارو د ادارې اود وزيرانو شورا د دارالانشا د لوى رياست د استهدايې ،د نظامي اداري فساد د محکومينو د بند د تطبيق دڅرنګوالي دڅيړنې په اړوند د اداري فساد له ا مله درامنځته شويو جرمونو دنظامي استيناف څارنوالۍ د استهدا يې ، په يوه مدني پريکړه کې په تنفيذ کې د ستونزې دشتون په برخه کې د بغلان د استيناف محکمې د رياست د استهدا يې ،غيرذينفع اشخاصو ته د وثيقې د مثنا د اجراکولو دڅرنګوالي په باب دسمنګانو د استيناف محکمې د رياست د استهدايې، د تيروکلونو د دوو شرعي وثيقو دمشبوهيت په باب د کابل ولايت د استيناف محکمې د رياست د استهدايې او د ښځو او ماشومانو د انکشاف او ملاتړ  موسسې د استهدايې په وړا ندې، د نافذو قوانينو په رڼا کې لا زمې لارښوونې وشوې.
سربيره پردې په نننۍ غونډه کې د بياکتنې دوه غوښتن ليکونه او په مدني او جزايي مسئلوکې د محکمې د بدلون ديارلس مورده غوښتن ليکونه چې د دعوا د خاوندانو او د لوى څارنوالۍ د ادارې له خوا طرحه شوي و، هم وڅيړل شول او د هغوى په باب لا زم تصميمونه ونيول شول.

کابل\باختر\ د سرطان ١٨
د سنا مجلس د رييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې دانتخاباتي قوا نينو د طرحې په باب د انتخاباتو د خپلواک کميسيون لس ورځنى ضرب الاجل بې ځايه او له ټاکلى وخت څخه مخکې وبلل شو.
د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:سناتورانو د انتخاباتو د خپلواک کميسيون هغه څرګندونې چې ويلي يې دي، که چيرې تر را تلوونکو لسو ورځو پورې انتخاباتي قوانين تصويب نه شي؛ د جمهوري رياست اود ولايتي شورا ګانو انتخابات به د تقنيني فرمان له مخې ترسره شي؛ بې مورده وبلل شوې او وويل شول چې دسنا مجلس دغه قوانين ان په فوق العاده غونډو کې تصويب کړي دي چې دځينو مادو کاريې د دواړو مجلسونودمختلط هيئت په غونډو کې مخ په پاى ته رسيدو دي او په داسې حال کې چې انتخاباتو ته نهه مياشتې پا تې دي، دغه شان څرګندونې بې ځايه دي.
دغه راز د مشرانو جرګې د مصر دانتخابي حکومت پرخلاف ددغه هيواد د پوځي کودتا د غندلو په باب په خپل پخوانى دريځ ټينګاروکړ او په دې باب يې د افغانستان د عالمانو شورا د اعلاميې ملا تړ وکړ.
دغه راز د لوړو زده کړو و زارت له خوا ولايتونوته د کانکور د آزموينو د ونډې دټاکنې دطرحې د وړاندې کيدو يادونه وشوه او د ديني اوفرهنګي چاروکميسيون ته دنده وسپارل شوه چې په دې باب دې له نږدې د لوړو زده کړو له وزارت سره کار وکړي.
په دې وروستيو وختوکې په ايران کې د دولسو تنو افغانانو اعدام هم د سناتورانو له تندغبرګون سره مخامخ شو اود افغان مهاجرينو په وړا ندې د افغانستان د حکومت په بې تو پيرۍ نيوکه وشوه او د ايران د دولت دغه عمل د نړيوالو اصولو او موازينو پرخلاف وبلل شو او د هغه په غندلوکې يوه اعلا ميه صادره شوه او د پاکستان په لاهور کې د لسګو نو تنو افغان مهاجرينو د نيول کيدو يادونه وشوه او څرګنده شوه چې په دې وروستيو وختوکې دپاکستان پوليسو په لا هورکې د مهاجرينو د نيولو څپې پيل کړې دي.
دغه راز د روژې دمبارکې مياشتې په هرکلي او په دې اړوند ديوې جلا اعلا ميې په صادرولو سره، د ډله ييزو اطلاعاتو له وسايلو څخه وغوښتل شول چې د داسې سريالونو، فلمونو او پروګرامونو له خپرولو څخه چې دديني ارزښتونو پرخلاف دي، ډډه وکړي او پرځاى يې ديني مطالب او اسلامي لارښوونې خپرې کړي او امنيتي مقامات دې په عام محضرکې د روژې دمبارکې مياشتې په ورځوکې د کورنيو اوبهرنيو اتباعو دخوراک اوڅښاک مخه ونيسي.
د موضوعګانو په جمعبندۍ کې د مشرانو جرګې رييس دغه موارد د څيړنې په مقصد اړوندو کميسيونونو ته وسپارل او ټينګار يې وکړ: ځينې هغه قوانين چې د مشرانو جرګې په کميسيونونوکې تر تدقيق او مطالعې لا ندې دي؛ پړاونه دې بشپړ شي چې د ملي شورا له دوبنيو رخصتيو مخکې د مجلس له خوا تصويب شي.

کابل\باختر\ د سرطان ١٨
وسله والو طالبانو يو افغان سر تيرى په هرات کې وواژه.
دلويديځې حوزې د پوليسو ويندوى عبدالروف احدي باخترآژانس ته وويل چې دغه سر تيرى دپوليسو د عامه نظم په قطعې پورې اړه درلود او دوه اوونۍ مخکې کله چې له رخصتۍ وروسته له غور ولايت څخه بيرته د دندې د ترسره کولو لپاره هرات ته ستنيده، د وسله والو طالبانو له خوا ونيول شو او پرون د هرات ولايت په اوبې ولسوالۍ کې ووژل شو .
ديو بل خبر له مخې: د پوليسو يومامور په چغچران ښارکې د دوو تنو موټرسايکل سپرو له خوا شهيد کړى شو.
دغور د والي ويندوى عبدالحى خطيبي باخترآژانس ته وويل: ښايي ددغه ناوړه قصد اصلي علت شخصي دښمني وي، خو د پيښې د عاملينو  د نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.

کابل\باختر\ د سرطان ١٨
دکرنې او اوبو لګولو وزارت دسمنګانو ولايت دفيروزنخچير ولسوالۍ په مربوطاتوکې د کرنې د اوبو د کانال د بندونو د دوو پروژو د جوړ ولو کار پيل کړ .
دسمنګانو ولايت د کرنې او اوبو لګولو د ادارې رييس انجنير محمدحسن دانا باختر آژانس ته وويل: په لو مړۍ پرو ژه کې د فيروزنخچير ولسوالۍ په چنارګه کلي کې د کرنې د اوبو د کانال د بند جوړول شامل دى چې د٢١ مترو په اوږدوالي اود لسو مترو په سور جوړيږي.
ده وويل: په دويمه پروژه کې ددغې ولسوالۍ دسفر علي د کرنيزو اوبو د کانال جوړول شامل دى چې د پنځه ويشتو مترو په اوږد والي او د ١٣ مترو په سور جوړيږي .
ده وويل: دغه پرو ژه د کرنې او اوبو لګولو وزارت له پرمختيا يي بودجې څخه  د څه دپاسه دوو مليو نو په لګښت په دريو مياشتو کې جوړيږي.

کابل \ باختر  د چنګاښ ١٨ :
د سيمه ييزو پوليسويو قوماندان تيره شپه په بادغيس ولايت کې په يوه نښته کې شهيد شو.
دبادغيس ولايت يوه امنيتي خبرځاى وويل  چې په دې نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي .
دبادغيس د والي ويندوى ميرويس ميرزکوال باخترآژانس ته وويل: دغه جګړه د بادغيس ولايت دقادس ولسوالۍ د دره بوم په سيمه کې ونښته اوله امله يې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عبدالله شهيد شو او دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ميرزکوال زياته کړه: د دغې نښتې په بهيرکې د دښمن يوه اندازه جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

پلخمري \ باختر  د چنګاښ ١٨ :
د وسله والو طالبانو يو قوماندان له دوو تنو افرادو سره يې تيره شپه په غور ولايت کې ووژل شو.
دغورولايت امنيه قوماندان دلاورشاه دلارو باخترآژانس ته وويل : ملاعبدالله په غورولايت کې د طالبانو يو مشهور قوماندان و چې له دوو تنو افرادو سره يې ددغه ولايت د پسابند ولسوالۍ په مربوطاتوکې د افغان امنيتي ځواکونو دعملياتو په بهيرکې ووژل شول.
پاى \ س\ ذ