18 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

انتخابات او امنیتي ګواښونه

کابل/ باختر/ د وږي ۲٧ مه د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ١١ :
دامنيتي مسوليتونو دليږدونې دکميسيون رييس وايي ټاکل شوې ده  دامنيتي مسووليتونو دليږدونې  څلورم پړاو تر راتلوونکو دوو مياشتوپوري پيل شي.
دباختراژانس دخبرله مخې ډاکتر اشرف غني احمدزي چې نن يې په کابل کې په يوه  خبري غونډه کې خبري کولي دامنيتي مسوليتونو دليږدونې دڅلورم پړاو دجزئياتوپه باب يې  معلومات ورکړل.
اوس  ددغه پروګرام  دريم پړاو دبشپړيدوپه حال کې دي  او اړونده مسوولين وايي  دهغه څلورم پړاو داجرا لپاره  چمتوالې شته .
ډاکتر احمدزي وويل  چې ددغه پروګرام په څلورم پړاو کې  دهېواد په لسو ولايتونو کې  دوه پنځوس اداري واحدونه ترپوښښ لاندې نيول کېږي  چې دهيواد په سلو کې يوولس وګړي  جوړوي چې په دې ډول  دهيوادپه سلو کې  اووه اتيا  وګړي ددغه پروګرام په چوکاټ کې راځي .
دبدخشان پنځه ولسوالۍ ، دبادغيس دوه ولسوالۍ ،  دبغلان نهه ولسوالۍ ، دفراه پنځه ولسوالۍ و دفارياب درې ولسوالۍ ، دغزني ديارلس ولسوالۍ  ، دغور شپږولسوالۍ . دهلمنديوه ولسوالۍ ، دهرات يوه ولسوالۍ ، دجوزجان دوه ولسوالۍ ، دکندز يوه ولسوالۍ ، دسرپل يوه ولسوالۍ  اودميدان وردګو درې ولسوالۍ  هغه اداري واحدونه دي چې دامنيتي مسووليتونو دسپارلو دپروګرام دڅلورم پړاو په بهيرکې  امنيت يې افغان مرکزونو ته سپارل کېږي  .
په دې خبري  غونډه په ډاکتر احمدزي سربيره دملي دفاع وزير بسم الله محمدي ، دکورنيو چارو وزير مجتبي پتنگ او دملي امنيت  داداري مرستيال  هم ګډون کړي وو.
دملي دفاع وزير  څرګنده کړه چې دوى  دامنيتي مسووليتونودليږدونې دبهير په د دريو پړاونو په بهيرکې دغه کارثابت کړ چې ددندو  دترسره کولو اودخلکو ددفاع په لاره کې  ولاړ دي او له امنيتي چلنجونو سره دمقابلې توان لري  . په دې موده کې دښمن ونشو کړاى دامنيتي ځواکونوپه وړاندې ودريږي بلکې دهغوى هربريد، عمل او خوځښت نه يوازي شنډکړاى شوي بلکې له جدي ماتي سره مخامخ شوي دي
دملي دفاع وزير وويل  موږ  دامنيتي مسووليتونو دسپارل شويو دريو پړاونو څخه خپله ارزيابي او برداشت لرو موږ کار له امنو سيمو  اوله هغو سيمو څخه چې له ټيټ ګواښ سره مخامخ و پيل کړ او اوس  هغو سيمو ته ورځو چې  دګواښ کچه  پکې لوړه ده . موږ  دحالاتو اوراتلوونکې څخه په پوهيدو اويوهراړخيز پروګرام سره عمل کوو  اوڅلورم پړاو به هم په برياليتوب سره تير شي.
ده ټينګار وکړ چې امنيتي ځواکونه  له هراز چلندسره مقابلې ته چمتو دي اوپه هيواد کې دامنيت دتامينولو لپاره کار کوي .
دکورنيو چارو وزيرپه دې غونډه کې ددغه وزارت  دپروګرامونو اودامنيتي مسووليتونو دڅلورم پړاو داجرالپاره دپوليسو دتياريو په باب معلومات ورکړل.
دغه راز ددي  خبري غونډي په بهيرکې دامنيتي مسووليتونو دليږدونې بهير دڅلورم پړاو دتطبيق په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس دپريکړي په باب مطبوعاتي اعلاميه دخبريالانو په واک کې  ورکړ شوه چې په کې  يو ځانګړي کميسيون ته دنده سپارل شوې ده  چې دبيا رغاونې دولايتي ټيمونو  دفعاليت څرنګوالې  اوپه هر ولايت کې  دپانګې اچونې بهيروڅيړي  اودنتيجو په باب دې تردوو مياشتوپوري دملي امنيت شورا ته رپوټ ورکړي.
 

کابل\  باخترمرغومې دمياشتې  ١١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د فرانسې د دفاع له وزیر ژان ایف لودریان سره نن ماښام په ارګ کې وکتل.
باختر اژانس ته دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او فرانسې تر منځ د لاسلیک شوې تړون په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو د همکاریو او په هېواد کې د سولې د بهیر په باب خبرې وکړې.
دغه راز په دې کتنه کې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته، له افغانستان سره د فرانسې د حضور او همکاریو د څرنګوالی په اړه هم خبرې شوې .
لودریان افغانستان ته د خپل سفر په اړه او دا چې له خپلو عسکرو سره د نوي میلادي کال د نمانځلو لپاره راغلی، د هېواد جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
حامد کرزي فرانسه د افغانستان یو تاریخي دوست هېواد وباله او په تېرو کلونو کې یې له افغانستان سره ددغه هېواد د مرستو او همکاریو له امله مننه او قدرداني وکړه.
 

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ١١ :
دوزيرانوشورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس  حامدکرزي په مشرۍ  دجمهوري رياست دارګ دګلخانې په ماڼۍ کې  جوړه شوه
دچارو داداري اودوزيرانوشورا دارالانشا لوى رياست باختراژانس ته خبرورکړ.
په پيل کې دوزيرانو شورا غړو  دامريکا  متحده ايالاتو ته دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس دنږدي راتلوونکې سفر اودامريکا له جمهور رييس سره  دده دکتنې په اړوند خپلې نظريې اوپيشنهادونه غونډې ته وړاندې کړل چې ددوي رغنده نظريې  دملي امنيت دشورا درييس له خوا وليکل شوي.
له اجنداسره سم دماليې وزير د ١٣٩٢ مالي  کال دبيا کتل شوي بودجې لنډيز  چې دهيواد دملي شورا دپيشنهادي طرحو پربنسټ په هغې کې يولړبدلونونه او تعديلونه رامنځته شوي دي . غونډې ته  طرحه کړ  اوڅرګنده يې کړه چې دملي بودجې په سقف کې دوزيرانوشورا  له پخواني پريکړې سره سم د ١٣٩١ کال  دانتقالي پروژو له حقيقي لګښتونو څخه رامنځته شوي ټولې ٦٣\١٢ مليارده افغاني تنقيص  چې  ١٣٩٢ کال ته ليږدول شوي دي  اودعادي بودجي دکسر حذف اودپرمختيايي بودجې په کسرکې  کمښت راغلي دي چې په دې صورت کې د ١٣٩٢ مالي کال دملي بودجې وروستۍ سقف   ٥٩/٣٥٣  مليارده افغاني  له دي جملې څخه  عادي بودجه  ٣٣/١٩٦  مليارده افغاني اوپرمختيايي بودجه  ٢٦/١٥٧  مليارده افغاني احتوا کوي .
دوزيرانوشورا  له هراړخيزو  خبرو وروسته د ١٣٩٢  مالي کال دملي بودجې دتائيدولوپه ترڅ کې دماليې وزارت موظف کړ چې دغونډي له يادونې سره سم دتصحيحاتوله واردولو وروسته دې ملي بودجه بشپړه کړي  اودتصويب په مقصد دې  دهيواد پارلمان ته وليږي .
وروسته دماليې وزير دجوس  دتوليدونکې  اميدبهار شرکت  اوفيض محمدناصري سراى  د ٣٨٣ دوکانونو دماليې دمعافيت په باب چې داورلګيدنې له امله زيانمن شوي دي   ، ددغه وزارت پيشنهاد غونډې ته طرحه کړ.
دوزيرانو شورا داميدبهار شرکت اودفيض محمد ناصري سراى ددوکانونو دماليې دورکړي معافيت  دڅلورو کلونو لپاره تصويب کړ.
ورپسې  دوزيرانوشورا دکورنيو چارو، دښارجوړولو دچارو  اودترانسپورت اوهوايي چلند وزيران اودملي امنيت  لوى رييس موظف کړل  چې دکابل دهوايي ډګر امنيتي   حريم  په هراړخيزه توګه مطالعه او خپله موافقه شوي طرحه دې  دتصميم نيولوپه مقصد ددوو اوونيو په دننه کې دوزيرانو شورا ته وړاندې کړي .
وروسته   دښارواليو دښاري خدمتونو دمحصول دراټولولو  دتطبيق  دوړاندې کولو په باب دکابل ښاروالۍ اودسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې اداري ګډ پيشنهاد دکابل ښاروال  له خوا غونډې ته طرحه شو.
دوزيرانو شورا دعدليې وزير ، دکنټرول اوپلټنې په چارو کې سلاکار وزير ، دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې اداري رييس اوکابل ښاروال موظف کړل چې دوزيرانو شورا دپريکړې په پام کې نيولوسره دې دښارواليو دعوايدو دراټولولو معقولي لارې چارې  په هراړخيزه توګه  دماليې اودسوداګرۍ اوصنايعو له وزارتونوسره په سلامشوره کې په هراړخيزه توګه مطالعه او وڅيړي اوخپله موافقه شوي طرحه کې په دوو اوونيو کې دوزيرانو شورا ته وړاندې کړي.
ورپسې  کابل ښاروال  دشلو مليونو ډالرو په ارزښت دکابل ښاروالۍ دساختماني کار دبهير  دګړندي کولو په مقصد دتخنيکي ماشين الاتو اوتجهيزاتو دپيرودنې وړانديز غونډې ته طرحه کړ . دوزيرانو شورا دماليې وزارت موظف کړ چې پيشنهادشوي پيسې دې تدارک اودکابل ښاروالۍ په واک کې دې ورکړي .
داجنداپه بله برخه کې داقتصاد وزير  دغاليو دصنعت دټيټيدو دمخنيوي په اړوند دموظف کميسيون طرحه په دې ډول غونډې ته وړاندې کړه :
١_ د ماليې وزارت دې دغاليو انتفاعي ماليه په سلو کې له شلو څخه لسو ته کمه کړي  چې  دغالي اوبدونکوپه اجوره کې زياتوالې راشي .
٢_  دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت  دې دغاليو داومو موادو ، ډيزاين  او دنورو مواردو  دبرابرولو په اړوند د غاليو دکېفيت  دلوړولو په لاره کې لازم تدبيرونه ونيسي .
٣_  دماليې وزارت دې په پرمختيايي بودجه کې  دجلال اباد او اندخوى  دغالي اوبدونکو دپارکونو دبشپړولو لپاره کافي پيسې  بيلې کړي .
٤_ دکورنيو چارو وزارت اوکابل ښاروالۍ دې  په کارته پروان کې دغاليو دصادرونکو  داتحاديې دملکېت ځمکه استر داد او ددوى په واک کې دې ورکړي.
٥_ په کابل ښارکې دې دغاليو نندارتون جوړشي ،  داوس لپاره  دکرنيز نندارتون  ترجوړولو پوري ، دغاليو دصنايعو متشبثين کولاي شي  خپل نندارتون دکابل په بادام باغ کې  جوړ کړي .
٦_ د ملي دفاع وزارت دې   دکابل ښار  په کمريو کې  دغالي اوبدلو دپارک داړتيا وړساحه  دسود اګرۍ اوصنايعو وزارت په وا ک کې ورکړي .
٧_  دماليې اودسوداګرۍ اوصنايعو وزارتونه دې   دڅه ناڅه لسو مليونو ډالرو کريديت  تراسانو شرايطو لاندې برابر اودغاليو دتوليدونکو دستګاو په واک کې ورکړي .
٨_  دکانونو وزارت دې  دخصوصي يا دولتي سکتور  له امکاناتو څخه په  استفادي سره  دسلو زرو  کېلوګرامو په ظرفيت په مزارشريف کې دکاستک سودا اودهايدرو کلورايد دتوليد فابريکه جوړه کړي .
٩_ دسوداګرۍ اوصنايعو  او دماليې وزارتونه  دې دځمکې دبرابرولو او دغالي اوبدلو دماشين الاتو دګمرکي  محصول دمعافيت په برخه کې اقدام  وکړي .
١٠_  دکرنې او اوبو لګولو وزارت دې  دغاليو  دتار دوړيو  دتوليد په لاره کې  دسپينو  وړيو دپسونو  دروزنې درواجولو په برخه کې لازم اقدام وکړي.
١١_ د ماليې وزارت دې دوارداتي  ماشيني غاليو ګمرکي محصول په سلو کې پنځوس زيات کړي .
١٢_  دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت دې دخپل وکالت التجاري  له لاري  دغاليو دبازار موندلو لپاره  په جدي اقداماتو لاس پوري کړي .
دوزيرانوشورا دموظف کميسيون طرحه تصويب کړه او اړونده وزارتونه يې دهغې په تطبيق موظف کړل .
دوزيرانو شورا د غونډې دکار په دوام دفوايد عامې وزير په دوه پاکټه تدارکاتي  چلند دتخنيکي پرمختيايي پروژو دڅيړنې په باب د جمهوري رياست دمقام دحکم دتحقق څرنګوالې  چې په لومړۍې ګام کې دداوطلبو شرکتونو تخنيکي آفرونه وڅيړل شي   اودتخنيکي ځواکمني له تثبيت وروسته  په وروستۍ ګام کې دهغوى مالي آفرونه  وڅيړل شي او ډيرټيټ ځواب ورکوونکي آفر ، ګټوونکي اعلام شي  غونډې ته طرحه کړ.
دوزيرانوشورا ددغې طرحې دتائيدولو په ترڅ کې دعدليې وزارت  اودکنټرول اوپلټنې په چارو کې دجمهوري رياست سلاکار وزير موظف کړل  چې دغه طرحه دې    دتدارکاتو دقانون په تعديلونو کې شامله کړي .
وروسته دبهرنيو چارو وزير دافغانستان داسلامي جمهوريت اودايران داسلامي جمهوريت ترمنځ دسرحدي سندونو اونښو نښانو دمدرنيزاسيون  په باب دموظف هيئت رپوټ  اوددغې پروژې دتطبيق په لاره کې دنهو مليونو ډالرو اجرا کولو وړانديز غونډې ته طرحه کړل .
دوزيرانو شورا دماليې وزارت موظف کړ چې  پيشنهادي پيسې دې  تدارک او دجيوديزي اوکارتوګرافي اداري په واک کې ورکړي .
دغونډي په  پاى کې دوزيرانو شورا  دسولې دشهيد پروفيسر استاد برهان الدين رباني دآرامګا دپروژې  جوړولو لپاره دکانکور داخيستلو په باب دموظف  کميسيون دوړانديز په اړوند په ساختماني ، تخنيکي ، کانونو، انرژي او اوبو په چارو کې دجمهوري رياست سلاکار  موظف کړ چې  دښار جوړولو دچارو ، کابل ښاروالۍ اودنورو اړوندو مراجعو دمهندسانو په همکاري دې  دشهيداستاد دمقبرې طرحه ډيزاين اود جمهوري رياست مقام ته دې وړاندې کړي .
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١١ :
دجمهوري رياست لومړى مرستيال نن په کابل کې دبريټانيا له سفير سره په کتنه کې دځينومسلو په باب خبري وکړي.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دجمهوري رياست  لومړى مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم په دې کتنه کې په هيواد کې حالت له هيلوډک وباله اوزياته يې کړه چې افغانستان په تيرولسو کلونو کې سخته  او  له لوړو  ژورو  ډکه لاره وهلې ده  اوپه دې بريالي شوي دي  چې د خلکو په ميړانه اودنړيوالې ټولنې  په مرسته په ټولو برخو کې ښه برياليتوبونه ترلاسه کړي .
دجمهوري رياست لومړى مرستيال يادونه وکړه چې دهرافغان او دولت مسووليت دي چې ددغو برياليتوبنو دفاع وکړي  .
دجمهوري  رياست  لومړى مرستيال په افغانستان کې په ٢٠١٤ کال کې دجمهوري رياست دانتخاباتو په باب وويل  چې په راتلوونکو دوو کلونو کې افغانستان له بهرنيوځواکونو څخه دامنيتي مسووليتونو ليږدول اودجمهوري رياست دانتخاباتو ترسره کول په مخکې لري  او موږبه په هوډمنه توګه هغه په قانوني ډول ترسره کړو .
په دې کتنه کې دبريټانيا دشاهي هيواد سفيرستاک وويل چې هيواد به يې تل دافغانستان دخلکو ترڅنګ پاتي شي او ددغه هيواد دپرمختګ اوترقي هيله لري.
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١١ :
افغان امنيتي ځواکونو په تيرو څلورويشتو ساعتوکې دهيواد په ځينو ولايتونو کې دعملياتو په ترسره کولو سره لس تنه طالبان و وژل اونهه تنه نوريې ونيول.
دکورنيو چارو  وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  دغه عمليات دکونړ، بغلان ، قندهار ، ميدان وردګو ، لوګر اوغزني دولايتونو په مربوطاتو کې  ترسره شول چې له امله يې لس تنه وسله وال طالبان و وژل شول او نهه تنه نوريې ونيول شول.


ددغو عملياتو په بهيرکې داتو کلاشينکوفونو ، يو پيکا، يو توغندي 
ويشتونکي ، دهاوان ، لسوماينونو اودوسايطو ضد دشپږو ماينونو په ګډون يوه اندازه سپکې اودرندي وسلې ، هم دافغان امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ديوبل خبرله مخې  دوه تنه طالبان پرون کله يې چې غوښتل  دهلمندولايت  دګرشک ولسوالۍ په واټ کې  يو ماين ښخ کړي  دخپل ماين دچاودنې له امله ووژل شول.
ديوبل خبرله مخې  د کابل د ١٠١  اسمايي زون دقوماندانۍ  پوليسو درې تنه دوژنې  په تور دکابل ښار داتمي اويوولسمې حوزي په مربوطاتو کې ونيول.

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ١١ :
قاضي القضات  نن دملګروملتودسازمان دسرمنشي   له ځانګړي  استازي  اوپه افغانستان کې دنړيوالې ټولنې دمرستوله همغږي کوونکې  سره  دکتنې په وخت کې په افغانستان کې دقضايي سيستم په باب  خبري وکړي .
دسترې محکمې يو خبرځاى باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي   دهيواد په قضايي نظام کې دظرفيت دلوړولو ، کاري  شفافيت  اوچټکتيا اوله اداري فسادسره دجدي مبارزي په باب خبري وکړي  او دښو قضايي خدمتونو دوړاندې کولو اوپه عدالت دخلکو دلاسبري دتامينولو په مقصد يې دمحکمو دامنيت دتامينولو  اوداساسي اړتياو دحل کولو په لاره کې دقضاييه قوې اقدامات بيان کړل
دغه راز قاضي القضات دنويو قاضيانو دجذب اوټاکنې له لاري دهيواد دناامنوولسواليو دمحکمو دفعال ساتنوپه برخه کې دقضايه قوي دتياري اودغه راز  دقضايه قوې دملي لومړيتوب لرونکو پروګرامونو يادونه وکړه او زياته يې کړه  چې دهيواد قضايه قوه ددولت   دنورو ارګانونوپه شان دافغانستان دولتي مرکزونو ته دملي مسووليتونو دبشپړې ليږدونې دبهيرملاتړ کوي اوپه همدي  مقصد بشپړتياري لري  چې  له شرايطو او حالاتوسره سم دقانونيت دټينګښت اودقضايې عدالت دتامينولو په تګلوري کې اوچت ګامونه واخلي  اوپه دې لاره کې به  له شک پرته له نورو عدلي او امنيتي ارګانونو اوله ملي اونړيوالو مرکزونو اوپه تيره بيا په کابل کې ديوناما دقانون دواکمني دټينګښت له دفتر سره  همغږي زيات ارزښت ولري .
وروسته  په کابل کې دملګروملتودسازمان دسرمنشي داستازي مرستيال مارک باودن  څرگنده کړه چې دملګروملتوسازمان دافغانستان له دولت اودهغه  دحکومتوالې له نظام سره همکار دي  اودامنيت دتامينولو، دقانون دواکمني دټينګښت او  دښه  همغږي کوونکې په توګه دافغانستان دقضايه قوې په ګډون له دولت  او له نورو دولتي مرکزونوسره دسولې دفضا دبرابرولو  په خاطر عمل کوي اوله  ٢٠١٤ کال وروسته  دافغانستان په پرمختيايي پروګرام کې به دمرستو د همغږي  کميټې له لاري دقضايه قوي دپروګرامونو ملاتړ هم وکړي .
ديادونې وړ ده چې  په دې کتنه کې دسترې محکمې غړى ډاکتر عبدالملک کاموي اودقضايه قوي داداري عمومي آمر ډاکتر عبدالله عطايي هم برخه لرله.
 

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ١١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي له خوا ولاحضرت شيخ جابر المبارک الصباح په نامه دکويټ دصدراعظم په توګه دده دټاکل کېدو له امله  دغه هيواد ته دمبارکې پيغام ليږل شوي دى .
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى باختراژانس ته وويل  په پيغام کې ويل شوي دي اجازه راکړي  دافغانستان دخلکو په استازيتوب  دکويټ  دصدراعظم په توګه ستاسو دټاکل کېدو له امله تاسو ولاحضرت ته مبارکې ووايم.
بشپړ باور لرم دهغه علم اوتجربې له مخې چې تاسو يې لري دغه مهم مسووليت دپخوا په شان په بشپړبرياليتوب سره پرمخ بيايي .
هيله لرم دافغانستان اوکويټ ترمنځ دوستانه اړيکې زياته پراختيا او وده ومومي.
دلوى خداى  ج  له دربار څخه تاسو ولاحضرت ته دروغتيا اوبرياليتوب اودکويټ  وروڼو خلکو ته دنيکمرغي اوسوکالي هيله کوم. پاي \ج\ ذ 
افق شرق  خپله  لومړني الوتنه بدخشان ته پيل کړه
٣٠ - کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١١ :
دلومړۍ ځل لپاره دافق شرق  دهوايي شرکت يوه مسافروړونکې الوتکه له درې څلويښتو تنو سپرليوسره دبدخشان ولايت دفيض اباد په هوايي ډگرکې راښکته شوه.
دبدخشان والي شاه ولي الله اديب دباختراژانس خبريال ته وويل دفيض اباد ښار ته دافق شرق دهوايي شرکت  دالوتکې  الوتنه دبدخشان خلکوته يوه ښه هيله ده اودهغه دپيل هرکلي  کوي .
دبدخشان والي ددغه شرکت له مسوولينو څخه وغوښتل چې  دسپرليو په کرايه کې تخفيف چې ٤٤٠٠ افغاني دي  اقدام وکړي  ځکه دغه پيسې  ددغه ولايت دخلکو له توان څخه لوړ دي .
داستازو دمجلس غړي فوزيه کوفي او شاه عبدالاحد افضلي هم په سپرليو کې وو.
هغوى هم دافق شرق دهوايي شرکت ددغه اقدام له امله قدرداني وکړه.
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١١ :
دنويد په نامه دافغان اوايساف دځواکونو عمليات پرون دبغلان ولايت داندراب په درې ګونو ولسواليو کې پيل شول.
دبغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شيرزاد باختراژانس ته وويل دغه عمليات پرون دملي اردو ، ملي پوليسو  اودايساف  دځواکونو له خوا داندراب په دريو ولسواليو کې پيل شوي دي .
شيرزاد ددغو عملياتو هدف له وسله والو ډلو او غيرمسوولو کسانو څخه ددغو
ولسواليو   دکليو اوبانډو پاکول  وبلل چې په دغو سيمو کې دستونزو او نااراميو سبب شوي دي .
ده زياته کړه چې دغيرمسوولو وسله والو کسانو شتون دقانون دتطبيق اوددغو ولسواليو  دبيارغاونې  دبهير په وړاندې مهم خنډ و.
دغه راز دده صلاح ولسوالۍ دکوتل مرغ دکلي دشورا رييس شمس الدين دعملياتو دپيل له امله  دهرکلي په ترڅ کې وويل دغير مسوولو کسانو اوپه تيره بيا له وسله والو ډلو څخه دوسلو راټولول  دبيارغاونې اوددغو ولسواليو  اوسيدونکو ته دسوله ييز ژوند  زمينه برابروي.
ديادونې وړ ده چې دامنيتي ځواکونو  اوپه تيره بيا دپوليسو له خوا دفشار په راوړلو سره دغيرمسوولو ډلو مشرانو پرون دلومړۍ ځل لپاره دبغلان دوالي سلطان محمدعبادي  په شتون دغيرمسوولو کسانو دشتون په باب خبري وکړي او ددغې ستونزې په لري کولو کې يې دهمکاري ژمنه وکړه.
 

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ١١ :
په هلمند ولايت کې څلور تنه طالب ماين ښخوونکې دخپلو ماينونو دچاودنې له امله ووژل شول.
دغه ماين ښخوونکې پرون دګرشک ولسوالۍ په دوو سيمو کې کله يې چې غوښتل  په ګڼ ميشتو لارو کې  ماينونه ښح کړي دماينونو دچاودنې له امله ووژل شول.
دهلمنددوالي ويندوي احمدزيرک باختراژانس ته وويل چې طالبانو غوښتل په عامه لارو کې په ماين ښحولو سره دسيمې په اوسيدونکو اودښوونځيو په زده کوونکو بريد وکړي.
ويل کېږي ددغو چاودنو له امله دسيمي خلکو ته زيان نه دى اوښتي .
دهلمند ولايت په ګرمسير ولسوالي کې په يوه بله پيِښه کې يوملکې وګړي دماين دچاودني له امله  ووژل شو .
دغه ماين دوسله والو طالبانو له خوا په يوه ګڼ ميشته لاره کې ځاى پرځاى شوي و.
په همدي حال کې په هلمند کې افغان ځواکونه وايي چې پرون دطالبانو له خوا ددولسو ايښودل شويو ماينونو په کشفولو بريالي شوي دي .
په افغانستان کې  وسله وال طالبان زياتره په ګن ميشتولارو کې دماينونو په ښخولو لاس پوري کوي هغه ماينونه چې دچاودنې له امله يې زياتره ملکې وګړي قرباني کېږي .
 

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ١١ :
دافغانستان دبهرنيو چارو دوزير ډاکترزلمي رسول له خوا دنوي عيسوي کال له امله دځينو هيوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو په نامه دمبارکې  جلاجلا پيغامونه ليږل شوي دي.
دباختراژانس دخبرله مخې  په دغو پيغامونو کې چې دکولمبيا دبهرنيو چارو دوزيرې  مارياانخيله اولګين ، داستراليا دبهرنيو چارو دوزير باب کار ، دنوي زيلاند دبهرنيو چارو دوزير موري مکول ، دبرازيل فدراتيف دبهرنيو چارو دوزير انتونيودي اګو پارپتريوته   د دومنيکېن جمهوريت  دبهرنيو  چارو دوزير کارلوس موراليس ترونکو سو ، دمکسيکو جمهوريت دبهرنيو چارو دوزير خوشي انونيو مناده او دارجنتاين  دبهرنيو چارو دوزير هيکتورسارکوس تيمرمن په نامه ليږل شوي دي دنوي  عيسوي کال له امله دښو مبارکېو دڅرگندولو ترڅنګ دافغانستان او ددغو هيوادونو ترمنځ داړيکو په پراختيتا باندې ټينګار شوي دي.