28 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پيغام

پيغام

کابل/ د کب ٨ مه/ باختر د ملي امنیتي ځواکونو د...

طالبانو په سرپل کې ملکي کسان آزاد کړل

طالبانو په سرپل کې ملکي کسان آزاد کړل

-کابل/ د کب ٨ مه/ باختر په سرپل ولايت کې ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل \ باختر  د چنګاښ ٢٤ :
د دايکندي ولايت په خديرولسوالۍ کې  په يوه ترافيکي پيښه کې اته تنه ديني عالمان شهيدان شول.
دغه پيښه پرون مازيګر د خدير ولسوالۍ د پشت روق په سيمه کې رامنځته شوه او علت يې د سړک خرابوالى او د موټر چلوونکى بې احتياطي بلل شوې ده.
د دايکندي ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې آمر سمونوال نوروزعلي باخترآژانس ته وويل: دغه عالمان چې د روژې د مبارکې مياشتې د فرايضو د تبليغ په مقصد دکيتي او خديرولسواليو ته روان وو؛ د دوى دسپرلۍ تونس موټر په پشت روق سيمه کې له سړک څخه ووت او چپه  شو او دغه عالمان شهيدان شول.

کابل \ باختر  د چنګاښ ٢٤ :
دسمنګانو ولايت د بر دره صوف ولسوالۍ د ډبرو دسکرو دکانونوعوايد د روان کال په لومړيو دريو مياشتوکې دتيرکال دهمدې مودې په پرتله په سلوکې پنځه څلويښت زيات شوي دي.
دسمنګانو د والي د دفتر مطبوعاتي دفتر مسوول محمدصديق عزيزي وايي: د سمنګانو ولايت د ډبرو د سکرو دتصدۍ نمايندګي د تيرکال په لومړيو دريو مياشتوکې ددغه ولايت د بر دره صوف له کانونوڅخه د ډبرو سکرو دپلورنې له پلوه درې سوه اتلس مليونه شپږسوه زره افغانۍ ترلاسه کړې وې چې دغه اندازه د روان کال په همدې موده کې څلور سوه اووه شپيته مليونه سلو زرو افغانيو ته لوړه شوې ده چې د تيرکال په پرتله يوسلو نهه څلويښت مليونه افغانۍ زياتوالي ښيي.
ده د ډبرو سکرو دعوايد د لوړوالي علت دقانون تطبيق ، کاري شفافيت ، د دولتي ادارو له مسوولينوڅخه دپوښتنې دکچې لوړول، د دره صوف _ مزارشريف  د سړک پخول، د امنيت تامينول اود لګښتيانو زياته غوښتنه وبلله، ويې ويل چې دغه پيسې يواځې له دوو کانونوڅخه چې د دهانه تور او د شباشک کانونه پکې  شامليږي؛ ترلاسه شوي دي. خو ددغې ولسوالۍ د دوو سيمو د ډبرو سکرو دکانونو او د روى دوآب ولسواليو دکان عوايد چې خصوصي سکټور ته  په اجارې ورکړي شوي دي؛ شامل نه دي .
له بلې خوا هم د بر دره صوف ولسوال احمدعلي حسيني دکار د ځواک لپاره د مصروفيت نشتوالي د ډبرو سکرو دعوايدو د زياتوالي لپاره يوبل علت وباله او ويې ويل: دغه موضوع د دې سبب شوې ده چې د تيروکلونو په پرتله په روان کال کې زيات شمېرکارګران په کار وګومارل شي اوله بله پلوه هم دتيلو اوګازو په ګډون د سون د موادو د بيو لوړوالي د دې سبب شوى دى چې زياتره لګښتيان د خښتو د پخولو په داشونو، آهنګري  او د اوسپنې د ويلي کولو په کوچينو فابريکوکې د ډبرو سکاره  وکاروي  .
دى وايي: همدا اوس له دغه کان څخه نږدې څلور سوه بار وړونکي وسايط د ډبرو سکاره د بلخ، کابل ، جوزجان ، کندز، بغلان ، خوست او د ننګرهار د ولايتونو او آن پاکستان ته ليږدوي.
حسيني زياته کړه: د يو ټن ډبرو سکرو بيه چې د دولتي کارګرانو له خوا راايستل کيږي؛ دوه زره افغانۍ ده اوهغه سکاره چې  وګړنيو کارګرانو له خوا له شخصي تونلونوڅخه ايستل کيږي؛ يو ټن يې د تصدۍ  د مسوولينو له خوايو زرو پنځه سوه افغانۍ محصول کيږي .
په همدې حال کې يوشمېر موټرچلوونکي چې له دغه کانونو څخه د ډبرو سکاره  ليږدوي؛ له خپل کار څخه خوښ دي .
دکاماز موټر چلوونکى محمدکريم چې ديرش ټنه د ډبرو سکاره يې له شباشک کان څخه ليږدولي او د ايبکوښار په مارکيټ کې يې پلوري وويل:  ماتيرکال په مياشت کې له دوو څخه تر درې ځلو پورې سکاره ليږدول، خو سږکال سکرو ته غوښتنه زياته شوې ده او اوس په مياشت کې له څلورو څخه ترشپږو ځلوپورې سکاره ليږدوم.
ده وويل: که چيرې د ايبکو _ دره صوف سړک پوخ شي؛ عوايد نور هم زياتيږي.
دکانونو د مسوولينو دمعلوماتوله مخې: په افغانستان کې د ډبرو سکاره دکمربند په ډول د بدخشان ولايت له غرنيو سيمو څخه نيولي تر تخار، بغلان، باميانو، سمنګانو اوسرپل پورې په بيلابيلو طبقوکې غځيدلي دي او دهرات له سبزک  کان سره نښلول کيږي.

کابل \ باختر  د چنګاښ ٢٤ :
په هرات ولايت کې د فوتسال سياليو تيرماښام په دوو لوبو سره دوام وکړ .
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا باخترآ ژانس ته وويل: په لومړۍ لوبه کې د دوستانو ټيم دعمران ټيم په وړاندې په  زړه پورې لوبه وکړه چې لوبه  د لسو په مقابل کې په ١٥سره دعمران ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
دغه راز په بله لوبه کې د (ال جي) ټيم د څلورو په مقابل کې په اووه سره د اتحادټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ د رمضان دجام په نامه دڅلور شپيتو ټيمونو ترمنځ دشهيد ميرويس صادق په جمنازيوم کې پيل شوې دي.

کابل \ باختر  د چنګاښ ٢٤ :
د افغانستان د (آى ټي اف) د تکواندز ورزشکاران د تکواندو د نړيوالو سياليو په  اتلسم پړاوکې دګډون په مقصد نن بلغاريا ته لاړل.
د المپيک دملي کميټې دخپرونو مسوول سيمع دره يي باخترآژانس ته وويل :
د تکواندو نړيوالې سيالۍ ټاکل شوې ده د نړۍ دڅه دپاسه ديرشو هيوادونو د لوبغاړو  په ګډون  د اتو ورځو لپاره دبلغاريا په صوفيه ښارکې ترسره شي.
د دره يي دڅرگندونوله مخې: په دغوسياليوکې له افغانستان څخه نهه تنه ورزشکاران ، څلور هيتونه او ښوونکي ګډون کوي.
د يادونې وړ ده چې د المپيک دملي کميټې لوي رييس ظاهر اغبر له دغو ورزشکارانو سره په کتنه کې د هغوى د برياليتوب د هيلې په ترڅ کې هغوى د اخلاقو او انضباط مننې رعايتولو ته راوبلل او ويې ويل چې افغان ورزشکاران بايد په  هرځاى کې د اخلاقو بيلګه  وي .

کابل -باختر  د چنکاښ د مياشتې ٢٣:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥، ټيټه ١٨
هرات- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠،  ټيټه ٢٥
جلال آباد- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٣٠
قندهار- آسمان  شين، د تودوخې لوړه ٤١ ، ټيټه ٢٣
مزارشريف- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه  ٤٢، ټيټه ٣٠
کندز- آسمان  شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٢٤
غزني- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٣ ، ټيټه ١٣
باميان- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٢ ، ټيټه ١٣
فيض آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥، ټيټه  ١٦
شمالي سالنګ- آسمان شين، دتودوخې لوړه درجه ١٨، ټيټه  ٩
جنوبي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٥، ټيټه ١٣
  شبرغان - آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤١، ټيټه ٢٨
فراه- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٤٢ ټيټه ٢٧
خوست- آسمان شين، ، د تودوخې لوړه درجه ٣٩، ټيټه ٢٨
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٣٦ ، ټيټه ١٨
لښکرګاه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٣، ټيټه ٢٧
جبل سراج-اسمان شين ،ددوخې لوړه درجه ٣٥-ټيټه ٢٢
په کابل کې به سبا لمرپه ٤ بجو او ٣٧ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٧بجو او ٣ دقيقو ولويږي . 

زرنج_باخترد چنګاښ دمياشتې٢٤:
د نيمروزولايت دعامې روغتيا رياست دوه تنه واکسيناتوران پرون له غرمې مخکې د وسله والوکسانوله خوا وتښتول شول.
د ملي امنيت د رياست يوه اړونده خبرځاى باخترآژانس ته وويل چې د نيمروز ولايت دعامې روغتيا رياست دوه تنه واکسنياتوران چې د واکسين د تطبيقولوپه مقصدددغه ولايت د چخانسور ولسوالۍ دورکلي ته تللي وو؛ د وسله والوکسانوله خوا وتښتول شول.
ده وويل: تراوسه پورې د تښتولو انګيزه نه ده څرګنده او طالبانو واکسيناتوران نامعلوم ځاى ته ليږدولي دي.
پوليسو ددغو روغتيايي کارکوونکو د موندلولپاره عمليات پيل کړي دي، خو تر اوسه پورې د دوى د برخليک په باب خبرنه دى ترلاسه شوى.

Monday, 15 July 2013 07:20

د اسعارو بيه:

کابل\باختر\دچنکاښ د مياشتې ٢٤:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې د افغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په 10 57/  افغانيو پلورل په  57/20افغانيو
يوانګليسي پونډ پيرودل په 40  85 /افغانيو پلورل په  85 /50افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 50/ 15 افغانيو پلورپه 60 / 15 افغانيو
يوه يورو پيرودل په 30 74/ افغانيو پلورل په   74 /40  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  15 15/پلورل 15/20 افغانيو
زرهندي کلدارې پيرودل په 960 افغانيو پلورل په 970 افغانيو
زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  560افغانيو پلورل په 561 افغانيو
زر ايراني تومان پيرودل په 17/60  افغانيو پلورل په  17/70 افغانيو.

کابل _ باختر د چنګاښ د مياشتې ٢٤:
د حج او اوقافو وزارت دکابل ښار د اړوندو ناحيو د روژه ماتې او سپيده داغ وختونه مشخص کړي دي.
باخترآژانس د حج او اوقافو وزارت دخبر له مخې، نن په کابل ښارکې د روژه ماتې  وخت د ماښام (٠٧:١٣)  او د سپيده داغ وخت د سحار (٠٣:١٠) مشخص شوى دى.

کابل باختر د چنګاښ دري ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست مبارز راشدي  نن ددغه وزارت ديو شمير رييسانو په ملګرتيا دهيواد دنامتو ژورناليست اوليکوال محمد قسيم اخګر پوښتنه وکړه .
محمد قسيم اخګريوه موده کيږي چې ناروغ دى او يوځل داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له لارې ددرملنې په مقصد چين ته استول شوي و .
دباختراژانس دخبر له مخې ، راشدي دپوښتنې په وخت کې استاد محمد قسيم اخګر په وروستيو دريو لسيزو کې په ځوانانواو رسنيو اغيزمن شخصيت وباله  او ويې ويل چې استاد اخګر له هغو کسانو څخه دى چې له قدرت او پانګې سره يې مخه ښه وکړه اوخلکو ته يې مخه وکړه .
ده دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير ډاکتر سيد مخدوم رهين پيغام استاد ته ورساوه  اوويې ويل چې داړتيا په صورت کې به بيا هم داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ستاسوددرملنې په برخه کې غفلت  ونه کړي .
دغه راز قسيم اخګر په پاى کې  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دپاملرنې له امله قدرداني وکړه .

کابل\باختر\دسرطان ٢٣
دجمهوري رياست لومړى مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم نن له غرمې وروسته د خپل کار په دفتر کې په کا بل کې دسعودي عربستان دشاهي هيواد له نوى سفير مسفرعبدالرحمن ال غاصب سره وکتل اوددواړو هيوادونو دعلاقې وړ مسئلو په باره کې يې ورسره خبرې وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دى کتنه کې د جمهوري رياست لومړى مرستيال ددواړو هيوادونو سعودي عربستان او افغانستان ترمنځ اړيکې ، خاصې اړيکې وبللې او زياته يې کړه چې دغه اړيکې زموږ دديني باورونو او اعتقاد پربنسټ  تکيه لري .
دجمهوري رياست لومړى مرستيال زياته کړه موږ هيله لرو چې دحرمين شرفين خادم په افغانستان کې دسولې اوثبات د تا مينولو لپاره له بل هروخت څخه زيات مخکښ شي او په دې لاره کې رول ولوبوي .
په دى کتنه  کې په کا بل کې دسعودي عربستان دشاهي هيواد نوى سفير ښاغلي مسفرعبدالرحمن ال غاصب هم هيله وکړه چې افغانستان سولې اوثبات ته ورسيږي ده زياته کړه چې دسعودي عربستان دولت او خلک د افغانستان د خلکو زيات درناوي کوي
ده دغه راز د افغانستان له دولت څخه وغوښتل هغه خنډونه چې په کا بل ښار کې ديوستر اسلامي مرکز د جوړولو کار دپيل مخه نيسي ، لرى کړي چې دغه پرو ژه عملي شي