16 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه تنه په فراه کې د ماین په چاودنه کې ووژل شول

پنځه تنه په فراه کې د ماین په چاودنه کې ووژل شول

فراه /باختر /دوږی ۲۵ په فراه کې پنځه تنه د ښخ...

اووه طالبان په فاریاب کې ووژل شول

اووه طالبان په فاریاب کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه د درېيو سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون...

په میدان وردګو کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو

په میدان وردګو کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه د طالبانو یو قوماندان تېره شپه په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

انقره \ نيوز نو \  باخترمرغومي دمياشتې  ٧ :
د سوريې د اردو يو جګپوړى قوماندان ترکيې ته تښتيدلى دى او د دولت له مخالفو ځواکونوسره يو ځاى شوى دى .
جنرال عبدالعزيز الاشلال په هغې وينا کې چې د العربيه ټلويزيوني شبکې له لارې خپره شوه؛ وويل: د سوريې د اردو له خوا دملکي وګړو د وژل کيدو په دليل له خپل هېواد څخه تښتيدلى دى .
د الاشلال دڅرگندونوله مخې: د اردو ماموريت د سوريې د ملت ساتنه ده، خو د سوريې اردو  اوس  ددغه هيواد په کليو اوښارونو کې دخلکو د وژنې په شبکې بدله شوې ده .
د سوريې د دولت مخالفين وايي چې جنرال الاشلال  په سوريه کې د نااراميو له پيل څخه  په پټه توګه له دوى سره همکاري لرله .
د وروستيو رارسيدلو خبرونوله مخې: د سوريې دولت ددغه هيواد په شمال کې وايي چې د دولتي ځواکونو د هاوان د ډزو له امله دشلو تنو ماشومانو په ګډون، څلويښت تنه وژل شوي دي .

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ٧ :
په سالنګونو کې د واورې له اورښت سره سره د سالنګ لويه لاره دترافيکو پرمخ پرانستې ده .
دسالنګ د لويې لارې دساتنې او څارنې مسوولين وايي: تراوسه پورې دکومې پيښې خبر نه دې ترلاسه شوې .
د سالنګ د لويې لارې د ساتنې اوڅارنې آمر جنرال  رجب باختراژانس ته خبرورکړ: له تيرې شپې را په دې خوا په سالنګونوکې د واورې اورښت دوام لري .
ده زياته کړه: د سالنګ د لويې لارې د ساتنې اوڅارنې کارکوونکوپه خپلو پرله پسې هلوځلوسره د سالنګ لويه لاره دترافيکوپرمخ پرانستې ساتلې ده او دناڅاپي پيښو او د لارې دتړل کېدو د مخنيوي په مقصد، څلويښت فوټه لوړ توناژ وسايط په دې لاره کې دتګ راتګ اجازه نلري .

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ٧ :
امنيتي ځواکونوپه تېرو څلرويشتو ساعتوکې د هېوادپه بېلابېلوسيموکې چاڼيزعمليات ترسره کړل او له امله يې يوولس تنه وسله وال طالبان ونيول او يوه زياته اندازه  چاوديدونکي يې ترلاسه کړل.
دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
افغان امنيتي ځواکونو او د ايتلاف قوتونوپه تېرو څلرويشتو ساعتوکې دننګرهار ، لغمان، پروان، هرات، غور، فارياب، جوزجان، قندهار، غزني، هلمند  او د نيمروز د ولايتونو په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړل چې له امله يې يوولس تنه طالبان ونيول او يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل، پنځوس کڅورې چاوديدونکي توکي ، د وسايط ضد شل ماينونه ، څلور لاسي بمونه ، د هاوان اووه ماينونه ، څلور سوه اتياکيلوګرامه نشه يي توکي او نهه ويشت کيلوګرامه هيروئين ترلاسه کړل.
د يوبل خبرله مخې: د کورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونوسره د مبارزې د رياست منسوبينو پرون څلور تنه له څلورسوه زغره والو واسکټونوسره  دکابل ولايت په مربوطاتوکې ونيول .
دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: په نيول شويو کسانو تور لګول شوى دى چې دغه واسکټونه يې په يو لنډکروزر موټر اوپه يو مازدا موټرکې ځاى پرځاى کړي و چې دپغمان ولسوالۍ د قلعه حيدر خان په ساحه کې ونيول شول .
په همدې  حال کې دکابل د هوايي ډګر سرحدي پوليسو پنځه تنه  دجعلي پاسپورټ  د لرلو په تور نيولي دي.

قاهره \ بي بي سي  نيوز \  باخترمرغومي دمياشتې  ٧ :
دمصر جمهور رييس وايي: هېواد يې نوى پيړۍ ته رسيدلي دي او د ډاډ منې او باثباته ر اتلوونکې په لور  د يون په حال کې دي .
محمدمرسي چې دمصر د جنجالي نوى اساسي قانون له تائيدوروسته په ټولپوښتنه کې  خبرې کولې؛ ټينګار وکړ چې اوس هدف يې د اقتصاد سمون دى
مرسي دخپلو خبرو په دوام چې دمصر د دولتي ټلويزيون له لارې خپريدې وويل  چې ددغه هيواد له نوى اساسي قانون سره مخالفت، د دموکراتيکې او سالمې ټولنې دشتون څرگندوى دى.
ده ټولو سياسي اړخونو ته په ملي خبرو کې دګډون بلنه ورکړه.
دمصر دجمهوررييس د يوشمېر مخالفو ډلو په ګډون، دملي ژغورنې جبهې د ده  غوښتنه رد کړه او ويلې يې دي چې له ټولو دموکراتيکو وسايلو څخه په استفادې سره ښايي له نوى اساسي قانون سره مخالفت ته دوام ورکړي.

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ٧ :
په هرات کې يوې محکمې يو سړى په يو اته کلن ماشوم د تيرى په تور په اته کاله بند محکوم کړ .
په دغه سړى تور لګول شوى دى چې څه موده مخکې يې يو ماشوم په هرات کې  له وهلو او ډبولو وروسته جنسي تيرى کړى دى.
قضاوتپوه غلام رسول منصور چې ددغې محاکمې مشرتوب په غاړه درلود؛ باختراژانس ته وويل چې دوى د دوسيې  او د موجودو سندونو اوشواهدو له څيړنې وروسته، دغه سړى په يو اته کلن ماشوم د تيرى مجرم وباله او په اته کاله بند يې محکوم کړ.
تورن دځان پرخلاف پريکړه رد کړه او د تميز غوښتنه يې وکړه.
د يوبل خبرله مخې : په  هرات ولايت کې يوسړى دخپلې ميرمنې د وهلو او ډبولو اوفحشا ته د اړ ايستلو په تور په اووه کاله بند محکوم شو.
په دغه سړى تورلګول شوى دى چې په وار وار خپله ميرمن يې په وهلو او ډبولو اوځورونې سره فحشا ته اړايستلې ده .
ددغه سړى ميرمن نن محکمې ته حاضره شوه او د خپل ميړه پرخلاف يې شاهدي ورکړه .
دې دقضائيه هيئت په وړاندې وويل چې په لسګونو ځلې په دې دليل چې دخپل ميړه په غوښتنه يې فحشا ته  غاړه نه ايښودله؛  ځورول شوې ده .
قضاوتپوه غلام رسول منصور چې د دغې محاکمې مشرتوب يې په غاړه درلود؛ باختراژانس ته وويل چې قضايي هيئت د دوسيې، سندونو او شواهدو او ددغه سړى دميرمنې دڅرگندونوله اورېدو وروسته، دى په اووه کاله بند محکوم کړ.
دغه سړى دځان پرخلاف لګول شوي تورونه ردکړل او له محکمې څخه يې دتميز غوښتنه وکړه.

انقره \ دروسيي غږراډيو \  باخترمرغومي دمياشتې  ٧ :
په سوريه کې د حالاتو له خړ پړتيا وروسته، ترکيې د امريکا له متحده ايالاتوسره  دترکيې دهوايي پوځ دجنګي الوتکو دسمبالولو لپاره له هوا څخه هوا ته  د يو سلو اوولسو  توغنديو د پلورنې غوښتنه کړې ده .
دامريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزارت مقاماتو ددغه ټکى دڅرگندولو په ترڅ کې ويلې دي چي دغه  وزارت ښايي په ترکيې د يو سلو څلويښتو مليونو ډالرو اړوند سايدويندرتوغنديو او تجهيزاتو پلورنه د امريکا دمتحده ايالاتو کانګرس ته وړاندې کړي دي .
د ا مريکا ددفاع وزارت مقاماتو ډاډ ورکړ چې په ترکيې دتوغنديو احتمالي پلورنه به  په سيمه کې پوځي انډول ګډوډ نه کړي.

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ٧ :
دبدخشان ولايت يوفرهنګي اوټولنيز شخصيت  عبدالواحدرشته  په حق ورسيد.
د بدخشان ولايت ټولنيز شخصيت ، شاغر اوليکوال عبدالواحدرشته له نن ورځې څخه  ٩٥ کاله  مخکې په فيض اباد ښارکې ده دخپل ژوندانه اوږدو کې په فرهنګي او ټولنيزو برخو کې زيات اوګټور کارونه ترسره کړل او د سولې د عالي شورا غړيتوب يې ترلاسه کړ.
د استاد رشته  ليکنې پنځه څلويښتو زرو بيتونو ته ر سيږي .
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين په داسې حال کې چې ددغه شاعر او فرهنګي شخصيت دمړينې له  امله خپګان څرگند کړ؛ د ده مړينه يې يوه ادبي ضايعه وبلله او د متوفى کورنۍ، دبدخشان ادب پالو خلکو او د هېواد ټولو فرهنګيانو ته  د ډاډګيرنې مراتب  څرگندکړل.
ټاکل شوې ده د ارواښاد عبدالواحدرشته  جنازه سبا دبدخشان ولايت په مرکز فيض اباد ښارکې خاورو ته وسپارل شي .

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ٧ :
د فرانسې دکورنيو چارو وزارت مقاماتو اعلام کړي دي چې يوشمېر هغوافغانانو ته چې په افغانستان کې له فرانسوي مرکزونوسره دکارسابقه لري؛ په دغه هيواد کې د استوګنې اجازه ورکوي .
باختراژانس د نړيوالو خبرځايونو له خولې  خبر راکړ:
د فرانسې د دولت دغه تصميم په داسې حال کې نيول کيږي چې دغه هيواد په افغانستان کې خپل پوځي شتون  پاى ته رسولى دى .
په افغانستان کې دفرانسې دپوځي شتون په بهيرکې  چې  دمرستندويو لوژستيکي مرستو او د فترونو له جوړولو سره جوخت وو، يوشمير افغانان په دغو موسسو کې په کار وګومارل شول.
اوس د فرانسې د کورنيو چارو وزارت مقامات وايي  چې د دغو موسسوهغو افغان کارکوونکو ته چې له ٢٠١٤ کال  وروسته خپل ژوندپه افغانستان کې په خطرکې ويني؛ په فرانسه کې د استوګنې ويزه ورکوي او دې ته چمتو دي چې هغوى دفرانسوي اتباعو په توګه ومني .
د فرانسې دکورنيو چارو وزارت د مقاماتو دڅرگندونوله مخې: دغه هېوادبه په  لومړي ګام کې اتيا تنو افغانانو ته داستوګنې ويزه ورکړي .
مخکې له دې امريکا، کاناډا، استراليا او يوشمېر نورو لويديځو هيوادونو ويلي دي؛ هغو افغانانو ته چې په دوى پورې په اړوندو موسسوکې دکار سابقه لري  د استوګنې ويزه ورکوي.
دغه حرکت په افغانستان کې د مغزونو د تيښتې لپاره  د زمينې برابرول تعبيروي  او د شهيدانو، معلولينو ، کار او ټولنيزو چارو وزارت يوه مقام ويلى و چې بايد    له ٢٠١٤  کال وروسته په هېواد کې ذهنيت مغشوش نه شي.
په داسې حال کې چې د افغانستان دولت ددغه شان کسانو  په مصوونيت او هغوى ته په کارموندلوکې ژمن بولي .

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ٧ :
په هرات کې يوې محکمې يو افغان پوځي وسله والو طالبانو ته دجنګي وسايلو د برابرولو په تور په اته کاله بند محکوم کړ .
دغه سړى چې ويل کيږي د هرات ولايت په شينډنډولسوالۍ کې دسيمه ييزو پوليسو سرتيرى و؛ په يوه توطيه کې څوميله سپک او درانده جنګي وسايل طالبانوته پريښى و .
قضاوتمل ډګروال عبدالله چې ددغې پوځي محکمې مشرتوب په غاړه درلودباخترا ژانس ته وويل چې قضايي هيئت د دوسيې او د سندونو اوشواهدو له څيړنې وروسته دغه افغان پوځي ته د اته کاله بند حکم صادرکړى دى.
تورن سرتيرى د محکمې پريکړه عادلانه ونه بلله. په همدې حال کې قضاوتمل عبدالله وايې چې تورن کولاى شي د محکمې د پريکړې د ردولو په صورت کې د تميز  غوښتنه وکړي.

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ٧ :
دملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي چې دطالبانو د ډلې يو قوماندان دپکتياولايت  دځاځيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شو.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
دملي اردو دخاصې قطعې منسوبينو د طالبانو دډلې يو قوماندان چې دپکتياولايت په مربوطاتو کې دځانمرګوبريدونوپه سازمان ورکولو ، په واټونو کې ښخولو ، ترويرستانوته دچاوديدونکو توکوپه برابرولو  او په امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو د بريدونو په تنظيمولوکې اساسي رول درلود؛ دپکتياولايت دځاځيوولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شو.
د دغه قوماندان له نيول کيدو سره جوخت، يوشمير افراد يې هم ونيول شول.
دا په داسې حال کې ده چې دطالبانو د ډلې يو بل قوماندان له يوتن ملګرۍ سره يې  دهلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې ونيول شو.
ديوبل خبرله مخې: دملي دفاع  وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر وايي چې دملي اردو يو عسکر د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ په مربوطاتوکې دماين دچاودنې له امله و وژل شول.