23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – دمرغومې اوولسمه :
څو تنو ځانمرګو بريد کوونکو څو شيبې مخکې دقندهار ولايت دسپين بولدک ولسوالۍ دسيمه ييزې شورا په ودانۍ بريد وکړ ويل کيږي چې دغو يرغلګرو لومړۍ ددغه شورا دودانۍ  په ساتوونکو ډزې وکړى او  وروسته  ودانۍ  ته ننوتل دقندهار دسپين بولدک څخه دباختر آژانس خبريال خبر را کړ .
چې دشورا په ودانۍ کې دافغان ځواکونو او يرغلګرو ترمنځ سخته نښته دوام لري.
دسپين بولدک يو سيمه ييز مقام وايي چې دغه بريد له قومي مشرانو سره دسيمه ييزو مقاماتو دغونډې په بهير کې شوى دى.
تراوسه پورې دځانمرګو يرغلګرو شمير او دهغوى دبريد له امله دتلفاتو شمير خبرنه دى ترلاسه شوى جزييات وروسته خپريږي.
 

کابل – دمرغومې اوولسمه :
دملي اردو دمنسوبينو په فارياب ولايت کې دوه تنه مخکې له دې چې په ځان مرګې بريد لاس پوري کړي  ونيول شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر وايي دغه دوه تنه دفارياب ولايت دمرکز ميمنې ښارته څيرمه هغه وخت ونيول شول . چې ځانمرګې بريدونوته  چمتو شوي و دغه دوه تنه په يو کورکې پټ شوي و چې دکور خاوند هم  نيول شوى دى .
دغه دوه تنه په داسې حال کې نيول کيږي چې دميمنې ښار د لوى اختر په لومړۍ ورځ په يو جومات کې دلمونځ کوونکې پرخلاف دځانمرګې بريد شاهد و چې له امله يې يو شمير لمونځ کونکې ووژل شول.
 

Sunday, 06 January 2013 10:00

دوه تنه ملکي کسان ووژل .

کابل – دمرغومې اوولسمه :
دوه تنه ملکي وګړي تيره شپه دغور ولايت په مربوطاتو کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شول .
دغور ولايت د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سيد حسين صفوى باختر آژانس ته وويل د پوليسو دلومړيو څيړنو له مخې دغه دوه تنه دخپل منځي له امله ددغه ولايت ددولت يار ولسوالۍ دسياسنګ په کلي کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره وژل شوي دي.
دغور دوالي ويندوى عبدالحي خطيبي وايي په دغه ولايت کې څه دپاسه اويا زر تنه غيرمسول وسله وال کسان شته چې تل په وژنو ،غلاو،او نا امنيو لاس پوري کوي.
 

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ١٧ :
اووه تنه وسله وال طالبان له افغان  ا منيتي ځواکونوسره  دنښتو په بهيرکې ووژل شول.
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ.
اووه تنه وسله وال طالبان  په تيرو څلرويشت ساعتونو کې دافغان امنيتي ځواکونو دعملياتوپه بهيرکې دکابل ، ارزګان، ميدان وردګو،غزني، خوست  اوفراه دولايتونو په مربوطاتو کې ووژل شول اودطالبانو ديو سيمه ييزو قوماندان په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان ونيول شول.
ويل کېږي ددغو عملياتوپه بهيرکې دوه کلاشينکوفونه ، دهاوان اووه شپيته ماينونه ، دتوغندي ويشتونکې اووه ماينونه ، سل کېلوګرامه امونيم نايتريت چې  دماينونو په  جوړولو کې کارول کېږي ، ددرندو وسلو دوه  زره ګولۍ ، يوه اندازه چاوديدونکې توکې او نورې سپکې اودرندې وسلې هم په عملياتو کې دبرخه والو ځواکونو لاسته ورغلي دي .
 

اسلام اباد \ بي بي سي نيوز\  باختردمرغومي دمياشتې  ١٧ :
دپاکستان داسلامي جماعت  پخواني مشر اويوه سياسي څيره قاضي حسين احمد نن د٧٤ کلني په عمر په اسلام اباد کې  وفات شو.
دباختراژانس دخبرله مخې  دى  چې د زړه  دناروغي  اوسالنډي دناروغي  له امله ځورځيده نن سهار دهغه روغتيايي حالت خراب شو اودزړه  ددريدوله امله  داسلام اباد په يو روغتون کې مړ شو.
قاضي حسين احمد دوه ويشت کاله دپاکستان داسلامي جماعت مشر و اوپه  ٢٠٠٩ ميلادي  کال کې له دغه پست څخه ګوښه شو.
 

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ١٧ :
په هلمند و لايت کې پوليسو دڅو تروريستي او ورانکارو فعاليتونو مخه ونيوله
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ.
درې ٥٠ کېلويي ماينونه چې  دوسله  والو  طالبانو له خوا دهلمندولايت دګرشک اونادعلي ولسواليو په مربوطاتو کې  دتروريستي فعاليتونو دترسره کولو په مقصد ښخ  کړي وو ترلاسه او له  منځه يوړل شول  .
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١٧ :
دقندهارولايت پوليسو پرون يوه اندازه چاوديدونکې توکې کشف اوشنډکړل.
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ.
درې شل کېلويي بوشکې چاوديدونکې توکې چې دوسله والو مخالفينو له خوا دتروريستي او ورانکارو فعاليتونو په مقصد ددغه ولايت  دتخته پل ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوي و دپوليسو له خوا کشف اوشنډکړاى شول او دڅوتروريستي پيښومخه ونيول شوه.
ديوبل خبرله مخې : دهرات ولايت پوليسو يو بوشکې ماين چې دوسله والو مخالفينو له خوا ددغه ولايت  دپښتون زرغون ولسوالۍ په سړک کې ځاى پرځاى شوي و کشف اوشنډکړ.
 

Sunday, 06 January 2013 09:45

داسعارو بيه:

کابل\باختر\دمرغومى  دمياشتې ١٧ مه:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو درييس  دمعلوماتو له مخې : نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په     52/80  افغانيو پلورل په   52/85افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په  82/40افغانيو پلورل په   82/50افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 05/ 14 افغانيو پلورپه 10 / 14 افغانيو
يوه يورو  پيرودل په    60 67/ افغانيو پلورل په   67 /70  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  70 13/پلورل  13/75 افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 960 افغانيو پلورل په 970 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په  527افغانيو پلورل په  528 افغانيو
اوزر ايراني تو مان پيرودل په 16/40  افغانيو پلورل په   16/50 افغانيو.
 

کابل _ باختر دمرغومي شپاړسمه :
دملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا دايران داسلامي جمهوريت دامنيت دعالي شورا له منشي  ډاکتر سعيد جليلي سره  وکتل .
باختر اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې ،  په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته  په ارګ کې دملي امنيت دشورا په دفتر کې  وشوه  دامنيتي  اقتصادي او سرحدي مسئلو په باب خبرې اترې وشوې .
  دواړو لورو په اوږدمهال کې دسيمه ئيزې  همګاريو دمسئلو په  باب خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې ددواړو هيوادونو او دسيمې دهيوادونو دخلکو ترمنځ  اقتصادي او فرهنګي اړيکې  پياوړي شي  او  دملي امنيت دمشاورينومرستيالان  موظف شول چې ددواړو هيوادونو دامنيتي او اقتصادي راتلونکو اړيکو په باب خبرې وکړي .
  ډاکتر رنګين دادفر سپنتا دترانزيتي پروژو دچاه بهار دبندر ، داوسپنې دپټلۍ او دسيمې په سولې او ثبات باندې دهغو داغيزوپه باب ټينګار وکړ .
دغه راز په دې کتنه کې ددواړو هيوادونو ترمنځ  دسرحدي مسئلو په باب خبرې وشوې او دواړه لوري  په دې برخه کې همکاريو ته  چمتو شول .
ډاکتر سپنتا ايراني لوري ته بلنه ورکړه چې په افغانستان کې سترو پانګه اچونولپاره  ددغه هيواد پانګه وال وهڅوي .
په مقابل کې دايران دملي امنيت دعالي شورا منشي وويل :  هغه ثبات چې په  افغانستان کې ترلاسه شوي دي  ددغه هيواد په تاريخ کې بې ساري دى او دغه حالت بايد پياوړي شي . او ايران په دې برخه کې هرراز  همکاريو ته چمتو دى . 
 

کابل _ باختر دمرغومى شپاړسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  دايران داسلامي جمهوريت  دامنيت شورا  له منشي ډاکتر سعيد جليلي سره وکتل .
  باختر اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې  ، په دې کتنه کې  چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې وشوه  ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو د ژورتيا دسياسي او اقتصادي همکاريو  او دسيمې دحالاتو په باب خبرې اترې وشوې .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس  حامدکرزي  وويل  چې افغانستان او ايران دوه ورونه  هم ژبي  او هم فرهنګه  هيوادونه دي . او ګډ برخليک  لري .
  دايران داسلامي جمهوريت دامنيت شورا منشي وويل : چې دافغانستان او ايران ترمنځ اړيکې  ممتازې دي . او دواړه هيوادونه ګډ تاريخ او فرهنګ لري .
ده وويل : موږ ددې غوښتنه کوو چې ددواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې بنسټيزې شي . په دې کتنه کې دواړو لورودافغانستان ، ايران او هند ترمنځ ددرې اړخيزو غونډو دپيل په باب دموافقې په ترڅ کې دهمکاريو په دوام، دمرکزونو په پياوړتيا او تجربو دليږدونې په باب ټينګار وکړ .