16 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دسترې محکمې دعالي شورا غوڼده جوړه شوه .

کابل / دتلې ٢٣مه /باختر : دسترې محکمې دعالي شورا غونډه...

دملي امنیت سلاکار: د بیان ازادي خوندي او د وګړو ساتنه زموږ مسئولیت دی

کابل / دتلې ٢٣مه /باختر : دملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله...

دبغلان نوى امنيه قوماندان اړوندو کارکوونکو ته وروپيژندل شو .

کابل / دتلې ٢٣مه /باختر : دبغلان نوى امنيه قوماندان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

 

کابل باختر دسلواغي شلمه

په افغانستان کې دناټو دځواکونو لوى قوماندان دپاکستان له پوځي مقاماتو سره دخبرو لپاره اسلام اباد ته سفر کړي .

  ددغو خبرو محور دافغانستان دحالاتو څيړنه ، دپاکستان په خاوره کې دتروريزم دځالو د دړې وړې کولو لپاره دپاکستان دهڅوزياتوالې او دافغانستان دسولې له بهير سره دملاتړ جلبول دي .

 باختر اژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې جنرال الن په دې سفر کې دپاکستان د اردو له لوى درستيز جنرال اشفاق کياني سره کتلى دى .

  دواړو لورو په دې کتنه کې له تروريزم سره داغيزمنې مبارزي لپاره  ددوه اړخيزوهمکاريو  دزياتوالې او دافغانستان او دسيمي دحالاتو په  باب خبري کړي دي .

 په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان آلن په دې کتنه کې دديورند دکرښې په دواړو غاړوکې دثبات دتامينولو او دتروريزم دله منځه وړلو لپاره دګډو هڅو په باب خبري کړي دي .

 د٢٠١٤ کال درانږدي کيدو په درشل کې چې نړۍ  په افغانستان کې خپل اوږد مهال پوځي شتون پاي ته رسوي له امنيتي او دفاعي له پلو ه په ځان دافغان پوځيانو د ډډي لګولو او دافغانستان دروانو حالاتو په باب  دبهرنيو ګواښونو دکمښت لپاره هلې ځلې  زياتي شوي دي .

  څه موده  مخکې دافغانستان ددفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي هم دسولې او دتروريزم پرخلاف دمبارزي له بهير سره دپاکستان دغوڅ ملاتړ دجلبولو په مقصد پاکستان ته سفر وکړ او ددغه هيواد له  جګپوړومقاماتو سره يې خبرې اترې وکړي . 

 

 

کابل باختر دسلواغي شلمه

دغه کسان چې هويت يې نه دى په ډاګه شوي نن سهار دخوست دصبريو او دهلمند دنادعلي  ولسواليو او دلوګر ولايت دپل علم ښار په مربوطاتو کې ونيول شول .

 باختر اژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ په د غو کسانو هغه وخت چې ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و دافغان ځواکونو او دناټو دقوتونو له خوا بريد وشو او ونيول شول .

  ناټو وايي چې يو له دغو نيول شويو کسانو څخه دحقاني په شبکي پوري اړه لري چې د خوست او لوګر دولايتونو په ځينو برخو کې يي دتروريستي بريدونو دپلان جوړولو مسووليت په غاړه درلود .

 ويل کيږي چې ددغو عملياتو په  بهير کې په دغو کسانو پوري اړوند نهه تنه نور هم نيول شوي دي .

 په دغو عملياتو کې پوځيانو دجګړه مارانو دجنګي وسايلو دوه ډيپوګانې هم ترلاسه کړي دي . 

 

کابل باختر دسلواغي شلمه

 دلوګر او قندهار په ولايتونوکې دجلا جلا پوځي عملياتو په بهيرکې لس تنه وسله وال طالبان ونيول شول .

په دغو جګړه مارانو نن سهار دقندهار دپنجوايي او دلوګر دبره کي برک دولسواليو په مربوطاتو کې کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونوله خوا بريدونه وشول او ونيول شول .

 باختر اژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغه عمليات ددغو جګړه مارانو دقوماندانانو دنيولو په مقصد پيل شوي و خو دوى په دې پيښه کې په ساحه کې نه و .

 ويل کيږي چې افغان پوځيانو ددغو عملياتوپه بهير کې دطالبانو په لسګونو جنګي وسايل او په سلګونوکيلو ګرامه چاوديدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي . 

 

کابل باختر دسلواغي شلمه

په کندز  ولايت کې دوسله والوطالبانو سيمه ئيز قوماندان ملا حميد ګل دپوځي عملياتو په بهيرکې  ووژل شو .

 دغه عمليات دافغان ځواکونو او دناټو دقوتونو له خوا پرون دچار دري ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددغه قوماندان په پټنځاى ترسره شول .

 باختر اژانس دناټو دخبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې ملا حميدګل ترخپل امر لاندې له پنځه ويشتو تنو سره دچار دري ولسوالۍ دځينوسيمو په نا امنيو کې رول درلود 

 ناتو وايي چې دغه قوماندان په کندز کې دسيمه ئيزومقاماتو دترور اصلي طراح هم و ، هغه بريدونه چې تراوسه پوري ددريو تنو ولسوالانو ، د پوليسو ددوو تنو قوماندانانو او دنورو سيمه ئيزو مقاماتو په ګډون دزياترو سيمه ئيزومقاماتو دوژل کيدو سبب شوي دي .

 ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهيرکې دناټو جنګي الوتکو هم ددغه قوماندان پټنځي بمباري کړي دي او داکار دده  دوژل کيدو سبب شوي دي .

 ددغې خبرپاڼې دمعلوماتو له مخې ملا حميد ګل له افرادو سره يې دبمونو او ماينونو په جوړولوکې هم مهارت درلود او تل يې له کيمياوي موادوڅخه چاوديدونکي توکي هم جوړول . 

 

کابل باختر دسلواغي شلمه

 دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دهيواد دسړو سيمو دښوونځيو دنوى تعليمي کال دپيل په درشل کې له ځوانانو څخه وغوښتل چې دمعاصرو علومو او تخنيکي په زده کړي سره دې دهيواد دپرمختيا لپاره هڅه او هاند وکړي .

 دباختر اژانس دخبر له مخې دهيواد جمهور رييس په هغې راديويي وينا کې چې دپنجشنبې په شپه چې دملي راديو دڅپوله لاري خپره شوه ځوانانو ته په خطاب  کې وويل چې دهيواد دسړو سيمو دښوونځيو او دتحصيلي موسسو نوى تعليمي کال پيليږي او څرنګه چې دهيواد ترقي او پرمختګ په ځوانانو پوري اړه لري دغه درند مسووليت ځوانان هغه وخت په  ښه توګه ترسره کولي شي چې دعلومو او فنونوپه بيلابيلوبرخوکې تخصص پيداکړي .

 جمهور رييس په دې راديويي وينا کې وويل چې دنړۍ دپرمختللو هيوادونو ترقي او پرمختيا د هغوى دځوانانو په ښوونه اوروزنه ، تخنيک او اهميت کې  نغښتي دي اوزموږ په هيواد کې داوسنيو ستونزو اساسي علت دپوهې ښوونې او روزنې او دمهارتونو کمښت دي .

  دهيواد دتمې سترګي ځوانانوته دي او که چيري ځوانان علوم او مهارتونه زده کړي زموږ هيواد په لنډو کلونوکې ترقي او پرمختګ ته رسيږي .

 حامدکرزي  وويل ځوانان دې بايد دنوى تعليمي کال په پيل سره په پياوړې عزم  او غوڅې ارادي سره دمعاصرو علومو او تخنيکي په زده کړي لاس پوري کړي .

  جمهور رييس له هغو ځوانانو څخه چې له تحصيلي بورسونو څخه په استفادي سره له هيواد څخه په بهرکې دي وغوښتل  چې دعلم او پوهې او هم دعصري مهارتونو دزده کړي په لاره کې  يوه شيبه هم بې پروايي ونه کړي او دعلم او پوهې په ګاڼوسمبال او په لوړو تجربو سره  هيواد ته راستانه شي .

 جمهور رييس دغه راز څرګنده کړه چې په نوى تعليمي کال کې له بيت المال څخه لس مليونه ډالره له هيوادڅخه په بهر کې دځوانانو دلوړو زده کړو دزميني دبرابرولو لپاره بيل کړي شوي دي چې زموږ ځوانان دخپل هيواد په لګښت لوړي زده کړي وکړي .

  حامدکرزي په دې راديويي وينا کې په ټينګار سره له هغو ځوانانو څخه چې له دغو بورسونو څخه استفاده کوي وغوښتل چې دهيواد دستونزو په پام کې نيولو سره دې خپل زيات وخت په زده کړه ، مطالعه او دخپلې علمي سويې په لوړولو کې  تيرکړي .

  جمهور رييس وويل چې دعلم او پوهې په زده کړه کې د ځوانانو هلې ځلې هيواد په ډير لنډ وخت کې په ټولو برخو کې په خپلو پښو دروي . 

 

کابل باختر دسلواغي شلمه

  دوسله والوطالبانو يو سيمه ئيز قوماندان ملا صفت الله په لغمان ولايت کې له افغان پوځيانو سره په نښته کې ووژل شو .

 دغه جګړه پرون هغه وخت  ونښته چې يوې ډلې وسله وال طالبانو دعلينګار ولسوالۍ په تينکور سيمه کې په افغان پوځيانو بريد وکړ .

 دلغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي باختر اژانس ته وويل چې په دې نښته  کې دوسله والوطالبانو يو سيمه ئيز قوماندان ملا صفت الله ووژل شو او درې تنه نور يې ټپيان شول .

 ده وويل چې په دې نښته کې افغان پوځيانو ته زيان نه دي اوښتي . 

 

کابل باختر دسلواغي شلمه

 دارزګان ولايت ملي امنيت دوسله والو طالبانو ديوې زياتي اندازي چاوديدونکو توکو او دجنګي وسايلو په کشف او ترلاسه کولو بريالي شوي دي  دغه توکي او وسايل پرون دترينکوت ښار په مربوطاتو کې هغه وخت کشف او ترلاسه شول چې نامعلوم ځاى ته لږدول کيدل .

 دارزګان والي امير محمد اخند زاده باختر اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو په دغو وسلو او چاوديدونکو توکوسره  ديو لړ تروريستي بريدونو د ترسره کولو نيت درلود .

 په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې په دغو توکو او وسايلو کې سل کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او دغه راز کيمياوي توکي چې دماينونو په جوړولو کي کارول کيږي دسپکو وسلو په زرګونو ګولۍ ، څو کلاشينکوفونه ، تومانچې ، پيکا ماينونه   ، دوربينو نه او له لرې واټن څخه دماينونو اوبمونو اداره کوونکي وسايل ترلاسه شوي دي  تراوسه پوري دانه ده روښانه شوي چې وسله والوطالبانو په دې تروريستي بريد کې په چا او په کومو تاسيسات دبريدنيت درلود .

  له بلې خوا دارزګان دملي امنيت يوه خبرځاى وويل چې له نيول شويو طالبانو څخه څيړنې پيل شوي دي . 

 

کابل باختر دسلواغي شلمه

په ننګرهار ولايت کې امنيتي مامورينو ديو ځانمرګي يرغلګر دنيولو خبر ورکړ چې غوښتل يې افغانستان ته راشي .

 دغه سړى  چې ويل کيږي دپاکستان تبعه دى .

 پرون په تورخم  بندر کې په داسې حال کې چې په ښځينه جامو سمبال و دافغانستان  دسرحدي پوليسو له خوا ونيول شو .

  دسرحدي پوليسو څيړنې ښيې چې دغه يرغلګر غوښتل لومړۍ دننګرهار ولايت دلعل پورې ولسوالۍ ته لاړ شي او په خپل بدن کې دځانمرګي واسکټ  په تړلو سره  په جلا ل اباد ښار کې په بريد لاس پوري کړي .

 دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو ويندوي ادريس مومند باختر اژانس ته وويل يو بل وسله وال طالب چې په تورخم بندر کې دکابل دموټرونوپه تم ځاى  کې دغه پاکستاني تبعه ته سترګي پرلاره  و هم نيول شوي دي .

 دسرحدي پوليسو مقامات دغه ځانمرګي بريد کوونکي دپاکستان دمومندو ايجنسي اوسيدونکي ابراهيم بولي او وايي چې دى له پولې اخوا څخه په جلال اباد ښار کې دځانمرګي بريد په ترسره کولو ګومار ل شوي و .

 دغو مقاماتو په دې باب چې ددغه ځانمرګي بريدکوونکي هدف څوک و ، څه ونه ويل .

  دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو ويندوى وايي دغه ځانمرګي بريدکوونکي غوښتل خپل رابط ته تيلفون وکړي چې په دې کار بريالي نه شو او رابط هم دسرحدي مامورينو له خوا ونيول شو .

 هغه سړى چې دکابل دموټرونو په تم ځاى کې دغه ځانمرګي بريدکوونکي ته سترګي په لاره و ، دننګرهار دلعل پوري ولسوالۍ اوسيدونکي نور نبي بلل شوى دى .

 په افغانستان کې له ښځينه جامو څخه استفاده  او دتروريستي بريدونو ترسره کول بې ساري نه دي خو دالومړۍ ځل دى چې يو ځانمرګي بريدکوونکي افغانستان ته دراننوتو په وخت کې په ښځينه جامو سره نيول کيږي . 

 

کابل باختر دسلواغي شلمه

 هغه سړى چې ويل کيږي په ننګرهار ولايت کې يې دنشه يي توکو دقاچاقو نيت درلود دسرحدي مامورينو له خوا ونيول شو .

 دغه سړى پرون له يوې اندازي نشه يي توکو سره دغني خيلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شو .

 دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو ويندوى ادريس مومند باختر اژانس ته وويل دغه قاچاق وړونکي غوښتل يو ه اندازه نشه يي توکي دپلورنې لپاره دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ بازار ته وليږډوي چې ونيول شو .

 ويل کيږي چې ده يوه اندازه نشه يي توکي په مهارت سره په يوکرولا موټر کې ځاى پرځاي کړي وو . 

 

کابل باختر دسلواغي شلمه

 په ننګرهار ولايت کې له افغان پوځيانو سره په نښته کې لسو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله  واوښته .

 دغه جګړه پرون له هغه وروسته ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د خوږيانيو ولسوالۍ د وزيرو په سيمه کې دپوليسو په يوې پوستې بريد وکړ

 دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو ويندوي ادريس مومند باختر اژانس  ته وويل چې په دې يو ساعته جګړه کې لسو تنو وسله والو طآلبانو ته مرګ ژوبله واوښته .

 ويل کيږي چې ددغې جګړې  په بهير کې يو وسله وال طالب هم نيول شوي دي .

 دادريس مومند دڅرګندونو له مخې په دې نښته کې افغان ځواکونو او دسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتي .