26 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کاپیسا کې یو زوى خپل پلار وواژه

محمود راقي \ د کب ۷ مه \باختر یوه اولس کلن...

په پکتیا کې لسګونو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړېږي

ګردیز \ د کب ۷ مه \باختر په نوي لمریز کال...

په ننګرهار کې د برېښنا بندونه جوړېږي

جلال اباد\ د کب ۷ مه \باختر د ننګرهار د ولايتي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

قا هره \باختر\ د سرطان ١٨
دمصر موقت جمهور رييس عدلي منصور پرون ددغه هيواد د را تلونکي جمهوري رياست او دپارلماني انتخاباتو يو زماني جدول تصويب کړ .
دباخترآ ژانس دخبر له مخې: دفرمان متن ته په پاملرنې سره چې د مصر د الاهرام ورځپاڼې له خوا خپور شو؛ ويل شوي دي چې مصر دهغه اساسي قانون د اصلاح لپاره چې د محمد مرسي د دولت  له راپرځيدو وروسته تعليق کړى شو ؛ څلورنيمې مياشتې وخت لري چې هغه ټولپوښتنې ته وړا ندې کړي او وروسته پارلماني اود جمهوري رياست انتخا بات ترسره کړي .
د مصر اردو چې دبرا خو مظاهرو په څپو کې د محمد مرسي له ګوښه کولو وروسته د اساسي قا نون د محکمي رييس عدلي منصور د مصر د موقت دولت د رئيس په تو ګه و ګوماره په بيړه دغه هيواد ته ديو ملکي حکومت په راستنولو ژمنه کړې ده.

کابل \ باختر  د چنګاښ ١٨ :
د افغانستان د کانونو په اړه د بحث لومړی ناسته د افغانستان او المان د چارواکو ترمنځ د روان کال د چنګاښ په ۱۴مه د المان په برلین ښار کې جوړه شوه.
دغه ناسته د المان د اقتصاد وزارت او د GIZ په ګډه همکاري جوړه شوې وه او د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال، د کانونو وزیر ښاغلي وحیدالله شهراني او د المان د لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ د کانونو په برخه کې نژدې 80 افغاني او الماني پانګه والو، صنعتکارانو او سائنسپوهانو ګډون کړی وو. . ددې ناستې اصلي هدف په افغانستان کې د خصوصي سکتور پیاوړتیا، اقتصادي وده او د اقتصاد له پلوه په خپلو پښو ولاړ افغانستان ؤ.
ځینو مهمو الماني پانګه والو له افغاني پلاوي سره په لیدنه کې چمتووالي وښود چې د رمضان د میاشتې څخه وروسته به افغانستان ته راځي او د لویې پانګونې په اړه چې ډیر کاري فرصتونه به برابر کړي، له افغان چارواکو سره خبرې وکړي. دغه پانګونه به د افغان دولت او د المان هیواد په ګډه همکارۍ رامنځ ته شي.
د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال وویل: د افغانستان د خصوصي سکتور وده د افغانستان د راتلونکي اقتصادي ثبات له پاره ډیره مهمه ده. د افغانستان کانونه د خلکو او دولت له پاره د عایداتو ډیره مهمه سرچینه ګڼل کیږي.
د مالیې وزیر او ورسره هيئت په نوموړي بحث کې د ګډون ترڅنګ د المان د چاپي صنعت د تصدۍ له چارواکو سره هم ګټورې خبرې وکړې.

کابل \ باختر  د چنګاښ ١٨ :
د هېواد د تکواندو د ملي ټيم ورزشکاران د تکواندو په نړيوالو سياليوکې د ګډون لپاره مکسيکو ته ځي .
د المپيک د ملي کميټې د تکواندو فدراسيون رييس ضياالحق بخشي باخترآژانس ته وويل: دغه سيالۍ ټاکل شوې ده د روان ميلادي کال د جولاى د مياشتې له پنځلسمې نيټې څخه تر يوويشتمې نيټې پورې د مکسيکو په کيوبلاښارکې ترسره شي .
د بخشي دڅرگندونوله مخې : له افغانستان څخه شپږ تنه  ورزشکاران، يو ښوونکي، يو حکم او دوه تنه هيتان په دغو سياليوکې د ګډون په خاطر نن مکسيکو ته روان شول.

کابل \ باختر  د چنګاښ ١٨ :
د ملي اردومنسوبينو پرون د هيواد په ځينو ولايتونوکې د چاڼيزو عملياتوپه بهيرکې پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل  او درې تنه نور يې ونيول او د مهماتو يوه ډيپو  يې کشف  او دړې وړې کړه.
دملي دفاع  وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دملي اردو منسوبينو له ملي پوليسو او دملي امنيت له ځواکونو سره په ګډو هلوځلوکې د لغمان ولايت د علينګار ولسوالۍ په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دوه تنه وسله وال مخالفين  ووژل شول، يو تن بل ټپي او يو تن ونيول شو.
دغه راز د قندهار ولايت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په  مربوطاتوکې دمستحکمو سرحداتو په نامه دملي اردو دمنسوبينو دګډو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې دتوغندي ويشتوونکو ، پيکا او دکلاشينکوف دګوليو ، دماين دشارت کوونکو تختو  او د د يارلسو ماينونو په ګډون  دمهماتو يوه ډيپو  کشف اودړې وړې شوه.
دغه راز دوه تنه وسله وال مخالفين دپکتيکا ولايت دسر روضې ولسوالۍ اويو تن بل دخوست  ولايت دعلي شير ولسوالۍ  په مربوطاتوکې  دماين ښخولو په وخت کې له ټاکلې وخت څخه مخکې د اړوندو ماينونو د چاودنې له امله ووژل شول.
ديوبل خبرله مخې: دکونړ ولايت دغازې آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې په سړک کې دښح کړاى شويو ماينونو دچاودنې او د وسله والو مخالفينو له خوا د درندو وسلو د ډزو له امله دملي اردو درې تنه منسوبين شهيدان شول او دفارياب ولايت دپښتون کوټ ولسوالۍ او دارزګان ولايت دخاص ارزګان ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دملي اردو يو منسوب شهيد او درې تنه نورټپيان شوي دي.

کابل \ باختر  د چنګاښ ١٨ :
د وسله والو مخالفينو يو قوماندان له دوو تنو افرادوسره يې نن په هلمند ولايت کې د ملي اردو دځواکونو له خوا ونيول شو .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
د ملي اردو دځانګړې قطعې منسوبينو د وسله والو مخالفينود سرګروپانو دڅارنې  او نيولوپه مقصد د هلمندولايت دمرکز لښکرګاه ښار په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په بهيرکې يې دصدام په نامه د وسله والو مخالفينو يو قوماندان  له دوو تنو افرادوسره يې ونيول شو.
ده مخالفينو ته د وسلو په برابرولو او د وسله والو بريدونو په ترسره کولوکې مهم رول درود.
ددغو ځواکونو دهغو جلاجلا چاڼيزو عملياتو په  بهيرکې چې دګرديز ښار په فضلي سيمه کې ترسره شول؛ درې تنه وسله وال مخالفين له يوې اندازې سپکې وسلې اومهماتو سره ونيول شول.

کابل \ باختر  د چنګاښ ١٨ :
د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا !
د پاکستان د بورسونو هغه مينه والو نوماندانو ته چې نومونه يې د ١٥١١ کسيزو ډله ييزو بورسونو دنوماندانو په لست کې شته او د لوړو زده کړو وزارت د ويب سايټ له لارې خپاره شوي دي؛ خبرورکول کيږي چې ډير ژر دې د روان کال د چنګاښ دمياشتې تر نولسمې نيټې دچهارشنبې تر ورځې پورې د سندونو د بشپړولو په مقصد د لوړو زده کړو وزارت ته ورشي .
له کانديدانوڅخه به په کابل کې د پاکستان دسفارت له خوا د انګليسي ژبې آزموينه واخيستل شي . د آزموينې د اخيستلو د نيټې په باب وروسته نوماندانو ته خبر ورکړشي.
که چيرې کانديدان تر ټاکلې نيټې پورې د نوم ليکنې په مقصد د لوړو زده کړو وزارت ته حاضرنه شي؛ بيا به د شکايت حق ونه لري او راتلوونکي مسووليت به د لوړو زده کړو وزارت ته متوجه نه وي.
د يادونې وړ ده چې هغه نوماندان چې پخوا د هند، قزاقستان او د نوروهيوادونو
په بورسونوکې بريالي اومعرفي شوي دي او يا په خپله خوښه په هردليل چې له بورسونو څخه تيرشوي دي؛ په دغو بورسونو او نورو بورسونوکې دګډون حق نه لري .

کابل -باختر  د چنکاښ د مياشتې ١٨:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٧، ټيټه ١٦
هرات- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٨،  ټيټه ٢٢
جلال آباد- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٩، ټيټه ٢٩
قندهار- آسمان ، شين، د تودوخې لوړه ٣٩ ، ټيټه ٢٦
مزارشريف- آسمان شين ، د تودوخې لوړه  ٣٧، ټيټه ٢٥
کندز- آسمان  ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې  لوړه درجه ٣٨، ټيټه ٢٦
غزني- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٢٩ ، ټيټه ١٥
باميان- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٢٩ ، ټيټه ١٤
فيض آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤، ټيټه  ١٧
شمالي سالنګ- آسمان شين ،  دتودوخې لوړه درجه ١٤ ، ټيټه  ٥
جنوبي سالنګ- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٢٦، ټيټه ١٢
  شبرغان - آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٧، ټيټه ٢٣
فراه- آسمان ، شين، د تودوخې لوړه درجه ٤٠ ټيټه ٢٦
خوست- آسمان ځاى ځاى وريځ، ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤، ټيټه ٢٣
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٣٤ ، ټيټه ١٧
لښکرګاه- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٨، ټيټه ٢٣
جبل سراج-اسمان ځاى ځاى وريځ ،ددوخې لوړه درجه ٣٨-ټيټه ٢٣
په کابل کې به سبا لمرپه ٤ بجو او ٣٤ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٧بجو او ٦ دقيقو ولويږي . 

Tuesday, 09 July 2013 11:42

د اسعارو بيه:

کابل\باختر\دچنکاښ د مياشتې ١٨:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په 85 56/  افغانيو پلورل په  56/90افغانيو
يوانګليسي پونډ پيرودل په 30  84 /افغانيو پلورل په  84 /40افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 40/ 15 افغانيو پلورپه 45 / 15 افغانيو
يوه يورو پيرودل په 00 73/ افغانيو پلورل په   73 /10  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  00 15/پلورل 15/10 افغانيو
زرهندي کلدارې پيرودل په 960 افغانيو پلورل په 970 افغانيو
زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  559افغانيو پلورل په 560 افغانيو
زر ايراني تومان پيرودل په 17/30  افغانيو پلورل په  17/40 افغانيو.

کابل \ باختر  د چنګاښ ١٨ :
په تيرو ٢٤ ساعتو کې د افغان امنيتي ځواکونو او د نړيوالو پوځونو په ګډو چاڼيزو عملياتوکې اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر  باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې  په ليږلوسره  ليکلي دي: عمليات دافغان امنيتي ځواکونو او د ايتلاف قوتونو له خوا د جوزجان ، غزني او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول، پنځه تنه ټپيان او شپږتنه نوريې له يوې اندازې وسلو، مهماتو  اوچاوديدونکو توکوسره ونيول شول.
ديوبل خبرله مخې: دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ دملي پوليسو منسوبينو پرون پنځه تنه د وژنې، غلا، او د انسان تښتونې په  اړوند دکابل ښار دشپږمې، اتمې او پنځلسمې امنيتي  حوزې او د چارآسياب ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول.

Tuesday, 09 July 2013 11:39

تبصره :

کابل \ باختر  د چنګاښ ١٨ : 
دافغانستان مسلمان خلک په داسې حال کې  د روژې  مبارکه مياشت پيلوي چې له امنيتي بې ثباتۍ او ستونزو څخه نيولې تر اقتصادي ستونزو پورې ګڼ شمير ستونزې اوخنډونه دهغوى په وړاندې پراته دي.
دباخترآژانس مبصر ليکي :
د روژې مبارکه مياشت مسلمانانو ته يو بل فرصت دى چې دعبادت او بنده ګۍ کړۍ په ځان کې  تنګه کړي  او د نفس د تزکيې او دګناه او ثواب د تفکيک لپاره زيات فکر وکړي اوخپل کړه وړه له ديني لارښوونو سره پرتله کړي .
روژه د زړه د صيقل لپاره فرصت او د شخصيت جوړولو او د ايمان د پياوړتيا لپاره فرصت دى چې بايد هغه غنيمت وګڼو او له هغه څخه دعبادت، طاعت  او امتحان په توګه استفاده وکړو. 
ددغې مياشتې قدسيت او معنوي ارزښت له بلې هرې مياشتې څخه زيات دى. ددغې مياشتې بله ځانګړتيا په دې کې نغښتې ده چې لوى خداى (ج) قرآن عظيم الشان د بشريت  د لارښود او قانون په توګه په همدې مياشت کې نازل کړ. هغه کتاب چې د بشريت برخليک يې وټاکه او انسانانو ته يې د واحد پالنې، دعدل او انصاف د رعايتولو او له اړوکسانو سره د مرستې امر وکړ او هغوى ته يې د خپلو همنوعانو د وژنې او په ناحقه د وينې د تويولو خبردارى ورکړ .
په همدې ترتيب يې بشري ټولنې ته د انسانيت رنګ او بوى وباخښه او مصوونيت يې د خرافاتو او ځان غوښتنې ځاى ناستې کړ.
دروژي مبارکه مياشت  موږ له ماديت څخه لاس اخيستلو اوله معنويت سره پيوستون او د عبادت او تدبير تفکر ته بولي چې موږ خپل کړه وړه او چلند له خپل چاپيريال او همنوعانو سره وڅيړو، ځان پيدا کړو او د خپل نفس دتزکيې لپاره هلې ځلې وکړو او ووينو چې له کوم محتاج سره مو مرسته کړې ده او په پاى کې دخلق الله د روژې مبارکه مياشت زموږ په بدن کې زياتې نيمګړتياوې څرگندې او په ډاګه  کوي  .
په داسې حال کې زموږ زياتره خلک له بيوزلۍ اوفقر سره لاس او ګريوان دي، د اسلامي لارښوونو او تعامل پرخلاف موږکال په کال د روژې په مبارکه مياشت کې يې هغه عبادت، له تيروتنو څخه د لرې والي او د نفس د تزکيې د مياشتې په نامه يادوي، دخوراکي توکو او د لګښتي مالونو د بيو د لوړيدو شاهدان يو.
له بده مرغه د لومړنيو اړتيا وړ توکو د بيولوړيدل هغه هم د روژې دمبارکې مياشتې په درشل کې زموږ په هيوادکې په دود او معاملې بدل شوي دي چې زموږ روژه يي خلکو ته يې جدي ستونزې پيدا کړې دي چې د مسلمانانو په  حق ستره جفا او له الهي اوامرو څخه  بې اطاعتي بلل کيږي او دکاذب هويت وړاندې کوي.
له دې څخه لابده دا چې يوشمېر تور زړې اوهغه کسان چې د اسلام، دين  او شريعت په باب له ځانه جوړشوى تعبيرلري، دروژې په  مبارکه مياشت کې هم زموږ دبيګناه خلکوټينګارکړى دى.
  آيا ستمګرۍ، دبيګناه خلکود وينې تويول او دمسلمانانو له برخليک سره معامله  په خپله له ديني لارښود څخه سر غړونه او د پرديو په خدمت کې دريدل نه دى ؟ په داسې حال کې چې اسلام د روژې دمبارکې مياشتې په شتون کې يوه پتمن ژوندانه اوله حرمت ډک نصرت ته د رسيدو په مقصد مسلمانانو ته يوبل ګام برابروي چې بايد ورڅخه کار واخلو. خپل تير په اسلامي او انساني معيارونو سره قضاوت کړو  او د خلکو او ټولنو په وړاندې خپل مسووليت مشخص کړو اوبايد هيرنه کړو چې منافق د خداى (ج) دوست نه دى؛ نه شوکولاى په ښکاره اسلامي توګه له مسلمانانو سره جګړې ته لاړشو.
په داسې حال کې چې روژه يې په خوله وه، خو ګران پلورنه او احتکار يې وکړ. په داسې حال کې چې خبره د روژه والي ده، خو د مسلمانانو د وينې د تويولو نيت وکړ.
داکار مسلمانانو او روژه دارانو ته ښايي داسې روژه او رمضان په کلي او معنوي مفاهيمو سره يې پيداکړو او د رښتينې مسلمان په توګه يې عملي کړو چې دلوى خداى ( ج)  رضايت ترلاسه کړو او خپله  دنيا او اخرت له الهي غضب څخه خوندي کړو.