25 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په قندهار کې ١٣...

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په روزګان کې پنځه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

لښکرګاه – باختر دليندۍ شپږمه:
په هلمند ولايت کې دپوليسو ځواکونو دعملياتو په ترڅ کې څلورتنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دهلمند ولايت امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام باختر آژانس ته وويل: دغه عمليات پرون دلښکرګاه – قندهار لوى لارې د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې څلورتنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دغو عملياتو کې دپوليسو ځواکونو ته کوم زيان نه دې او ښتې او د دښمن يو کلاشنګوف او دوه ميله پيکا هم د دوى لاس ته ورغلي دي.
 

Monday, 26 November 2012 08:29

داسعارو بيه

کابل\باختر\دتلي دمياشتې ٦ مه:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو درييس  دمعلوماتو له مخې : نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په     51/80  افغانيو پلورل په   51/90افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په  82/40افغانيو پلورل په     82/50افغانيو
يوه يورو   پيرودل په     80 66/ افغانيو پلورل په      66 /90  افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 90/ 13 افغانيو پلورپه  / 14 افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  50 13/پلورل    13/60 افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 980 افغانيو پلورل په 990 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په  538افغانيو پلورل په  539 افغانيو
اوزر ايراني تو مان پيرودل په 17/90  افغانيو پلورل په   18 / افغانيو.
 

کابل  \باختردليندي دمياشتې ٥ نيټه  :
دملي دفاع وزارت تائيد کړه  چې دملي  اردو درې تنه سرتيري په غزني ولايت کې ددندو  دترسره  کولو په بهيرکې شهيدان شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ  دملي اردو يوه  ګزمه دغزني ولايت په ګيرو ولسوالۍ دتروريستانوله خوا په ايښودل شوي ماين وخته چې د چاودنې له امله  يې دملي اردو د رې تنه منسوبين شهيدان شول.
دغه راز  دښخ کړي شوي ماينونو دچاودنې له امله نن دملي اردو دوه تنه منسوبين دفراه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې او دوه تنه نوريې دنيمروز ولايت په مربوطاتو کې ټپيان شول.
 

کابل  \باختردليندي دمياشتې ٥ نيټه  : 
دلوړو زده کړو دوزارت خبرتيا
دناوړو پيښو دمخنيوي  دپوهنتونونو اوليليو په ساحو کې دامن اوثبات په مقصد دلوړو زده کړو وزارت تصميم نيولي دي  چې دکابل  پوليتخنيک ، داستادبرهان الدين رباني دښوونې اوروزنې اودکابل دطبي پوهنتونونو دمحصلانو لوست دروان کال دليندي  دمياشتي له پنځمي نيټي څخه ترلسو ورځو پوري رخصت دي .
له دې امله درې مياشتني رخصتي چې پخوا اعلام شوې وه  داعتباروړ  نه دي ګران  محصلان دي خبروي .
 

کابل  \باختردليندي دمياشتې ٥ نيټه  :
داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير ډاکترسيدمخدوم رهين دپيغام په لوستلوسره  نن د ( نخستين سيمينار طنز در افغانستان ) په نامه  دسيمينار کار چې ددغه وزارت په نوښت جوړشوي  دي پيل شو.
دډاکتررهين په پيغام کې ويل شوي دي چې د نورو ډول ډول ادبياتو ترڅنګ  لکه اساطيري ، حماسي  اوداستاني ادبياتو په شان   هغه ادبي ډول چې  دمغرب په ژبو کې  هغه ته  ( ستاير) وايي  ، له لرغونې يونان څخه ترنن ورځې پوري  شته  چې له نيکه مرغه زموږ په ژبو کې ددغه شان ادب لپاره د( طنز)  کلمه منل شوې ده .
په دې سيمينار کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکار  جلال نوراني  دطنز ليکنې  دتاريخچې په باب معلومات ورکړل  او ويې ويل   دډله ييزو اطلاعاتو دوسايلو له لاري  په بيلابيلو ډولونو  دتمثيل  ، تصوير ، کارتون ، کاريکاتور ، سيمينار اوليکنې په وسيله دټولنې اوسني نميګړتياوي اوستونزي  تصويريږي.
دسيمينار علمي غونډي دريييس په توګه دپوهاند محمد حسين يمن  ، دمرستيال  په توګه دسيدعبدالقادر  او دمنشي په توګه دنجيب نجوا له انتخاب وروسته  ، په کار پيل وکړ .
په دې غونډۀ کې نړيوال رازقي  د ( ټولنيزو نيمګړتياپه سمونه کې )  ترعنوان لاندې مقاله  ، محمدحنيف ثابتي ، (طنزدرکنار هستي)  او مسعوده خزان د  زنان طنز پرداز درافغانستان ترعنوان لاندې مقالي ولوستلي .
زموږ په ادبياتو کې  دطنز رګونه دساماني  له دوري څخه په اثارو کې څرګنديږي.
دغه راز ددغه سيمينار دديمي علمي غونډي درييس په توګه دخليل نرمګوي دمرستيال  په توګه  دمسعودي  خزان او دمنشي په توګه دنجيب نجوا له انتخاب وروسته په کار پيل وکړ.
موسي رادمنش دطنز تصويري  داثار سينميايي اونافع همت په ټوکو کې دطنز څرک  ترعنوان لاندې مقالي ولوستلي .
ددغه سيمينارعلمي کار سباهم دوام کوي.
 

کابل  \باختردليندي دمياشتې ٥ نيټه  :
دکندز پوليسو په دوو جلاجلا پيښو کې څلور تنه دانسان تښتونې په تورونيول.
په دغو کسانو تورلګول شوي دي چې دکندز ولايت په بيلابيلو سيمو کې يې په انسان تښتونې  لاس پوري کاوه .
ويل  کېږي چې  ددغو کسانو دنيولو په وخت کې يوتښتول شوي ځوان هم ازاد شوي دي .
دکندزولايت امنيه قوماندان خليل اندرابي باختراژانس ته وويل  چې دغو انسان تښتوونکو په دوو جلاجلا پيښو کې پرون دکندز _ چهاردري په لاره  اودکندز ښار  په خان اباد بندرکې نيول شوي دي .
ده تائيد کړه چې په نيول شويو کسانو کې په کندز کې يوې ډلې انسان تښتوونکو مشرانو نوراحمدهم شامل دي .
دکندز امنيه قوماندان وايي چې دغو انسان تښتوونکو په کندز کې دتښتونې په څو پيښو کې لاس درلود او له زياتي مودي را په دې خوا ترعدلي څارنې لاندې وو.
دغو څلورو تنو انسان تښتوونکوز نن دخبريالانو په وړاندې اعتراف وکړ  چې څو څو ځلې يې مشهور بډاى اشخاص تښتولي دي او له څه مودي وروسته  يې ددوي له کورنيو څخه دپيسو په اخيستلو سره خوشي کړي دي.
يوه پيښه چې دغو کسانو پرون اعتراف  وکړ چې په کندز ولايت کې ديوې ډاکترې رخشاني دزوى تښتولي دي.
 

کابل  \باختردليندي دمياشتې ٥ نيټه  :
دافغانستان دلوړو اونيمه لوړو زده کړو په مرکزونو کې دشموليت ازموينه نن په بدخشان ولايت کې واخيستل شوه.
په دې ازموينه کې  دبدخشان  دلسو ولسواليو دليسو ددولسمو ټولګيو څلورو زرو اووه سوه تنو فارغانو ګډون کړي وو  . دلوړو زده کړو وزارت له خوا داستول شوي هيئت رييس پوهنيار سيدحفيظ الله  باختراژانس ته وويل چې دغه ازموينه له تقلب اوستونزي څخه په خلاصه فضا کې واخيستل شوه.
ويل کېږي چې ددرواز دسيمو اودشغنان ولسوالۍ په ګډون دبدخشان ولايت دنورو سيمو دليسو دفارغانو ازموينه چې دژمې په موسم کې مواصلاتي لاري يې دترافيکو پرمخ تړل کېږي وروسته اخيستل کېږي  .
دترلاسه شويو شميرونو له مخې په بدخشان کې سږکال  دکانکور دبرخه والو شمير دتيرکال په پرتله په سلو کې ديرش  زياتوالې ښيي .
له بلي خوا ويل کېږي  چې  سږ کال ددغې ازموينې په سلو کې ديرش برخه وال ښځي دي .
 

کابل  \باختردليندي دمياشتې ٥ نيټه  :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي  دبريتانيا دپارلمان ددفاعي کميسيون درييس جيمز اربوتنات  په مشرۍ ددغه   کميسيون له هيئت سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .
په دې کتنه کې   چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې وشوه دواړو لورو دافغانستان دامنيتي حالت ، دسولې دبهير ، له نړيوالو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې اوپه افغانستان کې دبريتانيا دپانګې اچونې په باب خبري وکړي.
دافغانستان داسلامي جمهوريتن  جمهوررييس حامدکرزي له نړيوالو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې بهير دقناعت وړ وباله او  ويې ويل چې بايد په برياليتوب سره دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دپاى ته رسولو لپاره دنړيوالې ټولنې له خوا زياته همکاري  وشي  ځکه دغه بهير دافغانستان او دنړيوالې ټولنې په ګټه دي.
جمهور رييس څرگنده  کړه که چېري نړيواله ټولنه په دايمي ډول له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي  او مرستي يې دافغانستان دحکومت له لوري ولګول شي  له شک پرته به  افغانستان له نن ورځې څخه ښه سبا ولري.
حامدکرزي په دې کتنه کې په دې ترڅ کې چې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ په وروستيو پرمختياو کې دبريتانيا دصدراعظم رول   وستايه  دسولې دعالي شورا په غوښتنه ديوشمير بندي طالبانو دخلاصون هرکلي وکړ.
په مقابل کې  دبريتانيا دپارلمان ددفاعي کميسيون او دهيئت رييس له افغانستان سره ددغه هيواد  دزياتو همکاريد ددوام ډاډورکړ.
 

کابل  \باختردليندي دمياشتې ٥ نيټه  :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي دګرجستان دصدراعظم  له مرستيال  او ددفاع له وزير ښاعلي ايراکلي الاسانيا سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .
په دې کتنه کي  چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه دګرجستان دصدراعظم مرستيال او ددفاع وزير د هلمندولايت  ته دخپل سفر او ددغه هيواد له عسکرو سره دخپلې کتنې په باب  جمهوررييس ته معلومات ورکړل  او دافغانستان دملي دفاع له وزير  ستر جنرال بسم الله محمدي سره يې خپله کتنه مثبته وبلله .
ښاغلي ايراکلي الاسانيا  په مناسب وخت کې  ګرجستان  ته ديو رسمي سفر په لپاره ددغه هيواد  دجمهوررييس دبلنې پيغام حامدکرزي  ته څرگند کړ چي دهيواد دجمهوررييس له خوا دکور وداني په ويلو سره ومنل شو.
 

کابل  \باختردليندي دمياشتې ٥ نيټه  :
دافغانستان اوګرجستان  ددفاع وزيرانو نن په کابل کې  دکتنې په ترڅ کې دهمکاريو دپراختيا ، سيمه ييزو پرمختياو او دملي اردو دسمبالولو په باب خبري وکړي .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دافغانستان دملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي نن دګرجستان ددفاع له وزير  باچواقالايا سره چې دکابل  په سفر بوخت دي وکتل.
دملي دفاع وزيرسر جنرال بسم الله محمدي  دهيواد امنيتي حالاتو ، دملي اردو دظرفيتونو  او ځواکمني  دلوړولو  دبهير اودهيواد دملي اردو په وړاندې  دچلنجونو په باب دګرجستان ددفاع وزير ته معلومات ورکړل ا وزياته يې کړه  اوس ملي اردو دکميت له پلوه  څه دپاسه يوسلو نوي زرو تنو ته رسيدلي او زموږ زيات  تمرکز دهغي په کېفيت اومسلکي وړتيا دي.
دملي دفاع وزير دامنيتي مسووليتونو دليږدونې په باب وويل  دغه ملي بهير تراوسه پوري په برياليتوب   اوپه شا نه تلوونکې ډول پرمخ تللي  او  اوس دافغانستان د وګړو په سلو کې څه دپاسه اويا  امنيت دافغاني ځواکونو په غاړه دي . ملي اردو  دخپلو دندو او مسووليتونو داجرا  کولو په خاطر دموجودو تجهيزاتو ترڅنګ ، ځواکمنو هوايي ځواکونو ، درندو وسلو ، دکشف اواستخباراتو پرمختللو وسايلو او دماينونو دشنډولو په برخو کې  زياته اړتيا لري.
دګرجستان ددفاع وزير دملي اردو دمحسوسو پرمختګونو او برياليتوبونو له امله خوښي څرگنده کړه او ويي ويل   متبوع هيواد يې دافغاني ځواکونو دروزني اودملي اردو دځواکونوم دسمبالولو اووسله وال کولو په برخو کې همکاري کړي او دغه بهير به دوام وکړي .
ده زياته کړه هيواديي په پام کې لري دمي _اته يوشميرهليکوپترونه دافغانستان دملي دفاع وزارت په واک کې ورکړي.
دغه راز دګرجستان ددفاع وزير  دافغانستان دملي دفاع وزير ته بلنه ورکړه چې ګرجستان ته سفر وکړي  چې  دبسم الله محمدي له خوا ومنل شوه.
ګرجستان په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو په چوکاټ کې  ١٧٠٠ تنه عسکرلري.