22 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څوارلس وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

څوارلس وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر د بادغيس سيمه ييز...

د زارع لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

د زارع لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر د بلخ ولایت د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١٣ :
د کورنيو چارو  وزارت استخباراتو : دنشه يي توکو دقاچاقو په اړوند اووه تنه ونيول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .
دکورنيو چارو وزارت داستخباراتو دلوى رياست دپوليسو منسوبينو دتيرې اوونۍ په بهيرکې  دهلمند، تخار اودزابل دولايتونو په  مربوطاتو کې دنشه يي توکو دقاچاق په اړوند اووه تنه له  ٥٦٢ کيلوګرامه نشه يي توکوسره چې په څلورو موټرونو کې ځاى پرځاى کړي شوي و نيولي دي .
دغه راز په دې موده کې دکورنيو  چارو وزارت داستخباراتو دلوى  رياست دپوليسو منسوبينو پنځه  ديرش ډول ډول ماينونه ، ددرندو وسلو دوه ويشت ګولۍ  ، له يوزرو دوه سوه ګوليوسره يې ديو زيکو_ يو  ماشينگڼه  اويوه اندازه  چاويددونکي توکي چې دياغي طالبانو له خوا دورانکارو  اوتروريستي بريدونو دترسره کولو لپاره  دلغمان ، بلخ  ، ارزګان ، قندهار ، زابل ، خوست  او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې  ځاى پرځاى  کړي شوي و کشف اوترلاسه کړل او دننګرهار اوزابل دولايتونو په  مربوطاتو کې دماين ښخولو په اړوند  دوه تنه نيول شوي دي.
 

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ١٣ :
د کورنيوچارو وزير دفارياب ولايت له مشرانو اودخلکو له استازوسره په کتنه کې په دغه و لايت کې دامنيت دلازيات ټينګښت اوپراختيا په باب خبرې وکړې.
د کورنيو چارو وزارت مطبو عاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې يوشمير برخه والوپه دې ترڅ کې چې په فارياب ولايت کې دپوليسو
کړه وړه وستايل دامنيت دلازيات ښه والي په مقصد يې خپلې ځينې غوښتنې او 
وړانديزونه طرحه کړل  اوله پوليسو سره يې دخپلې همکاري ډاډورکړ.
دکورنيو چارو وزير لوى پاسوال غلام مجتبي پتنګ دفارياب دخلکو  دښه ولولو له امله  مننه وکړه  اودهغوى دسيمه ييزو ستونزو دحل کولو په مقصد يې اړوندو مراجعو ته لارښوونې وکړې.
ديوبل خبرله مخې ، دکورنيو چارو وزارت  دعامه محافظت او دامنيتي تصدي معين لوى پاسوال عبدالجميل جنبش ددغه معينيت ديوشمير دولتي اوغير دولتي پروژو له قوماندانانو سره وکتل اودساتنمنانو اوسرتيرو په روزنې باندې ټينګار وکړ.
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١٣ :
دهيواد په پوهنتونونو او دلوړو زده کړو په موسسو  کې دشموليت په مقصد دپنجشير ولايت دمرکز اوداړوندو ولسواليو دليسو له يو زرودرې سوه يو شپيتو تنو فارغانو څخه  دکانکور ازموينه نن پيل شوه .
دلوړو زده  کړوپه موسسو کې دشموليت دازموينې د څارنې او کنترول دټيم مسوول پوهندوي محمدعظيم حسين زاده باختراژانس ته وويل: دپنجشير ولايت دمرکز اوولسواليو دليسو له يوزرو درې سوه يوشپيتو تنو فارغانو څخه چې يوسلو شل تنه يې نجونې دي  دلوړو زده کړوپه موسسو کې دشموليت ازموينه نن پيل شوه.
يوه اړونده خبرځاى وويل ، دسنامجلس لومړي نايب محمدعلم ايزديار اوپه ولسي جرګه کې دخلکو استازو ډاکتر محمدظهيرسعادت اوقاضي راحيلې خليل  دازموينې بهيروکوت .
ديوبل خبرله مخې، دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت ازموينه  نن په کاپيسا ولايت کې پيل شوه.
دکاپيسا ولايت دازموينو دکميټې غړي استاد مسعود وويل: ټاکل شوې ده  چې دکاپيساولايت په مرکز او داړوندو ولسواليو دليسو له څلور زره اووه سوه  نهه څلويښتو تنو فارغانو څخه چې يوزرو يوسلو پنځوس تنه يې نجونې دي  په دوو  ورځو کې دلوړه زده کړو په موسسو کې دشموليت ازموينه واخيستل شي .
دده دڅرګندونوله مخې ،دکاپيساولايت مرستيال، په ولسي جرګه کې دخلکواستازو اودالبيروني پوهنتون علمي غړو دازموينې بهيروکوت.
 

کابل –باختر دمرغومې ديارلسمه :
دايران داسلامي جمهوريت دمشهد دخبر پوهنځي دخبريالانو دروزنې او دخبر او عکس دارشيفونو په ديجيتل جوړولو کې له باختر آژانس سره همکاري کوي .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : په هغې غونډه کې چې نن دباختر آژانس رييس خليل مينوى دايران داسلامي جمهوريت دمشهد دخبر دپوهنځى له رييس ډاکتر سيد رضا امير جهانشاهى او ددغه پوهنځي داى ټى ان دڅانګى له مسول مهندس کاشفى سره وکړه په داسې حال کې چې دباختر آژانس دکورنيو او بهرنيو خبرونو دبرخو امران ماري نبرد ائين او سلطان حميد اشنا هم حاضر و ددغه پوهنځي رييس  دايران په اسلامي جمهورت کې دباختر آژانس دخبريالانو لپاره دلنډ مهالو او اوږ دمهالو روزنيزو کورسونو دجوړولو  په ديجيتل سيستم دباختر آژانس دخبر او عکس دارشيفونو دسندونو دسمبالولو ،دباختر آژانس په مرکز کې دخبريالى د روزنيز مرکز دجوړولو،دتجربو په تبادله او دبآختر آژانس او دمشهد خبر له پوهنځي سره دنږدې فرهنګي اړيکو په برخو کې تياري څرګند کړ ،ده دباختر آژانس دکارونو او په څو وروستيو کلونو کې په افغانستان کې درسنيو دکتنې وړ ودې يادونه وکړه او وې ويل چې دخبر پوهنځي دسيمې په ګچه ديو تخصصي پوهنځي په توګه کولاي شي خپلې تجربې دافغانستان له رسنيو سره شريکې کړي .
په دې غونډه کې دباختر آژانس رييس خليل مينوى دخبر استولو په برخه کې دباختر آژانس دکار دلارو چارو او دبآختر آژانس او دخبر پوهنځي ترمنځ دمسلکي همکاريو او تجربو دتبادلې او دزمينې دبرابرولو په باب خبرې وکړې.
او وې ويل چې باختر آژانس د دولتي خبري آژانس په توګه په ١٣١٨ هجرى لمريز کال کې جوشو او اوس په مرکز کې ١١٠ تنه او د هيواد د ٣٣ ولايتونو په نماينده ګيو کې ١٥٠ تنه خبريالان او عکاسان فعاليت کوي.
ده زياته کړه: باختر آژانس سربيره پردې چې ملى راډيوتلويزيون او پنځو دولتي ورځپانو ته خبرونه برابروي او دهغو واک کې يې ورکوي.
د خپل ويب سايت له لارې هم خبرونه په پښتو ،درى او انګليسي ژبو په توله نړۍ کې دمينه والو په واک کې ورکوى.
په همدې ډول په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې تر يوې اوونۍ پورې په دغو برخو کې دهمکاري تفاهم ليک دباختر آژانس او دخبرپوهنځي دمسولينو ترمنځ لاس ليک شي.
دغونډې په پاى کې دخبر پوهنځي رييس او ملګرو يې دباختر آژانس بيلابيلې څانګې وکتلې.
 

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ١٣ :
دافغان اوايتلاف ځواکونو نن دطالبانو يو قوماندان دقندهار په شاه ولي کوټ
ولسوالۍ کې ونيو .
ايساف نن ديوې خبرپاڼې  په خپرولوسره ويلي دي دغه قوماندان دارغنداب ولسوالۍ دمرکز او دشاه ولي کوټ ولسوالۍ په جنوب لويديځ کې ياغي جګړه مارانو ته وسلې اومهمات برابرول  اودغه راز دافغان او ايتلاف  دځواکونو پرخلاف  دچاودنو بريدونه او دماين ښخولو طرحه اوسمون  ورکول.
ددغو عملياتو په بهيرکې امنيتي ځواکونو دماينونو دجوړولو يوه اندازه توکې هم ضبط کړي دي .
دغه راز افغان امنيتي ځواکونو پرون دطالبانو يو قوماندان دقندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې  ونيوه  چې په پنجوايي اوژيړي ولسواليو کې يې په چاودنو کې رول درلود. ده دغه راز په قندهار ولايت کې دافغان او ايتلاف دځواکونو پرخلاف  بريدونو کې داستفادې په لاره کې ياغيانو ته وسلې اومهمات برابرول.
له بله پلوه دناټو اوافغان ځواکونو دحقاني  دشبکې يو غړي چې دافغان مقاماتو اودافغان اوناټو دځواکونوپرخلاف يې بريدونه طرحه کول  دلوګر په پل علم کې ونيوه.
ده دغه راز دحقاني شبکې جګړه مارانو ته چې په دغې ولسوالۍ کې فعال دي  دوسلې اومالي مرستې دبرابرولو مسوول و.
 

لنډي کوتل \ ډي ډان \  باختردمرغومي دمياشتې  ١٣ :
داکاخيلو په سيمه کې ديو روزنيز مرکز ودانۍ ته څيرمه دهاوان ديوماين دلګيدو له امله  دوه تنه زده کوونکې نجونې ووژل شوې  اوپنځه تنه نورې يې ټپيانې شوې .
دباختر اژانس دخبرله مخې ، دهاوان دغه ماين له نامعلوم لورې  څخه په دغې مدرسې  په داسې  حال کې وتوغول شو  چې دښوونځي زده کوونکې له ښوونځي څخه دوتلو په حال کې وې.
ددغې پيښې قربانيان هغه ماشومان وو چې شپږ او اووه کلن وو.
هغه پنځه تنه زده کوونکې چې په دې پيښه کې ټپيانې شوي دي روغتون ته ليږدولى شوي  دي او ډاکترانو دهغوى روغتيايي حالت خراب بللي دي .
پرون هم دخيبر_ پښتونخوا په صوابي ښارکې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو دډزو له امله شپږتنه دهغوى دسپرلۍ له موټر چلوونکې سره ووژل شول.
پنځه تنه وژل شوې ميرمنې ښوونکې اويو تن يې روغتياپاله وه چې يوې غيردولتي موسسې ته يې کارکاوه .
 

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ١٣ :
په افغانستان کې  ديولړپوځي عملياتو په بهېرکې د طالبانو په ډلې اودحقاني په شبکې پورې اړوند درې تنه سيمه ييز قوماندانان ونيول شول.
دغه قوماندانان نن سهار کله چې په تروريستي  فعاليتونو بوخت وو دقندهار ولايت دشاه ولي کوټ  اوپنجوايي دولسواليو اودلوګرولايت دپل علم په مربوطاتو کې ددوى په پټنځايونو کې ونيول شول.
باختراژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغو قوماندانانو ديولړتروريستي بريدونو دپلان جوړولو نيت درلود چې دافغان پوځيانو اودناټو دځواکونو له خوا پرې بريد وشو او ونيول شول.
ددغې خبرپاڼې  دمعلوماتوله مخې ، نيول شويو قوماندانانو دځينو تروريستي بريدونو رهبري په غاړه لرله .
ويل کېږي چې ددغو عملياتو په بهېر کې په دغو قوماندانانو پورې څوتنه اړونده کسان هم نيول شوي دي.
له بلې خوا ناټو وايي چې ددغو قوماندانانو په پټنځايونو کې يې دجنګي وسايلو څوډپيوګانې هم نيولي دي.
 

ابيجان \ ډي ډان \  باختردمرغومي دمياشتې  ١٣ :
شپيته تنه دسه شنبې په شپه دنوى ميلادي کال دنمانځلو  په وخت کې دعاج ساحل ديوه لوبغالي ته څيرمه  دگڼه ګوڼي له امله ووژل شول.
دغه پيښه  هغه وخت رامنځته شوه چې يو زيات شمير خلک داورلوبې دننداري لپاره راټول شوي وو.
ددغې پيښې يو ټپي په روغتون کې درويترز له خبري ا ژانس سره په مرکه کې وويل امنيتي ځواکونه سيمې ته ورغلل چې دخلکو دګڼه ګوڼي مخه ونيسي  چې دخلکو دويرې او ډار سبب شو اويو زيات شمير خلک ترپښولاندې شول.
دعاج ساحل دکورنيو چارو وزارت په يوه وينا کې چې ددغه هېواد دملي ټلويزيون  له لارې خپره شوه ويل شوي دي چې په دې پيښه کې شپيته تنه ووژل شول اونهه څلويښت تنه نورټپيان شوي دي .
دعاج ساحل جمهوررييس الحسن اوتارا ددغې پيښې دټپيانو پوښتنه وکړه او دغه پيښه يې يوه تراژيدي وبلله اوويې ويل، تحقيقات دوام لري چې دپيښيې اصلي علت معلوم شي .
ديوبل خبرله مخې، دعاج ساحل ددغې پيښې له امله درې ورځې ملي ماتم اعلام کړى دى .
 

Wednesday, 02 January 2013 10:45

تبصره

کابل –باختر دمرغومى ديارلسمه :
ټاکل شوې ده دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په نږدې راتلونکى کې ديو کارى سفر لپاره دامريکا متحده ايالاتو ته لاړ شي.
دغه سفر دامريکا دجمهور رييس بارک اوباما په بلنه ترسره کيږي چې په هغه کې به دامريکا له متحده ايالاتو سره دافغانستان داړيکو او دسيمه ييزو مسئلو په باب خبرې وشي.
دباختر آژانس مبصر ليکي: دامريکا متحده ايالاتو ته د حامد کرزي دسفر پروګرام دراتلونکي اوونۍ لپاره ټاکل شوى دى .
سياسي کارپوهانو امريکا ته دحامد کرزي نږدې راتلوونکي سفر دافغانستان دسياسي او اقتصادي راتلوونکي لپاره ارزښتناک بللى دى او داپه داسې حال کې ده چې افغانستان او امريکا دامنيتي همکاريو ديو سند دلاسليک کولو په مقصد په خبرو بوخت دي. مخکې له دې دامريکا متحده ايالاتو له افغانستان سره دستراتيژيکي همکاريو تړون لاسليک کړى دى او افغانستان يې خپل ستراتيژيک متحد هيواد بللى دى.
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست ويندوى ويلي دي چې حامد کرزى به  په دې سفر کې دامريکا له جمهور رييس او له نورو امريکايي مقاماتو سره دامينتي همکاريو ،دامنيتي مسوليتونو دليږدونې په ګډون دمهمو مسئلو،سياسي او اقتصادي مسئلو ،دامنيتي ځواکونو دسمبالولو او پياوړتيا ،له ٢٠١٤ کال ورورسته کلونو ،دبدلون دلسيزې ددغې لسيزې دتمويلوونکو ،او دبدلون په لسيزې پورې داړوندو مالي مرستو دلارو چارو او څرنګوالى په باب خبرې وکړي.
دسياسي کارپوهانو په باور امنيتي همکارى اوله ٢٠١٤ کال ورورسته ديو شمير امريکايي عسکروپاتې کيدل په افغانستان کې دهغوى دشتون څرنګوالى ،اقتصادي مسئلې او له مخالفينو سره خبرې ددغو خبرو محور دى .
دافغانستان او امريکا ترمنځ دامنيتي همکاريو ديو سند دتدوين په باب خبرې په داسې حال کې طرحه کيږي چې پخوا دغو دواړو هيوادونو له اوږدو او هراړخيزو خبرو وروسته دستراتيژيکي همکاريو سند لاسليک کړ.
په دې سند کې دافغانستان په وړاندې دبهرنيو لاس وهنو په اړوند دامريکا دريز مشخص شو خوافغانستان ونه کړى شول ددغه سند له مفادو څخه استفاده وکړي او دغه راز دبهرنيانو له څرګندو او پټو لاس و هنو څخه له رامنځته شويو ستونزو سره لاس او ګريوان و .
دا دافغانستان په دولت پورې اړه پيداکوي چې د امنيتي همکاريو دسند په لاسليک کولو کې تيرې تجربې په پام کې ولري ځکه بهرني لاس وهنې پراخې دي او دهمکارى هر راز سند دې بايد عملى او حقوقى اړخ پيدا کړي .
سياسي کارپوهان دحامد کرزي ددغه حرکت درناوى کوي چې دامريکا متحده ايالاتو ته له سفر مخکې يې له جهادي او سياسي شخصيتونو سره صلا مشورې کړي دي او دهغوى نظر يې او وړانديزونه له ځان سره لري.
له شک پرته دافغان مقاماتو خبرې او دهغوى دريز به دملي ګټو پربنسټ تکيه ولري. له بلې خوا په دغو خبرو کې دهيواد ددفاعى او امنيتي ځواکونو دسمبالولو مسئله طرحه کيږي هغه مسئله چې په تيرو لسو کلونو کې کمه پاملرنه ورته شوې ده اونن ورځ دفاعى او امنيتي مرکزونه سيمه ييز انډول نه لري. او دهوايي پوځ امکانات په ډيره ټيټه کچه کې دى.
دامريکا متحده ايالات ديو داسې هيواد په توګه چې په تيرو وختونو کې يې له افغانستان سره ډيرې زياتې مرستې کړي دي او ځاى دهيواد دامنيتي او دفاعى ځواکونو په سمبالولو ژمن بولى.
هيله کيږي چې دواشنګټن خبرې وکولاى شي دافغان امنيتي ځواکونو دسمبالولو بهير لا زيات ګړندى کړي.
په دغو خبرورکې بله موضوع دبدلون لسيزه ده ،دناټو مشرانو دامريکا په شيکاګو کې په خپلې وروستي غونډه کې ژمنه کړې ده چې په دغو لسو کلونو کې بايد له افغانستان سره داسې مرسته وشي چې دتيرو کلونو برياليتوبونه وساتل شي او په امنيتي او اقتصادي برخو کې په ځان د ډډې لګولو لپاره دافغانستان ظرفيت او ځواکمني لوړوالى پيدا کړي.
دغو هدفونو ته رسيدل مشخصو پروګرامونو او دنړيوالو پوځونو ملاټر ته اړتيا لري.
دواشنګټن په نږدې راتلوونکوخبرو کې دبدلون په لسيزه کې دکار په څرنګوالي باندې خبرې کيږي او په دې اړوند د دواړو لورو همکاري او دريځ مشخص کيږي .
دامريکا متحده ايالاتو ته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دسفر پروګرام په داسې حال کې جوړ شو چې افغانستان دبهرنيو اړيکو پراختيا ته دخپل کار په سر کې ځاى ورکړى دى او په متقابل درک باندې ټينګار کوي اوله نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې په بشپړ صداقت سره دې دنړيوال هويت دلازيات تثبيت ،له تروريزم سره دمبارزې چې بهرني عوامل لري ،دامنيت دتامنيولو، له اداري فساد سره دمبارزې ،اقتصادي پراختيا او په بيلابيلو برخو کې په ځان د ډډې لګولو په لاره کې له دغه هيواد سره مرسته وکړي او دافغانانو او دنړيوالې ټولنې ترمنځ داعتماد او باور فضا پياوړې کړي.
 

Wednesday, 02 January 2013 10:44

يوه بندى خپله ميرمن ووژله.

کابل –باختر دمرغومې ديارلسمه :
په سمنګانو کې يو بندي ددغه ولايت په جيل کې خپله ميرمن ووژله.
دسمنګانو ولايت امنيه قوماندان محمد اکرم بيک زاد باختر آژانس ته وويل: دغه بندي درې کاله مخکې د خپل اوښې خينې او خواښې دوژلو په تور بندي شوى و.
بيک زاده زياته کړه :دغه بندي خپله ميرمن دخپلې مور په لمسون وژلې ده .
ده څرګنده کړه ،دغه ميرمن په معمولى ډول دخپل ميړه دکتنې لپاره جيل ته ورتله او پرون دکتنې په وخت کې چې يو ساعت وخت يې ونيوه قاتل له فرصت څخه استفاده وکړه او خپله ميرمن يې دهغې په پړونې سره زندى کړه او ويې وژله.
پوليسو دقاتل مورچې دخپل زوى په دې وژنه کې اصلى لمسونکي ونيولې دى دسمنګانو امنيه قوماندان زياتوي چې دسمنګانو په جيل کې د بنديانو دکتنې لپاره ځانګړې خونې شته او دغه بندي خپله ميرمن په همدې خونه کې دتړلى دروازې ترشاه زندې کړې ده.