18 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې د طالبانو د ولسوال وژل کېدل

په لوګر کې د طالبانو د ولسوال وژل کېدل

کابل \باختر\ د زمري ٢٧ مه د لوګر د پل علم...

په تخار کې دوه کسان د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

په تخار کې دوه کسان د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه د تخار د ملي امنيت د...

 په فارياب کې د ١٧ وسله والو طالبانو وژل کېدل

په فارياب کې د ١٧ وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه د دوو ازبکستانيو اتباعو په ګډون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دغزې تړانګه  –باختر دلړم اته ويشتمه
داسراييلو او دحماس دفلسطيني ډلې ترمنځ تاوتريخوالي مخ په زياتيدو دى او په غزې داسراييلو بريدونه هماغه شان دوام لري.
له بلې خوا ددغه تاوتريخوالى دبندولو لپاره دسيمې په کچه خوځښتونه دوام لري او دعربو داتحاديې دبهرنيو چارو وزيرانو پرون په همدې اړوند په قاهره کې بيړنۍ غونډه جوړه کړه.
ټاکل شوې ده دعربو داتحاديې دسرمنشى نبيل العربى په مشرى دعربي هيوادونو يو هيئت په نږدې راتلوونکي کې دغزې تړانګې ته سفر وکړي.
ددغه سفر هدف له فلسطينيانو سره دپيوستون څرګندول بلل شوى دى دعربو داتحاديې دبهرنيو چارو وزيرانو خپلې غونډې په پاى کې چې دغزې دتړانګې دحالاتو دڅيړنې په مقصد په قاهره کې جوړه شوه په يوه اعلاميه کې وويل چې دغه هيئت به سبا غزې ته ورسيږي .
په دې غونډه کې دغو وزيرانو پريکړه وکړه چې داسراييلو په وړاندې دخپلو دريځونو په باب غور وکړي او په جدى توګه دې دفلسطينيانو ملاتړ وشي.
په همدې حال کې دحماس دفلسطيني ډلې سياسي مشر خالد مشعل په قاهره کې دى او دمصر له مقاماتو سره خبرې اترې کوي.
دى تصميم لري چې په غزې داسراييلو دراکټي بريدونو په باب دترکيې له صدراعظم رجب طيب اردوغان سره هم ليده کاته او خبرې اترې وکړى.
دترکيې صدراعظم ،اسراييل په غزه  کې دحالاتو دخرابوالې مسوول بللى دى . او ويلې يې دې چې اسراييل دى بايد په غزه کې دخلکو د ډله ييزې وژنې په باب نړيوالو ته ځواب ووايي.
سپينې ماڼۍ په غزه کې دواسنى تاوتريخوالي دبندولو غوښتنه کړې ده اوپه همدې حال کې يې ويلي دي چې اسراييل دځان ددفاع حق لري.
 

غزى ښار –باختر دلړم اته ويشتمه
دغزې په ښار کې دسملاسي اوربند لپاره دمصر دجمهور رييس محمد مرسي له وړانديز سره سره داسراييلو جنګي الوتکو نن سهار دغزني په شمال کې رسانه يي مرکزونه او داستوګنې کورونه بمباري کړل.
داسراييلو توپچې پوځ هم دغزنې ښار په زياترو سيمو بريدونه وکړل.
په دغو بريدونو کې دغزنې ښارته څيرمه دشوا او حصاري په سيمو کې دالقدس تلويزيون په دفترونو يرغل وکړ او له امله يې څه ناڅه شپږ تنه خبريالان ټپيان شوي دي.
دغه راز داسراييلو جنګي الوتکو تيره شپه داستوګنې په کورونو بريدونه وکړل چې له امله يې ديوې کورنۍ دوه تنه نوى زيږيدلي ماشومان ووژل شول اولس تنه نور ټپيان شول.
په غزې داسراييلو په پرونيو بريدونو کې هم شپارلس تنه فلسطينيان وژل شوى و او طبى خبرځايونه وايي چې دتيرې چارشنبې په ورځ دبريدونو له پيل څخه دنن سهار ته لومړى وختو پورې اته څلويښت تنه فلسطينيان وژل شوي دي او څلور سوه پنځوس تنه نور ټپيان شوي دي.
 

کابل –باختر دلړم اته ويشتمه
په افغانستان کې ديولړ پوځي عملياتو په بهيرکې دوسله والو طالبانو څلور تنه سيمه ييز قوماندانان ووژل شول.
په دغو قوماندانانو نن سهار او تيره شپه دقندهار ،هلمند غزني او نورستان دولايتونو په مربوطاتو کې دافغان پوځيانو او دناټو ځواکونو له خوا بريد وشو او ووژل شول.
باختر آژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: دوسله والو طالبانو دغه سيمه ييز قوماندانان کله چې ديو لړ ترورستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو په خپلو پتنځايونو کې پرې بريد وشو او ووژل شول.
ناټو ددغو قوماندانانو هويت نه دى په ډاګه کړى خو ويلي يې دي . چې دوى دخپلو سيمو په زياترو ناآراميو کې رول درلود.
په همدې حال کې ناټو وايي چې په دغو عملياتو کې په لسګونو جنګي وسايل اوپه سل ګونو کيلوګرامه نشه يي او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
دناټو په خبرپاڼه کې په دغو عملياتو کې دافغان او بهرنيو پوځيانو او ملکي وګړو ته دسر درسيدلي زيان په باب څه نه دي ويل شوي.
 

Sunday, 18 November 2012 11:01

داسعارو بيه

کابل\باختر\دتلي دمياشتې ٢٨ مه:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو درييس  دمعلوماتو له مخې : نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په     53/20  افغانيو پلورل په   53/30افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په  82/50افغانيو پلورل په     82/60افغانيو
يوه يورو   پيرودل په     40 67/ افغانيو پلورل په      67 /50  افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 20/ 14 افغانيو پلورپه 25 / 14 افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  90 13/پلورل   95 14/ افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 1000 افغانيو پلورل په 1010 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په  550افغانيو پلورل په  551 افغانيو
اوزر ايراني تو مان پيرودل په 18/10  افغانيو پلورل په   18/20 افغانيو.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٧ :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم  نن له غرمې وروسته  دپکتيکا له والي  او په ملي شورا کې  دخلکو له يوشمېر استازو، مشرانو  اوملي سوداګروسره وکتل.
باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې :
په دې کتنه کې لومړۍ دپکتيکا والي خبرې وکړې او ددغه ولايت  دخلکو يوشمېر ستونزې يې طرحه کړې او ويې ويل: تېرکال دتلې په مياشت کې د وزيرانو شوراپه غونډه کې دپکتيکاولايت  دخلکو ستونزې وڅيړل شوې  او دبريښنا د ليږدونې  او دپوهنتون  د ودانۍ د جوړولو په ګډون په دوولسو مواردو کې اړوندو ادارو او مراجعو ته لارښوونې وشوې، تراوسه پورې  په دغو برخو کې لازم اجراات نه دې ترسره شوي .
دغه راز دوو تنو د نورو په استازيتوب د دغه ولايت دستونزو په باب خبرې وکړې او په دغه ولايت کې يې بيارغاونې ته دپاملرنې غوښتنه وکړه.
دغه راز دوى د يوشمېر ملي سوداګرو ستونزې طرحه کړې او هغوى ته يې د لازمو اسانتياو دبرابرولو غوښتنه وکړه.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دخبرو په ترڅ  کې دخلکو دستونزو څېړنه دمسوولينو له دندو څخه وبلل او ويې ويل: دهيواد آبادول دټولو خلکوغوښتنه ده او دتېرو لسوکلونو په بهيرکې يولړ کارونه هم شوي دي، خواړتياوې دومره زياتې دي  چې څيړل  اوحل کول يې وخت ته اړتيالري.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  له  هغوى سره ژمنه وکړه چې  د دوى د طرحه شويو ستونزو موضوع د وزيرانو شورا  د مصوبې له مخې دچارو د ادارې  او د وزيرانو شورا د دارلانشا دلوى رياست له لارې اجراات کيږي .
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٧ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي دپيغام په لوستلوسره  نن دځوانانو دعالي شورا د دريمې عمومي غونډې کار چې دا طلاعاتو اوفرهنګ وزارت په نوښت  جوړه شوې  ده ، پيل شو.
دباخترا ژانس دخبريال دخبرله مخې :
دغه غونډه د ولسي جرګې د رييس عبدالروف ابراهيمي، دجمهوري رياست دستر وزير هدايت امين ارسلا، دملي شورا  او دسترې محکمې دځينو غړو، شهزاده ميرويس ظاهر، د کابل ښاروال انجينر محمديونس نوانديش، په کابل کې دبهرنيو هيوادونو د يوشمېر سفيرانو او د سفارتونو د استازو او دهېواد دمرکز اوولايتونو دځوانانو د استازو په ګډون  جوړه شوه.
دغونډې په پيل کې دهېواد دممتاز قاري استاد برکت الله سليم له خوا دقرآن عظيم الشان څومبارک آيتونه ولوستل شول.
ورپسې د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس  حامدکرزي پيغام دجمهوري رياست دستر وزير هدايت امين ارسلا له خوا ولوستل شو.
په  پيغام کې  چې په دې ترڅ کې  چې دافغانستان دځوانانو دعالي شورا د دريمې سراسري غونډې  او دځوانانو دعالي شورا دجوړولو په باب داطلاعاتو اوفرهنګ د وزارت د نوښت له امله  قدرداني شوې ده؛ ويل شوى دى:
د ډېرې خوشحالۍ او وياړ ځاى دى  چې  زموږ هېواد د وګړو زيات شمېر ځوانان دي او دا کار موږ هيله من کوي چې افغانستان  دهمدغوځوانانو په مټو ډېر ژر په اوسنيو ستونزو بريالي کيږي  او هغوى هېواد په اوچتو ګامونو سره د آبادى اوسمسورتيا په لور رهبري کوي.
په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين په  هېواد کې دځوانانو دکارنده رول په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل((تاسې ځوانان زموږ دملت د زړه ميوه ياست ، زموږ دملت دنن ورځې اوسبا هيله ياست ، تاسې يو داسې ملت دعظمت  ميراث دار ياست چې درې زره کاله  له ملي وياړ د ژوندانه استمرار لري  او تاسې ځوانان دهمت په ځواک سره هم نن او هم سبا دغه هېواد جوړوئ .))
ډاکتررهين زياته کړه: ((ګرانو ځوانانو! تاسې ستر رسالتونه په اوږو لرئ، تاسې د ژمن نسل په توګه  که څه هم هغه نسل چې له وينې او ايرې څخه پاڅون وکړ،که څه هم هغه نسل چې زيات محروميت  او درد وليد او ترڅو چې سترګه يې پرانستله  بيوزلي ،تنګسيا، درد اوکړاو د ډزو غږ غوږونو ته يې ورسيد، له دغو ټولو سره سره  ستاسو نسل  په نړۍکې دځوانانو له ټولو نسلونو څخه زيات دوياړ  وړ ياست .
ددې لپاره چې  دنړۍ د نورو سيمو ځوانانو  په سوکالۍ ، آرامۍ او ډاډسره په زده کړې، ورزش او د ژوندانه په جوړولو لاس پورې کړ، خو تاسو له پيښې څخه پورته کړي دي او په محروميت سره مو ژوند کړي دي، خو له دغوټولو سره سره مو خپل ملت ته وياړ ګټلې دي .))
په دې غونډه کې د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي هم دټولنې په بېلابېلوچاروکې دځوانانو د رول او د ځواک  داغيزمنتوب په باب خبرې وکړې او ويې ويل: کله  چې دځوانانو   نومونه اخلو؛ زموږ په وړاندې ځواکمني ،احساس ، ميړانه ، سرښندنه اوځان تيرېدنه رامنځته کيږي او ددغو واژو تصور د انسان په ذهن کې ځينې صفتونه رامنځته کوي چې  په ژوندانه کې دکار او مبارزې ، برياليتوب اوسرلوړې  قدرت نندارې ته وړاندې کوي .
ده دغه راز دځوانانو د لارې پر سر ديو لړ پرتو ستونزو اوخنډونو يادونه وکړه اوپه بېلابېلو چاروکې دځوانانو ځواک ته پاملرنه يې يو مهم کار وباله .
داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې دخپلواک  کميسيون رييس پوهاند ګل رحمن قاضي په هيواد کې دملي يووالې  ، ملي واکمنۍ ،  دقانون د واکمنۍ  او دقانون دتطبيق په تامينولو کې  دځوانانو د رول په اړوند معلومات وړاندې کړل او ويې ويل: ځوانان هغه وخت بريالي دي چې په ښه او بد پوه شي ، په ښو عمل وکړي اوله بدو ډډه وکړي .
په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين تيمورشاه اسحق زى په دې ترڅ کې چې دهيواد دځوانانوپه وړاندې د رامنځته شوي حالت ، ستونزو  اوبرياليتوبونو په اړوند معلومات وړاندې کړل ويې ويل: د دغې غونډې يوه  مهمه موضوع دا ده  چې په  ٢٠١٤ کال کې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي او زيات امنيتي مسووليتونه کورنيو ځواکونو ته متوجه کيږي .
ده دغه راز  دتېر يوکال په بهيرکې دځوانانو دعالې شورا دکړو وړو په باب هم معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې دغه شورا  داطلاعاتو اوفرهنګ د وزير ډاکترسيدمخدوم رهين په نوښت په بېلابېلو چاروکې دځوانانو د روا حقوقو دترلاسه کولو په خاطر جوړه شوې وه .
په کابل کې د امريکا دمتحده ايالاتو دسفارت استازې هم دهيواد په جوړولو اوسمسورتيا کې دځوانانو د رول او ځواک په باره کې خبرې وکړې او ويې ويل  :
تاسې ځوانان کولاى شئ په افغانستان کې د سولې دټينګښت  ، دخپل هيواد د اقتصاد دپياوړتيا او په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د ودې لپاره قوي ځواک و اوسئ .
دغه رازپه دې غوندۀ کې دملي شورا غړې ډاکترې نيلوفر ابراهيمي دهيواد دځوانانوپه برخه کې د وروستيو لسو کلونو برياليتوبونه په ګوته کړل او ويې ويل: هربرياليتوب چې دځوانانوپه برخه کې ترسترګو کيږي په خپله دځوانانو دهڅواو هاندمحصول دى .
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٧ :
د مولانا ابوالکلام آزاد د یادغونډې په مراسمو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حامد کرزي د لکچر متن
2012، د نومبر ۱۲
نوی ډهلی، هند
د هند د فرهنګي اړیکو د انجمن د عمومي رئیس، ډاکتر کرن سینګ لخوا معرفي:
جلالتمآب جمهوررئیس کرزی، د هند د بهرنیو چارو وزیر محترم سلمان خورشید، عالیقدرو مېلمنو، د رسنیو محترمو استازو او دوستانو ښه راغلاست!
جلالتمآب جمهور رئیس کرزی! د مولانا ابوالکلام آزاد د زوکړې کالیزې د لمانځغونډې په مراسمو کې  د ګډون له امله تاسو ته ښه راغلاست وایم.
درنو میلمنو!
جمهوررئیس حامدکرزی معرفي کولو ته اړتیا نه لري، په  ټولو روښانو او باخبرو ټولنو کې د ده شخصیت پیژندل شوی دی. په تیره یوه لسیزه کې په افغانستان کې د ده ځواکمنه او مدبرانه رهبري او په ځانګړي ډول هغه خبرتیا او پراخ نظر چې دی یې د آسیایي هېوادونو د  ټولنو او فرهنګونو په اړه لري، په حقیقت کې د هماغه نظر منعکس کوونکی دی چې مولانا ابوالکلام درلود، په همدې ډول به د ننۍ وینا د عنوان روښانولوته  یعنې " یو مولانا زموږ د عصر لپاره"  ژور مفهوم  ور وبخښي.
د هند د فرهنګي اړیکو ټولنه چې پخپله مولانا یې په ۱۹۵۰ کال کې بنسټ کیښود، افغان محصلینو ته په کال کې زر تحصیلي بورسونه برابروي. دغه ټولنه هرکال د سارک  د غړو هېوادونو د ډلو په ګډون چې په هغو کې افغان ځوانان هم ګډون لري، فرهنګي جشنونه جوړوي.
فرهنګي اړیکې، موسیقي او شعر هغه ګډ مشترکات دي چې د هندوکش له غرونو او د افغانستان  د اوچتې او ښکلې سیمې څخه تیر شوي او د سند او ګنګا تر لمنو پورې یې پراختیا موندلې ده. ډیر پرځای ویل شوي چې له افغانستان پرته هیڅ یو بل هېواد حتی د بریتانیا دوه سوه کلن استعمار هم و نه شو کولای چې د شمالي هند پر بڼه لکه څنګه چې افغانستان اثر کړی، تاثیر وکړي.
د دغې ځمکې پر سر یوازې فرهنګي یووالی دی چې  دغه پراخ قلمرو یې له لرغوني هرات څخه تر ډاکې او تر لرې لرې پورې یو ځای سره ساتلی دی. د افغان پادشاه  شیرشاه سوري هڅې وې چې حتی د خپلې لنډې واکمنۍ پرمهال یې د یو بل د یوځای کېدلو پخوانی واټ بیا احیا کړ او هغه یې  په ختیځ کې تر چترګون او په لویدیځ کې تر کابل پورې وغزولو. مشهور لیکوالانو، دغه لاره د انسانیت له جریان سره تشبیه کړې ده او هغه یې د ژوند سرچینه بللې ده.
د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې دومره پراخې او ژورې دي چې  پراختیا یي په بامیانو کې بودایي آثارو ته رسیږي چې په وحشیانه ډول له منځه لاړل او هم بلخ  او لوګر چې د مریون زمانو ته رسیږي، دګندهارا مدنیت، د قوالي صوفیانو طریقې چې حتی نن  د هرات او کابل له خانقاوو څخه د محی الدین او  په اجمیر شریف کې د سلیم چشتي تر درګاه پورې رسیږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ نورې سنتي او فرهنګي تبادلې د دغو اړیکو څرګندوی دي.
د مهاتما ګاندي او پادشاخان ترمنځ دوستي چې د سرحد د ګاندي په نوم مشهور و او دواړه د عدم خشونت سمبولونه وه، د دغو اړیکو یوبله بیلګه ده. محمد حسین سراهنګ او د هند او افغان کلاسیکه موسیقي، د کابل خراباتي نغمه غږونکي چې د افغانستان د وخت پادشاهانو ورڅخه ملاتړکړی دی، هغه خانان چې نن یې هندي فلمونه خپل کړي دي او په افغانستان کې د امیتا بهچن محبوبیت او نور په لسګونه مثالونه  د دغو اړیکو ثبوتونه دي.
جمهوررئیس کرزی پخپله زموږ ترمنځ د لرغونو پیوندونو د ټینګښت یو لوړ سمبول دی. هغه مهال چې ده په سیمله کې د محصل په توګه درس ویلو، نه یوازې دا چې تعلیم  یې وکړ، بلکې  د هند له فرهنګونو سره یې له نیږدې څخه آشنایي زیاته شوه. دوی د دې لپاره چې څنګه وکولای شي له دغې تنوع څخه د افغانستان په پیاوړتیا کې استفاده وکړي، تل خبرې کړي دي، په حقیقت کې دا هغه څه دي چې موږ له خپلواکۍ وروسته د هند لپاره هڅه کړې ده.
دغه مفکوره چې تنوع کولای شي د یو هېواد د هویت د قوت او غنامندۍ  سرچینه و اوسي، نه د هغه د ملي روحیې د پیاوړتیا خنډ، هغه پیغام دی چې مولانا آزاد د هند د پوهنې د لومړني وزیر او د دغې ټولنې د بنسټ ایښودونکي په توګه زموږ په فکرونوکې پریښود. جمهوررئیس حامدکرزی هم همداسې مفکوره لري او د ده ټینګار پر دې باندې دی چې ښوونه او روزنه د یو ملت د جوړونې یواځینۍ وسیله ده او په دغه پیغام سره پخپله جمهوررئیس کرزی د مولانا ابوالکلام آزاد په معنوي دریځ کې دریږي.
اوس له جلالتمآب حامدکرزي څخه هیله کوو چې  وینا وکړي.
د جمهور رئیس د وینا متن
بسم الله الرحمن الرحیم
ستاسو ټولو ماښام په خیر او دیوالي مو مبارک! مېرمنو او ښاغلو!
د ډیر ویاړ ځای دی چې د هغه عظیم او ستر شخصیت په یاد غونډه کې د خبروکولو فرصت لرم چې د ده فلسفه او تفکر لکه د څپانده  سیند په څېر جاري دی. دغه ستر انسان ته څېرمه دریدل زما په شان شخص ته ستر ویاړ دی چې زه ځان د هغه مستحق نه ګڼم. خو بیا هم ستاسو له نیکو او مهربانو څرګندونو څخه مننه کوم.
مېرمنو او ښاغلو!
هغه مهال چې زه په هند کې د محصل په توګه په درس بوخت وم او د هند د خپلواکۍ د غورځنګ  په  باب مې لوستل د مولانا آزاد له نوم سره  لکه  د نورو محصلینو په څېر که هغوی هندي او یا  هم بهرني و له دې نوم او د هند د نورو مشرانو چې د هند لپاره یې د آزادۍ غوښتنې مبارزه کړې، مخامخ کېدل، زه هم یو له دغو محصلینو څخه وم. په دغو درسونو کې مو همدا راز لوستل چې د دغې مبارزې په لړکې لکه د مولانا، پندید نهرو، پتیل او خان عبدالغفار خان چې د سرحد د ګاندي لقب یې لرلو په څېر مشرانو او یو شمېرنورو رهبرانو برخه لرله. خو، د محصلینو په توګه چې تاریخ یوازې د یو مضمون په توګه لولي، له دغو نومونو څخه فقط  په ګذرا ډول تیریدلو. خو، وروسته بیا په ژوند کې داسې مناسبتونه هم راځي چې له دغو شخصیتونو سره په لا ژور عمق مخامخ کیږی. د دوهم ځل لپاره چې زه د مولانا آزاد له شخصیت سره مخامخ شوم د جسونت سینګ په کتاب کې و چې د هند د جلا کېدو په باب  لیکل شوی دی.
ما یوه وینا او یا هم شاید د وینا ژباړه ولوستله چې مولانا آزاد د هند له خپلواکۍ وروسته د ډهلي په جامع جومات کې کړې وه. زه د هغه د شخصیت، افکارو او نظرونو تر اغیز لاندې راغلم. کله چې مې څو میاشتې وړاندې خبر ترلاسه کړ چې د دغه شخصیت په نوم غونډه کې د وینا کولو ویاړ لرم، ما د هغه کتابونه او لیکنې را وغوښتلې او له هغه وروسته چې مې په دغو کتابونو او لیکنو کې د مولانا د شخصیت په باب ولوستل، د ده له لوړو افکارو او نظرونو، تفکر، پوهې او له سیمې او نړۍ څخه د هغه له خبرتیا څخه حیران شوم.
هغه چاچې رسمي زده کړې  یې نه لرلې، خو فارسي ژبه یې په دولس کلنۍ کې زده کړله او عربي ژبه یې ځکه زده کړې وه چې په مکه کې وزیږیده او په یوه دینداره او د دین د عالمانو په کورنۍ کې رالوی شو. هغه چاچې له دې سره سره چې له فرانسوي ژبې سره یې مینه درلوده انګلیسي یې زده کړله. ما هم غوښتل چې فرانسوي زده کړم، خو انګلیسي ژبه مسلطه شوې او هغه مو منلې ده. مولانا انګلیسي زده کړله او په دغه ژبه کې یې ماستري واخیستله چې شاید له موږ څخه ډیرو کمو کسانو دغه ژبه  د ماسترۍ په درجه  لوستې وی. د ده په کتاب کې مې یو ځای ولوستل چې د خپلې مېرمنې مړینې ته اشاره کوي. په داسې حال کې چې مولانا د بمبی له ښار څخه لیدنه کوي او د کور په لور د سفر په حال کې د خپلې مېرمنې له قبر څخه لیدنه کوي او د انګلیسي ژبې د شاعر"وودوارد" یو شعر لولي.
مولانا یو ژورنالیست هم و، ورځپاڼې یې چاپولې، مقالې یې خپرولې، کتابونه یې لیکل، د اردو ژبې ستر لیکوال و، په فارسي ژبه یې لیکنې کولې، په عربي ژبه یې وینا کوله او لیکوال و. نو یو ژورنالیست، انقلابي سړي، هغه سړي چې د هند دآزادۍ لپاره یې کارکولو د سیمې لپاره یې د ټولنیزو اصلاحاتو غوښتنه کوله. یو سیاست وال، عمل کوونکي شخص، په اخلاقیاتو باندې معتقد انسان چې د سیاست  ترڅنګ یې په اخلاقیاتو باند ې ژور باور لرلو.
دی د متنوع رنګونو لرونکی یو شخصیت و، ممکن د اسې ډیر لږ پیدا شي چې د یو شخص په وجود کې  څو نیک صفتونه پیدا کړو. کله چې د ده د ژوند په اړه ولولی، د ده د آثارو په باب مطالعه وکړی،  د آزادۍ لپاره د هغه د مبارزې په اړه ولولی، دا به پیدا کړی چې  د هند له خپلواکۍ وروسته د ده او د ستر ګاندي ترمنځ فوق العاده خبرو دوام درلود او دا هغه مهال و چې خواشینونکې پیښې رامنځته شوې او د انسانانو ژوند له لاسه و وت، له ختیځ او لویدیځ څخه مهاجرتونه پیل شول، ستر ګاندي روژه نیسي، کله چې د ډهلي په زرګونو اوسیدونکي سره راټولیږي ترڅو ګاندي ته ډاډ ورکړي چې ډله ایزه نا ارامي او وارخطایي به له دې زیاته نه شي. په دې وخت کې مولانا آزاد ستر ګاندي ته ورځي او ورته وایي چې ستاسو شرایط څه دي؟ او ګاندي ځواب ورکوي چې شرایط دا دي هغه مسلمانان چې له ډهلي څخه تللي دي بیرته دې خپلو کورونو ته راستانه شي. او مولانا آزاد وایي، تاسو سم وایي، خو هندوان څه وکړي، هغه هندوان چې له خپلو کورونو څخه شړل شوي او  په ډهلي کې ځای پرځای شوي دي؟
وګوری! یو مسلمان او یو هندو مذهبی! یو یې د مسلمانانو په باب خبرې کوي او غواړي چې هغوي بیرته  خپلو کورونو ته راستانه شي او بل یې د هغو هندوانو په باب  چې په دې کورونو کې نه و، پوښتنه کوي. دا د هغې زړه وړونکې موسیقۍ په څېر دی چې زموږ عصر هغه رایادوي چې و د داسې شخصیت او کرکټر لرونکي انسانان چې داسې انساني حس لرلو. ډیر تر اغیز لاندې راغلم. او دوهم ټکی دا چې د دوهمې نړیوالې جګړې په جریان کې چې آیا هند له بریتانیا سره د استعماري ځواک په توګه یو ځای شي او که نه، ستر ګاندي وایي" تر هیڅ ډول شرایطو لاندې هم نه" ځکه چې دی د جګړې مخالف و. مهمه نه وه چې څوک د چا په مقابل کې جنګیږي، د ده لپاره په جګړه کې حق یا باطل مطرح نه وو، خو مولانا آزاد وایي" نه، زه له بریتانیا سره یوځای کیږم" د ده په خپله وینا له ډیموکراتیکې نړۍ سره د غیرې ډیمو کراتیکې نړۍ پرخلاف، خو په دې شرط چې بریتانیا دا ډاډ راکړي چې هند به خپله آزادي ترلاسه کړي. "مولانا وویل په جګړه کې نه ګډون زما له عقیدې  او دین سره هیڅ اړیکه نه لري، بلکې  په سیاسي اړتیا پورې اړونده مسله ده، خو له دې سره سره د ستر ګاندي له لوړو او حمیده اخلاقو سره  همغږی و، خو زړه یې هغه مهال مات شو چې د ده خپل ملاتړي لکه غفارخان او شاید هم لال بهادر شاستري او نور چې نومونه یې زما په یاد نه دي له ده څخه بیل شول او د ستر ګاندي پلویان شول او په جګړه کې یې ګډون ونه کړ.
هغه سړی چې په عین حال کې مولانا هم و، د اسلام ستر معلم، د دین عالم او هغه څوک و چې د دین په علم کې دومره پرمخ تللی و چې قرآن یې ژباړلی و. مولانا لیکې چې یوه ورځ له افغانستان څخه یو ملا له یو شمېر سوداګرو سره سفر کوي او په  ده پسې  ټوله لار تر لاهور، ډهلي او رانچي پورې راځي. مولانا وایي  یوه ورځ په رانچي کې د سهار د لمانځه له اداکولو وروسته په داسې حال کې چې  په کورکې نظر بند وم، کله چې کورته راستنیدلم متوجه شوم  چې یو څوک په چټکۍ سره  راپسې دی او ماته نیږدې شو، شاته مې وکتل او له دغه شخص څخه مې وپوښتل" ښاغلیه! له ما سره مو کاردی؟" دغه سړی ځواب ورکوي" هو ! مولانا صاحب! یو څه باید له تاسو  وپوښتم، ما د قرآن هغه ترجمه او تفسیر چې  تاسو لیکلی ولوست او څو ځایه ستونزه لرم او مې نه شوای کولای پرې پوه شم" مولانا له هغه څخه پوښتنه کوي چې ته څوک یې؟ او له کوم ځایه راغلی یې؟
دغه سړي وایي زه یو ملا یم او له افغانستان څخه راغلی یم او زه ټوله لاره تر رانچي پورې راغلم تر څو له تاسو څخه دا وپوښتم. مولانا ورته وایي راځه چې کورته لاړشو. او دغه سړی څو  ورځې له مولانا سره پاتې کیږي او له هغه وروسته چې مولانا د قرآن د تفسیر مفاهیم دغه سړي ته توضیح کوي او د هغه ستونزې حلوي، یوه ورځ سهار مهال دغه سړی له مولانا څخه اجازه غواړي چې ورڅخه رخصت شي او بیرته خپل کورته راستون شي، مولانا ورته وایي" یوه دقیقه صبر وکړه! زه بیرته راځم! مولانا ځي چې دغه غریب سړي ته چې له افغانستان څخه د قرآن د زده کړې لپاره مولانا ته راغلی و، یوه اندازه پیسې راوړي، خو کله چې بیرته راځي ګوري سړی تللی دی.
د ډهلي له ښار او د رانچي له سیمې ها خو هم خلک مولانا پیژني. خو هغه مهال چې ما د مولانا آزاد په اړه مطالعه کوله، زما لپاره تر ټولو ستره شیبه هغه مهال وه چې " هند خپله آزادي اخلي" په نوم  د مولانا اثر او کتاب مې لوستلو. د دغه کتاب په څلورم او پنځم مخ کې ، د مولانا شخصیت پیدا کولای شی. که غواړی چې د هغه په اړه پوه شی دغه کتاب ولولی.
مولانا به پیدا کړﺉ چې وایي: زما لپاره، د ادیانو هدف د بشریت یووالی دی، زما لپاره، دینونه د خلکو د اتحاد لپاره دي، په ځانګړي ډول د هند ملت......؟؟؟ چې ګڼ  متنوع ملتونه سره یو ځای اوسیږي. او په همدې دلیل مې هغه ټول مسلمانان یا غیر مسلمانان او یا  بل هر چا چې د تفرقې په اړه یې خبرې کولې، له ځانه لېرې کړل. دلته  ده چې مولانا مومﺉ، هغه شخصیت چې د خدای په وجود او ادیانو کې چې خدای پر بشریت نازل کړي دي، د وحدت پیغام لیده، نه تفرقه. او وروسته د یووالي دغه پیغام د خپل رسالت په توګه اختیاروي او مخ پر وړاندې ځي. په همدې اساس، ډاکټر سینګ! هغه عنوان چې تاسې د دې سیمینار لپاره انتخاب کړﺉ یعنې"مولانا زموږ د عصر لپاره" دقیقاً هماغه څه دي چې دغه سیمینار یې په اړه جوړ شوی دی. په واقعیت کې، دی زموږ د عصر مولانا دی. په ځانګړي ډول د اوسني عصر، له افراطګرایۍ پرته شخصیت، له وحشت پرته چې د افراطګرایۍ په نامه د افراطیونو لخوا ترسره کیږي، له تروریزم پرته چې د دین په پلمه تعمیلیږي، له تاوتریخوالي پرته چې د دین په پلمه پر بې ګناه خلکو ترسره کیږي. په څو تېرو لسیزو کې د افغانستان پېښو ته وګورﺉ، د دین په نوم د ښوونځیو ورانولو ته نظر واچوﺉ، د دین په نامه د ښوونکو وژنو ته وګورﺉ. پاکستان وګورﺉ چې په دغه هېواد کې څه پېښیږي، هغه تعصب او نفرت ته وګورﺉ چې په هغه ځای کې رواجیږي، د ښوونځي د ۱۸ کلنې زده کوونکې ملالې یوسفزۍ په نوم نجلۍ باندې برید وګورﺉ چې د علم د زده کړې په خاطر تر حملې لاندې راغله، پر ملالې له برید څخه مخکې افغانستان وګورﺉ، د نجونو پر مخونو تیزاب پاشل، د ښوونکو، عالمانو او ملا امامانو وژل وګورﺉ، ددین په نامه د خپلو بچیانو د لاسه ورکولو له امله د والدینو تباهي وګورﺉ. څوک د اسلام ښه استازیتوب کوي؟ آیا مولانا د اسلام، وحدت او خلکو او دینونو واقعي ممثل دی که دا افراطیون په داسې هویت سره چې جرآت نلري خپلې څهرې موږ ته راوښیي؟ آیا دوی له اسلام څخه استازیتوب کوي؟
مېرمنو او ښاغلو!
د اسلام واقعي استازی زموږ د عصر مولانا دی او که تاسو په هغو ارزښتونو کې چې مولانا یې موږ ته تعلیم راکوي او په هغو کې چې دغه افراطیون یې مرتکب کېږي، انتخاب ولرﺉ، له شک پرته، که پدې تالار کې رای ګیري وکړﺉ، مطلق اکثریت مولانا انتخابوي. مولانا چې خپلې لیکنې شاعرانه لیکي. ما د "غبار خاطر" په نامه د ده یو کتاب لوسته، د یوه اثر لپاره د غبار خاطر نوم ښکلی نوم دی.
مېرمنو او ښاغلو!
  که تاسو په فارسي پوه شیء او د دې کتاب عنوان ولولﺉ، د دې کتاب عنوان په خپل ذات کې تاسو د ټول کتاب مطالعې ته اړباسي، عیناً لکه چې زما پاملرنه "د کوچنیو شیانو خدای" په نامه یوه اثر جلب کړه، چې لیکواله یې مېرمن "آروندتی روی"  ده او پدې مجلس کې حضور لري. کله چې ما "د کوچنیو شیانو خدای" نوم ولیده،  نو زما پام یې ځانته واړولو او بالاخره مې ټول کتاب له لومړۍ پاڼې نه تر پایه ولوست. د مولانا اثر "غبار خاطر" په همدې اندازه رومانتیک او د پیغام لرونکی دی. که تاسو دا اثر ولولی، نو دا به ومومﺉ چې دا کتاب د اردو نثر او فارسي نظم یو ترکیب دی. د"تذکره"  په نوم یو بل کتاب هم د مولانا اثر دی چې په هغه کې یې د خپل ژوند، تفکر او فلسفې په اړه خبرې کړي. وروسته دی د اردو ژبې په اړه خبرې کوي او هغه د فارسي له ښکلي نظم سره تړي. د "استدراک" په نوم په خپله یوه لیکنه کې د خپل ژوند او تعلیم په اړه لیکي او وروسته په فارسي ژبه یو ښکلی شعر رانقلوي، نه پوهېږم چې شاعر به یې بیدل وي او که حافظ، خو له دې دوو سترو شاعرانو څخه یو دی.
رهروان را خستگی راه نیست  *** عشق هم راهست، هم خود منزل است
او دا هماغه پیغام دی چې موږ یې باید له مولانا څخه زده کړو او د هغه لاره تعقیب کړو، صرف نظر له دې څخه چې په نهایت کې دی خپلو ټولو موخو ته رسېدلی او که نه، موږ باید د هغه په پلونو، پل کېږدو او یوځای، د یو بل په منلو سره د سولې هغه سفر چې مولانا پیل کړی، د متمدنو انسانانو په توګه بشپړ کړو، هغه څه ته چې ډاکټر سینګ اشاره وکړه چې موږ ټول یو واحد تن یو او په واقعیت کې همداسې ده.  هو!، موږ د مولانا په مثالونو کې یو واحد وجود یو چې موږ ته یې یو سرمشق پرې اېښی دی. دغه راز موږ په هغو مثالونو کې یو واحد تن یو چې وروسته یې موږ شاهدان پاتې شوي یو.
یوولس کاله مخکې، وروسته لدې چې د افغانستان جمهور رﺉیس شوم، کابل ته له رسېدو وروسته په دوهمه ورځ، له کندهار څخه د ابراهیم جان په نامه یو سپین ږیری سړی چې د ۵۰ کلونو په شاوخوا کې یې د سرښوونکي په توګه خدمت کړی و، ماته راغی او پنځلس یا شل ورځې یې راسره تېرې کړې. یو سهار ماته راغی او ویې ویل چې ښاغلی جمهور رﺉیس: اجازه غواړم، اوس باید کور ته لاړ شم. ما ترې پوښتنه وکړه چې سرښونکی صاحب، ته دلته څه شي راوستلې او بیا ولې داسې ژر ما پرېږدې او ځې؟ ده ځواب راکړ: ښه، زه له تا څخه له یوه شي پرته بل څه نه غواړم! له ده مې وپوښتل: څه غواړې؟ ده ځواب راکړ: مسأله دا ده چې په افغانستان کې مسلمانان خپل له لاسه وتلي ملکیتونه او مالونه بېرته لاس ته راوړي، خو د افغانستان هندوانو ته به جدي پاملرنه کوې! زموږ هندوان هېوادوال بېرته هېواد ته راوبوله او له لاسه وتلي ملکیتونه یې بېرته ورکړه!
دا ده د مولانا او د یو عام وګړي کیسه. دا کیسه دوام لري او پای ته نه رسیږي. او یا د ډېرو وروستیو مثالونو په اړه وایم، یوازې دوه یا درې میاشتې مخکې چې کله په پاکستان کې په یو شمېر مواردوکې پر هندوانو ظلم او استبداد کېدلو، په هغه هېواد کې د خورشید په نامه یو سړی را پیدا شو چې معبدونو او درمسالونو ته به تللو او بیا به یې د زیارت کوونکو بوټونه رنګول. زما په فکر دی په امرتسر کې طلایي معبد ته هم راغلی و. دا رسالت نورو ته ولېږدوﺉ. زموږ په ژوند کې دې ته ورته په زرګونو مثالونه چې د مولانا له پیروۍ او پیغام نه کیسه کوي، وجود لري.
زموږ د عصر مولانا په دې ډول جاویدانه ژوند کوي او موږ ته الهام را بخښي. زه د هند د فیلسوف او شاعر ټاګور په دې شعر باور لرم، چې وایي: " د سولې اقیانوس لا تراوسه په مخکې دی، ای بېړۍ چلوونکیه د هدف پر لور چټک شه" ډېره ښه معنا ده چې د مولانا ابوالکلام آزاد د هدف شرح په دې شعر کې نغښتې ده. نو راځﺉ ووایو د سولې اقیانوس لا هم په مخکې دی، ای مولانا د هدف پر لور چټک شه. دادی زموږ راتلونکی.
ډېره زیاته مننه!
مېرمنو او ښاغلو!
لا هم لږ څه وخت لرو، که له جلالتمآب حامد کرزي څخه پوښتنې لرﺉ، په ډېر هرکلي یې منو.
پوښتنه: جمهور رئیس د مولانا لخوا د قرانکریم د ترجمې په اړه ووایاست،
جمهور رئیس کرزی:ښه، د قرانکریم د ژباړې اثر باید بیا چاپ شي، په حقیقت کې، د مولانا لومړنی پیغام دادی چې موږ وپوهوي چې الله دینونه د بشریت د اتحاد په موخه، نه د یوې ډلې لپاره نازل کړي دي او که چېرې موږ د اسلام دین او یا نورو دینونو واقعي پیروان و اوسو، نو هغه کارونه باید ترسره کړو چې الله یې موږ ته د ترسره کولو حکم کوي او هغه په واقعي او رښتیني ډول د دین پیروي ده، او په حقیقت کې بشریت هم همدا ډول دی.
په دې اساس، د اعتدال او منځلارۍ هغه پیغام چې مولانا یې انسانیت ته ورزده کوي د اعتدال له پیغام رسولو څخه ډېر اوچت دی، دی په هغه کې دمدنیت او د انسانانو ګډ ژوند ته اشاره کوي. ډاکتر کران سینګ، د پېړیو په اوږدوکې د نړۍ په دې څنډه کې د تګ راتګ  په باب د کتنې وړ مثالونه بیان کړل .
باید ووایم، چې موږ د لویدیځو هېوادونو په یو روش او سیاسي فکر کې ښکیل شوي یو. زما هدف دا نه دی چې څوک تشویق کړم چې له دې سیاسي فکر څخه لاس واخلي، اوس دا کار ممکن هم نه دی. بلکې د مولانا پیغام په تېرو شپیتو کلونو کې په دې سیمه کې د سیاسي دوستۍ د نه شتون کیسه کوي.
د مولانا پیغام چې زموږ د ټولنو د ټولنیزو او فرهنګي یوځای والي او تړلتیاوو ښکارندوی دی، سم ثابت شو. د هند او پاکستان تر منځ د اړیکو  دخړپړتیا پرمهال، پاکستاني اتباع د هندي فلمونو د لیدلو لپاره کابل ته راتلل، دا هماغه فرهنګي یووالی دی، د هېوادونو ترمنځ د دوستۍ هېڅ ډول نشتوالی، غواړم ددې حالت د بیان لپاره له ځینو نرمو او آرامو کلمو څخه استفاده وکړم. تاسو د مهدي حسن د سندرو له اوریدو څخه  هېڅ ډول سیاسي تاوتریخوالي نه یاست ګرځولي. هېڅ ډول تاوتریخوالي زموږ پاکستاني خویندې او وروڼه د جګچیت سینګ له غزلونو او یا له راجش کهنا سره له مینې او د هغه د فلمونو له لیدلو څخه نه شي راګرځولی او یا هم له هنر او فرهنګ څخه، په ورته ډول په افغانستان کې موږ هم د هغه خپل فرهنګ مجذوب شوي یو او دا فرهنګ هماغه د مولانا پیغام دی.
پوښتنه: ادیانو ته د احترام د اهمیت په اړه
ځواب: په قران کې د موسی او عیسی (ع) په اړه مسلمانانو ته د الزامي باور په اړه په صراحت سره راغلي دي. له هغې پرته، له اسلام څخه خارجېږي. دا مسأله ډېره واضحه ده او هغه څه چې مولانا وایي دقیقاً همداسې ده. لکه څنګه مې چې وړاندې وویل، هغه اوچت ګام پورته کوي. 
جمهور رئیس کرزی:
او هغه څه چې مولانا وایي دقیقاً همداسې ده. هغه ډېر اوچت ګام پورته کوي. لکه څنګه مې چې وړاندې ځواب درکړ. هو!، زه له تاسو سره موافق یم.
پوښتنه: د افغانستان په درسي نصاب کې د مولانا پیغام د شاملولو په اړه
جمهور رئیس کرزی:
ښاغلیه ، اصلي ستونزه بل ځای ده، زموږ ستونزه په ښوونځیو کې زموږ ماشومانو ته په تدریس کې نه ده، ستونزه په ننني سیاست کې نغښتې ده. ما له من موهن سینګ سره په خپله کتنه کې هغه ته وویل، چې د خپلې کاري دورې د پای ته رسیدو لپاره په بې صبرانه  ډول انتظار باسم. نو په دې اساس یو بل جمهور ریس به راځي او د بیان هغه ازادي چې زه یې اوس نه لرم، پیدا به یې کړم. نو، ستونزه په سیاست کې ده، مشکل په دې کې دی چې لویدیځ د کمونیستانو د شکست لپاره، دین د هغوی پر وړاندې د یوې وسیلې په توګه وکاراوه او وروسته له هغې د سیمې هر هېواد د خپلو امتیازاتو او د ګټو د ترلاسه کولو لپاره له دغې وسیلې ګټه واخیسته.
که دا تګلاره ادامه پیدا کړي، له شک پرته، هغوی به شاید داسې افراد پیدا کړي چې په تلقینولو سره به یې د تاوتریخوالي او افراطیت لور ته تشویق کړي. هو!، ښوونځي باید د ځوانانو د روزنیزو مرکزونو په توګه غوره فعالیت وکړي، باید زموږ ځوانانو ته د یوبل د منلو او د ګډ ژوند کولو ارزښتونه تلقین کړي. تاسو بالکل سم وویل.
پوښتنه: له تصوف څخه په افغانستان کې د افراطیت د یوې وسیلې په توګه د ګټې اخیستو په اړه
جمهور رئیس کرزی:
په واقیعت کې، تصوف له پېړیو راهیسې زموږ په ټولنو کې یوه حاکمه فرهنګي پدیده ده، په ځانګړي ډول د دې نړۍ په دغه څنډه کې. په حیرانۍ  سره خبر شوم چې تصوف پخپل هغه ټول قوت د افریقا قارې ته هم لاره پیدا کړې ده. په ۱۹۹۰ کال کې له سنیګال څخه د لیدو پرمهال مې او همدا ډول په دې وروستیو کې مې ولیدل چې تصوف په هاغه ځای کې هم یوه حاکمه پدیده ده. ولې د افراطیت راڅرګندېدل د یوې سیاسي وسیلې په توګه تصوف په نښه کوي، هغه ځکه چې دغه پدیده د افراطیت پرضد یو قوي تړون دی. نو په دې اساس، هو! زموږ د اطلاعات وفرهنګ وزیر هم د تصوف او د هغه د رواجولو په اړه، فعالیتونه ترسره کوي. په حقیقت کې تصوف مهم رول لوبوي او که چېرې متوجه شوي یاست، د تصوف د همدغه اهمیت په اساس دی چې افراطیون زیارتونه د خپلو بریدونو نښه ګرځوي، تر څو وکولای شي د تصوف او اعتدال د ټولو اړخونو او د دین له ټولنیزو اړیکو خلاصون ومومي. هو!، تاسو په بشپړه توګه سم وویل! زه ستاسو له نظر سره کاملاً موافق یم.
یوه مېرمن غواړي له ما وپوښتي! باید له یاده ونه باسو که هغې ته اجازه ور نه کړو، په افغانستان کې به له ستونزو سره مخ شم، رسنۍ به ددې سیمینار جریان خپورکړي. په افغانستان کې چې میرمنې غواړي وپوښتي، فرصت ورته ورکول کېږي.
پوښتنه: د زړو رسمونو او سنتي دودونو د تقلید په اړه
جمهور رئیس کرزی:
هو!؟ بالکل مو سم وویل! په همدې دلیل وو چې ځانته یې آزاد تخلص انتخاب کړی و. د زېږېدو د مهال نوم یې فیروز بخت و، یو څه وخت وروسته یې یو بل غوره کړ، ټول رواجونه بد او زاړه نه دي. ضمناً، زه پخپله دودپاله یم. خو کولای شو کارونه په سنتي ډول په پوره پوهه ترسره کړو. دودپالنه د محدودیت لامل هم ګرځي، په دې اساس دا به یو څه ستونزمنه وي، چې وکولای شو ټولنې زیاتې بدلون ته وهڅوو. نو، وروسته یې د کورنۍ له دودپالنې څخه د خلاصون لپاره په ځان آزاد نوم کېښود. نو، راشﺉ چې ټول د مولانا په شان آزاد و اوسو.
پوښتنه: یوه سیاسي پوښتنه تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په اړه
جمهور رئیس کرزی:
تاسو پوهېږﺉ! هغه ځواکونه چې په افغانستان کې ستونزې رامنځته کوي، په پرله پسې ډول به هڅه وکړي چې له ظلم څخه کار واخلي، زموږ د خلکو په حق کې به بې رحمي وکړي، موږ هم له خپل هېواده دفاع ته ادامه ورکوواو د ظلمونو پر وړاندې په کلکه دریږو، نن ورځ په هند کې پېنځه زره محصلین په تحصیل بوخت دي، په زرګونو تنه افغان محصلین په بیلابیلو هېوادونو کې په تحصیل بوخت دي، زیات شمېر محصلین. لسګونه زره محصلین د هېواد په دننه کې په پوهنتونونوکې پخپلو لوړو زده کړو بوخت دي او اته نیم میلیونه هلکان او نجونې د تعلیم د حاصلولو لپاره ښوونځیو ته ځي، د پارلمان ۲۷ سلنه غړي ښځې تشکیلوي، د بېلګې په توګه لکه د هند د رسنیو په شان فعالې او ښې رسنۍ لرو. د ټولو ظلمونو او بې رحمیو سره سره چې زموږ د حرکتونو پر ضد ترسره کېږي، هېواد  مو خپل پرمختګ ته دوام ورکوي. نو په همدې اساس له ۲۰۱۴ کال وروسته چې زه تقاعد شم ،د افغانانو په رایو به یو بل جمهور رییس د جمهوري ریاست مقام ته ورسېږي. زه باور لرم چې هغه به له ما ښه کار وکړي. هیله لرم چې له ما څخه ځوان وي او یو روښانه او زړور شخص و اوسي.
مننه! مېرمنو او ښاغلو!
ډېره مننه 
د دغو مراسمو په پای کې د هند د فرهنګي اړیکو د ټولنې له خوا د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس حامد کرزي ته ځینی سوغاتونه چې په هغه کې د یو لک هندي روپیو یو چک هم و، ډالۍ شو.


د چک او ډالیو له ترلاسه کولو وروسته د جمهور رئیس له خوا اختتامیه
د هند بهرنیو چارو وزیر ښاغلی سلمان خورشید، مېرمنو او ښاغلو!
ډېر منندوی یم، دې ټولنې په ډېره مهربانۍ او سخاوت ماته او د افغانستان خلکو ته د یو لک هندي روپیو یو چک ډالۍ کړ، که ستاسو په یاد وي، په افغانستان کې د اختر په ورځ یو ځانمرګی برید وشو، چې له بده مرغه د زیاتو انسانانو ژوند پکې له منځه لاړ. له پېښې وروسته ما دغه ولایت ته سفر وکړ، د قربانیانو د کورنیو په منځ کې یو ۱۰ یا ۱۱ کلن ماشوم هم و، چې پلار یې په دې پېښه کې شهید شو. دغه ماشوم د خپلې کورنۍ یوازینی سرپرست او مشر دی د دوو تیږو په منځ کې ګیر دی چې آیا درس ووایي او که خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړي، ما له هغه سره د مرستې ژمنه وکړه، دا چک هغه ته ورکوم او ډاډه اوسﺉ چې ورته رسېږي. ډېره زیاته مننه، دا هم په حقیقت کې د مولانا آزاد له هغه هدف سره مرسته کوي، چې تعلیم او پوهنه وه.
پاى- فضل واحد

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٧ :
د يوماشوم مړى په هرات ښارکې ترلاسه شو او پوليسو په دې پيښه کې دلاس لرلو په تور، يوتن ونيوه .
دهرات ولايت امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال عبدالحميد حميدي باختراژانس ته وويل چې ددغه نهه کلن ماشوم مړى تېرماښام دهرات ښار د دولسمې ناحيې د جبرئيل په سيمه کې موندل شوى دى.
ده زياته کړه: دماشوم په ستونې کې د زندي کولو نښې نښانې ليدل کيږي  اوپوليس دماشوم کاکا چې پوليسو ته د رپوټ د ورکولو په اړوند دماشوم دکورنۍ مخه نيولى وه؛ نيول شوى دى.
د امنيت آمر وويل چې دا يوه کورنۍ ستونزه وه اوپوليسو څيړنې پيل کړې دي.
دجبرئيلو دسيمې يو تن اوسيدونکى علي رضا وويل چې دغه ماشوم محمدعباس نوميده او درې ورځې مخکې ښوونځي ته دتګ په وخت کې بې درکه شوى و .
د ده دڅرګندونوله مخې: ناپيژندل شويوکسانو دټيلفون له لارې دماشوم دخوشې کولو په بدل کې د ماشوم له کورنۍ څخه ديومليون افغانيو غوښتنه کړي وه.
 

Saturday, 17 November 2012 03:47

شپاړلس تنه بنديان ازادشول

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٧ :
شپاړلس تنه بنديان نن د جوزجان ولايت له جيل څخه آزاد شول.
دغه بنديان چې دهيواد دجمهور رييس  دفرمان له مخې دنيکمرغه لوى اختر له امله  صادرشوى و؛ له جيل څخه ازاد شول.
دجوزجان ولايت دجيل لوى مدير تورنجنرال رجب شاه باختراژانس ته وويل: دجمهور رييس دفرمان له مخې  شپاړلس تنه بنديان له جيل څخه ازاد او دغه ر از ديوولسو تنو بنديانو دبند په موده کې تحفيف راغلى دى .
دده دڅرگندونوله مخې: اوس دجوزجان ولايت په جيل کې پنځه سوه درې ويشت تنه بنديان شپې سباکوي چې ديرش تنه يې ښځې دي .
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٧ :
په بدخشان ولايت کې دملي اردو، پوليسو او دملي امنيت دګډوځواکونو عمليات پيل شول.
دغه عمليات دطالبانو له شتون څخه دبدخشان ولايت د نا امنو سيمو دپاکولو په مقصد پيل شوي دي .
په بدخشان کې دعملياتو د همغږي قوماندان جنرال محمداسحق  تمکين  باختراژانس ته وويل: دغه عمليات له پرون څخه دبدخشان ولايت په بېلابېلو سيمو کې پيل شوي دي او تر اوسه پورې دوام لري .
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې: ملي ځواکونو دکورپه کور دپلټنې عمليات پيل کړي دي، خو تراوسه پورې دطالبانو له خوا کوم مقاومت نه دې ليدل شوي.
ده زياته کړه:دغه عمليات  به په نا امنو سيموکې دوام وکړي .