14 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 حامدکرزي او ډاکټر عبدالله د سولې پر بهير وغږېدل

حامدکرزي او ډاکټر عبدالله د سولې پر بهير وغږېدل

کابل/ د چنګاښ۲۴ مه/ باختر د هېواد پخواني جمهور رييس حامد...

 عبدالسلام رحیمي: د سولې بهیر د بریا ضمانت یوازې د افغانستان خلک دي

عبدالسلام رحیمي: د سولې بهیر د بریا ضمانت یوازې د افغانستان خلک دي

کابل/ د چنګاښ ۲۴مه/ باختر د جمهور رئيس ځانګړي استازي او...

 جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره وکتل

جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره وکتل

کابل/ د چنګاښ ۲۴مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٧
دهسپانيې دلومړي لاس دفوټبال دټيمونه په دوام نن شپه دريال مادريد ټيم
له مالاګا سره لوبه کوي.
باختر آژانس دنړيوالو خبرځايونو له خولې خبر ورکوي : دغه سيالۍ دافغانستان په وخت نن شپه په شپږو بجو او ديرشو دقيقو پيليږي.
په همدې ترتيب نن شپه د والنسيا ټيمونه له ريال سوسيد سره  دسالونا له بارسلونا اوهسپانيول  له اتلاتيک مادريد سره لوبه کوي.
تراوسه پورې دبارسلونا ټيم دنتيجو د جدول په سرکې ځاي لري  او ورپسې د اتلاتيک مادريد او ريال مادريد ټيم ځاى لري.

دمشق\ نړيوالې خبري  منابع \ باختر دتلې دمياشتې ٢٧
دلبنان دکورنيو چارو وزير ماروان شربلع اعلام وکړ ددغه هيواد نهه تنه اتباع چې څه پاسه شپاړلس مياشتې په سوريې کې يرغمل نيول شوي وو،  خوشې شول .
دغه نهه تنه دتيرکال دثور په مياشت کې له ايران څخه د زيارتي سفرد راسيتندو په وخت کې په سوريې کې دحکومت دمخالفو ډلو له خوا يرغمل نيول شوي وو.
په همدې حال کې ترکيې هم اعلام وکړ چې ددغه هيواد د هوايي کرښې دوه تنه پيلوټان چې د روان کال د زمري په مياشت کې يرغمل شوي و خوښې شوي دي يرغمل نيونکو دترکي  پيلوټانو دخوشې کولو په بدل کې په سوريې دلبناني اتباعو دخوشې کولو غوښتنه کړې وه.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٧
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى  وايي چې دافغانستان حکومت د ديپلوماتيکې مرکزونو دامنيت دتامينولو ځواکمنتيا لري.
دبهرنيو چارو دوزارت دويندوى  جانان موسي زي دغه څرګندونې ټيک هغه وخت کيږي چې دآلمان دبهرنيو چارو وزارت اعلام کړى دى چې په کابل کې ددغه هيواد سفارت دامنيتي دليلونو له امله په موقتي ډول  تړل شوى دى .
جانان موسي زي باختر آژانس ته وويل :  تراوسه پورې په کابل کې دآلمان دسفارت دتړل کيدو دليل نه دى مشخص شوى خو دافغانستان حکومت د دې وړ تيا لري چې په دغه هيواد کې دسفارتونو او ديپلوماتيکي مرکزونو امنيت تامين کړي .
موسي زي زياته کړه دبهرنيو چارو وزارت هلې ځلې کوي چې په کابل کې دآلمان دسفارت د تړل کيدو دليل روښانه کړي  .
د آلمان دبهرنيو چارو وزارت ويلي دي په کابل کې د آلمان په سفارت داحتمالي بريد په باب ددغه هيواد داستخباراتي ادارو دخبرداري  له امله يې دخپل سفارت په موقت بندولو اقدام کړى دى .

-  نوي ډيلى\ د روسيې غږ \ باختر دتلې دمياشتې ٢٧
دهند پوليسو ديوې امريکايي بيړۍ عمله له جواز پرته دوسلو او مهماتو دليږدونې په تور پرون دتاميل نادو  په ايالت کې نيولې ده .
دهند د دولت ويندوى  ويلي دي چې د بيړۍ پنځه ديرش تنه عمله او امنيتي ساتوونکونه نه دي توانيدلي چې  دهند په اوبو کې د وسلو او مهماتو دليږدونې جواز هندي مقاماتو ته وښي  . هندي مقاماتو دغه بيړۍ يوه اوونۍ مخکې دتوتيکورين په بندر کې درولې  وه.
دغه بيړۍ په آوان فورت امنيتي شرکت پورې اړه لري چې دسمندري غلو پرخلاف فعاليت کوي تراوسه پورې د آوان فورت شرکت په دې باب غبرګون نه دى ښودلى.

کابل  \ باختر دتلې دمياشتې ٢٧
دهيواد دکورنيو چارو وزارت دامنيتي چارو ستر معين په دې  وروستيو وختو کې دکابل، لوګر او غزني په ولايتونو کې دملي پوليسو دځانګړو قطعو دکتنې په ترڅ کې ددغو ولايتونو امنيتي حالات وڅيړل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين دامن او دعامه نظم لوى قوماندان او دځانګړو قطعاتو درياست سرپرست زمرى پيکان  دکابل او لوګر په ولايتونو کې دکورنيو چارو وزارت دخاصو قطعاتو او دکوماندو دقطعې او دغزني ولايت امنيه قوماندانۍ وکتله  او دامنيت دتامينولو په لاره کې يې دملي پوليسو احضارات او دتيارې  کچه وڅيړله او دپوليسو د ٣٣٣ کوماندو قطعې دوو تنو ټپيانو ته  چې دهيواد د دفاع په لاره کې ټپيان شوي دي دکورنيو چارو وزارت  نغدي مرسته ورکـــړه.

Saturday, 19 October 2013 13:35

دمربي ګري کورس جوړ شو.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٧
د مربي ګري  دبي لايسنس دښوونکي کورس دآسيا دفوټبال دکنفدراسيون له خوا دهيواد دفوټبال په فدراسيون کې جوړ شو .
دهيواد دفوټبال فدراسيون دخپرونو مسوول احمد شاه ساير باختر آژانس ته وويل : په دې کورس کې چې  يوويشت ورځې دوام کوي اوولسو تنو ګډون کړى دى .
ديادونې وړده چې ددغه کورس برخه والو ته دايراني ښوونکو له خوا په عملي او نظري  ډول لوست  ورکول کيږي.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٧
دانګلستان دغوره ټيمونو دفوټبال دسياليو جام نن دافغانستان په وخت سره پيليږي  ، په دغو سياليو کې اته ټيمونه سره لوبې کوي .
باختر آژانس دنړيوالو خبرځايونو له خولې خبر ورکوي، په لومړۍ لوبه کې چې نن مازيګر پيليږي ،  نيوکاسل له ليورپول سره او  ورپسې آرسنال له ناويج سيټي سره ، چلسې له کارويف سيټي سره ، آفرتن معالستي سره مانچستر يونايتد له سوت امپلتن سره ، ستوک له ويست برومويچ سره ، سوانته  له سندرلند سره او ويستبهم له مانچستر سټي سره لوبه کوي .
تراوسه پورې دآرسنال ټيم دجدول په سرکې ځاى  لري او ورپسې دليورپول او چلسي ټيمونه ځاى لري.

محمود راقي \ باختر دتلې دمياشتې ٢٧
په کاپيسا ولايت کې نن  درې تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او  دوه تنه نور يي
ټپيان شول .
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ د اوپراسيون آمرسمونوال اسدالله ((حميدي)) باختر آژانس ته وويل :  پنځه تنه وسله وال طالبان چې دکاپيسا ولايت  د نجراب ولسوالۍ په غين دره کې دماينونو په جوړولو بوخت  وو چې يو ماين وچاوديد او
له امله  يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې  ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى زياته ، کړه ټپي شوي  طالبان د امنيتي ځواکونو له خوا روغتون ته وليږدول شول او دهغوى  ترڅارنې او درملنې لاندې دي .

بغداد\  وي  او  اي \  باختر دتلې دمياشتې ٢٧
په بغداد کې پرون د خوراکي توکو پلورنې يوې مغازې ته څيرمه د يو موټر بم دچاودنې له امله  دولس تنه ووژل شول .
په  نوروبريدونو کې اووه تنه  ووژل شول او  شمير نور کسان چې تراوسه  پورې داکتوبر ترمياشتې پورې وژل شوي دي له څلور سوه شلو تنو څخه زيات شوى دى .
دفرانسې خبري آژانس دعراق د کورنيو چارو وزارت دويندوى له خولې خبر ورکړ چې دبغداد په ختيځ کې دبم دچاودنې په پيښه کې دوه ديرش تنه  هم ټپيان شوي دي .
دموصل ښار په لويديځ  سينجار کې وسله والو کسانو يوه مور له  درې زامنو سره يې د دوې په کورکې ووژل  چې ټول يې  ديزدي  مذهبه  فرقې غړي وو.
په بعقوبه کې هم يو کورته څيرمه بم  وچاوديد چې ديوې کورنۍ دوه تنه غړي  ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول.
په همدې حال کې وسله والو کسانود پلټنې په يوه پوسته کې د بريد له امله دالقاعده ضد يو جنګيالى  وواژه او يو  تن  بل يې ټپي  کړ .
ديادونې وړ ده چې دپنجشنبې په ورځ د موټر بمونو په چاودونو او په ټول عراق کې دځانمرګي بريدونو له امله  اووه اويا تنه ووژل شول او څه  د پاسه دوه  سوه تنه ټپيان شول