24 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

کابل /دلړم لومړى / باختر د دوامدارې برښنا لرلو لپاره د...

کابل ته څېرمه دطالبانو دمهماتو زيرمه کشف شوه .

کابل ته څېرمه دطالبانو دمهماتو زيرمه کشف شوه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دکابل په موسهي ولسوالۍ کې...

 صلاح الدين  رباني استعفا وکړه .

صلاح الدين رباني استعفا وکړه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

-کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٧ :
دملګرو ملتوسازمان د معاونت د فتر يوناما د افغانستان د حکومت د حقيقت موندلو د هيئت د لارښوونو د اجراکولو غوښتنه وکړه چې د افغانستان په جيلونوکې دناوړه چلند په باب رپوټ ورکړى دى.
د باختراژانس د خبرله مخې: يوناما په دې وروستيو وختوکې يوه خبرپاڼه خپره کړې ده چې پکې  غوښتل شوى دى چې د افغانستان حکومت دې د حقيقت موندلو د هيئت لارښوونې اجرا کړي .
دغه  هيئت وروسته له هغه دحکومت له خوا په هيوادکې دجيلونو اوبنديانو دحالت په څيړنې مامور شو چې يوناماد جنوري په شلمه نيټه داسې رپوټ خپورکړچې په هغه کې له بنديانوسره ناوړه چلند او د افغانستان په جيلونو کې  دځورونې د شتون په باب خبرې پکې  وې .
موظف شوى هيئت په دې وروستيو وختو کې خپل رپوټ دهيواد جمهور رييس ته وړاندې کړ . دغه راز دوى په يوه خبري غونډه کې د خپلو څيړنوپه باب خبريالانو ته معلومات ورکړل.
دحقيقت موندلو د هيئت په رپوټ کې په دې ترڅ کې چې د افغانستان په جيلونو کې يو شمېر ستونزو ته اشاره شوې وه او له بنديانوسره د ناوړه چلند شتون  تر يوې اندازې پورې پکې تائيد شوى و.
د هيئت غړو په يوناما تور ولګاوه چې هغوى د رپوټ د برابرولو په لاره کې لازمې همکاري نه دې کړي.
اوس يوناما په دې ترڅ کې چې د دغه رپوټ له محتوا څخه خوښي څرگنده کړې ده، اعلام يې کړى دى چې له موظف هيئت سره  همکاري ته چتو دى.

-کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٧ :
پنحلس تنه وسله وال طالبان په افغانستان کې د يو لړ عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
ويل کيږي چې په وژل شويوکې د دغې ډلې دوه  تنه سيمه ييزقوماندانان هم شامل دي  .
په دغو جګړه مارانو تيره شپه او نن سهار د هلمند ، قندهار ، ارزګان ، زابل  او دغزني په ولايتونوکې د افغان او ناټو دځواکونوله خوا بريد وشو او ووژل شول.
باخترا ژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبرراکړ: په دغو طالبانو هغه وخت بريد وشو چې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو.
ددغو عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو دجنګي وسايلو څو زيرمې هم ترلاسه شوې دي.
دخبرپاڼې د خبرله مخې: له دغو زيرمو څخه په لسګونو جنګي وسايل او په سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي او نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.

-کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٧ :
دلغمان ولايت سيمه ييز مقامات هلې ځلې کوي چې د طالبانوله خوا ويجاړشوى پل بيا ورغاوي .
دغه پل چې د ابوزبيوپل په نامه نومول شوى دى، دپنجشنبې د شپې د دولسو بجوپه شاوخواکې د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوې ډلې طالبانو له خوا وچول شو او ويجاړشو.
دغه پل په  دې وروستيو وختو کې د نړيوالې ټولنې په مرسته د نږدي يو مليون ډالرو په لګښت  جوړشوى و او د الينګارولسوالۍ او د لغمان د نورو سيمو تګ راتګ يې اسانه کړى و.
د لغمان والي فضل الله مجددي باختراژنس ته وويل چې دوى هلې ځلې کوي چې دغه پل د مرسته کوونکو مرکزونو د مرستو په جلبولو سره  ډير ژر بيا ورغاوي.
دلغمان والي دغه رازامنيتي چارواکو ته لارښوونه کرې ده  چې ډير ژر ددغه ستر پل د ويجاړولو عاملين ونيسي .
دهغې سيمې اوسيدونکي چې دغه پل پکې موقعيت لري وايي چې وسله والو طالبانو دغه پل  له چاوديدونکو توکو څخه په استفادې سره وچاوه.
په افغانستان کې وسله وال طالبان په وګړنيو تاسيساتو په بريدسره ښودلې ده  چې  د افغانستان بيارغاونې او د افغانانو د سو کالۍ په وړاندې سترګواښ دي.

-نيويارک \ رويترز \  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٧ :
دملګروملتو سازمان د اټومي انرژي آژانس وايي چې يو ځل بيا د ايران په پايتخت کې له ايراني مقاماتو سره خبرې  بې نتيجې پاتې شوې.
باختراژانس د روريټرز د خبري آژانس له خولې خبرراکړ: د لويديځو ډيپلوماتانو د هيلې پرخلاف، له ايراني مقاماتوسره د اټومي انرژي د نړيوال آژانس خبرې بې نتيجې پاتې شوې  .
تراوسه پورې د ايران د اټومي پروګرام په باب دلس کلني شخړې دحل لپاره د نړيوالو پرله پسې هلې ځلي بې نتيجې پاتې شوي .
دا په  داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده د نړۍ شپږ ځواکمن هيوادونه له ايران سره دخبرو لپاره د روانې ميلادي مياشتې په وروستيوکې په قزاقستان کې وګوري .
د چهارشنبې په ورځ د ايران دولتي خبري اژانس خبرورکړى و چې ايران دحپل اټومي پروګرام په ځينو برخو  د اټومي انرژي د نړيوال آژانس له کتوونکوسره موافقه کړې ده.

٣-مسکو\ اسوشتدپرس \  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٧ :
د روسيې د شمالي قفقاز په نا ارامه سيمه کې د يو ځانمرګې بريد له امله د پوليسو درې تنه افسران ووژل شول اونهه تنه نور ټپيان شول.
دغه چاودنه پرون هغه وخت وشوه چې بريدکوونکى غوښتل په چاوديدونکو توکوخپل بار موټر د داغستان ايالت په يو ښارکې وچوي.
په دغې سيمې کې نا آرامي د چين په دوو بيلتون غوښتوونکو جګړو کې جرړې لري اوبنسټپال اسلام پال د تاوتريخوالې په استفادې سره، د يواسلامي  هيواد د جوړولو غوښتنه کړې ده.

کابل باختر دسلواغي شپږ ويشتمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دهنګري دنوى سفير ښاغلي انتل درګوس باور ليک ديو لړ تشريفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه
دجمهور رييس  دويندوى دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ دباور ليک دوړاندې کولو له مراسمو  وروسته چې له غرمې مخکې په ارګ کې پرځاى شول دافغانستان جمهورو رييس او دافغانستان لپاره دهنګري نوى سفير دافغانستان او هنګري ترمنځ داړيکو دپراختيا په باره کې خبري وکړي .
  حامدکرزي په دې ترڅ کې چې له افغانستان سره دهنګري دمرستو او همکاريو له امله قدرداني وکړه دهنګري نوى سفير ته يې په افغانستان کې دده  دماموريت په بهير کې دبرياليتوب هيله وکړه .
په مقابل کې په افغانستان کې دهنګري نوى سفير ښاغلي انتل داګوس وويل هيواد يې چمتو دى  چې په اقتصادي او دښوونې او روزنې په ساحو کې له افغانستان سره خپلې اړيکې پراخې کړي .
ده دلسو اضافي تحصيلي بورسونو دورکړي خبر ورکړ چې په څليرويشتو پخوانيو  ژمنه شويو بورسونو زيات شوي دي چې له هغو څخه په استفادي سره  افغاني محصلان په دغه هيواد کې زده کړه وکړي .
په افغانستا کې دهنګري دنوى سفير دباور ليک دوړاندې کولو په مراسمو کې ، دبهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول او ددغه هيواد دتشريفاتو رييس حميد صديق هم برخه لرله .
 

کابل باختر دسلواغي شپږ ويشتمه
  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په افغانستان کې دناتو دځواکونو عمومي قوماندان جوزف دنفورد په شيګل ولسوالۍ کې  دچهارشنبې  دورځې  دبمباري په باره کې دتوضيحاتو دوړاندې کولو لپاره وروغوښت .
دجمهور رييس دويندوى دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ جنرال دنفورد نن له غرمې مخکې دشيګل دبمباري دزړه بوږ نوونکي پيښې په باب چې له امله يې زموږ لس تنه ملکي هيوادوال شهيدان شول توضيحات ورکړل او ويي ويل  چې دالقاعد ه له افرادو سره دنښتې په  بهير کې ګډو امنيتي ځواکونو دهوايي مرستي غوښتنه وکړه .
ده زياته کړه چې دزياتو تحقيقاتو لپاره يې  خپل يو جنرال دکونړ ولايت ته استولى دى .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس هغې ژمنې ته په  اشاري  سره چې پخوا دناټو دځواکونو او دامريکايي قواوو دلوى قوماندان په توګه جنرال جان آلن کړې وه او په ترڅ کې يې ويلي و چې له دې وروسته داستوګنې په سيمو هوايي عمليات نه کوي اوبمباري به ونه کړي وويل چې بايد په کلکه  ددغه شان پيښو دتکرار مخه ونيول شي  ځکه دملکي وګړو دسرزيان دنه منلو وړ دي .
امريکايي  جنرال دچهارشنبې دورځې دپيښې او له امله يې دملګي وګړو دستر دزيان په خاطر  دخپګان د څرګندونو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې له پخواني ژمنې سره سم ناتو به له دې وروسته داستوګنې په سيمو له عملياتو اوبمباريو څخه ډډه وکړي
 

نوي ډيلي باختر دسلواغي شپږ ويشتمه
  دفرانسې  جمهور رييس  فرانسوا اولانداسيا ته په خپل لومړۍ  سفر کې په هند کې ددولسو ملياردو ډالرو په ارزښت دارفايل جنګي جټ الوتکو دپلورنې په باب له هندي مقاماتو سره خبري وکړي .
دفرانسې له جمهور رييس سر ه په دې  پنځه ورځني سفر کې ددغه هيواد دبهرنيو چارو دوزير  اولاند فايبوس او ددفاع د وزير ژان ايوس لودريان په ګډون دفرانسې دشپيتو مهمو شرکتونو رييسان ملګرتيا کوي . 
دغه سفر به دهند او فرانسي دستراتيژيکي مشارکت  له پراختيا سره چې پنځلس  کاله مخکې پيل شوي و ، مرسته وکړي .
دهند دبهرنيو چارووزارت يوه مقام په اقتصادي صنعتي او تجارتي برخو کې ددواړو هيوادونو اړيکې مهمې وبللي .
يوه بله پروژه چې په دې سفرکې به وڅيړل شي په لويديځ  ايالت مهاراشترا کې دنهه زره نهه سوه ميګاواټه اټومي انرژي دفابريکي دجوړولو قردراد دي .
له بلې خوا دنيوز نو خبري سايت ليکلي دي چې دفرانسي جمهور رييس فرانسوا اولاند او دهند صدراعظم منموهن سنګه  په خپلو نننيو  خبرو کې دنږدي شپږو ملياردو  ډالرو په ارزښت له ځمکې څخه هوا ته دلنډ  واټن ويشتونکو توغنديو دقرارداد په باب موافقې ته ورسيدل .
 

کابل باختر دسلواغې ٢٦ مه
د کورنیو چارو وزیر لوﺉ پاسوال غلام مجتبی پتنګ د زابل له والی ، د ولسی جرګی له غړيو ، امنیه قوماندان او یو شمیر سپین ږیروسره وکتل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کی لومړی د کورنیوچارووزیرلوی پاسوال غلام مجتبی پتنګ له  زابل ولایت څخه راغلومیلمنوته ښه راغلاست وویه او زیاته یې کړه:داچې د زابل دخلکو او ددولتی چارواکوترمنځ ښه همغږی شتون لري او په ګډه د سولی ، امنیت او ملی وحدت لپاره کارکوي، ترټولوستره بریاده .
د کورنیوچارووزیروویل: د هیواد ملي پولیس د ټولنی خدمت ګاران دي. او د خدمت ګاروپه توګه به خپلی دندی به پوره میړانی اوایمانداری سره ترسره کوي، د پولیسومنسوبان د امنیت د لاښه ټینګښټ په موخه او د هیوادنی مینی په پاللوسره شپه او ورځ د هیواد والوپه چوپړکی دي اوپه دې لاره کی هره شیبه قرباني ورکوي.
وروسته د زابل والی الحاج محمد اشرف ناصری په دغه  ولایت کی د ملی پولیسو له کړنوڅخه د خوښي په څرګندولوسره وویل چی له شک پرته د زابل ولایت خلک په هیواد کی د ټولوقومونوپه څیرپه هیواد کی سوله ، امنیت او ملي وحدت غواړي.
زموږه د راتللویواځینی موخه هم د لاښه اوډاډمن امنیت د ټینګښت په موخه سلا مشوری دي اود زابل خلک د سولی ، امنیت اوملی وحدت لپاره په هره برخه کی د هیواد له ملي امنیتی ځواکونوسره همکار دي.
د زابل ولایت چارواکواو د ولسی جرګی غړیو په دې  کتنه کی د خپلوخبروپه لړکی په دغه ولایت کی د امنیت د لاښه ټنګښت په موخه د سیمه ایزوپولیسو د زیاتولوغوښتنه وکړه اود سیمه ایيزوپولیسو فعالیت یی په دغه ولایت کی د ډاډ من امنیت په ټینګولوکی خورا اغیزمن وباله.
 

کابل باختر دسلواغې ٢٦ مه
د ننکرهار والی ګل اغا شیرزی وویل چی  د امریکا سفیرموږ ته هغه معلومات وړاندی کړل چی پدی ورستیو کی جمهورورييسانو اوباما او کرزی په واشنګټن کی سره غونده کړی وه چی زه تری منندوی یم ،او څرنګه چی تاسو پوهیږی د امریکا حکومت او ناتو او نورهیوادونه خپلی قواووی له افغانستان څخه باسی نو موږ هم پخپل وار سره د ننګرهار او بلکی د مشرقی زون د هغو ستونزو  په اړه خپل نظریات او پشنهادونه شریک کړل چی د ننکرهار د ولسونو په استازيتوب فریدون مومند ،د سولی شورای ریس حاجی ملک نظیر ،د ننګرهار د ولایتی شورای غړو ،د ننګرهارمستوفی ،او نورو مشرانو د ننګرهار په اړه خپل پشنهادونه وړاندی کړل  ما هم په خپل وار ځینی وړاندیزونه د امنیت ، د ښی حکومتداری ،اقتصادی پیاوړتیا او د نورو زیربینایی پروژو د ورکړی غوښتنه وکړه ،چی د امریکا سفیر موږ ته ډاډ راکړو چی موږ به هیڅکله افغانان یوازی پرینږدو او موږ به له  افغانستان سره خپلو هراړهیزو مرستو ته دوام ورکړو 
شیرزی په خپلو خبرو کی زیاته کړه په پارلمان کی د ننکرهار استازو ،د ننګرهار ولایتی شورای غړو او موږ ټولو وړانديز وکړ چی باید د امریکا د سفارت قونسلګری دی په ننګرهار کی جوړه شی چې د همدی قونسلګری له لاری له موږ سره مرستی وشی

 

د امریکا سفیر جیمز بی کنینګهم  د وینا مکمل جزیات
په دي  ورستیو کی جمهوروريئسانو اوباما او کرزی په واشنګټن کی غونده وکړه ترڅو د راتلونکی لپاره خپل ګډ لید څرګند کړی دی غوندی په راتلونکو میاشتو او کلونو کی زموږ د ګد مشارکت لپاره لاره اواره کړه ،نن ما له ښاغلی والی سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د مشارکت په ډیر شمیر موضوعاتو خبری وکړی چی پکی هغه لاری هم شاملی وی چی په راتلونکی کی به زموږ د همکاریو په دوام کی مرسته کوی  د واشنګتن له غوندی وروسته جمهوررييس کرزی په جورج ټاون پوهنتون کی د خپلی وینا په ترڅ کی وویل پداسی حال کی چی افغانستان له دیرشمیر ننګونو سره مخ دی دا هیواد په عین وخت کی د پرمختګ لړی جاری ساتلی چی دا لړی به هیڅکله ونه دریږی افغانستان دیر پر مختګ کړي دي چی بیرته یی څوک په شا وړلای نه شی افغانان پدی تولو لاسته راوړنو ویاړی د تیری لسزی په لړ کی رونیزو فرصتونو په پراخه کچه زیاتوالی موندلی دی په ۲۰۰۲کال افغانستان یوازی ښوونځی یو ملیون  زده کونکی لرل چی نږدی تول یی هلکان وو نن اته عشاریه څلور ملیونه زده کونکی د هیواد په ښونځیو کی زده کړی کوی چی پکی له دریو ملیونو څخه زیات نجونی د ی دیر شمیر پوهنتونونه د هیواد په کچه فعالیت کوی دلته په جلال اباد کی د امریکی متحده ایلات له ننګرهار پوهنتون سره مرسته کوی ترڅو خپل روزنیز نصاب ته وده ورکړی او زده کونکو ته لاښی زده کړی برابری کړی
د امریکا سفیر  همداراز اشاره وکړه چی په  ۲۰۰۲کال کی یو دولتی تلویزیون وو نن افغانستان فعالی او ازادی رسنی لری چی په کی ۷۵تلویزیونونه اوله  ۱۷۵څخه زیات رادیوګانی فعالیت کوی ،د افغانستان اقتصاد په منځنی کچه په کال کی لپه سلو کې لس زیاتوالی موندلی او موږ ژمن یو چی په افغانستان کی د اصلاحاتو ملاتړ وکړو چې دا هیواد په ځان بسیا شی او دوامداره پرمختګ ته ورسیږی ،همدارنګه روغیتایی خدمتونه په پراخه کچه زیات شوی دي چی په دې  څوک سترګی نشی پتولی ،همدارنګه ما له ښاغلی شیرزی سره د ۲۰۱۴کال د جمهوري رياست دانتخاباتو په اهمیت هم خبری وکړی او ما ښاغلی شیرزی ته ډاډ ورکړد امریکا متحده ایالات  به د ازادو او عادلانه  انتخاباتو  په ترسره کیدو کی له افغانستان سره د هیڅ دول مرستو ډډه  ونه کړی  موږ دانتخاباتو له ڼولو همکارو ادارو ،حکومت ،مخالفو دلو ،مدنی تولنو ،څخه غواړو چی ترڅو د افغانانو د منافعو لپاره په ګده کار وکړی  داسی یوه پایله باید رامنځ ته شی چی په پراخه کچه د افغانانو لپاره د منلووړوی  دا مهمه نه ده چی هغوی چاته رایه ورکوی  بلکې د هغوی رایه د افغانستان د راتلونکی لپاره اهمیت لری 
د یادونی ده چی د امریکی متحده ایالاتو تر اوسه په ننګرهار کی ۵۳۵ملیونه دالره لګولي دي 
له  شیرزی څخه پوښتنه وشوه چی ویل کیږی تاسو غواړی چی  دجمهوري رياست په راتلونکو  انتخاباتو کی  ځان کاندیدوی
شیرزی زیاته کړه چی زه پد ی اړه له  مشرانو سره په سلا مشورو لګیا یم که هغوی ماته خوښه راکړه نو هو