05 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 ده دانا نجونو لېسه پرانيستل شوه

ده دانا نجونو لېسه پرانيستل شوه

کابل / د چنګاښ ۱۴ مه/ باختر د کابل ښار په...

لوړ پوړو امنیتي چارواکو  د هیواد پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې

لوړ پوړو امنیتي چارواکو د هیواد پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې

لوړ پوړو امنیتي چارواکو د هیواد پر امنیتي وضعیت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د تلې دمياشتې   ١٥ :

د حج او اوقافو وزارت خبرتيا!

دکابل ښار، د ناحيو، ددولتي ادارو ، ددشهيدانو وارثانو او دمرکزي  ولايتونو پاتې ټولو  حاجيانو ته  دوروستي ځل لپاره خبرورکول کيږي  چې د ١٣٩٢ کال دتلې دمياشتې په شپارلسمه  نيټه سه شنبې په ورځ  دسهار په پنځو بجو دعيدګاه جومات ته حاضر شي چې واکسين يې تطبيق  او دحرمين شريفين په لور  په وروستۍ الوتنه  کې تنظيم  اوله هغه وروسته دزيارت کوونکو لپاره هيڅ الوتنه نشته  . په ټاکلي وخت دنه مرا  جعې په صورت کې  مسووليت  ددغه وزارت په غاړه نه دى  بيا به دشکايت حق ونلري.

سياسي  اوديني کارپوهان  : هغه بايد خپله سوله غوښتنه اوخيرغوښتنه ثابته کړي

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
ټاکل شوې  ده  دپاکستان د جمعيت العلماي اسلام مشر مولا نافضل الرحمن   د
افغانستان ددولت دمقاماتو په بلنه کابل ته سفروکړي .
دباخترآژانس دخبر له مخې :    مولانا فضل الرحمن په پاکستان کې  دمذهبي او دنفوذ وړ شخص په توګه ياديږي چې دپاکستان او افغانستان په مذهبي کړيو زيات نفوذ لري آن هغه دطالبانو دډلې دموسس اومحرک په  توګه ياديږي .
له شک پرته افغان مقامات په کابل کې دمولانا داستوګنې په وخت کې له  ده سره به له طالبانو سره د خبرو دڅرنګوالي په باب چې په پاکستان کې اډې لري خبرې وکړي ، مخکې له دې  هم  دافغانستان دولت په پاکستان کې دسياسي اومذهبي کړيو سره د اړيکي په ترڅ کې هلې ځلې  وکړي  چې دثبات د اعاده کولو لپاره دهغوي له نفوذ او امکاناتو څخه استفاده و کړي آن يوځل هلې ځلې وشوې چې ددواړو هيوادونو د عالمانو غونډه په کابل کې جوړه شي  چې دتروريزم له عواملو
سره دچلندڅرنګوالى  چې داسلام په نامه کيږي څرګند شي داسلام  ترور او تاوتريخوالي  مردود وبلل شي خو دغه غونډه سبوتاژ شوه او جوړه  نه شوه .
اوس مولانا فضل الرحمن کابل ته روان دى  معلومه  شي چې هغه دپاکستان په مذهبي کړيو او ديني مدرسو د يوديني عالم او بانفوذه شخص په توګه په يو اسلامي  هيواد کې دثبات د اعاده کولو لپاره دخير څه نوښت ترسره کوي .
په د اسي حال کې چې په پاکستان کې مذهبي کړۍ  زياتره له سياسي کړيو سره يوځاى ګام اخلي .
افغان سياسي کارپوهان کابل ته دمولا نا فضل الرحمن دسفر په باب خپل نظر اوتعبير لري دحق اوعدالت د ګوند  غړي معين مرستيال کابل ته دپاکستان د جمعيت العلماي اسلام دګوند دمشرمولانا فضل الرحمن دسفر په باب وايي چې موږ په  وار وار ويلي دي په پاکستان کې مشخصې کړۍ شته چې له طالبانو سره نږدې اړيکې  لري او تل يې د طالبانو ملاتړ کړى دى  چې له دى جملى  څخه يو هم مولانا فضل الرحمن دى .
ده  وويل :  دغه کړۍ  او څيرې دپاکستان دجمعيت العلماي اسلام دمشر په شان هم دجګړې  په دوام اوهم  دسولې  په مسله کې رول  ولوبوي په هغه صورت کې چې مولانافضل الرحمن  متقاعد شي چې سوله اوثبات د افغانستان اوپاکستان لپاره يوشان ارزښت  لري  يو ښه اقدام شميرل  کيږي .
ده وويل  : دا د افغا نستان د حکومت کار دى چې دفضل الرحمن په  شان څيرې متقاعدې  کړي چې  دسولې او امنيت تا مينول هم د افغانستان په ګټه دى اوهم د
پاکستان په ګټه .
خودسياسي چارو کارپوه  وحيد مژده  دمولا نافضل الرحمن دسفر په باب له معين مرستيال سره متفاوت نظر لري دى  وايي په اصل کې مولانا فضل الرحمن دپاکستان د سياسي اومذهبي کړيو ترمنځ خپل نفوذ او ارزښت له لاسه ورکړى دى او اوس په پاکستان کې  هغه ديو فرصت طلبه سړي په توګه ياديږي چې غواړي
افغانستان ته په راتلو سره دسعودي عربستان ملاتړ ترلاسه کړي ځکه په دې  وروستيو کې سعودي عربستان په افغا نستان کې دسولې دمسلي په نسبت خوشبين دى  .
وحيدمژده وويل : که چيرې  مولا نا فضل الرحمن دپخوا په شان دطالبانو ترمنځ خپل نفوذ اوځاى  درلود،   په لومړي ګام کې بايد دپاکستان له دولت سره يې همکاري کوله  چې په پاکستان کي دامکان تر پولې پورې د نا امنيو مخه نيول شوي واى .
طالبان اوس هغه دهغه چا په توګه چې تل معامله  کوي پيژني له دې  امله د ده سفر به  دومره اغيزمنتوب ونه لري .
دولسي جرګې دتقنين د چارو د کميسيون رييس قاضي نذيراحمد حنفي وايي هغه يون  چې مولانا فضل الرحمن دسولې په خاطر پيل کړى د  د روغې  جوړې لپاره  مثبت ګام او ښه اقدام  دى  خو اساسي موضوع  دده او دنورو پاکستاني مقاماتو صداقت دي چې څومره هغوى  په افغا نستان کې دسولې په تامينولو باوراوعقيده لري  .
ده وويل ،  پاکستاني سياستوالو اوطالبانو ته نورکسان لارښوونه کوي او په بله  وينا خپل اقدامات عملي کوي اوپه تيره بيا د لويديځ  په لارښوونه  تل غواړي له طالبانو څخه په استفادې سره په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي .
قاضي حنفي وويل :  هيله لرم چې دمولا نا سفر دسياسي انګيزې او د لويديځو دطرحې  سفر نه وي خو دهغې ورځې په هيله چې مولانافضل الرحمن او په پاکستان کې نورې څيرې  په صادقانه ډول دسولې  په لاره کې ګام  واخلي او په زړه سواندۍ سره حرکت و کړي .
په ملي شوراکې دبلخ ولايت استازي مولاناعبدالرحمن رحماني وايي افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن راتګ په  واقعيت کې په افغانستان اوپاکستان کې دسولې داعاده کولو په خاطر يو ښه اقدام دى .
په ولسي جرګه کې دخلکو دغه استازي څرګنده کړه له دې  ا مله چې په پاکستان کې زياتې  مذهبي ډلې  دطالبانو ملاتړ کوي اومولانا فضل الرحمن د يو مذهبي مشر په توګه کو لاى شي له نورو ډلو سره په همکاري کې دسولې  په بهير کې دافغانستان له دولت سره مرسته و کړي  .
ده وويل :  دغه مثبت رول  هغه وخت تحقق مومي چې پاکستان او په دغه هيواد کې مذهبي ډلې په واقعبينانه ډول مثبت اوعملي ګامونه پورته کړي  .
په هر ترتيب هماغه شان چې سوله د افغانستان دخلکو اړتيا ده کابل ته دمولانا لپاره سفر هم يو فرصت دى چې  خپل مصلح والي اوخيرغوښتنه ثابته کړي .

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
دعبدالحق فونديشن مسوول حاجي انقلاب نن دکونړ ولايت په اسعدآباد ښارکې خپل کورته څيرمه  د وسله والو طالبانو د بريد له امله  و وژل شو .
دخبرونو له مخې : په دې  بريد کې  ددغه غيرحکومتي مرکز دمسوول زوى  اويو ساتونکى هم وژل شوى دى .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيل باخترآژانس ته وويل  : يرغلګردعبدالحق فونديشن په مسوول حاجي انقلاب  له بريد وروسته  په تيښتې بريالي شول اودهغوي دنيولولپاره پلټنې پيل شوي دي .
ويل کيږي دغه مرکز په کونړ ولايت کې دتاسيساتو د جوړولو په برخه کې فعاليت کوي

Monday, 07 October 2013 13:54

دميوند_٦ عمليات پيل شول

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
دميوند_٦ ګډ تصفيوي عمليات نن په بغلان ولايت کې  پيل شول:
دغه عمليات د ملي پوليسو ، ملي اردو ،ملي امنيت او دسيمه ييزو پوليسو دځواکونو له خوا د دغه ولايت په دريو  ولسواليو کې  پيل شوې دي .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ  ويندوى  احمد جاويد بشارت باختراژانس ته وويل  :  دغه عمليات د خلکو په غوښتنه اود وسله والو د غيرمسولو  وسله والو افرادو له شتون څخه دبنو، اندراب ، ده صلاح او پل حصار دولسواليو دپاکولو په مقصد پيل شوي دي اودغيرمسولو کسانو دمزاحمتونو تر  بشپړ پاى  ته رسيدو پورې   به دوام و کړي  .
د ده صلاح ولسوالۍ يو مخور عبدالحنان وايي دغيرمسولو وسله والو کسانو شتون دقانون دتطبيق او د بيا رغاونې دبهير دپرمختګ په وړاندې له طالبانو څخه خطرناک دي

Monday, 07 October 2013 13:51

ګډعمليات پيل شول

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
دامنيتي ځواکونو ګډ عمليات دقندهار دژيړي  اوخاکريز دولسواليو ترمنځ په لويه لاره کې  نن پيل شول .
سيمه ييز مقامات وايي دغه عمليات له هغه وروسته دګډو ځواکونو له خوا پيل شول چې خلکو په دغو ساحو کې دطالبانو دشتون په باب شکايت درلود .
دقندهار د والي ويندوى  جاويد فيصل باخترآژانس ته وويل :  دغه عمليات په برياليتوب  سره  پرمخ  ځي اوتر اوسه  پورې د طالبانو له خوا کوم مزاحمت نه دى       را منځته شوى .
فيصل وويل ،  دغه عمليات د ژيړي اوخاک ريز ترمنځ سيمه کې  دوام لري .

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥ يو پاکستانى چې دځانمرګي بريد په خاطر افغانستان ته استول شوى و په هلمند ولايت کې دملي امنيت ځواکونو ته تسليم شو . دملي امنيت دادارې مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي : د ياسر په نا مه يوځانمرګى بريد کوونکى چې دپاکستان دپيښور ښار اصلي اوسيدونکى دى او دتروريستي ډلو له خوا ځانمرګي بريد ته چمتو شوى ودهلمند ولايت دلښکرګاه ښار ته استول شوى و خو کله چې ګوري خلک دلمانځه د اداکولو لپاره جوماتونو ته ځي له بريد څخه ډډه وکړه اوځان يې دملي امنيت منسوبينو ته سپارلى دى . ده دابتدائي تحقيقاتو په بهير کې څرګنده کړې ده چې دوزيرستان په تروريستي مرکزونو کې دجعلي اوتبليغاتي فلمونو دنندارې امله دځانمرګي بريد ترسره کولو ته هڅول شوى و . ددغه سړي په تسليميدو سره په هلمند ولايت کې ديوځانمرګي خونړي بريد مخنيوى شوى دى .

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميارنن درسنيو په قانون کې د وروستيو تعديلونو دڅرنګوالي په باب د آزادو رسنيو ( نى ) دکتوونکودمسوولينونظريې واوريدې .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې دوى  د بيان د آزادۍ ، درسنيو دمخ په زياتيدونکې ودې په باب دخبرو په ترڅ کې درسنيو په قانون کې د وروستيو تعديلونو په باب څرګندونې وکړې او ويې ويل  چې په دغوتعديلونو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ته درسنيو دعالي شورا رياست چې  په يو وخت کې درسنيودسرغړونې دڅيړنې دکميسيون رئيس هم دى ورکړ شوي دى  اوادعايې وکړه چې دغه کار دهيواد دنافذو قوانينو پرخلاف دي .
دغه راز دوي داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ته د دغه کميسيون د رياست ورکول دخبريالانو د ستونزو د دوام لپاره  د زميني جوړول ، په رسنيوکې دحکومت دنفوذ اودبيان د آزادۍ دلاري خنډ وبلل او زياته يې  کړه چې د رسنيودعالي شورا دکميسيون  رييس دې  ددغه کميسيون دغړو له خوا وټاکل شي او غوښتنه يې وکړه  چې دسنا مجلس دې په دغه قانون کې د واردوشويو تعديلونو په اړوند دخبرو په وخت کې دخبريالانو دملاحظاتو اونظريو په پام کې نيولو سره تصميم ونيسى  .
دغه راز دوى  دملي شورا له خوا د ډله ييزو اطلاعاتو دلاسرسي دقانون دتصويب غوښتنه هم  وکړه .
دمشرانو جرګې رييس دخبرو په ترڅ کې دبيان  اودمطبوعاتو د آزادۍ  ودې  ته اشاره و کړه او ويې ويل چې  رسنۍ د اطلاع رسولو په لاره کې ستر رول لوبولى دى او د دينې ،فرهنګي ، پوهني اودلوړو زده کړو دچارو کميسيون ته يې دنده وسپارله  چې د رسنيو په قانون کې دتعديلونو دتدقيق اومطالعې په وخت کې دې درسنيودخاوندانو اوخبريالانو دمشورتي نظريو اوپيشنهادونو له وړاندې کولو وروسته په دغه قانون کې رامنځته شوي تعديلونه دتصويب په مقصدعمومي غونډې ته وړاندې کړي .
ديو بل خبر له مخې :  دملي شورا دمشرانو جرګې رييس نن دغزني ولايت دمقر ولسوالۍ دخلکو ستو نزې او غوښتنې و اوريدلې  .
په دې غونډه کې ددغې ولسوالۍ يوشمير مشرانو اوسپين ږيرو په داسې حال کې چې سناتورمحمد داود اساس هم حاضر و دخپلو سيمه ييزو ستونزو  د وړاندې کولو په ترڅ کې  دسيمه ييزو پوليسو دتشکيل دلوړولو ، روغتون ته ددغې ولسوالۍ  دکلينيک  دلوړولو او د پرمختيايي  پروژو دزياتوالي غوښتنه وکړه .
دمشرانو جرګې رييس ددوي دستونزو اوغوښتنوله اوريدو وروسته ژمنه وکړه چې ددغې ولسوالۍ دخلکو دستونزو په لرې کولو کې به له مسوولومقاماتوسره اړيکه ونيسى .

روم – باختر دتلې دمياشتې ١٥
په ايټاليا کې لامبو وهونکې دافريقايي مهاجرينو د  ډوبې شوې  بيړۍ دپيښې د زياتو مړو دايستلو په حال کې دي
دغه بيړۍ دپنجشنبې په ورځ د ايټاليا په جنوبي سواحلو کې  ډوپه شوه چې پرون اويا مړي يې  وايستل شول چې دقربانيانو شمير يې يو سلويواتياتنو ته ورسيد اودوه سوه تنه تراوسه پورې بيدرکه دي او يو سلو پنځه پنځوس تنه ژوندي پاتې شوي دي .
دمقاماتو دغه ادعا چې دوي دژغورنې په ماموريت کې  په چټکۍ سره عمل نه دى  کړي  رد کړي دي .
دمهاجرينو ديرغل په اړوند د ايټاليا د مرستې له غوښتنې وروسته  دفرانسې حکومت د اروپا اتحاديې دغونډې غوښتنه وکړه  .

نوى  ډيلي  – باختر دتلې دمياشتې ١٥
دهندرسمي خبرځايونو ، د هند په ختيځ کي د تالندي اوبريښنا له امله دنهو ماشومانو په ګډون  دوه ديرش تنه  ووژل شول
دپا کستان دډ ان ورځپاڼي دخبرله مخې  دغه کسان پرون دهند د بيهار او جارخند په ايالتونو  کې ددغې طبيعي پيښي له امله  و وژل شول .
دهند د بيهارايالت  دبيړنيو حالاتو ادارې ويلي دي چې  يوازې په  دغه ايالت کې داووتنو ماشومانو په ګډون ٢٤ تنه وژل شوي دي .
دچارخند دايالت دخبرځايونو دڅرګندونو له مخې :   په دغه ايالت کې ددوو ماشومانو په ګډون اته تنه  وژل شوي دي .
ددغې طبيعي پيښې له ا مله چې له سخت اورښت  اوتوپان سره يوځاى و ديو شمير ونودايستلو ، داستوګنې دکورونو دړنګيدو اودبريښنا دمزو دشليدو سبب شوي دي

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
وسله والوطالبانو په بغلان ولايت کې ديوخصوصي مرکز دسمسورتيا مامور  په ډزو سره  وواژه
عبدالجبار چې په بغلان ولايت کې دسولې او بيايوځاي کيدو د پروګرام په غيرحکومتي مرکز کې دنيالګيو د ساتنې  دمامور په توګه کار کاوه  د بورکې  ولسوالۍ  دهزارقاق درې  دجمعه علي په سيمه کيې دوسله والو طالبانو له خوا
په ډزو سره ووژل شو .
دبغلان  ولايت د بورکې ولسوالۍ امنيه  قوماندان شاه  محمود باخترآژانس ته  
وويل :  عبدالجبار يو غريب کار و اويوازې جرم يې دا وچې په بغلان کې دنيالګيو دايښودلو او ساتلو په لاره کې کار کاوه .
دى وايي چې امنيتي ما مورينوددغه سړي د وژلو دعاملينو دنيولو په خاطر پلټنې پيل کړي دي  .