09 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اته وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

اته وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ ١٨مه/باختر اته وسله وال طالبان په قندهارکې له...

د هېواد جمهوررييس د استانبول په غونډه کې وينا کوي

د هېواد جمهوررييس د استانبول په غونډه کې وينا کوي

کابل/ د ليندۍ ١٨مه/باختر د آسيا زړه - استانبول بهير د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د وري  دوه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي پرون له غرمې وروسته دسنامجلس له رييس او غړو سره وکتل .
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه دسنا مجلس رييس فضل هادي مسلميار او سناتورې نجيبې  حسيني  دنورو په استازيتوب خبرې وکړې .
دوى دقانون تطبيق او سالمه حکومتوالي ،دچارو دښه والي او دټولنې داقتصادي  ، اجتماعي او فرهنګي پرمختيا متضمن وباله او دسولې دبهير په اړونديې دافغانستان ددولت دسياست هرکلۍ وکړ او ددغه بهير دپياوړتيا اوبډاينې په خاطر يې خپل ملاتړ اعلام کړ .
دسنامجلس غړو دافغانستان حکومت ته دبګرام جيل  دليږدونې هرکلۍ وکړ او داکار يې دهيواد دملي واکمنۍ په ټينګښت  کې ارزښتناک وباله  او دهيواد له اجرائيه اوقضايه قووڅخه يې وغوښتل چې دبګرام دجيل  دبنديانو دوسيې په هيواد کې دنافذو قوانينو دحکمونو په رڼا کې په زيات دقت سره وڅيړي او عدالت په ډير ښه ډول يې تامين کړي .
دوى دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو راتلونکي انتخابات چې د ١٣٩٣ کال په لومړيو وختو کې ترسره کيږي ددموکراتيک او ولسواک نظام د پايښت لپاره مهم وباله .
دسنا مجلس غړو دانتخاباتو دسيستم اصلاح ، په انتخاباتي مرکزونو کې دمتخصصو ، بيطرفواو پاک نفسو کادرونو استخدام ، دالکترونيکي  تذکرو ويش او دانتخاباتو دډاډمن امنيت تامينول ددغه بهير په شفافيت کې مهم وبلل .
دهيواد جمهور رييس دسنامجلس  دغړو دنظريو او غوښتنو له اوريدو وروسته دسناتورانو دکړو وړو له امله خوښي څرګنده کړه اوويې ويل چې تاسي په ټول عزت او اتفاق  او ملايمت سره دافغانستان دګټو لپاره هڅه او هاند کوي .
  حامدکرزي دمهمو ملي مسئلو په باب خبرې وکړې او دافغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي قرارداد ته په اشارې سره وويل چې په دې اړوند دافغانستان حکومت په ډير دقت سره په خبرو کې دى .
  ده وويل موږ له دې کار سره موافقه لرو خو جوته ده چې  زموږ  دهيواد ګټې  دې بايد په غوڅه توګه  په هغه کې تثبيت شوي وي .
  جمهور رييس دامريکا دشتون دوام په هغه صورت کې چې دافغانستان شرايط پکې تضمين شي او دهغه په مقابل کې دامريکا مرستې له قيد اوشرط پرته وي ، دافغانستان په خير وباله .
حامدکرزي دسولې دبهير په اړوند وويل چې سولې ته د رسيدو لپاره زموږ هلې ځلې دوام لري او هغه غږ موچې دسولې لپاره اوچت کړى دى نه غلى کوو او افغانستان انشا الله سولې ته   رسيږي .
جمهور رييس  دجمهوري رياست راتلونکي انتخابات مهم وبلل او ويې ويل چې بايد په هيواد کې داسې انتخابات ترسره شي چې دافغانستان ملت ورڅخه  خوښ وي .
ده زياته کړه دارامو اوښو انتخاباتو ترسره کول زموږ دټولو دنده ده او په هيواد کې دثبات او ټيکاو په لاره کې يو بل ګام  دى ځکه دنظام دوام دټيکاو  دوام دى او دنظام  نه دوام دهيواد بې ثباتي اوبدمرغي ده .

کابل\  باخترد  وري  دمياشتې  ٢١ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د هلمند ولایت د مارجې په ولسوالۍ کې د سړک په غاړه هغه ماین ایښودنه په کلکه وغندله چې له امله یې پینځه تنه ملکي وګړي شهيدان او پینځه تنه نور ټپیان شول.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست د مطبوعاتي دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د هلمند د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، یو موټر چې د مارجې له ولسوالۍ څخه د خانشین ولسوالۍ ته روان و، پرون ماسپښین  د شورشورک په سیمه کې د افغانستان د خلکو او د اسلام د دښمنانو له خوا د سړک په غاړه په ښخ کړای شوى ماین وخوت چې له امله یې د دغه موټر پینځه تنه سپرلۍ شهیدانې او پینځه تنه نور ټپیان شول.
حامدکرزي دغه تروریستي عمل په کلکه وغانده، د خلکو د تګ راتګ په سیمو او سړکونو د ماینونو ایښودل د ټولو انساني او اسلامي اصولو پرخلاف عمل وباله، عاملین یې د افغانستان او د اسلام د مقدس دین دښمنان وبلل.
د هېواد جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.#

کابل\  باخترد وري  دمياشتې  ٢١ :
د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار نن دچارشنبې په ورځ دافغانستان له پوليسو اوعدلي ارګانونو سره دهمکارى په برخه کې د اروپا د اتحاديې له رييس ښاغلى کارل اکي روغي اوله ملګرى هيئت سره يې د ملي شورا په مقر کې وکتل.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې ښاغلى روغي په افغانستان په تيره بيا دپوليسو د روزنې اودهيواد دقضايي نظام دپياوړتيا په برخه کې د اروپا د اتحاديې دهمکاريو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: تر ٢٠١٤کال پورې دافغان پوځيانوته د امنيتي مسووليتونوسپارل يوښه زيرۍ دى چې هغوى په برياليتوب سره د خپل هيواد امنيتي مسووليتونه په غاړه واخلي .
ده ډاډ ورکړ چې د اروپا اتحاديه په خپلو ژمنو ولاړه ده او د سراسري امنيت ترتامينولو دپوليسو ترمسلکي کولو او د افغانستان د بنسټونو تربيا رغاونې او جوړولو پورې به خپلو اوږدمهالو همکاريو ته دوام ورکړي.
دمشرانوجرګې رييس  فضل الهادي مسلميار په بېلابېلو برخو په تېره دهيواددملي پوليسو د تمويلولو، سمبالولو  او روزنې په لاره کې د اروپا داتحاديې د هميشنيو همکاريو له امله د مننې دڅرگندولو په ترڅ کې وويل چې په تېرو لسوکلونوکې د نړيوالې ټولنې او د افغانستان د دولت په هڅو اوهاند سره زموږ ملي پوليسو ستربرياليتوبونه ترلاسه کړي دي او وکولاى شول د وسله والو مخالفينودبريدونو په شنډولو اودامنيت په تامينولوکې اغيزمن ګامونه واخلي.
مسلميارهيله وکړه چې نړيواله ټولنه په تېره بيا د اروپا اتحاديې پخوا زيات، په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره همکاري وکړي او د هيواد امنيتي ځواکونه  په مدرنو اوپرمختللو وسايلو سمبال کړي چې دغه ځواکونه دبهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته خپلې امنيتي دندې په ښه توګه ترسره کړي .
په پاى کې دسنامجلس او د اروپا داتحاديې سوغاتونه په داسې حال کې اړوندو لوروته ورکړى شول چې دمشرانو جرګې د نړيوالوچارو د کميسيون رييس عارف الله پښتون  ځينو سناتورانو  او د د ارالانشا لوى رييس هم ګډون کړي و.
دغه راز دمشرانو جرګې دويم نايب رفيع الله ګل افغان ، د  آريانا افغان هوايي شرکت  له لوى  رييس او تجارتي رييس سره وکتل .
په دې کتنه کې ددغه شرکت رييس نصيراحمد حکيمي ددغه شرکت د هوايي  خدمتونو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې ددغه شرکت د هند په ګډون د نړۍ اووه هيوادونو ته په ورځ کې له څلورو څخه تر پنځو پورې الوتنې کوي.
ده د چين ولسي جمهوريت ته ددغه شرکت د الوتکو د الوتنو د ځنډيدو علت د سپرليو کمښت وباله او زياته يې کړه: د چين جمهوريت ته زياتره غوښتوونکي سوداګر دي اوکه چيرې ملي سوداګر حاضر وي؛ د يوسلو شلو څوکيو کرايه ورکړي، دغه هيواد ته الوتنې به بيا پيل شي .
دسنامجلس دويم نايب ددغه شرکت دکړو وړو له امله  له تاريخي لرغونتيا سره يې وستايل او ژمنه يې وکړه چې په بېلابېلو برخوکې به له دغو شرکت سره همکاري وکړي او هم له ملي سو داګرو سره په ګډه غونډه کې به ددغه شرکت دالوتنو دبيا پيل کيدو په باب دچين د ولسي جمهوريت له مقاماتو سره خبرې وکړي.

کابل\  باخترد وري  دمياشتې  ٢١ :
دخوست دشيخ زايد د دولتي پوهنتون د نجونو ليليه  نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
دغه ودانۍ په پرمختللى توګه دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې د چارو د وزارت له خوا د اته سوه پنځوسو زرو ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
دخوست دشيخ زايد دپوهنتون رييس پوهندوى محمدرسول باوري باخترآژانس ته وويل چې ددغه علمي مرکز د نجونو دليليې په ودانۍ کې د استوګنې اتيا څلور کسيزې خونې، کتابتون  ، د ډوډۍ خوړولو سالون، جومات او نورې اړتياوې په پام کې نيول شوې دي.
دغه ليليه  په يو وخت کې دڅلور سوه تنو ښځينه محصلانو ظرفيت لري .
دخوست دشيخ زايد د دولتي پوهنتون رييس وايي چې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه نجونې وکولاى شي په آرامى سره دغه پوهنتون ته د زده کړې په خاطر راشي .
دخوست د ولايتي شورا استازې زهرا جلال د نجونو دليليې د ودانۍ جوړول زده کړې ته دنجونو دهڅولو او د استوګنې د ستونزو دلرې کولو په لاره کې مهم ګام وباله.
داپه داسې حال کې ده چې دخوست دشيخ زايد پوهنتون ښځينه محصلانې دليليې دشتوالى له امله له ستونزوسره مخامخې وې.

کابل\  باخترد وري  دمياشتې  ٢١ :
په افغانستان کې دپانګې اچونې د ملاتړ د ادارې د ودانۍ د بنسټ ډبره نن په خوست ولايت کې کيښودل شوه.
دغه ودانۍ د خوست ولايت د ادارې کمپکس په ساحه کې په دريو پوړونوکې جوړيږي.
ويل کيږي چې ددغې ودانۍ د جوړولو لپاره اووه څلويښت مليونه افغانۍ بيلې شوې دي.
دخوست والي عبدالجبار نعيمي ددغې ودانۍ دبنسټ دډبرې دايښودلو په مراسمو کې په خوست کې دپانګې اچونې د زياتوالى او د سوداګرو د ستونزو د څيړنې په لاره کې يو ارزښتناک ګام وباله.
  دغه راز سوداګرو هم د آيسا ادارې لپاره د ودانۍد جوړولو له امله خوښي څرګنده کړه  او ويې ويل چې ددغې ادارې په فعاليدوسره به د دوى اداري ستونزې لرې شي.

کابل\  باخترد وري  دمياشتې  ٢١ :
دحقاني د شبکې درې تنه قوماندانان له اتو تنو نورو طالبانوسره دافغانستان په ختيځ کې د عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
دغه قوماندانان چې نومونه يې نه دي اخيستل شوي؛ نن سهار د خوست اوپکتيکا له ولايتونوڅخه ونيول شول.
باخترآژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: په دغوقوماندانانوکله چې په خپلوپټنځايونوکې د يولړتروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو؛ د افغان او ناټو د ځواکونو  له خوا بريدوشو او ونيول شول.
په دغو پوځي عملياتو کې د حقاني په شبکې پورې اړوند اتنه تنه نورهم نيول شوي دي.
ناټو وايي چې د ناټوپوځيانو د دغو قوماندانانو په پټنځايونو کې په سلګونو جنګي وسايل  او په سلګونو کيلوګرامه نشه يي او چاوديونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.

کابل\  باخترد  وري  دمياشتې  ٢١ :
دکانونو د سروې او د جيولوجي رييس د جيولوجستانو د ورځې د نمانځنې په غونډه کې وويل: دغه رياست له نړيوالومعيارونوسره په پرمختللو تخنيکي وسايلو سمبال شوې ده.
دباخترآژانس دخبرله مخې: په هغې غونډه  کې چې نن له همدې امله جوړه شوې وه؛ دکانونو وزير وحيدالله شهراني په خبروکې وويل: موږ په هيوادکې زيات کانونه سروې کړي دي؛ خو  و مو نه کړاى شول هغه په فني او مسلکي معيارونوسره راوباسو.
دکانونو وزير زياته کړه: دولت په يوازيتوب سره نه شي کولاى د هيوادکانونه راوباسي، له همدې امله دې ته اړتيا ده چې له نورو هيوادونو اوخصوصي شرکتونو سره چې دافغانستان  په کانونو کې دپانګې اچونې غوښتنه کوي؛ قرارداد وشي  .
ده وويل: په دغو تړونونوکې د خپل هيوادګټې په پام کې نيسو. هر قرارداد چې دهيواد په کانونوکې کيږي؛ د يو موظف کميسيون له خوا د وزيرانو شورا له لارې کيږي .
شهراني زياته کړه: هره رسنۍ او هر ارګان چې غواړي دکانونو په برخه کې له بهرنيو هيوادونو او شرکتونوسره دترسره شويو قراردادونو په باب معلومات ترلاسه کړي؛  دکانونو وزارت ټول دفترونه دهغوى پرمخ پرانيستي دي.
دغه راز په دې غونډه کې دکانونو د سروې او د جيولوجي لوى رييس ډيپلوم انجينرمحمدحکيم اميني خبرې وکړې او ويې ويل: دغه رياست له نړيوالو معيارونو سره سم، په پرمختللو تخنيکي وسايلو سره سمبال شوى دى.
ده وويل: موږ کولاى شو له دغو وسايلو څخه په استفادې سره، دهيواد  ټول کانونه سروې کړو، خو ده طرحه کړه چې دکانونو را ايستل ددغه رياست کارنه دى.
دده دڅرگندونوله مخې: دغه اداره په پام کې لري د هيواد کانونه تثبيت او ذخيره کړي .
دغه راز په دې غونډه کې دکابل پوهنتون اودکابل دپوليتخنيک پوهنتون استادانو  او د مرستندويو موسسو استازو د دغې ورځې په باب خبرې وکړې.

پيښور\ جيو نيوز \  باخترد وري دمياشتې  ٢١ :
د اورکزو ايجنسى په قبايلي سيمه کې دپاکستاني پوځيانو او دياغي طالبانو ترمنځ په ډزوکې  نن اووه تنه مليشې ووژل شوې .
باخترآژانس دپاکستان دجيوټلويزيون له خولې خبر راکړ چې وسله والو مليشو په اورکزو ايجنسي کې دامنيتي ځواکونو دپلټنې په پوستې بريد وکړ چې د دواړو لورو ترمنځ  د نښتې سبب شو.
د متقابلو ډزو له امله دپاکستان دوه تنه پوځي پرسونل ټپيان او اووه تنه ياغي طالبان ووژل شول.
پاکستاني پوځيانو د ١٣٨٩ هجري لمريزکال د وري دمياشتې له لومړيو وختو څخه په اورکزو ايجنسي کې دمليشو پرخلاف عمليات پيل کړي دي  او ادعاکوي چې په دغو عملياتوکې په سلګونوتنه مليشې وژلې دي، خو د دوى دغه ادعا دکومې مستقلې  سرچينې له خوا نه دى تائيد شوى.

کابل\  باخترد وري  دمياشتې  ٢١ :
د هيواد د سوک وهلو دفدراسيون رييس او ددغه فدراسيون سکرټرجنرال انتخاب شول.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: دغه انتخابات چې نن سهار د المپيک دملي کميټې د رييس او د مشرتابه هيئت د هيواد د ١٥ ولايتونو د استازو، د يوسرحکم  د يو ښوونکى، د دريو تنو مډال راوړونکو او د ښځو دبرخې ديوه استازې په ګډون ترسره شول. دادمحمدپاينده اختري  د ٢١ رايو په ترلاسه کولو سره ددريم ځل لپاره  دڅلورو کلونو لپاره دسوک وهلو  فدراسيون د رييس په توګه انتخاب شو.
دغه راز هدايت الله د دغه فدراسيون دسکرټرجنرال  په توګه په خپل پست پاتې شو.

کابل\  باخترد وري دمياشتې  ٢١ :
د قزاقستان د دفاع وزير نن کابل ته را ورسيد.
دکابل له نړيوال هوايي ډګر څخه دباخترآژانس د خبريال دخبرله مخې : دقزاقستان د دفاع وزير عديل بک جاکيکوفا د يوکسکيز هيئت په مشرۍ کابل ته راو رسيد.
دى به ددغه سفر په بهيرکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت له جمهور رييس  حامدکرزي او د ملي دفاع له وزير سره وګوري .
دده د سفر اساسي هدف،  له افغانستان سره د قزاقستان دپوځي همکاريو د پراختيا په باب خبرې دي.