06 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

يو قاتل ونيول شو

يو قاتل ونيول شو

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر : دکابل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل _ باختر دوري اتلسمه :
دفوټبال دغوره ليګ سيالۍ په نږدې  راتلونکي کې په کابل ښار کې ترسره کيږي .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي باختراژانس ته وويل، دغه سيالۍ چې ټاکل شوې ده دالمپيک دملي کميټې په ورزشي لوبغالي کې ترسره شي دکابل ښار دفوټبال څوارلس ټيمونه په دوو  ګروپونو کې دپنځو ورځو لپاره پکې سيالۍ وکړي .
دغه سيالۍ دثور دمياشتې داتمې په افغانستان کې داسلامي انقلاب  دبرياليتوب دورځې  په درناوى ترسره شي .

کابل _ باختر دوري اتلسمه :
ټاکل شوې ده  دتنکيو ځوانانو دتکواندو سراسري سيالۍ په نږدې راتلونکي کې په بلخ ولايت کې ترسره شي .
دبلخ ولايت ورزشي آمر ابراهيم عثمان دباختراژانس خبريال ته وويل، ددغو سياليو دترسره کولو هدف دهيواد دتنکيو ځوانانو دتکواندودملي ټيم انتخاب دى . دغه سيالۍ په مزارشريف ښار کې ترسره کيږي او په هغو کې له ټول هيواد څخه ددغې ورزشي برخې  ورزشکاران  ګډون کوي چې دپنځو ورځو لپاره دوام کوي .

کابل _ باختر دوري اتلسمه :
دقندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ لپاره دطالبانو پوځي مسوول دامنيتي ځواکونو له خوا ووژل شو او يو پاکستاني تبعه چې دځانمرګي بريد نيت يې درلود ونيول شو .
دقندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل باختر اژانس ته وويل، په سرحدي مشهور عبدالهادى  چې په پنجوايي کې دطالبانو دپوځي مسوول په توګه ګومارل شوى و تيره شپه ددغې ولسوالۍ په تلوکانو سيمه کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو او دده پاکستاني همکار ونيول شو .
نيول شوى سړى  دبلوچستان ايالت په کويټه کې  ژوند کوي او په دې وروستيو وختو کې دخپلو ورانکارو فعاليتونو دبيا پيل کولو په خاطر افغانستان ته راستون شوى و .
  دپنجوايي ولسوال فضل احمد اسحق  زي وويل چې دغه سړى دافغان او بهرنيو ځواکونو پرخلاف دوسله والو او ځانمرګو بريدونو او په واټونوکې دماينونو دښخولو دتنظيم او ددغې ولسوالۍ دسيمه ئيزو شخصيتونو دترور دپلانونو دجوړولو مسوول و .
ديادونې وړ ده چې دپنجوايي ولسوالۍ  لپاره دطالبانو نومول شوى ولسوال وکيل عبدالله له پنځو تنو همکارانو سره يې دورى دمياشتې  په يوولسمه نيټه دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو .

کابل _ باختر دوري اتلسمه :
دکونړ ولايت په مرکز تيرماښام دوسله والوطالبانو راکټي بريدونه وشول .
په دغو راکټي بريدونوکې دوه تنه ماشومان شهيدان او يوبل ماشوم ټپي شوى دى . دکونړ ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو مسوول شيرولي صميم باختراژانس ته وويل چې تيرماښام د کونړ ولايت په مرکز اسعداباد څلور توغندي وتوغول شول چې يو يې په جحبي  کلي ولګيد .
ده زياته کړه چې ددغه توغندي دلګيدو له امله له لس کلنۍ څخه تر دولس کلنۍ پورې يوه نجلۍ او دوه هلکان ټپيان شول او روغتو ن ته وليږدول شول چې وروسته دوو تنو يې ساورکړه .

 لندن _ باختر دوري اتلسمه :
بريتانوي پوځيانو اوسياستوالو له حکومت  څخه غوښتي دي چې افغان ژباړونکي له افغانستان څخه له وتلو وروسته يوازې پرې نه ږدي ، دټايمز ورځپاڼې په ليکنه بريتانوي پوځيانو په هغه ليک کې  چې پرون په دغې ورځپانه کې خپور شو ويلي دي نږدې شپږ سوه تنو افغان ژباړونکو چې زياتره يې دهلمند په ناارام ولايت کې ديره دي له بريتانوي ځواکونو سره مرسته کړې ده او زياتره دغه کسان  ويره لري چې دبريتانوي ځواکونو دوتلو په پيل سره به ياغي طالبانو له هغوى څخه غچ واخلي .
په دې ليک کې  ويل شوي دي چې په افغانستان کې دبريتانيا پوځي ماموريت له سيمه ئيزو ژباړونکو پرته ناشونى دى .
په ليک کې ويل شوي دي چې دغه زړور کسان اوس دطالبانو د غچ له ويرې سره شپې سبا کوي .
دبريتانيا پوځيانو اوسياستوالو ويلي دي دغه هيواد اخلاقي دنده لري چې له افغانستان څخه دخپلو پوځيانو له وتلو وروسته دياغي طالبانو په وړاندې ددغو کسانو ملاتړ وکړي .
دبريتانيا پخواني پوځي رييس جنرال مايک جکسون ، په بوسنيا هرزيګونيا کې دبريتانيا پخواني استازي پدي اشدون او ددفاعي چارو دتحقيقاتي مرکز رييس ميشايل کلارک  ددغه ليک لاس ليک کوونکي دي .
لاسليک کوونکو ادعاکړې ده چې دعراق له جګړې وروسته بريتانيې عراقي ژباړونکو ته پناه ورکړه او بريتانيا اوس دناټو يوازنۍ  غړى دى چې غواړي داکار افغان ژباړونکو ته ورکړي .
دتايمز ورځپاڼې  ليکلي دي چې تراوسه پورې دبريتانوي ځواکونو نږدې شل تنه ژباړونکي په افغانستان کې وژل شوي او يو زيات شمير هم ټپيان شوي دي .
دتيردسمبرپه مياشت کې دبريتانيا صدراعظم  ديويد کارمون وويل چې دغه هيواد په روان ميلادي کال کې له خپلو  نهو زرو تنو سرتيرو څخه درې زره اواته سوه تنه يې له افغانستان څخه باسي ، داپه داسې حال کې ده چې ناټو تيارى نيسي چې دافغانستان ټول امنيتي مسووليت دراتلونکي کال ترپاى پورې دافغانستان ځواکونوته وسپاري .   

کابل _ باختر دوري اتلسمه :
دبلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوى ولسوال له اوو تنو افرادو سره يې پرون دايساف په هوايي عملياتو کې ووژل شو .
دجوزجان ولايت دخانقا ولسوال محب الله باختراژانس ته وويل، دچمتال ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوى ولسوال مولوي نقيب الله پخوا دهغو عملياتو له امله چې  داقچې ولسوالۍ په مربوطاتو اوپه البرز غرونو کې ترسره شوي وو د خانقا ولسواليۍ ته تښتيدلى  و .
مولوي نقيب الله له اووه تنو افرادو سره يې دجوزجان ولايت دخانقا ولسوالۍ  په مربوطاتو کې دايساف دځواکونو په هوايي  عملياتو کې ووژل شو .
  دخانقا ولسوال ټينګار کوي چې په دغو عملياتو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

کابل _ باختر د وري اتلسمه :
ناټو تاييد کړه چې درې تنه پوځيان يې د زابل ولايت په پرونى ځانمرګى بريدکې وژل شوي دي
پرون يوځانمرګى يرغلګرپه چاوديدونکو توکو بارخپل بارموټر دزابل دوالي محمد اشرف ناصري د سپرلۍ د کاروان په وړاندې دامريکايي ځواکونو يوې پوځي قرارګاه ته څېرمه وچاوه چې په دې پيښه د زابل والي ته زيان نه دى اوښتى .
د زابل  امنيه قوماندان  جنرال غلام سخي روغ ليونى وايي: په دې پيښه کې د زابل د ملکي روغتون يو ډاکتر شهيد او ددغه سيمه ييز مقام يو ساتوونکى له يو ماشوم  سره ټپي شوى دى .
په همدې حال کې ناټو باخترآژانس ته د يوې خپرپاڼې په ليږلو سره په دې ځانمرګى بريدکې د خپلو دريو تنو پوځيانو وژل کيدل تاييدکړل .که څه هم ناټو په خپله خبرپاڼه کې د وژل شويو عسکرو هويت نه دى په ډاګه کړى، خو د زابل په قلات ښار کې دغه قرارګاه چې هغه ته څېرمه ځانمرګى بريد شوى دى؛ په امريکايي ځواکونو پورې اړونده ده .

 

کابل _ باختر دوري اتلسمه :

 دسالنګونو لويه لاره په هيواد کې داقتصاد په اصلي تګلوري بدله شوې ده خو دهيواد دشمال دلويې لارې په دې برخه کې  شتو تخنيکي عوارضو ، دترافيکو بهير له جدي ستونزو سره مخامخ کړى دى .

 داپه داسې حال کې ده چې دفوايد عامې وزارت دپاليسۍ او تخنيکي معين انجنير احمد شاه وحيد وايي دسالنګونو لويه لاره يوه ستراتيژيکي لاره او دهيواد له شمال سره دمرکزي سيمو دپيوستون لپاره يوه مهمه او اساسي لاره بلل کيږي  او دسيمې سوداګري تامينوي او دسيمه ئيزې  همکارى دسازمانونو ( سارک او ايکو ) ترانزيت  او ليږدونې له همدې تګلوري څخه  ترسره کيږي چې ترميم ته نه ،بلکې اساسي جوړولو ته اړتيا لري .

 انجنير وحيد وايي چې دفوايد عامې وزارت په کال کې  له نږدې دريو مليونو ډالرو څخه تر پنځو مليونو ډالرو پورې دسالنګونو دستونزو دلري کولو په مقصد لګوي چې دغه پيسې نه شي کولاي په سالنګونو کې اساسي ستونزې حل کړي .

 دده دڅرګندونو له مخې، په سالنګونوکې ټول ټال شپږ ويشت ګالري شته چې ديوولسو کيلومترو په اوږدوالي بشپړه ګالري ده او پنځه څلويښت کاله مخکې جوړې شوې وې چې مقاومت يې بيخي له منځه تللى دى او دسالنګ  تونل دننه هم همدغه حالت لري او دغه ستونزه په تيرو لسو کلونوکې په  دايمي توګه شتون درلود .

 ده په دې برخه کې يوه ډيره ستره ستونزه دسالنګ دلويې لارې دنږدې يو سلو نهه کيلومتره سړک دجوړولو لپاره دکافي بودجې نه شتون او ددغې لويې لارې دبديل نشتوالى وباله .

 په داسې حال کې چې دسالنګ دلويې لارې اساسي جوړول څه دپاسه سل مليونه ډالره لګښت غواړي .

 دفوايد عامې وزارت دمعين دڅرګندونوله مخې، دسالنګونو داساسي جوړولو لپاره اته مياشتې کارته اړتيا لري چې په ځينو سيموکې دهوا دسړښت له امله شپږ مياشتې کار دوام پيداکوي او ددغې لارې دجوړولو لپاره بايد اته مياشتې دغه لاره دوسايطو پرمخ تړلى وى  چې هيڅ امکان نشته  چې بل بديل ونه لټول شي او دغه وزارت څلور کاله مخکې دسالنګ دلويې لارې د بديل طرحه او ډيزاين برابر کړى دى چې ددوشاخ له پله  څخه تر شکاري درې پورې او دسالنګ تر لارې پورې بيرته له شمالي سړک سره ونښلول  شي چې دومره اوږد واټن نه دى .

 دفوايد عامې وزارت تخنيکي معين وويل چې دسالنګ دلويې لارې دبديل لګښت داسيا دپرمختيايي بانک او دنړيوال بانک له مسوولينو سره په جلا جلا غونډو کې طرحه شوى دى چې له دې  جملې څخه نړيوال بانک  ددغه لګښت دورکولو ژمنه کړې ده او ددغو پيسو د ترلاسه کولو په صورت کې به دسالنګونو دبديل لارې په جوړولو اقدام وکړو .

  ده زياته کړه: هغه ترميمات چې کال په کال په سالنګونوکې کيږي لنډ مهال دي او يواځې يوژمۍ تيروي خو اساسي ستونزه يې پاتې کيږي .

Sunday, 07 April 2013 08:27

د اسعارو بيه:

 

کابل\باختر\د وري د مياشتې ١٨:

دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:

يوامريکايي ډالر پيرودل په     54/25  افغانيو پلورل په   54/30افغانيو

يوانګليسى پونډ پيرودل په   81 /40افغانيو پلورل په   81 /50افغانيو

داماراتو يو درهم پيرودل په 65/ 14 افغانيو پلورپه 70 / 14 افغانيو

يوه يورو  پيرودل په 80 69/ افغانيو پلورل په   69 /90  افغانيو

يوسعودي ريال پيرودل په  25 14/پلورل  14/30 افغانيو

زرهندي کلدارى پيرودل په 990 افغانيو پلورل په 1000 افغانيو

زرپاکستاني کلداري پيرودل په  545افغانيو پلورل په  5464 افغانيو

زر ايراني تو مان پيرودل په 15/40  افغانيو پلورل په  15/50 افغانيو.

 

کابل _ باختر دوري اتلسمه :

 يو ځانمرګي يرغلګر دامنيتي مامورينو له خوا په قندهار ولايت کې ونيول شو .

 احمدالله چې دپاکستان دګلستان سيمې اوسيدونکى دى پرون دپنجوايي  ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شو .

 دقندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل باختراژانس ته وويل چې دغه يرغلګرنيت  درلود چې په  قندهار کې په يو هدف باندې ځانمرګي بريد وکړي .

 دقندهار دوالي ويندوى تاييد کړه چې احمد الله دوه ويشت کلن او دپاکستان تبعه دى .

  دغه يرغلګرپه خپلو لومړنيو اعترافونو کې ويلي دي چې دپاکستان له خاورې څخه په قندهار کې دځانمرګي بريد په ترسره کولو ګومارل شوى و .

 تراوسه پورې هغه هدف چې ټاکل شوې وه ددغه يرغلګر له خوا پرې بريد وشي ، نه دى روښانه شوى، دقندهار سيمه ئيزو مقامات وايي چې له نيول شوي يرغلګر څخه پوښتنې پيل شوي دي .