24 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

کابل /دلړم لومړى / باختر د دوامدارې برښنا لرلو لپاره د...

کابل ته څېرمه دطالبانو دمهماتو زيرمه کشف شوه .

کابل ته څېرمه دطالبانو دمهماتو زيرمه کشف شوه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دکابل په موسهي ولسوالۍ کې...

 صلاح الدين  رباني استعفا وکړه .

صلاح الدين رباني استعفا وکړه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٥
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئیس قضاوتپوه مولوي قیام الدین کشاف په داسې حال کې چې ددې شورا څو تنه غړي هم حاضر وو، په کابل کې د آلمان هېواد له نایب سفیر ښاغلي اولیور اوکزا سره د خپل کار په دفتر کې په کتنه کې چې له غرمې نه وروسته ترسره شوه .
د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان او آلمان د ښو سیاسي اړیکو او مرستو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د افغانستان خلک د آلمان د مرستو او کومکونو قدرداني کوي او په راتلونکي کې هم ددغه مرستو او نېکو اړیکو د دوام غوښتونکي دي.
د عالمانو شورا رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې د پاکستان اسلامي جمهوریت ته د دده په مشرۍ د عالمانو د یو لوړپوړي پلاوي سفر ډېر مهم او ګټور وباله او هيله یې څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو د عالمانو هغه ګډ )۵۰۰( کسیز کنفرانس، چې د مارچ په میاشت کې به په کابل کې جوړ شي، ښې او مثبتې پایلې ولري او له برکته به یې په دواړو اسلامي هېوادونو کې سوله او ثبات منځ ته راشي.
وروسته په کابل کې د آلمان هېواد نایب سفیر د عالمانو شورا سره د خپلې کتنې څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، چې د آلمان هېواد له افغانستان سره خپلو نېکو اړیکو او مرستو ته ژمن دی او هیله لري، چې نور په افغانستان کې جنګ او وژنې بندې او پرځای یې تلپاتې سوله او امنیت ټینګښت و مومي.
ده د خپلو خبرو په ترڅ کې د آلمان هېواد د جمهور رئیس د هغه دتودوولولو یادونه وکړه، چې افغانستان ته یې د خپل سفر په لړ کې د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا له رئیس او یو شمېر غړو سره د کتنې په هکله څرګند کړي وو او هغه یې یوه ښه او ګټوره کتنه بللې وه.
د کتنې په پای کې نایب سفیر د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئیس ته بلنه ورکړه، ترڅو د یو شمېر عالمانو په ګډون دآلمان هېواد ته سفر وکړي او په هغه سیمینار کې هم ګډون وکړي، چې در وان کال د می په میاشت کې د سولې په اړوند په آلمان کې جوړيږي، چې دغه بلنه د عالمانو شورا د رئيس لخوا د کورودانۍ په ویلو سره ومنل شوه.

 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٥ :

افغانستان له خپلې خاورې څخه د امریکا د متحده ایالاتو د عسکرو د وتلو هرکلی کوي.
دجمهوري رياست دويندوى مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما ددغه هېواد کانګرس ته پخپله کلنۍ وینا کې اعلام وکړ چې تر راتلونکي کال پورې به خپل نور ۳۴ زره عسکر له افغانستان څخه وباسيٍ او د روان عیسوي کال له پسرلي څخه به افغان ځواکونه د عملیاتو مسؤولیت پر غاړه اخلي او بهرني ځواکونه به يواځې ملاتړيزرول غوره کوي. دا دوه موارد هغه څه دي چې افغانستان یې له ډېرې مودې راهیسې غوښتونکی دی.
په راتلونکي پسرلي کې د افغانستان له کلیو څخه د بهرنیو عسکرو وتل به په یقينی توګه زموږ په هېواد کې د سولې او پوره امنیت د ټینګېدو لپاره مرسته وکړي.
لکه څنګه چې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس په وینا کې ويل شوى دى، تر ۲۰۱۴ کال وروسته د واحد او د پوره حاکمیت لرونکي افغانستان سره د امریکا د راتلونکو همکاریو دوام به ددغو دواړو هیوادونو د اړيکو د لاټینګېدو او پراخېدو سبب شي.

Wednesday, 13 February 2013 13:54

دکابل پوهنتون خبرتيا

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٥ :
دکابل پوهنتون خبرتيا
دمسلکي  اوتخنيکي څانګو اودديني علومو داختصاصي  ازموينې داوطالبانو ته خبرورکول کيږي په ازموينه کې دشموليت کارتونه دروان کال دسلواغې دمياشتې په  ٢٨ او ٢٩ نيټه  په اړوندو پوهنځيو کې ويشل کيږي او ازموينه دروان کال دسلواغې دمياشتې په ديرشمه نيټه  ددوشنبې  دورځې دسهار په نهو بجو اخيستل کيږي .
 

Wednesday, 13 February 2013 13:53

دکابل پوهنتون خبرتيا

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٥ :
دکابل پوهنتون خبرتيا
دکابل پوهنتون پوهنځيو ټولو محصلانو ته خبرورکول کيږي چې دکال ددويم سمستر ازموينې د ١٣٩١ کال دکب دمياشتې په لومړي نيټه پيليږي.
محصلان کولاي شي دازموينې مهال ويش له اړوندو پوهنځيو څخه ترلاسه کړي او له هغه سره سم دازموينې دورکولو لپاره حاضروي.
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٥ :
ددولت  يوې لس کسيزې ډلې وسله والو مخالفينو پرون دبدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ کې  له مخالفت څخه لاس واخيست اودسولې له بهيرسره يوځاى شول.
دبدخشان ولايت  دملي امنيت يوخبرځاى باختراژانس ته وويل، دغه لس کسيزه ډله وسله وال طالبان ددغې ادارې دکارکوونکو دهلوځلو له امله له خپلو وسلو سره دسولې له بهيرسره يوځاى شول.
دبدخشان والي ډاکتر شاولي  الله اديب ددغو کسانو دهرکلي په ترڅ کې وويل  هيله لرم ستاسو پيوستون په بدخشان  کې ددولت  نورو مخالفينو ته ښه بيلګه وي  چې ددولت دتګلارى په رښتينولى پوه شي او ورور وژنې څخه لاس واخلي او دسولې له بهيرسره يوځاى شي .
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٥ :
دننګرهار ولايت  په ګوشتې ولسوالۍ  کې پرون دبزګري دمهارتونو دزده  کړې
يو مرکز پرانستل شو.
دغه مرکز دننګرهار ولايت دکرنې او اوبولګولو رياست دپروګرام له مخې  دنړۍ دکرنې او خوړو دسازمان اوجاپان له خوا دمرسته شويو اصلاح شويو تخمونو دپلورنې له پيسو څخه دڅه دپاسه يومليونو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى  .
دګوشتې ولسوالۍ دکرنې  دادارې درواجولو مدير هجرت الله باختراژانس ته وويل چې دغه روزنيز مرکز په پاخه ا واساسي ډول  جوړ اوپه اړتياوړ وسايلو سمبال شوي دي.
ديوبل خبرله مخې ، داوبو  دوه سربندونه چې دننګرهار ولايت دګوشتې ولسوالۍ  دخويزيو او بايزو په کليو کې داته سوه زرو افغانيو په لګښت  جوړشوي دي ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
ددغو سربندونو  دجوړلو لګښت داصلاح شويو تخمونو دپلورنې له لارې ورکړ شوى دى.
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٥ :
دکورنيو چارو وزارت يو مقام چې دهرات ولايت ته يې سفر کړى دى دجرمونو دمخنيوي په برخه کې  دامنيتي ځواکونو په ګډو هلوځلو باندې ټينګاروکړ.
دکورنيو چارو وزارت  دامنيتي چارو  معين  ستر پاسوال عبدالرحمن رحمان دهرات ولايت دامنيې  قوماندانۍ  د ٦٠٦ انصار زون  ، دسرحدي پوليسو د څلورم لمبر زون او دامن او عامه نظم دپوليسو له مشرتابه هيئت سره په کتنه کې  امنيت ته پاملرنه دپوليسو دځواکونو کاري لومړيتوبونه وبلله .
دده دڅرگندونوله مخې،  زموږد لومړيتوبونو په تطبيق سره به نور ناامنى اوننګونې رامنځته نه شي .
دغه راز دامنيې قوماندانۍ انصار زون ، دسرحدي  پوليسو اودامن او عامه نظم مسوولينو ډاډ ورکړ چې دامن او عامه نظم دتامينولو په خاطر به هلې ځلې وکړي.
دکورنيو چارو وزارت امنيتي معين چې له يوې اوونۍ را په دې  خوا دلويديځ زون دولايتونو دامنيتي حالت په څيړنې بوخت دى او دځمکې له لارې يې هرات ته سفرکړى دى  دلويې لارې دقطعاتو او دملي اردو دقطعاتو حالت يې له نږدې وڅيړه.
 

Wednesday, 13 February 2013 12:34

يومحصل ووژل شو

کابل\  باخترسلواغې دمياشتې  ٢٥ :
په خوست ولايت کې دناټو دعسکرو  دعملياتو په بهيرکې يو محصل ووژل شو.
دغه پيښه تيره شپه دخوست ښار ته څيرمه دخان نواز په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دناټو عسکرو دخوست پوهنتون دطب دپوهنځي دمحصلانو دشپې په غونډې  بريد وکړ .
په دې  غونډه کې يو برخه وال محصل وايي تيره شپه ناوخته دناټو د ځواکونوله پرې بريدوشوچې له امله  يې يومحصل  ووژل شو ويو تن بل ټپي شو.
دخوست  ولايت دپوليسو مسوول عبدالقيوم باقي زوي له باختراژانس  سره په اړيکه کې دغه پيښه تائيد کړه او ويې ويل  چې ددغې پيښې دانګيزې په باب څيړنې پيل شوي دي.
دناټو ځواکونو په دې باب نظر نه دى څرگندکړى.
 

کابل – باختر دسلواغى پنځه ويشتمه:
دباسکتبال دغوره ليګ سياليو پرون مازيګر په هرات کې په يوې لوبې سره دوام وکړ.
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل : په دې سيالۍ کې د پوهنې د استقلال ټيم داته پنځوسو په مقابل کې په يو اتيا سره دسمندر ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ دپنځو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوي دي اوټاکل شوې ده نن دآرش او درخشان ټيمونه لوبه وکړي.
ديوبل خبرله مخې : په هرات ولايت کې دتنکيو ځوانانو دجام دفوټبال سياليو په دوو لوبو سره دوام وکړ.
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا باختر آژانس ته وويل .
په لومړى لوبه کې دانصارى ټيم دصفر په مقابل کې په شپږوسره دپيام آسيا ټيم ته ماتې ورکړه او په بله لوبه کې دآموټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره دآريا پرټيم بريالى شو.
دغه سيالۍ دشپږو ويشتو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوي دي او ټاکل شوې ده نن دآزادي ټيم دکوثر له ټيم سره او دآرش ټيم داميد له ټيم سره لوبې وکړي
.
 

کابل – باختر دسلواغې پنځه ويشتمه:
په ننګرهار ولايت کې دميوه لرونکو اوبې ميوه نيالګيو نندارتون پرون پرانستل شو.
دننګرهار ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس محمد ياسن صافي باختر آژانس ته وويل : په دې نندارتون  کې ډول ډول ميوه لرونکى اوبې ميوې نيالګي نندارى ته وړاندې شوي دي او په ټيته بيه پلورل کيږي .
دغه راز دنورستان او کونړ دولايتونو دنيالګيو دروزنې داتحاديې رييس نجيب الله وويل : چې د دوو کلونو په بهير کې يې د ستروس شپيته زره نيالګي ،نهه زره ميوه لرونکي او پنځه اويا زره بې ميوې نيالګي يې په کونړ او نورستان ولايتونو کې روزلى او بڼوالو ته يې وړاندې کړي دي .